تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر روژې وروسته پر ښو اعمالو د دوام کولو اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 12, 2021
  0

تر روژې وروسته پر ښو اعمالو د دوام کولو اسباب

 

ويناوال: عبدالله بن عبدالرحمن الجبرين ژباړه: محمد نبي (الدين)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

تر روژې وروسته څه؟
- په روژه کي و الله تعالی ته متوجه وم..
- ډېر نفلونه مي کول..
- د عبادت په خوند پوهېدلم..
- ډېر تلاوت مي کاوه..
- د جماعت په لمانځه کي مي سستي نه کول..
- هغه چي الله تعالی حرام کړي دي له هغو مي مخ اړولی وو..

مګر تر روژې وروسته مي د عبادت هغه خوند له لاسه ورکړ کوم چي ما په روژه کي احساساوه همدا راز اوس د عبادت هغومره حرص هم نه سته راسره..
ډېر وختونه د سهار لمونځ په جماعت راڅخه تيريږي..
د قرآن کريم د تلاوت او نفلونو اهتمام را څخه پاته سوی دی..
ايا د دې ستونزي لپاره کوم حل او علاج سته؟

دلته درته لس "۱۰" داسي وسائل بيانوو چي تر روژې وروسته پر ښو کارونو د دوام سبب کيږي

۱ - لومړی او تر هرڅه وړاندي له الله تعالی څخه پر هدايت او ثبات د مرستي غوښتنه کول، الله جل جلاله په علم کي د پخو خلکو د دعاء ستاينه کړې ده: "رَبَّنَا لا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ " 
ژباړه: ای زموږ پالونکیه! له دې وروسته چي لارښوونه دي راته وكړه، زموږ زړونه مه كږوه او له خپل لوري لورونه راکړه، بېشکه ته ډېر ښندونکی یې.

۲ - له نېکانو خلکو سره ډېره ناسته ولاړه کول، د ذکر د عامو او خاصو مجالسو پابندي کول لکه درسونه او زيارتونه يا ليدني کول..

۳ - د کتابونو د لوستلو له لاري او يا د ږغيزو پروګرامونو له لاري د صالحينو له سيرته ځان خبرول، خصوصًا د صحابه وو سيرتونو ته ډېره پاملرنه کول؛ ځکه د هغوی سيرت په نفس کي همت او عزيمت را پيدا کوي.

۴ - اسلامي او مؤثر ږغيز پروګرامونه ډېر اورېدل، لکه د جمعې خطبې او وعظونه.

۵ - پر فرائضو باندي ډېر حرص کول، لکه پنځه وخته فرضي لمونځ او د روژې قضاء راوړل؛ ځکه په فرضو کي ستر خير دی.

۶ - پر نوافلو باندي حرص کول که څه هم لږ وي هغه چي نفس ته محبوب او خوښ وي؛ ځکه الله تعالی ته ډېر خوښ اعمال هغه دي چي <همېشه وي که څه هم لږ وي> لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم  چي همداسي فرمايي.

۷ - د قرآن کريم په زده کړي او يادولو پيل کول، د هغه پر تلاوت همېشه توب کول.

۸ - د الله تعالی ډېر ذکر او استغفار ويل؛ ځکه دا اسانه کار دی خو ګټه يې لويه ده چي ايمان او زړه قوي کوي.

۹ - د زړه له هر ډول خرابوونکو شيانو څخه پوره ليري اوسېدل، که هغه بد ملګري وي، که تلوېزون وي، که ډش وي، که ساز او سروز ته غوږ نيول وي او که بربنډي مجلې کتل وي.

۱۰ - او په وروستيو کي درته د عاجلي توبې توصيه کوم، نَصوح توبه؟ هغه توبه چي له هغې څخه بيا شاتګ نه سته إن شاء الله تعالى؛ ځکه الله تعالی له هغه بنده څخه ډېر خوشحاله کيږي کله چي هغه توبه وکاږي.
 
ګرانه وروره! له هغو کسانو څخه مه کېږه څوک چي الله تعالی يوازي په روژه کي پېژني، پخوانيو خلکو ويلي: هغه قوم ډېر بد دی چي الله تعالی يوازي په روژه کي پېژني.

تر بل رمضانه د الله په امان.
صحت مند او د الله تعالی پر دين استقامت لرونکی اوسې إن شاء الله تعالى.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته