تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قادسیې جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2021
  0
د قادسیې جنګ
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
حضرت عُمر(رضي الله عنه)  امر وکى چي و عراق ته دي هره ورځ پوسته لېږل کيږي، د پوستې څخه مقصد دا ؤ چي هره ورځ يې يو نفر پر اوښ عراق ته لېږى او دغه رنګه د عراق څخه هم هره ورځ يو نفر را رهي کېدى، چى دغو نفرو به اخبار وړل او را وړل، نو هره ورځ يو نفر له مدينې منورې څخه ور رهي دى او يو نفر له عراقه څخه را رهي دى، چي په دې ډول د هري ورځي خبرونه سره رسېدل، او حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د دغو خبرو او خبر وړونکو په واسطه د مدينې منورې څخه د جنګ او لښکر حالات تنظيمول، د دغه ځايه څخه يې د مسلمانانو و لښکر ته اوامر صادرول، چي په دې حساب سره حضرت عُمر(رضي الله عنه)  هغه څوک دى چي په عراق کي لښکر ته لار ښووني کوي، لښکر سره ويشي مخ او شا ته يې کوي او دئ په مدينه منوره کي پر خپل ځاى ناست دى، مثلاً د دې ځاى څخه يې امرونه ور لېږل: لښکر و وېشه، داسي ميمنه جوړه که چي يوه ټولۍ به ور سره وي، داسي او داسي وکه، په دغه ډول سره ټول اوامر د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  له طرفه څخه وه، حتّْی د اوبو د رسولو کسانو ته لا هم ده (رضي الله عنه)  لار ښووني کولې، ټول جنګ او لښکر يې تر نظر لاندي نيولى ؤ، ځکه دا د فارسیانو سره فيصله کونکى جنګ دى، او د دغه ځايه څخه يې د جهاد د تشويق د پاره بيانيې ور لېږلې، جنت او شهادت يې ور پياداوه، سلمان فارسي(رضي الله عنه)  يې امر کړى چي لښکر ته د جهاد د تشويق او ترغيب په باره کي خبري کوه او لښکر تنظيموه. 
 
 
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په امر سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  و هغه ځای ته حرکت وکړى چي هلته د مسلمانانو لښکري باید سره یو ځای سي څو د عراق و مځکي ته ور داخل سو او نژدې وکوفې ته ورسېدى او په يوه کلي کي يې واړول چي قادسيه ورته ويل کېده، په دغه منطقه کي يې خېمې و درولې او د فارسيانو د لښکر انتظار کوي، اوس نو دغه د انتظار په موده کي سعد(رضي الله عنه)  خپلي قواوي په منطقه کي شا و خوا لېږي او منطقې تر تسلط لاندي راولي، د کفارو څخه جزيې اخلي او هغه کسان چي تر اوسه پر جنګ ټينګار کوي د هغو سره جنګ کوي، غنيمتونه ځني راوړي او بنديان ځني نيسي، په دغه منطقه کي يې و فارسيانو ته مشکلات جوړ کړي دي، هغه منطقې چي تر اوسه نه وې فتحه سوي ليري او کوچنۍ منطقې وې ټوله يې فتحه کړې او تر خپل تسلط لاندي يې راوستلې، دغه ټول اخبار د فارس و حکومت ته رسيږي، بزګران او باغوانان حکومت ته شکايتونه کوي، د منطقې خلک د فارسيانو د حکومت څخه کومک غواړي، خلک ډير په عذاب دي د فارس و پاچا ته شکايت پسله شکايته څخه ورځي، د مسلمانانو د دغه ډير فشار په سبب د فارس پاچا يزدجرد مجبوره سو چي په خپله رُستم و جنګ ته وليږي، څرنګه چي د رُستم درجه او مرتبه ډيره لوړه وه، په هغه موده کي چي يزدجرد پټ ؤ رُستم د فارس پاچا ؤ ټول امرونه ده صادرول، که څه هم هغه ښځه چي په نامه سره د فارس پاچا  بلل کېده موجوده وه مګر واقعي حکم د رُستم په لاس کي ؤ،
 
اوس يزدجرد رُستم امر کړى چي په خپله ته به دې جنګ ته ځې خو رُستم نه غواړي چي په خپله دئ جنګ ته ووزي بلکه ده غوښته چي په پايتخت کي پاته وي او ټول کارونه د ده تر تسلط لاندي وي، حاکم او آمر دئ وي او په عين حال کي د مسلمانانو له جنګه هم بېريږي، ځکه تر اوسه هيڅوک د هغو مخ ته نه دي درېدلي، مګر يزدجرد پر دې ټينګ ؤ چي خامخا به ته ور وزې، نو رُستم خپل ځان په يوه او بل کار مشغولاوه، په دغه نن او سبا کي پوره يوه مياشت و ځنډېدى او هلته سعد(رضي الله عنه)  دغه ټوله موده د فارسيانو د راتګ په انتظار تېره کړه. 
 
 
اوس چي رُستم و وتلو ته مجبوره سو نو خپل لښکر په فرقه فرقه ليږي، په يوه وار يې نه استوي اول يې د لښکر مقدمه جوړه او منظمه کړه دا يې ولېږل، په هغه پسي يې قلب جوړ کړى دا يې هم و لېږى، او بيا يې نور لښکر او د لښکر تشکيلات منظم کړه او دئ په خپله ور سره رهي سو، دا هم پسله هغه ډيره فشاره او تلواره چي د يزدجرد له طرفه په پسې وه پسله يوې مياشتي يې حرکت وکى، او څو لښکري يې برابري کړي وي چي هر لښکر يې څلوېښت، شپېته زره نفره بلکه يو لک نفره ؤ، هغه ټولي لښکري چي رُستم سره يو ځاى کړي او لېږلي وې د ټولو شمېر دوو لکو او پنځوسو زرو نفرو ته رسېدى، حال دا چي هغه ټول جنګي نفر چي و سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  ته سره راټول سوي وه دوولس زره نفره وه، تاسي و دغه لوى فرق ته وګورى! دوولس زره نفره به د دوو لکو او پنځوسو زرو نفرو سره جنګيږي. 
 
