تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په روژه کي جماع کول څنګه دي؟
 
  July 21, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره: ۵۸

سوال :  په روژه کي کوروالي کول څنګه دي؟ (د ورځي له خوا).

نوم : امین وهاب 

جواب : د رمضان په میاشت کي د ورځي نږدېکت کول قضاء او کفاره دواړه لازموي.

وَمَنْ جَامَعَ فِي أَحَدِ السَّبِيلَيْنِ عَامِدًا فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَالْكَفَّارَةُ وَلَا يُشْتَرَطُ الْإِنْزَالُ فِي الْمَحَلَّيْنِ اعْتِبَارًا بِالِاغْتِسَالِ. فتح القدیر ج ۴، ص ۳۴۱
 
یعني که چا په یوه د دواړو لارو کي قصداً جماع یا نزدېکت وکړئ نو پر دغه کس هم قضاء سته او هم کفاره، انزال کېدل پکښي شرط نه دي، لکه په غسل کي چي انزال ته اړتیا نسته. يعني په غسل کي هم انزال ته اړتیا نسته که انزال سي او که نه سي چي نزدېکت وسي غسل فرضيږي. 

يجب القضاء والكفارة على من جامع او جومع في أحد السبيلين. مجمع الانهر ج ۲، ص ۳۲۰
يعني قضاء او کفاره دواړه پر هغه چا واجب ده چي نزدېکت وکړي د بل چا سره او یا نزدېکت وسي دده سره.

مولوي عبدالسلام
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته