تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که په روژه کي نفاس پوره سي او بیا
 
  July 29, 2012
  0

 سوال :که د یو ښځي نفاس خپل عادت ته ورسېدئ او مريضي يې قطعه سوه او غسل يې وکړئ او یوه یا دوې روژې يې ونیولې که بېرته يې مرض ښکاره سو نو ددې یوه یا دوې روژې څنګه سولې او ددې عادت د بل وار لپاره باطل سو که یا ؟


د سوال کونکي نوم : حاجي عبدالله      

جواب : ددې پوښتني جواب پوره تفصیل غواړي هغه داچي د ښځي د نفاس یعني د لنګون وروسته د ناروغۍ زیاته مده څلوېښت ورځي ده عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ قَالَتْ كَانَتْ النُّفَسَاءُ تَجْلِسُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا (رواه ابوداود و الترمذي )
 
ام سلمة رضي الله عنها وایي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي لنګي ښځي تر څلوېښتو ورځو کښېناستلې یعني که ناروغي يې اوږدېدلای نو تر څلوېښتو ورځو يې په نفاس کي شمېرلې  خو د نفاس کمه مده ځان ته ټاکلی حد نه لري دا هم کېدلای سي چي تر یوې ورځي لا هم په لږ مده کي يې وینه ودریږي نو بیا به دا ښځه غسل کوي خپل لمونځونه به ادا کوي.
 
په هدایه کي وایي : ( وَأَقَلُّ النِّفَاسِ لَا حَدَّ لَهُ وَأَكْثَرُهُ أَرْبَعُونَ يَوْمًا وَالزَّائِدُ عَلَيْهِ اسْتِحَاضَةً ) د نفاس کمه مده ځان ته اندازه نه لري خو زیاته مده يې څلوېښت ورځي ده او تر څلويښتو ورځو زاید د استحاضې ناروغي ده. 

یعني نفاس نه دی بلکي بله ناروغي ده، چي هغه د نفاس حکم نه لري د حیض او د نفاس پرته که د ښځي څخه وینه وځي و هغي ښځي ته مستحاضه وایي او مستحاضه به خپل لمونځونه کوي روژې به نیسي. راځو د پوښتني جواب ته که ښځي تر څلوېښتو ورځو کم عادت لاره د عادت سره سم يې ناروغي ښه سوه خو څلوېښت ورځي لا پوره سوي نه وې بیا ناروغي ورته پېښه سوه که چیري د مخکنیو ورځو په شمول په څلوېښتو ورځو کي يې ناروغي ښه سوه نو دا ټولي ورځي يې په نفاس کي شمېرل کیږي د ښځي عادت بدل سو مخته يې عادت تر څلوېښتو ورځو کم وو  خو اوس تر هغه څو ورځي زیات سو یا پوره څلوېښت ورځي سوپه هغه منځ کي چي څو ورځي دا ښه سوې وه روژې يې نیولي وې د هغو ورځو د روژو قضا به راوړي.

او که د مخکنیو ورځو سره يې ناروغي تر څلویښتو ورځو زیاته سوه نو د ښځي عادت هغه مخکنی عادت دئ د هغه وروسته چي څو ورځي ښه سوې ده روژې يې نیولي دي هغه روژي صحیح دي خو د هغه وروسته چي ناروغي ورته راغلې ده هغه د استحاضې ناروغي ده د هغو ورځو د لمونځو قضا به هم راګرځوي لکه څه ډول چي د روژو قضا يې راګرځوي.
 
البته د هدایې په شرح فتح القدیر کي وایي : وَالطُّهْرُ إذَا تَخَلَّلَ فِي مُدَّةِ النِّفَاسِ فَهُوَ كَالدَّمِ الْمُتَوَالِي عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ ، وَقَالَا : إذَا بَلَغَ خَمْسَةَ عَشَرَ يَوْمًا فَصَلَ فَيُحْكَمُ بِكَوْنِ الْمَرْئِيِّ بَعْدَهُ حَيْضًا إنْ صَلَحَ وَإِلَّا فَهُوَ اسْتِحَاضَةٌ . د نفاس په مده یعني د څلوېښتو ورځو په منځ کي چي هر څو ورځي د ښځي ناروغي ښه سي د ابوحنیفه رحمة الله عليه په آند هغه هم په نفاس کي شمېرل کیږي ابویوسف او محمد رحمتالله عليهما  وایي که د نفاس د ناروغۍ څخه وروسته پنځلس ورځي ښه شي بېرته بیا ناروغي ورته پېښه شي که دا دوهم ځل ناروغي يې لږ تر لږ درو ورځو ته ورسیږي نو دا حیض ګڼل کیږي او که تر درو وځو کمه مده وي نو بیا استحاضه ګڼل کیږي .

مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه

سرته