 
مګر اصلاً خبره د شمېر او عدد نه ده بلکه واقعي قدرت ايمان دى، نصر، برئ او کاميابي په عدد او نفرو نه حاصليږي، هغه ډير شمېر انسانان چي ايمان نه لري قدر او قېمت هم نه لري، حقيقي قوت هغه يقين دى چي وايي نصر د رب العالمين له طرفه څخه دى، که د چا اعتماد د لښکرو پر شمېر او اسلحه ؤ، هغه د هغه چا په مقابل کي نه سي کاميابه کېدلاى چي اعتماد يې پر الله(جل جلاله)  وي.
 
سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) د دغه انتظار په موده کي شاوخوا جاسوسان لېږل چي و ده(رضي الله عنه)  ته يې اخبار راوړل، كله چي فارسيان و ځنډېدل نو يې دا فيصله وکړه چي د کشف او معلوماتو د پاره يوه ټولۍ و لېږي چي د فارس و مځکي ته داخل سي او وګوري چي د فارسيانو لښکري کوم ځاى ته را رسېدلي دي، نو يې يوه لس نفريزه ټولۍ جوړه کړه چي د دغو لسو نفرو څخه يو هم طُليحه بن خُويلِد الاُسدي ؤ (د طليحه بيان مو د رِدت په جنګو کي درته کړى دى، طُليحه هغه څوک دى چي د نبوت دعوه يې کړې وه او خالد بن وليد(رضي الله عنه)  جنګ ور سره وکى او د طليحه لښکر ته يې شکست ورکړى، خو په خپله طليحه شام ته وتښتېدى او بيا چي په جزيرة العرب کي اسلام ثابت او قائم سو طليحه بيرته راغلى او مسلمان سو) 
 
او په دغو لسو نفرو کي سربېره پر طُلیحه بل نفر عَمرو بن معديکرِب ؤ چي د جاهليت په وختو کي دغه عَمرو او طليحه هر يو د جنګ په ميدان کي د دوى د قوت او شجاعت په سبب پر زرو نفرو حسابېدل، مګر د عَمرو شهرت تر طليحه زيات ؤ، څرنګه چي عَمرو د يمن ؤ او د رِدت په وختو کي دئ هم مرتد سو، نو يې په يمن کي د اسود العُنسي هغه چي د نبوت دعوه يې کړې وه متابعت وکى، کوم وخت چي د اسود العنسي لښکر ماته و خوړه دغه عَمرو هم د هغه په لښکر کي ؤ او په بنديانو کي و نيول سو او بيا بيرته مسلمان سو، نو دغه د عربو دوو مشهورو پهلوانانو هم دغه د قادسیې په جنګ کي ګډون اواشتراک کړى دى.
 
 دغه دکشف لس نفريزه ټولۍ چي د هغو په جمله کي دغه دوه نفره جنګي پوهان او لوى پهلوانان هم شامل وه ولاړل، د فارس په مځکه کي و هغو ځايو ته ورغله چي تر دغه وخته هيڅ مسلمان و هغې منطقې ته نه ؤ ورغلى، غواړي چي هلته معلومات وکي چي د فارسيانو لښکر څومره او چيري دى؟ ځکه مسلمانانو يوه مياشت انتظار کړى ؤ او هيڅ حال نه ؤ ورته معلوم، اوس دغه ټولۍ و داسي ځاى ته ورسېده چي هلته د فارسيانو هغه اول لښکر چي مقدمه وه را رهي دى چي شمېر يې د شپېتو زرو نفرو په شاوخوا کي دى او دغه لښکر د مسلمانانو پر طرف ور رهي دى، دغه لس نفريزه ټولۍ چي دغه ډير زيات شمېر او لوى لښکر وليدى په تعجب کي سوه او ويل بيرته به وګرځو او سعد(رضي الله عنه)  به د لښکر په را رسېدلو خبر کړو، طليحه ويل: يا والله دا د فارس اصلي لښکر نه دى، ملګرو يې ويل: نور نو څه شي غواړې؟
 
  شپېته زره نفره لښکر دى، طليحه ويل: يا دا لښکر نه دى بلکه دا د لښکر مقدمه ده، عَمرو بن معديکرِب و ویل: هو طليحه رشتيا وايي دا د لښکر مقدمه ده، موږ تر تاسي په لښکرو او جنګو پوهيږو موږ بايد نور هم د معلوماتو دپاره انتظار وکو چي دا يې مقدمه وي هغه نور پاته لښکر به څومره وي؟ مګر هغه نور ملګري يې نه قانع کېده او ويل: تر دې لوى لښکر نسته د فارسيانو ټول لښکر دغه دى، ملګرو يې ويل موږ ځو او سعد(رضي الله عنه)  ته به خبر ورکو چي لښکر را رهي دى، هغه اته نفره رهي سوه عَمرو او طليحه يې پرېښوول، عَمرو او طليحه خپله وظيفه نوره هم پسي پوره کړه او نور هم مخ ته ولاړل، څو د لښکر د قلب سره مخامخ سوه، وې ليده چي بل لوى لښکر هم را رهي دى، دومره لښکر چي د جنګي نفرو شمېر يې تر اويا زرو نفرو زيات دى، بېله هغه نوکرانو چي ور سره دي، عَمرو او طليحه سره و ویل چي دا د لښکر قلب دى او نور لښکر هم پاته دى، ويل: هو، ويل: نور به هم مخ ته ولاړ سو، ويل: هو درځه، نو دوى دوه نور هم مخ ته ولاړه څو و هغه پاته لښکر ته ور و رسېده، د دغه آخري لښکر په باره کي چي هغه لږ عدد ياديږي وايي اتيا زره نفره وه، چي رُستم يې په خپله قيادت او مشرتوب کاوه، عَمرو او طليحه سره و ویل: دا نو هغه پاته لښکر دى، ويل: هو دا د لښکر آخري تشکيلات دي، اوس نو دغه دوه نفره عَمرو او طليحه مشوره سره کوي وايي: اوس به نو ولاړ سو سعد(رضي الله عنه)  ته به خبر ور وړو، طليحه ويل يا والله تر هغو نه ځو چي پر لښکر حمله و نه کړو او خلک پکښي و نه وژنو، عَمرو ويل سړيه! پر اتيا زرو نفرو حمله کوې؟ طليحه ويل: زه وايم چي ته جبّان بېرېدونکى يې، بېرېږې؟ عَمرو ويل: دا بېره نه غواړي تا يو انسان ليدلى دى چي پر اتيا زرو نفرو حمله کوي؟ طليحه ويل زه وايم چي ته جبّان يې، عَمرو يې پرېښاوه او طليحه په لښکر ور ننوتى.
 
 دا خبره تر خيال او تصور لوړه ده مګر سبحان الله! د هغو خلکو جرئت د عادته څخه مخالف جرئت ؤ، دغه طليحه او عَمرو په کفر او جاهليت کي د جنګ په ميدان کي هر يو د زرو نفرو سره برابر ؤ، خو کوم وخت چي ايمان او عقيده پکښي پيدا سوه نو څه فکر کوې؟ او د دوى څخه چي هر يو پر زرو نفرو حسابل کېدى هغه په هغو جنګو کي ؤ چي جنګ به یې د عربو سره او د چور او چپاوُل دپاره ؤ، نو اوس چي جنګ يې د عقيدې دپاره وي او د عربو د دښمنانو سره وي نو څه فکر کوې؟ دغه شيانو د طليحه همت او شجاعت نور هم ور زيات کړى، او واقعاً په دغه لوى لښکر ور ننوتى او پر هره خېمه چي ورسي د خېمې تناوونه په توره وهي او پرې کوي، خېمه به چپه کېدل، خلکو هيڅ دا فکر نه کاوه چي دغه يو نفر زموږ د جنګ دپاره راغلى دى او حمله را باندي کوي، د طليحه دغه حمله هم ناګهاني وه هيچا آمادګي نه درلوده، تر څو طليحه د رُستم و خېمې ته ورسېدى او د خېمې تناوونه يې پرې کړه، خېمه پر هغو ور و لوېده پر نسکوره سوه، طليحه ورغلى د رُستم پر آس سپور سو او را رهي سو، د رُستم آس يې په غنيمت ور سره بوتلى، د فارسيانو په لښکر کي نارې او بې نظمي جوړه سوه چي دا څه پېښه سوه؟ طليحه او عَمرو بيرته تر سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  پوري راغله او هغه يې په واقعاتو خبر کړى. 
 
 
رُستم متوجه سو چي د داسي انسانانو سره یې معامله ده چي د نورو انسانانو سره فرق لري، خير دا دي دواړه لښکره مخ په مخ سره و درېدل او د دواړو لښکرو له طرفه د لوى جنګ دپاره آمادګي و نيول سوه چي و دغه جنګ ته (معرکةُ القادسيه) ويل کيږي، معرکة القادسيه د هغو لويو جنګو څخه يو جنګ دى چي د اسلام په تاريخ کي مسلمانانو د خپلو دښمنانو سره کړي دي.
 
مګر دمخه تر دې چي جنګ شروع سي د دواړو لښکرو له طرفه د خبرو دپاره قاصدان سره تله او راتله، چي د دغو قاصدانو په جمله کي یو هم رُبعي بن عامر(رضي الله عنه)  ؤ چي د مسلمانانو له طرفه د خبرو دپاره رُستم ته ورغلی او د دغه رُبعي(رضي الله عنه)  قصه د مسلمانانو د همت او شجاعت  په هکله ډیره په زړه پوري، عجبه او نادره قصه ده اوس و هغې قصې ته په دقت سره متوجه سی، قصه داسي وه:
 
د قادسیې تر جنګ او معرکې دمخه د مسلمانانو او فارسیانو تر منځ خبري او د قاصدانو تګ او راتګ شروع سو، د مسلمانانو لوی قائد او عمومي قومندان سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  ؤ او د فارسیانو د لښکر عمومي قومندان رُستم ؤ، د مسلمانانو له طرفه ډیر قاصدان د خبرو دپاره ورغله، خو رُستم نور قاصدان هم غوښته ځکه ده په دغو خلکو کي عجیب او نادره خویونه لیده او بل یې دا امید هم ؤ چي ممکن د خبرو په نتیجه کي له جنګه څخه خلاص سم، نو رُستم د آخر ځل لپاره دا غوښتنه وکړه چي ستاسي قاصد دي د خبرو دپاره راسي، په دې وار کي د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  له طرفه رُبعي بن عامر(رضي الله عنه)  اختیار کړل سو، رُبعي بن عامر یو صحرايي عرب ؤ، د تاریخ او سیرت کتابونه د رُبعي بن عامر(رضي الله عنه)  د دغي ورځي شکل او قیافه داسي بیانوي: د رُبعي بن عامر کالي د ډیر پنډ او د  زیږه ټُکره څخه وه، توره یې صافه او ځلانده توره نه وه په زرو او جواهراتو نه وه ښایسته سوې بلکه د عربو د پخوانیو تورو څخه یوه زړه توره وه، سپر او نېزه ور سره وه پر کوچني آس سپور ؤ، د ورېښتانو څخه یې دوې اودل سوي کوڅۍ جوړي کړي وې، دغه ربعي بن عامر(رضي الله عنه)  په دغه شکل او قیافه د رُستم ځای ته ور ورسېدی، د رُستم ځای د رُستُم په امر سره ډیر ښایسته سوی ؤ.
 
 
تاسي پوهېږی چي رُستم د فارس د پاچهانو څخه یو پاچا ؤ، د مخه تر دې چي یزدجرد پیدا سي رُستم د فارس پاچا بلل کېدی او دﺉ ؤ چي د فارس د دولت إداره یې کول، تر څو چي بیا یزدجرد پیدا سو، څرنګه چي یزدجرد د شاهي خاندانه او د کسرْی د کورنیه څخه ؤ بلکه د پخواني پاچا زوی ؤ نو پر ده د پاچهۍ اتفاق وسو که نه رُستم پاچا ؤ او خلکو سجده ور ته کول.
 
نو اوس د دغه رُستم دربار په ورېښمینو قالینو فرش دی، زریني او طلايي کوربچې او بالښتان اوډل سوي دي او هلته د رُستم دپاره یو لوی د پاچهۍ تخت پروت دی، دا دی رُبعي بن عامر(رضي الله عنه)  په هغه خپله صحرايي قیافه پر کوچني آس سپور را ورسېدی، د خپله آسه څخه نه کښته کیږي تر څو آس یې پر دغو قالینو ور وختی، دلته د رُستُم پیره داران ور تېر سوه چي رُبعي منعه کړي خو رُستم اشاره ورته وکړه چي پرې یې ږدی، دا هم په دې سبب چي رُبعي و نه وايي چي دغه شیان موږ ته قدر او اهمیت لري، وروسته رُبعي(رضي الله عنه)  د آس څخه کښته سو او د آس تناو یې په یوه بالښت پوري وتړی دﺉ په خپله د رُستم پر طرف ور رهي سو، د رُبعي(رضي الله عنه)  نېزه په لاس کي ده لکه لکړه تکیه پر کوي کله یې په یوه بالښت ننه باسي کله یې تر غالۍ وباسي، رُستم و دغه عجیب منظر ته ګوري، بیا هم د رُستم پیره داران د رُبعي و طرف ته ور تېر سوه چي د دغه کاره څخه یې منعه کړي خو رُستم ویل پرې یې ږدی، رُبعي(رضي الله عنه)  اوس د خپلي اسلحې سره د رُستم و مجلس ته ور ننوزي چي عسکرو ورته و ویل اسلحه دي کښېږده، 
 
رُبعي و ویل: زه په خپله نه یم راغلی بلکه تاسي راغوښتی یم، که مي پر دغه حال د اسلحې سره پرېږدی ښه د ښه که نه بیرته ځم، رُستم ویل اجازه ورکړی چي راسي، رُبعي بن عامر(رضي الله عنه)  ور دمخه سو او د رُستم و مخ ته داسي و درېدی چي پر خپله نېزه یې تکیه کړې وه او هغه نېزه یې تر غالۍ و وتل، خیر خبري شروع سوې رُستم و ویل: تاسي د څه شي لپاره راغلي یاست؟ 
اوس د رُبعی بن عامر(رضي الله عنه)  و جواب ته متوجه سی، دغه سړﺉ نه د سیاست د فاکولتې څخه راوتلی ؤ، نه د جامع أزهر څخه فارغه سوی ؤ او نه یې د دیوبند مدرسه ویلې وه، بلکه په ساده او بسیطو الفاظو یې خبري کولې خو خبري یې داسي وې چي هر هغه مسلمان چي د خپل دین په حقیقت پوهیږي او د خپل دین هدف او مقصد ورمعلوم وي هغه پر دغو خبرو ایمان لري. کله چي رُستم و ویل: د څه شي لپاره راغلي یاست؟
 
رُبعي و ویل: الله(جل جلاله)  را لېږلي یو چي د الله بندګان د بندګانو د عبادت څخه د بندګانو د رب و عبادت ته را وبولو، د دنیا د تنګیو څخه یې د دین و پراخیو ته را وباسو، د نورو أدیانو له ظلمه څخه یې د اسلام و عدل ته را وبولو، الله(جل جلاله)  موږ د ده په دین سره خلکو ته رالېږلي یو چي و دغه الْهي دین ته یې را وبولو، هر څوک چي زموږ دغه دعوت قبول کړي موږ هم دوی قبلوو او بیرته ځني ځو او که چا زموږ دعوت رد کړی نه یې و مانه تر هغو جنګ ور سره کوو تر څو چي د الله(جل جلاله)  وعدې ته ورځو، رُستم ویل: د الله وعده څه شي ده؟ رُبعي(رضي الله عنه)  و ویل جنت د هغه چا دپاره چي د منکرانو سره په جنګ کي و وژل سي یا کامیابي د هغه چا دپاره چي ژوندﺉ پاته سي.
 
یعني د واقعي مسلمانانو د پاره د هغو مومنانو دپاره چي په حقه سره یې ایمان راوړی وي هغه د خپل ځان اختیار نه لري د دوی په مخ کي فقط دغه دوې لاري دي یا به کامیابه کیږي او د مځکي حکمراني به په الْهي احکامو سره کوي یا به شهیدان کیږي جنت ته به ځي.
 
رُستم و ویل: ما ستا خبري واورېدې اوس داسي کولای سې چي دغه موضوع یو څه وخت و ځنډوې؟ چي موږ فکر وکړو او تاسي هم فکر وکړی.
رُبعي و ویل: هو یوه ورځ که دوې ورځي مهلت غواړې؟
 
رُستم په تعجب کي سو چي آیا دغه أعرابي قاصد کولای سي چي جنګ شروع کړي، نو یې پوښتنه ځني وکړه چي ته دومره اختیار لرې چي د جنګ ورځ وټاکې؟ رُبعي ویل: هو! موږ مسلمانانو ته چي د خپل امیر له طرفه تفویض او اختیار ورکړل سي بیا نو څنګه چي یې خوښه وي هغه کار کولای سي.
 
رُستم ویل: آیا ته د دوی مشر او سردار یې؟ 
 
رُبعي ویل یا! مګر موږ مسلمانان لکه یو جسد داسي یو، زموږ کښته هغه زموږ پر لوړ جِوار ورکولای سي او اوس پسله درو ورځو یو د دغو دوو کارو څخه اختیار کړه: یا اسلام یا جزیه او تاسي به کښته یاست.
 
رستم ویل: څنګه به کښته یو؟
 
رُبعي(رضي الله عنه)  و ویل: زه به ناست یم او ته به ولاړ یې جزیه به دي راوړې وي زارۍ به هم کوې چي دغه واخله، خو زه به وایم اوس نه یم فارغه.
 
رُستم په قهر او غضب سو، څوک دی چي د مځکي پر مخ د هغه لوی دولت د پاچا یا د ټولو لښکرو د عمومي قومندان سره په داسي شجاعانه لهجه او او بېله بیري په پوره وضاحت سره خبري کوي؟ دا عجبه نه ده چي یو أعرابي د رُستُم سره په دومره جُرئت دغسي شدیدي خبري کوي؟ 
 
رستم و ویل: که مو دغه دوه کاره نه کړه قبول بیا نو څه کیږي؟
 
رُبعي(رضي الله عنه)  و ویل: السیف. که مو دغه دوه کاره نه کړه قبول نور نو توره ده. 
 
معلومه خبره ده چي رُستم نه اسلام قبول کړی او نه جزیه، نو خود په هغه معینه ورځ د دوو لښکرو تر منځ د قادسیې جنګ شروع سو .
 
د معرکة القادسيه جنګ څو ورځي دوام درلودى، مسلمانانو د دغه جنګ هره ورځ او هره شپه په جلا جلا نامه بلل، د جنګ د اولي ورځي نوم اَرماث ؤ، او دغه جنګ د هجرت په څوارلسم کال د محرمي په مياشت کي ؤ، د جنګ په اوله ورځ چي لښکري مخ په مخ سره و درېدلې سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  امر وکى چي تر هغو به حمله نه کوى څو زما له طرفه څلورم تکبير وا نه ورى، پر اول تکبير د ځانو په تیارولو مشغوله سی، پر دوهم تکبير به تیار او آماده یاست،پر درېيم تکبير به اسلحه او د جنګ لباس پوره او منظم کړى، پر څلورم تکبير به حمله شروع کړی.
 
د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  پر څلورم تکبير حمله شروع سوه او دوه لښکره سره ګډ سوه، د مسلمانانو لښکر دوولس زره نفره دى او د فارسي کفارو لښکر دوه لکه او پنځوس زره نفره دى. 
 
د فارسيانو لښکر قسم قسم قواوي لري، چي د هغو د جملې څخه يې يوه د فيلانو قوه يا کنډک هم ؤ، دغه فيلانو په نورو جنګو کي هم مسلمانانو ته مشکلات جوړ کړي وه، خاصتاً په معرکةُ الجسرکي يې ډير لوى تکليف ورکړى ؤ، او اوس په دغه جنګ کي فيلانو و مسلمانانو ته ډير زيات مشکلات په وجود راوړل، د مسلمانانو آسان چي فيل و ويني وتوريږي او بل طرف ته ځغلي، د فيلانو څخه بېريږي.
 
 
هلته د فارسيانو لوى قومندان رُستم امر وکى چي د فيلانو قوه او حمله د مسلمانانو يوې قبيلې ته متوجه کړى كله چي هغه قبيله ماته او و وژل سوه په بله قبيله شروع وکړى، او دا خو تاسي ته معلومه ده چي د مسلمانانو په لښکر کي هره قبيله جلا جلا درول کېده، يعني هره قبيله ځان ته ټولۍ وه او مشر يې درلودى، نو د فيلانو اوله حمله د بُجَيله پر قبيله شروع سوه او په بجيله کي يې قتل او وژنه شروع کړه، تر داسي اندازې چي قريبه وه چي د بُجيله ټوله قبيله دي هلاک او و وژل سي، د قبيلې مشر و سعد(رضي الله عنه)  ته حال ولېږى:کومک ځني غواړي، سعد(رضي الله عنه)  د بنو اسد قبيله امر کړه چي د بُجيله کومک وکي، د بنو اسد د قبيلې سره طُليحه بن خويلد الاُسدي هم ور سره دى، دا هغه طليحه دى چي د نبوت دعوه يې کړې وه او په جنګ کي پر زرو نفرو حساب ؤ، نو د بنو اسد قبيله د بجيله د کومک دپاره ورغله او هلته ډير شديد جنګ شروع سو، يوه طرف ته بنو اسد او بُجيله دي او بل طرف ته فارسيان او فيلان دي، بنو اسد وکولاى سواى چي بجيله و ساتي مګر په خپله بنو اسد ډير زيات تلفات ورکړه، پر دوى قتل او وژنه شروع سوه، تر داسي اندازې چي د بنو اسد د قبيلې څخه پنځه سوه نفره شهيدان سوه، نو يې و سعد(رضي الله عنه)  ته حال ولېږى: کومک غواړي. 
 
سعد(رضي الله عنه)  و بنو تميم ته چي مشر يې جليل القدره صحابي عاصم بن عَمرو التميمي(رضي الله عنه)  ؤ امر وکى چي د بنو اسد او بنو بُجيله وکومک ته ورسى، عاصم(رضي الله عنه)  فکر وکى: که موږ هم د بنو اسد پر ډول د هغو د کومک دپاره ورسو د بنو تميم قبيله هم ټوله هلاکيږي او څه به یې هم نه وي کړي، بيا به بله قبيله زموږ د کومک دپاره راځي، نو ويل: يوه صحي چاره په کار ده، عاصم(رضي الله عنه)  د غشو ويشتونکو يوه ډله سره يو ځاى کړه، او ويل تاسي دغه خلک چي په کجاوو کي پر فيلانو سپاره دي په غشو ولى چي دوی د غشو په ګرځولو مشغوله سي، او يوه بله ډله يې امر کړه ويل: کوم وخت چي په کجاوو کي ناست خلک د غشو په ګرځولو مشغوله سوه زه او تاسي به د فيلانو د شا له طرفه و فيلانو ته ورسو، او هغه تانګونه يا تناوونه چي پر فيلانو کجاوې په تړل سوي دي پرې کوو، نو خود کجاوې لاندي لويږي، بيا نو دغه د فيلانو خلک وژنى، د بنو تميم قبيلې دا کار وکړى او هغه کجاوې لاندي و لوېدې، مسلمانانو د کجاوو پر خلکو وهل شروع کړه او وژني يې، چي په دغه ډول سره بنو بُجيله او بنو اسد پسله ډير تلفاته او قربانيه د فيلانو د هغه سختي حملې څخه خلاص سوه. 
 
جنګ نور هم په شدت سره دوام لري د سهار څخه تر لمر لوېدو پوري بېله وقفې او استراحته جنګ وسو، مګر فارسيان تمامېده نه لري دوه نيم لکه نفره دي، کوم وخت چي ماښام سو لښکري سره جلا سوې هر لښکر خپل ځاى ته ولاړى، دغه شپه د (ليلة الهَدَء) په نامه و بلل سوه، يعني د آرامۍ شپه. 
 
اوس نو د مسلمانانو په لښکر کي د شهيدانو ښخول او د زخميانو علاج شروع سو، سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  د لښکر په تنظيمولو او لار ښوونو مشغوله سو او هغه څوک چي شهيدان يې ښخول او د زخميانو علاج يې کاوه هغه ښځي وې، دا د هغو وظيفه وه، شپه تېره سوه او د قادسيې د جنګ دوهمه ورځ شروع سوه او دغه ورځ د (يومُ الأغواث) په نامه و بلل سوه.
 
یوازي دا نه چي د قادسيې جنګ بلکه زموږ په دغه بحث کي هر جنګ ډير تفصيلات او ډير واقعات لري، خو موږ دلته فقط هغه د جنګ خلاصه بيانوو، 
 
کوم وخت چي د سعد(رضي الله عنه)  له طرفه و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته دا حال ورغلى چي د هغو فارسیانو شمېر چي زموږ د جنګ دپاره را رهي دي دوه نيم لکه نفره دى، څرنګه چي د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  سره په جزيرة العرب کي نفر نه وه موجود، ځکه ټول نفر يا په شام کي وه يا په عراق کي، نو يې شام ته حال و لېږى، اوس د شام څخه د عراق دپاره کومک غواړي، هلته په شام کي د اسلامي قواوو قومندان ابو عبيده عامر بن الجراح(رضي الله عنه)  ؤ، هغه فوراً يو کومکي لښکر عراق ته ولېږى چي د دغه کومکي لښکر قومندان هاشم بن عتبه بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  ؤ، يعني د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  وراره د دغه کومکي لښکر قومندان ؤ، هاشم د شام څخه و عراق ته حرکت وکى، مګر دا بېره ور سره وه چي جنګ ځني تېر نه سي، نو يې فوراً د لښکر مقدمه جوړه کړه او ويل:
 
تاسي خو په تلوار حرکت وکى او ژر هلته ځان ورسوى، يو خو به په جنګ کي د مسلمانانو کومک وکى او بل به دا خبر ورکى چي نور کومک هم را رهي دى او د دغه مقدمې قومندان يې قعقاع بن عَمرو التميمي(رضي الله عنه)  وټاکى، تاسي پوهېږی چي قعقاع(رضي الله عنه)  څوک دی؟ قعقاع(رضي الله عنه)  د خپل قوت او شجاعت په سبب د هغو نفرو څخه حسابل کیږي چي د جنګ په ميدان کي پر زرو نفرو حسابل کېده، قعقاع(رضي الله عنه)  چي د کومکي لښکر د مقدمې قومندان ؤ د مقدمې سره د (يومُ الأغواث) په ورځ يعني د جنګ په دوهمه ورځ قادسيې ته ورسېدى، هاشم د نور لښکره سره پر لاري دى. 
 
د جنګ په دوهمه ورځ چي د کفارو او مسلمانانو لښکري مخ په مخ سره و درېدلې قعقاع(رضي الله عنه)  ميدان ته ور و وتى او د کفارو څخه يې د مبارزې يا پهلوانۍ غوښتنه وکړه، د فارسيانو له طرفه ذوالحاجب ور ته را و وتى، ذوالحاجب هغه څوک دى چي په معرکةُ الجسر کي يې ډير مسلمانان لکه ابو عبيد، سُليط، او داسي نور شهيدان کړي وه، او اوس د فارسیانو په لښکر کي د منصب او رُتبې په حساب دوهم سړی دی، یعني پسله رُستمه دﺉ د قدرت او امر خاوند دی، کوم وخت چي ذوالحاجب را و وتى قعقاع(رضي الله عنه)  و پېژندى چي دا هغه څوک دى چي په معرکةُ الجسر کي يې مسلمانانو ته شکست ورکړى، نو قعقاع ناري کړه: د ابوعبيد بدلې! د سُلیط بدلې! د جسر د ملګرو بدلې! او بيا يې پر ذوالحاجب حمله وکړه، په ډير لږ وخت کي يې ذوالحاجب و وژى، ذوالحاجب چي د فارسيانو د قومندانانو څخه لوى قومندان ؤ، د ده په وژلو سره نوره مبارزه و نه سوه او عمومي جنګ شروع سو، مګر د نن ورځي په جنګ کي یې فيلان نه وه راوستلي، ځکه د هغو دپاره يې کجاوې او تناوونه، تانګ او تسمې جوړول، او د هغه وژل سوو نفرو پر ځاى يې نور فيلوانان ور پيدا کول. 
 
 
خير جنګ شروع سو، قعقاع(رضي الله عنه)  د جنګ د ميدان څخه و وتى او د بنو تميم څخه يې يوه ډله چي د ده قوم او د اکا زامن يې وه ور سره ملګرې کړه او ويل: تاسي ته څه پېښه وه چي په تېره ورځ کي مو کوم خاص کار و نه کړى؟ هغو ويل: پرون موږ فيلانو په عذاب کړو، قعقاع(رضي الله عنه)  ويل: موږ به هم فيلان جوړکړو، دوى ويل: فيلان څنګه جوړکو؟ قعقاع ويل: فارسيانو ستاسي آسان په فيلانو بېرول، موږ به هم د دوی آسان و بېروو، هغو ويل: څنګه؟ قعقاع ويل اوښ راولى، اوښ راوستل سو، جګ او اوږده لرګي يې پر کښېښوول، لرګي يې په ټکرانو پټ کړه، په ټکره کي يې سترګي، خوله، او پزه ور جوړ کړه، ډير لوى او عجيب حيوان يې ځني جوړکى، جنګي پهلوان يې پر دغه اوښ لوړ کښېناوه او ويل: اوس دغه قسم نور اوښان هم جوړکړى، خلک د نورو اوښانو په جوړولو مشغول سوه، په لږ وخت کي يې څو نور دغسي اوښان جوړ کړه او د جنګ ميدان ته يې ور داخل کړه، د فارسيانو آسانو چي دغه عجيب او غريب حيوان  و ليدى و تورېدل او ځغلي، نو نن ورځ مسلمانانو د قعقاع(رضي الله عنه)  په ابتکار په فارسيانو هغه کارونه وکړه چي پرون يې په مسلمانانو کړي وه او د نن ورځي جنګ تر نيمي شپې دوام درلودی، عادت داسي ؤ چي جنګ به د لمر لوېدو سره بسېدى يا پرېښوول کېدى، خو مسلمانانو و جنګ ته تر نيمي شپې دوام ورکړى، په دغه ورځ قعقاع(رضي الله عنه)  داسي کارونه وکړه چي واقعاً هم دغه ورځ د قعقاع ورځ وه، په فارسيانو کي يې ډير قتل او وژنه وکړه، په دغه ورځ ډير شديد جنګ وسو، د مسلمانانو څخه دوه زره نفره شهيدان سوه او د فارسيانو څخه لس زره نفره و وژل سوه، مګر بيا هم په دوه نيم لکو نفرو کي لس زره نفره تلفات لږ بلل کيږي نو د (أغواث) ورځ د قادسيې په جنګ کي ډيره لويه او مهمه ورځ ده.
 
د قادسیې د جنګ د دوهمي ورځي د عجیبو واقعو څخه یوه هم د ابو محجن الثقفي(رضي الله عنه)  واقعه  ده چي هغه داسي وه:
 
ابو محجن الثقفي(رضي الله عنه)  د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  په کور کي د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  په امر بندي ؤ او هلته د مسلمانانو او فارسیانو په منځ کي دغه شدید جنګ جریان درلودی، ابو محجن(رضي الله عنه)  په دې سبب بېقراره ؤ چي مسلمانان جنګیږي او دﺉ په دغه جنګ کي حصه نه سي اخستلای نو يې د سعد(رضي الله عنه)  و ښځي ته عجز او زارۍ کولې چي ما ایله کړه چي جنګ ته ولاړ سم او دا وعده در سره کوم که ژوندﺉ پاته سوم بیرته به دغه خپل بند او ځنځیرانو ته راځم. 
 
د ښځي هم زړه پر وسوځل سو او دﺉ یې د هغه بند او ځنځیرانو څخه خلاص کړی، ابو محجن هم د دې دپاره چي څوک یې ونه پیژني مخ و پېچی یا زموږ په اصطلاح مول یې و واهه او فوراً د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  پر آس چي بلقاء یې ورته ویل سپور سو او د مسلمانانو د لښکر و میمنې ته یې ځان ورساوه، هلته یې د فارسیانو پر لښکر حمله وکړه او ډیر کسان یې و وژل، بیا د مسلمانانو د لښکر د شا له طرفه ورغلی او د فارسیانو د لښکر پر میسره یې ډیره شدیده حمله وکړه فارسیان یې داسي وژل چي چا یې مثل نه ؤ لیدلی، مسلمانان په تعجب کي دي چي دا څوک دی! څوک وايي: دا د هاشم د لښکر څخه یو نفر دی چي د شام څخه راغلی دی، څوک وايي: دﺉ په خپله هاشم دی، سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  چی د قلا د بام څخه ورته ګوري د ځان سره یې و ویل: که ابو محجن بندي نه وای نو به مي ویلای چي دغه نفر ابو محجن دی او دغه آس چي دﺉ پر سپور دی بلقاء دی، ځینو کسانو بیا ویل: دا خضر(عليه السلام) دی او ځینو مسلمانانو بیا ویل: که موږ ته دا نه وای را معلومه چي ملایکې مستقیم جنګ نه کوي نو به مو ویلای چي دا ملایکه ده چي جنګ کوي.
کله چي شپه تاریکه سوه او جنګ آرام سو ابو محجن(رضي الله عنه)  بیرته د سعد(رضي الله عنه)  کور ته ورغلی او پښې یې په هغه خپلو ځنځیرانو وتړلې، د سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  ښځي چي سلمْی نومېده پوښتنه ځنی وکړه چي ته پر څه شي بندي یې؟ 
ده و ویل: د یوه شعر په سبب چي ما ویلی دی او بیا یې هغه شعر و وایه:
 
إذا مِتُّ فادفني إلی أصلِ کِرمَةٍ
و لا تـدفنني بالفـلاةِ فإنَّنِي
تروي عظامي بعد موتي عروقُها
أخـافُ إذا ما مِتُّ ألا أذوقها
 
د دغه شعر د مقصد د پوره پوهېدلو دپاره باید و وایم چي ابو محجن الثقفي(رضي الله عنه)  د طائف اوسېدونکی ؤ او لږ موده دمخه مسلمان سوی ؤ، څرنګه چي یې د کفر په وخت کي د شرابو سره عادت درلودی نو په اسلام کی به هم کله کله د شرابو تعریف ځني وسو او کله کله به یې داسي شعر و وایه چي په هغه شعر کي به یې د شرابو سره علاقه څرګنده او ښکاره سوه، چي دغه شعر یې هم د هغې جملې څخه دی او د شعر ترجمه یې داسي ده.
 
که زه مړ سوم ما د انګورو د تاک و څنګ یا بغل ته ښخ کړه، چي پسله مرګه به د هغه ریښې زما هډونه را اوبوي، ما په دښت کي مه ښخوی ځکه زه بېرېږم چی پسله مرګه به یې څکه و نه کړم.
 
نو سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  د دغه شعر د ویلو په سبب ابو محجن بندي کړی ؤ خو ابو محجن په دغه طریقه سره د جنګ میدان ته ولاړی او بیرته راغلی. 
 
خیر شپه تېره سوه او په سهار کي د سعد(رضي الله عنه)  ښځه و سعد ته ورغله او د ابو محجن(رضي الله عنه)  په قصه یې خبر کړی، سعد(رضي الله عنه)  ابو محجن د هغه بنده څخه خلاص کړی او ویل ورځه تر دې وروسته به زه هیڅکله تا ته ستا په خبرو جزاء درنه کړم څو هغه کار دي نه وي کړی، یعني که دي شراب و چښل جزاء درکوم خو په تشو خبرو یا د شرابو په صفت کولو سره جزاء نه درکوم، مګر ابو محجن الثقفي(رضي الله عنه)  و ویل: په والله زه به تر نن ورځي وروسته هیڅکله په خپله ژبه سره د دغه خبیث شي تعریف او توصیف و نه کړم.    
 
خير په نيمه شپه کي دوه لښکره سره جلا سوه او دغه شپه د (سَواد) په نامه و بلل سوه، ځکه ډير قتلونه سوي وه، د مسلمانانو په لښکر کي ښځي د شهيدانو په ښخولو او د زخميانو په علاج مشغوله سوې، مګر فارسيانو خپل مړي پر هغه ځاى پرېښوول نه يې ټول کړه او نه يې ښخ کړه، د سواد شپه هم تېره سوه. 
 
د جنګ په درېيمه ورځ هاشم را ورسېدى، خو تر اوسه لا د مسلمانانو لښکر او د جنګ ميدان ته نه دى را رسېدلى، قعقاع چي د هاشم په را رسېدلو خبر سو نو يې د ځان سره يوه جنګي نقشه جوړه کړه او هغه نقشه يې د نفرو په واسطه هاشم ته ور ولېږل، هاشم هم د قعقاع په دغه فکر او نقشه قانع سو او هغه نقشه يې په داسي ډول عملي کړه: 
 
هاشم په يوه وار د خپل ټول لښکره سره نه راغلى بلکه يوه ډله يې پر داسي لار را و لېږل چي ټوله خاورنه مځکه وه، ويل: دوړي جوړي کړى او تکبيرونه واياست، دغه ډله د شام له طرفه په دوړو کي د مسلمانانو و لښکر ته ور رهي ده او په لوړ آواز تکبيرونه وايي، فارسيان په بېره ورته ګوري، په پرون کي قعقاع(رضي الله عنه)  د شامه څخه را ورسېدى په فارسيانو يې هغه عجيب کارونه وکړه او اوس د شامه څخه بله ډله راغله؟ فارسيان و بېرېدل، لږ وخت وروسته بله ډله پر دغه قسم را رهي ده، اصلاً هاشم خپل لښکر پر کوچنيو ټوليانو وېشلى ؤ او اوس هغه ټولياني چي په دوړو کي يې شمېر او عدد نه معلوميږي را رهي دي او تکبيرونه وايي، فارسيان وارخطا سوه چي دا څه حال دى؟ لښکر پسله لښکره د مسلمانانو د کومک دپاره د شامه څخه را رهي دي. 
 
