تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوښتنه
 
  January 16, 2012
  0

غوښتنه

رالېږونکی: محمد شريف حليم

قادره خدايه! په هر آن کي ستا رضا غواړمه
لکه حضرت خليل په تا سره پنا غواړمه

د دې جهان په تاريکو مي پروا نسته ربه
په تور لحد کي زه د لمر غوند رڼا غواړمه

د لوى دوښمنه نجات راکه زه بنده ما نده يم
نه تصرف پرځاى د نفس و د هوا غواړمه

د شفقت او رحمه ډک زړه مي سينه کي جوړکه
نه داسي تور زړه لکه کاڼى د سحرا غواړمه

تر زني هيله مي له هيچا څخه نه د کړې
ستا له درباره حلال رزق سهار بيګا غواړمه

د فقيرۍ ژوند مي دی خوښ د اورنګزېب تر شاهۍ
نه با داري پرغريبانو د دونيا غواړمه

ستا د حبيب د نازنين امت دپاره دروېش
جام د کوثر ،فردوس  جنت په حشرګا غواړمه

شاعر: درويش خوندي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته