تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسواک او نوی ساينس
 
  February 6, 2012
  0
فطرت هيڅکله د انسان خلاف نه دئ ،  ښوئېدلي انسانان  د دنيا په خواهشاتو کي ګرځي و راګرځي وروسته بيا هم د فطرت و طرفته راځي او د فطرت څخه دا سي خوند اخلي لکه څنګه ، چي يې د خطا ايستونکي او غولونکي دنيا څخه خوند اخستى دئ ، کټ مټ همداسي کيفيت د مسواک دئ ، چي د ازله څخه تر ابده د انساني صحت لپاره کومکي وو او وي به هم خو د کوم وخت څخه ، چي موږ دا نعمت له لاسه ورکړئ دئ د هغه وخت را هسي تر اوسه پوري مسلسل پرېشانه يو او د زرګونو پيسو تر مصرفولو  وروسته بيا هم د جسماني صحت و اصلي مبدا  او مرکز ته رجوع نه کوو . 

يوه پوه  او هوښيار ډېره حکيمانه  او پر ځاى خبره کړې ده ، چي د کوم وخت را هسي موږ مسواک پريښى دئ د هغه ورځي څخه دغاښو د ماهر (dentel surgeon) ابتدا سوې ده . 
 
راسئ موږ وګورو ، چي ايا سنت عين فطرت دئ او که څنګه  ، ايا سنت زموږ په پر مختګ کي خنډ دئ او که يا ، ايا دا سنت موږ و پخوانۍ زمانې ته بيا يي او که سنت  مو وساينس ته ور نژ دې کوي ؟ 
فيصله ستا سو په لاس کي ده ، دا لاندي څو کرښي په غور  ولولئ او فيصله وکړئ . 
 
 
 

شپه او مسواک 
 

نبي کريم صلی الله علیه وسلم   به د شپې را پورته کېدئ او مسواک  به يې واهه ( زادالمعاد )
د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  په عاداتو کي وه ، چي د شپې تر  بيدېدو  وړاندي به يې  مسواک وهه   ( زادالمعاد )

انجينېر نقشبندي صاحب پخپلو مواعظو کي وايي : د امريکا يوه ډاکټر وماته وويل ، چي د بيدېدو پر وخت مسواک وهئ او بيا بيدېږئ ، ما ور ته وويل ، ؛چي ولي ؟  ده را ته وويل ،  د عصري طب تحقيق دا دئ ، چي انسان کله ډوډئ او نور شيان و خوري او اوبه غر غړه کي نو په خوله کي د ننه پلازما په خوله پرېوللو او د او بو په غړغړه کولو سره نه پاکېږي او ده زياته کړه کوم غاښونه ، چي خرابيږي هغه د خوب پر وخت خرابيږي . ما ور ته وويل چي دا نو ولي؟  ډاکټر راته وويل : د دې وجه داده چي کله انسان بيديږي نو د هغه خوله بنديږي او د بندي خولې په د ننه کي د پلازما ( plazma) کار  اسانه کېږي ، خوله همداسي  بنده وي او پلازما خپل پوره کار کوي . 

بيا يې وويل تاسو وينئ ، چي د ورځي کله انسان خبري کوي ، کله ژبه حرکت کوي او کله بيا خوراک او چيښاک کوي . د ورځي د حرکت کولو په وجه و پلازماته د کار کولو موقع او فر صت نه وي مساعد او د شپې ، چي کله خوله بنديږي نو و پلازما ته د کار کولو فرصت په لاس ورځي ، نو ځکه د شپې په وخت کي غاښونه ډېر خرابېږي او بيا يې وويل ، چي سهار که د غاښو کريم او برس استعمالوئ او که نه  هغه ستاسو خپله خوښه ده ، خو د شپې  د بيدېدو  پر وخت مسواک خامخا استعمالوئ.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته