نعت شریف
محمدالله عبرت/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له پیدایښته مخکي وړی زما زړه مُحَمَّد
زه او غزل دي صدقه سو تر خواږه مُحَمَّد
یو وخت د دغه لمر نه مخکي هم یو نور وو دلې
په تکو تورو تاریکو کي ځلېده مُحَمَّد
زه هغه کاڼي تر خپل سر ډیر بختور ګڼمه
پر کومو کاڼو چي په لار کي تېرېده مُحَمَّد
موږ دلته بد کرو رېبل یې په دوږخ کي کیږي
پوه سوم چي ولي بې له اوره سوځيده مُحَمَّد
عبرته سترګي د دغې به سوې د اوښکو ډکي
چي کوم ساعت به په بانډار کي یادېده مُحَمَّد
صلی الله علیه وسلم
www.taleemulislam.net