تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دخلكو بې دینه کېدل او زموږ ناخبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2021
  0

د خلكو بې دینه کېدل او زموږ ناخبري


لیکوال : ابو خالد عثمان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


الحاد و (Atheism) انحراف، لا دینیت یا بې لاري کېدو ته وایي؛ په عامه توګه هغه اند چي خالق ردوي، الحاد دی او داسي اند چي بلا (شرعيت) خالق مني سیکولریزم دی.


په نړۍ واله کچه باندي د لادينيت ګڼ خوځښتونه شتون لري، خو (په لویه توګه) همدا دوه ډوله خوځښتونه یې سرچینې دي.
الحاد د یوناني تهذیب او سیکولریزم د رومي تهذیب تازه(Update)  شکلونه دي، په ظاهري توګه دواړه فکرونه مختلف، مګر په معنوي لحاظ کلک نږدیکت سره لري، لادینیت د تنسیخ څپو وهلي غربي عيسويت پياوړی کړ، عیسوي پاپان په ۱۴ او۱۵ پېړیو کې د ديني افراط اخري حد ته رسېدلي وو هرډول نوښتونه او اختراعات کفر او سزا یې قتل ګرځول شوی وه، دی جبر خلکو کي د بدلون تنده پېدا کړه او دا تنده نو مارټن لوتهر د (اصلاح دین) خوځښت په رامنځته کېدو خړوبه کړه،  دا نن چي څومره لادیني خوځښتونه دي نوی بنسټ یې مارټن کښېښود .


لادينيت او اسلامي هیوادونه کله چي لادينيت کابو ټوله اروپا رالاندي کړه او د کاتولیکو پاپانو رعب او دبدبه یې په سند لاهو کړه، د دوی غرور لا زیات سو، دوهم هدف یې اسلامي هیوادونه وټاکل، ددې هدف له ټاکني سره يهودي صهیونیان (Zionists) هم د لادینیانو ترشا ودرېدل، دا کړنه د خوځښت د لا پیاوړتیا سبب سوله، صهیونیانو غوښتل د عالم اسلام دبدبه او رعب ختم کړي او دوی خپل منزل مقصود ته ورسي چي بیت المقدس و، په همدې پار یې  په اتلسمه پېړی کي په مصر باندي فکري یرغل پېل کړ، د هدف د ترلاسه کولو لپاره یې د طه یاسین غوندي ګڼ په نوم مسلمانان په پیسو واخيستل. دغو فکري غلامانو د لادينيت په خپرولو کي کلکه قلمي مبارزه وکړه، همداسي ورپسې جمال عبدالناصر، کمال اتاترک، انور سادات، علی پاشا، سرسید احمد خان، عنایت الله مشرقي، غلام احمد پرویز او غلام احمـد قادياني په اسلامي هيوادونو کي د لادیني افکارو په خپرولو کي خپلي دندي اجراء کړي دي.


۱۹۰۵ کي چي کله بروتوكولات حكماء صهيون نشر سول، نو د مسلمانانو په خلاف د لادینانو او صهیونیانو ملګرتوب او هدف درلودل لا څرګند سول.


په نهم نمبر پروتوکول کي لیکلي دي:


موږ باید تر اخري بریده کوښښ وکړو، چي  په اسلامي هيوادونو کي د حریت او مساوات په نوم خوځښتونه رامنځته کړو، يعني هر ډول مذهبي آزادي او جنسي برابري باید را منځته سي.


په څوارلسم نمبر پروتوکول کي لیکلي دي: د نړۍ واک ترلاسه کولو لپاره ( غیر له یهودیانو) د ټولو انسانانو ایماني عقائد له منځه وړل اړین دي یعني ټول انسانیت باید بې دینه، عقل پرست او ظاهر پرست سي.


د لا دینیت د لښکر نظامي او فکري یرغل او زموږ ناخبري!


موږ افغانان تل افتخار کوو چي ستري کفري امپراطوری مو پرځولي دي، مګر په دې راز د ځان د خبرېدو هڅه هېڅکله نه کوو چي  لادیني لښکري ولي غواړي موږ لاندي کړي؟


انګلیس چي هغه وخت د لادينيت سرلارى بلل کېده نظامي شکست ډېر زیات ودردوی، د افغانانو دین سره مینه یې حس کړه او همدې عادت لا دښمنۍ ته وهڅول، ددې هیواد جغرافيې موقعيت او معدني وسائل یې په زړه ارمان پاتي سول، له ټولو ستره دا چي دغو استعمارچیانو ته د قرب قیامت په وخت کي د دښت خراسان د اهمیت له موږ څخه زیات علم و، دوی د دوباره یرغل څخه لاس وانخیست، فقط بڼه یې بدله کړه لکه نظریاتي جنګ .


په نولسمه پېړۍ کي یې په خپلو فکري اجنټانو باندي دیني علوم او ژبي زده کړې، بیا یې زموږ هیواد ته راواستول لکه یوه بېلګه یې د څرخي پله د جومات هغه ملا چي تر۴۰ کالو پوري یې د مسلمانانو امامت وکړ تل یې مسلکي اختلافاتو ته هوا ورکوله کله یې چي موخه ترلاسه کړه، لادرکه سو، وروسته خلک پوه سول نوموړی يو بهرنی يهودي و. همداسي د ننګرهار جان بټ مستشرق، یا بله بېلګه د عبدالطيف خوستي ده، چي ۱۱ نفرو سره په کابل کي د قاديانيت په تبلیغ کولو په خاطر امیر حبيب الله خان ونیول او اعدام یې کړل.


 دا خو تیر حالات وو. اوس دوی لا پياوړي سوي، د هيواد چارواکو، پارلمان او نورو خاصو ځایونو کي یې خپل پټ اجنټان ځای پر ځای کړي دي، تیر کال د پارلمان يوه وکیل په ښکاره ډول اسلامي تمدن ته ترهګریز تمدن وویلی. همداسي  رسنۍ، تعليمي اصلاحاتو پروګرامونه، خارجي  مؤسسات او  بعضي ایمان فروشه افغانانو قلمونه او ایمانونه یې په بیه اخیستي دي، په ښکاره ډول اسلامي شعائر تنقید لاندي راولي.
او موږ تاسو به هغه وخت خبریږو چي د غرب لادينيت زموږ تر کوره راورسیږي، نسلونه مو الحاد، سیکولرېزم او هیومنېزم ته مخه کړي او په کلیو کي مو د جومات ترڅنګ کلیساوي او نايټ کلبونه جوړ سي، بیا به راپورته کيږو.


ایا دا د نه خبرېدو عذر به مو د الله په وړاندي دلیل وي او که یا؟


موږ نه وایو چي د نظام خلاف باید پاڅون وسي، نه هیڅکله نه. د نظام شتون ستر نعمت دی، موږ وایو د نظام په چارواکو کي پټ د اسلام او د اساسي قانون د اسلامي مادو دښمنان دي یو یو رسوا او په سزا ورسول سي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۶ ګڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته