تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علم او فضل
 
  April 5, 2012
  0

 علم و فضل چي هیڅ نه وي د پسر

څو به وياړي په کمال د خپل پدر

خصلتونه چي د پلار ور څخه نه وه
ګوره څه سو هغه زوی د پيغمبر

د قارون خسف به ولي وای په مځکه
که موجود وای د کليم پکښي اثر

يو د بل په نامه کله څوک تيريـږي
هرسړى وي ښايسته پخپل هنر

په طاعت که د نيکانو بدان خلاص وای
د نفسي آواز به نه وای په محشر

په ظاهر که زوى د ستار د پلار په سرکه
چي معنا يې نه وي خاوري یې په سر

که احوال د بې تميزو تمام وکښم
له تحريره به مي ساز سي يو دفتر

هم په دا چي تل د حق ترخه ويل کا
پير محمد سو و جاهلو ته ابتر
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته