تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سيرت النعمان (۱برخه)
  تعلیم الاسلام
  January 17, 2012
  0

سيرت النعمان

ليکوال: علامه شبلي نعماني 

ژباړن: بشيراحمد"ريان"

دشبلي نعماني رحمه الله سريزه

د"اسلام نوموتي" لړۍ دليکني په ترڅ کي چي يوه برخه "المامون " يې چاپ شوې ده، ما دپراخو موضوعاتو څېړلو هوډ کړى و،لکه څرنګه چي مي دخلافت او سلطنت دبيلا – بيلو کورنيو څخه اتلان غوره کړي و، همداسي مي اراده وه چي دعلم او فنونو بيلي کورنۍ جوړي کړم. کومو وګړو چي په خپل فن کي سيال نه درلود، هغه دهغې کورنۍ اتل وګرځوم ،خو داسي يو ستر کار زما تر وس او توان پورته و، ځکه مي يوازي دحکومت دقيد په لګولو سره ،خپل خيال محدود کړ. نه يوازي دا، بلکي دحکومت دلړۍ څخه مي هم ډېري کورنۍ پرېښودې، خو هغه خيال مي له زړه څخه وتلى نه و، او وخت ته منتظر وم چي دکمال دخاوندانو دربار ته هم سر ورښکاره کړم.

د"المامون" وروسته مي "الفاروق" پيل کړ، زياته برخه مي يې وليکله خو دځينو ستونزو له امله اړشوم چي څو ورځي يې پرېږدم.په دې کار ،لنډفکرو عجيبي او هيښوونکي خبري او بدګمانيوي وکړې، په داسي حال کي چي دپرېښودلو لامل يې دځينو نايابو کتابونو چي ددې کتاب لپاره ډېر اړين دي، نه موجوديت و.هغه په اروپا کي چاپېدل او ماته دهغه کتابونو دچاپ تر مهاله بېکاره ناسته ستونزمنه وه. فکر مي وکړ چي ديوه بل نوموتي کس ژوندليک به پيل کړم.

له يوې خوا دالفاروق نابشپړه نسخه مخته پرته وه او بل کار ته يې نه پرېښودم او بل لورته دعلمي نوموتو دکارنامو څرګندول هم اړين و، ځکه په اسلام کي تل توره اوقلم يوځاى چليدلي.په پاى کي مي دا فکر خوښ شوو،هغه لړۍ مي پرېښود او په دې مي کار پيل کړ.دفقې ، حديث، ادب،منطق ،فلسفې او رياضي بيلي کورنۍ مي مخ ته وي ،خو دځينو لاملونو له مخي مي فقي ته ترجيح ورکړه ،نو داچي امام ابوحنيفه "رحمه الله" دفقي باني دى،هغه مي يې اتل وګرځاوو.دامام ابوحنيفه رحمه الله اجتهادي مسائل دتقريباً ديارلس سوه کالو راهيسي په بيلا –بيلو اسلامي هيوادونو کي خپاره شوي دي.په سترو او لويو اسلامي واکمنيو کي يې مسائلو دقانون حيثيت درلود او اوس يې هم لري. داسلامي دنيا زياته برخه دده دمسائلو پيرو ده.په عربي،فارسي، ترکي، بلکي په اروپايي ژبو کي يې بې شميره ژوندليکونه ليکل شوي دي. دا به ظلم و چي دهغه ژوند مي په اردو ليکلاى نه واى ، په داسي حال کي چي ويونکي يې دده پيروان دي.

امام ابوحنيفه رحمه الله چي په مسلمانانو کي کومه مرتبه لري ، هغه له دې څخه ښه په ډاګه کيږي چي تراوسه تر ده دچا زيات ژوندليکونه ليکل شوي نه دي. په مسلمانانو کي چي د علم خاوندان څومره منلي په نوره نړۍ کي به يې سارى نه وي. د ژباړو ،طبقاتو،قرون،وفيات،اعيان، سنين او نورو په نوم عنوانونه رامنځته شول او تر هر عنوان لاندي دومره کتابونه وليکل شول چي ګڼل يې مشکل ښکاري.ددې ټولو ترڅنګ ،ځانګړي سيرت (لائف،بيوګرافي) ته ځانګړې توجه ونشوه.

دعلماوو،شاعرانو،قاضيانو او حکماوو څخه به ډېر کم داسي نيکمرغه وي چي دژوند حالات يې په ځانګړو کتابونو کي ليکل شوي وي.تر کومه بريده چي موږ ته څرګنده ده،يوازي امام ابوحنيفه رحمه الله داسي کس دى چي دژوند پيښو ته يې دمعمول څخه زياته پاملرنه شوې ده، زيات شمير ژوندليکونه يې وليکل شول او ډېرو داسي کسانو وليکل چي خپله ددې وړ و،څو يې ژوندليک وليکل شي. په دې ځانګړنه کي که څوک دامام صاحب هم پله ګڼل کيدلاى شي،هغه به امام شافعي رحمه الله وي.دامام ابوحنيفه رحمه الله په اړه چي کوم کتابونه ليکل شوي،زموږ دڅېړني له مخي دادي :

نوربيا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته