تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د فشار او شکري مریض روژه...؟
 
  July 26, 2012
  0

 سوال : ډېر کسان د فشار او شکري په ناروغیو اخته دي که د چا روژه وي فشار يې پورته سي ایا د فشار ګولۍ خوړلای سي ؟او که ګولۍ وخوري روژه ماته کړي کفاره خو به نه پر راځي؟     


دليک دلاري يې سوال کړى دئ . د سوال کونکي نوم : محمد یعقوب.     

 جواب : د روژې د ماتولو د عذرونو څخه یو عذر مرض دئ که چا روژه نیولې وي او د دا ډول ناروغۍ سره مخ سي چي که سمدستي علاج او درملنه و نه کړي روغتیا ته يې ګواښ او خطر جوړېږي هغه کولای شي دواء وخوري روژه ماته کړي. د ناروغۍ لکبله چي څوک روژه ماته کړي کفاره نه پر لازمیږي فقط د همهغي ورځي قضا به راوړي
 
.په فتح القدیر کي وایي : الْأَعْذَارُ الْمُبِيحَةُ لِلْفِطْرِ : الْمَرَضُ .وَالسَّفَرُ ، وَالْحَبَلُ ، وَالرَّضَاعُ إذَا أَضَرَّ بِهَا أَوْ بِوَلَدِهَا ، وَالْكِبَرُ إذَا لَمْ يَقْدِرْ عَلَيْهِ .وَالْعَطَشُ الشَّدِيدُ وَالْجُوعُ كَذَلِكَ إذَا خِيفَ مِنْهُمَا الْهَلَاكُ ، أَوْ نُقْصَانُ الْعَقْلِ ،....... ، وَكَذَا الَّذِي ذَهَبَ بِهِ مُتَوَكِّلُ السُّلْطَانِ إلَى الْعِمَارَةِ فِي الْأَيَّامِ الْحَارَّةِ ، وَالْعَمَلُ حَثِيث إذَا خَشِيَ الْهَلَاكَ أَوْ نُقْصَانَ الْعَقْلِ .وَقَالُوا : الْغَازِي إذَا كَانَ يَعْلَمُ يَقِينًا أَنَّهُ يُقَاتِلُ الْعَدُوَّ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ وَيَخَافُ الضَّعْفَ إنْ لَمْ يُفْطِرْ ، يُفْطِرُ قَبْلَ الْحَرْبِ مُسَافِرًا كَانَ أَوْ مُقِيمًا .

هغه عذرونه چي لکبله يې د روژې ماتول جواز پیدا کوي یوه ناروغي او بل سفر دئ همدا راز د ښځي حمل او شیدې ورکول دي که د روژې نیول دې ښځي یا يې اولاد لره زیان رساوه او بل عذر د بوډاتوب دئ که د روژو د نیولو توان يې نه لاره همدا راز که روژاتي د سختي تندي او لوږي سره مخ سي دا بېره وي چي د لوږي او تندي په وسله به هلاک شي یا به يې عقل ته زیان ورسیږي .او دا هم د روژې د ماتولو عذر دئ چي د پاچا د ګمارل سوو کسانو لخوا په سخته ګرمۍ کي په تعمیراتي کارونو کي په زوره بېګار سي او کار هم تېز او نه درېدونکی وي چی لکبله يې د ځان د هلاکت یا د دماغي توازن د لاسه ورکولو بېره وه. همدا راز وایي :

 غازي که په روژه کي پدې باور وو  چي سبا د دښمن سره په جنګ کي مخ کیږي او دا بېره ورسره وه که روژه ماته نه کړي د دښمن په وړاندي به کمزوری سی دا غازي که مسافر وي او که ځايي وي کولای سي د جنګ څخه مخته روژه ماته کړي .په فتح القدیر کي خبره نوره پسي اوږدوي او وایي : الله جل جلاله چي د مریض د پاره د روژې خوړل جائز کړي دي هغه ددې د پاره چي د مریض څخه حرج یعني ستونزه لیري کړي ترڅو د روژې لکبله په مشکل کي واقع نه سي او ستونزه دا ده چي د روژې لکبله يې مرض زیاتیږي یايې په روغتیا مندلو کي ځنډ راځي او یا يې یو عضو او اندام زیانمن کیږي .

ثُمَّ مَعْرِفَةُ ذَلِكَ بِاجْتِهَادِ الْمَرِيضِ ، وَالِاجْتِهَادُ غَيْرُ مُجَرَّدِ الْوَهْمِ ، بَلْ هُوَ غَلَبَةُ الظَّنِّ عَنْ أَمَارَةٍ أَوْ تَجْرِبَةٍ أَوْ بِإِخْبَارِ طَبِيبٍ مُسْلِمٍ غَيْرِ ظَاهِرِ الْفِسْقِ ،او د دغو شیانو پېژندنه د مریض په اجتهاد پوري اړه لري خو د اجتهاد معنا دا نه ده چي فقط  د   وهم پر بنسټ د روژې نیول د ځان د پاره تاواني وګڼي بلکي د یو نښي او مخکنۍ تجربې له مخي يې غالبه ګمان دا وي که دی روژه ماته نه کړي نو صحت يې زیانمن کیږي او یا یو مسلمان ډاکټر چي په ښکاره ډول فاسق نه وي مریض ته دا مشوره ورکړي چي د روژې نیول دده و صحت ته زیان رسوي او مریضي يې نوره پسي زیاته او یا اوږ دېږي.
 
نو ځکه کوم کسان چي د فشار یا شکري ناروغي لري هغوئ ته د نښو او تجربو له مخي ښه معلومیږي چي په کوم حالت کی دوی باید د فشار او د شکري د زیادت او د خطر د مخنیوي د پاره دوا او غذا وخوري دا ډول ناروغان کولای سي د خپل ځان او صحت د ژغورني د پاره که څه هم  روژه يې نیولې وي روژه ماته کړي او وروسته يې قضا راوګرځوي خو کفار نه پر لازمیږي .
 
مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
 
 

سرته