لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اولاد روزني مهم اصل؛ ډېر نازولي سخت خوارېږي
ځیني نادیده ځوانان سته، چي کله يې اولاد پیدا سي، د ډيري خوشحالۍ څخه په کالو کي نه ځاییږي، په اولاد بې دریغه مصارف شروع کړي، ښه تر پزي يې مړوي، کوچنی لا ولاړ سوی نه وي، بیا يې ټلیفون ور رانیولی وي، کارټونیان او رنګارنګ بلاوي يې په ټلیفون کي ورته راوستلي وي.
کوچنی خپل ډېر وخت د موبایل سره تېروي، اول کارټونیان ګوري، بیا ګېمونو ته لاس ور واچوي، بالاخره د کوچني نیمه دنیا همدا ټلیفوني مجازي نړۍ سي.
اخر کوچنی د ټلیفون ډېر بد معتاد سي، د همزولانو سره د لوبو کولو پر ځای په ټلیفون مصروفه وي، هیڅ ټولنیز نه وي، همېشه ګوښه نشیني خوښوي، د همزولو سره وخت نه تېروي، ټلیفون د ده غټ ملګری جوړ سي.
همدا کوچنی چي لږ نوکوی نور غټ سي، باره نو پلار ور پوري حیران وي، چي دا زوی مي ولي داسي شرمناکه دئ، نه خبري کوي، نه د مجلس په آدابو پوهیږي، نه دینداري کوي، لمونځ په نا شوقۍ سره کوي، قرآن کریم خو يې ګرسره زده لا نه دئ، بس یوازي دی او ټلیفون.
د کارټون، انټرنیټ، فیسبوک، یوټیوب، فلمونو او سریالونو په اړه ښه په پېخر معلومات او شوق لري، هغه د چا پر چم د شاروخ خان د مور نوم يې لا زده وي؛ اما د ډوډۍ خوړلو دعا به يې نه وي زده، همداسي نو نور موضوعات هم پر قیاس کړه.
نو اې پلاره! تا د خپل زوی سره د ناز په نیت څومره لویه ناځواني وکړه، ستا دا ناز دا خپل زوی ته څومره په لوړه بیه تمام سو، تا خپل نازولی زوی په خپل لاس تباه کړئ، اوس حیران ناست يې چي زوی مي ولي د نورو د اولادونو په شان تېز، ځيرک، هوښیار، چالاک او د تعلیم شوقي نه دئ.
د اولاد پلاره! که ستا د خپل زوی سره محبت و، نو د هغه د آیندې غم به دي خوړلای، د ټلیفون پر ځای به دي هغه ته قرآن ور رانیولی وای، د ګېم پر ځای به دي هغه پر لمانځه درولی وای، د فلمونو پر ځای به دي هغه ته یو کوچنی کتابتون جوړ کړی وای، هغه به دي د نبي علیه السلام، صحابه کرامو، صلاح الدین ایوبي او نورو ویاړلو شخصیتونو د ژوند څخه خبر کړی وای، هغه به دي په یوه اسلامي جذبه را لوی کړی وای، هغه به دي په کوچنیوالي لا خپل دفتر ته بېولای، په مجلسونو کي به دي کښېنولای، ترڅو یو ټولنیز شخصیت ځني جوړ سوی وای، اما تا دا هر څه ونه کړه، تا دا زوی په ډېره غلطه طریقه ونازوئ.
اوس يې نو زغمه د زوی بد عملي دي!
www.taleemulislam.net