لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۳۶)
د منکرین احادیث په هکله د دارالعلوم دیوبند فتوی
د قرآنکریم منل او د احادیثو نه منل کفر دئ، هغه څوک چي قرآنکریم مني او له احادیثو منکره دئ، هغه له قرآنکریم هم منکره دئ، دا ځکه په قرآنکریم کي په ښکاره ډول سره راغلي دي: (من یطیع الرسول فقد اطاع الله. سورت النسآء: ۸۰) څوک چي د الله جل جلالهد رسول اطاعت کوي هغه د الله جل جلاله اطاعت کوي. له دې څخه په ښکاره ډول سره معلومیږي چي څوک قرآنکریم مني هغه به ضرور مبارک احادیث هم مني، بل ځای په قرآنکریم کي راځي: (اطیعو الله و اطیعوا الرسول سورت محمد : ۳۳). یعني تاسي د خدای او د خدای د رسول اطاعت وکړئ، له دې څخه معلومیږي چي باید د دواړو اطاعت وکړئ. Fatwa: 994-947/B=10/1438
نوربیا...
www.taleemulislam.net