تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ دعاګاني ولي نه قبليږي؟!
 
  February 5, 2012
  0

رالېږونکی: عزت الله

يوکس پوښتنه ورڅخه وکړه چي حق تعالي په قرآن شريف کي ددعا د قبلولو قول کړی دی: (( ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ )) مګر موږ د ځينو کارونو لپاره له ډيري مودې څخه دعا کوو نه قبليږي ، ددې وجه څه ده ؟
ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه وفرمايل: ستاسي زړونه مړه سوي دي او د مړو زړونو دعا نه قبلېږي.

د زړه د مړ کېدو لس سببونه دي:

اول: دا چي تا حق تعالي وپېژندئ خو د هغه حق دي ادا نه کړی.

دويم : دا چي تا د الله کتاب ووايه خو پر هغه دي عمل و نه کړی.

دريم: دا چي تا د نبي عليه السلام د ميني دعوه وکړه خو د نبي عليه السلام سُنت دي پرېښدل.

څلورم: د شيطان د دښمنئ دعوه دي وکړه خو په کارو کي دي هغه له ځان سره شريک کړ.

پنځم: تاسي واياست چي موږ د جنت غوښتونکي يو خو د هغه لپاره عمل نه کوئ.

دارنګه پنځه شيان يې نور وشمېرل.

د دغه حکايت د نقلولو څخه غرض دادئ، چي ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه د سُنت پرېښودل د زړه د مرګ سبب ګرځوي. 

ماخذ: سنت او بدعت

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته