لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الطور لنډه پېژندنه
سورة الطور د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۲ سورة دئ، چي د هجرت څخه ترمخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.
سورة الطور ۴۹ آية دي او ۲ رکوع لري.
د دې مبارک سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: ( وَٱلطُّورِ)
ژباړه: او قسم دئ په طور (غره) باندي.
طور - غره ته وايي. هغه غر چي الله (رب العزة) په کښي د موسی (عليه السلام) سره خبري وکړې.
په سورة الطور کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- الله (عزوجل) په کوه طور، کتاب، ورقي، بيت المعمور، آسمان او بحر سره قسم کوي چي د الله تعالی له جانبه عذاب راتلونکی دئ.
۲- د قيامت د ورځي بيان او افسوس پر ګناه کارانو او کفارو يعني د کفارو له پاره د اور عذاب دئ او د مؤمينانو و متقيانو له پاره جنت دئ.
۳- متقيان او پرهيزګاران به په جنت کي وي.
۴- خپل د رب د حکم او امر له پاره صبر وکه، الله تعالی مو هر وخت ويني، او د ولاړېدو سره سم د خپل رب پاکي او حمد بيان کئ.
۵ - رسول الله ﷺ حقيقي نبي او پيغمبر دئ.
www.taleemulislam.net