دغه نقشه او مشوره قعقاع(رضي الله عنه)  و هاشم ته ور لېږلې وه چي مقصد يې د فارسيانو بېرول وه او هاشم هم په ښه طريقه سره عملي کړه، خير د درېيمي ورځي جنګ شروع سو او نن بيا فارسيانو فيلان ور سره را وستلي دي، اوس مسلمانان کوښښ کوي چي فيلانو ته د شا له طرفه ورسي او بيا يې تانګونه او تسمې ور و شکوي، مګر کفارو نن د فيلانو د شا او مخ دواړو طرفو ته فيلوانان سپاره کړي دي، چي د شا له طرفه هم د فيلانو ساتنه او حفاظت وکي، په تير جنګ کي یوازي د مخ له طرفه د فيلانو ساتنه کېده، مګر نن د دواړو طرفو ساتل کيږي، او د هغو سپرو خلکو له طرفه په مسلمانانو کي قتل او وژنه شروع سوه، پر فيلانو سپاره خلک لوړ دي مسلمانان نه ور رسيږي، خو د سپرو خلکو له طرفه مسلمانان په اوږدو اسلحو وهل کيږي، نو ځکه نن بيا په مسلمانانو کي قتل ډير سو، خلک و سعد(رضي الله عنه)  ته ورغله چي کومک مو وکه فيلانو په عذاب کړو، په دغه ورځ سعد(رضي الله عنه)  په خپله جنګ نه کاوه ځکه په بدن کي يې سنجکۍ را پورته سوي وې، حتّْی په ټوله بدن کي يې داسي ځاى نه ؤ چي هلته دي دانه يا سنجکۍ نه وي پر راختلې، پر آس يا اوښ نه سي سپرېدلاى بلکه کښېنستلاى هم نه سي، فقط پړمخي به پروت ؤ، نو په دغه ورځ سعد(رضي الله عنه)  د يوې ليري او زړې قلا چي څوک نه پکښي او سېده پر بام پړمخي پروت دى او بالښت يې تر ځيګر لاندي کړى دى، څرنګه چي سعد(رضي الله عنه)  د سترګو په ليدلو کي ډير تېز او قوي ؤ (سعد(رضي الله عنه)  به د ډيري ليري مسافې څخه يو انسان ليدى او دا ورته معلومېده چي څه شي يې په لاس کي دى) نو د هغه قلا د بام څخه جنګ ته ګوري او د جنګ د اداره کولو دپاره به یې خپل اوامرو پر یوه ورقه لیکل او د لښکر قومندانانو ته به یې ورلېږل، سعد(رضي الله عنه)  يې ويني چي فيلانو په مسلمانانو څه کارونه وکړه، کوم وخت چي خلکو و سعد(رضي الله عنه)  ته د فيلانو شکايت ور ولېږى او کومک غواړي، سعد(رضي الله عنه)  قعقاع او عاصم(رضي الله عنه)  را وغوښتل او ويل:
 
که حالات دغسي دوام و لري ماته او شکست مو حتمي دی نو د دغو فيلانو يوه چاره وکى، قعقاع او عاصم چي د بنو تميم د قبيلې څخه وه نو يې د بنو تميم څخه دوې ډلي جوړي کړې، چي يوه ډله د قعقاع سره وه او بله د عاصم سره، اوس نو  فيلانو ته متوجه سوه چي بايد څنګه او په څه ډول سره يې مخ ونيسو؟ خو وې ليده چي ټول فيلان هغه طرف ته حرکت کوي کوم چي هغه دوه فيلان پر هغه طرف رهي وي، يعني د فيلانو په مخ کي دوه فيله وه چي يو سپين او بل خالداره فيل ؤ، دغه فيلان چي هر طرف ته ځي نور ټول فيلان د هغو متابعت کوي او په پسې وي، قعقاع او عاصم سره و ویل: که مو د دغو دوو فيلانو چاره وکړه ښايي د نورو فيلانو توجه او حرکت غير منظم او خراب سي، نو قعقاع  و عاصم ته و ویل: سپين فيل يې پر ما او خال داره فيل يې پر تا، دوى د فيلانو و طرف ته ورغله، وې ليده چي د فيلانو ډير شديد حفاظت او ساتنه کيږي او فارسيانو د احتياط دپاره په فيلانو زغري هم اغوستي دي، حتّْی که په توره يا نېزه هم و وهل سي تاثير نه پر کوي، فيلان يې په زغرو داسي پټ کړي دي چي بېله شنډکه او سترګو يې بل ځاى نه معلوميږي، نو اوس څه په وکي او څنګه وارى پر وکي؟
 
 
هغه دوې ډلي چي د قعقاع او عاصم سره وې شا و خوا پر فيلانو را ګرځي او فيلوانان مشغولوي، يو وار يې په غشو ولي يو وار ور نژدې سي او بيا ليري سي، فيلوانان د هغو سره مشغوله دي دلته عاصم او قعقاع چي پر آسانو سپاره دي په موقع پسي ګرځي چي کله به وارى پر وکي، کوم وخت چي هغه مناسبه موقع برابره سوه يو دم يې آسان د شا پر دوو پښو و درول او د آسانو د شاوو څخه يې د فيلانو پر سترګو په نېزه واري وکړه، د سپين فيل په سترګه چي نېزه ننوته لويه ناره يې وکړه ځاى پر ځاى سره وګرځېدی او بيا يې د شا پر طرف و ځغستل، د فارسيانو په لښکر ننوتى ځغلي او فارسيان تر پښو لاندي کوي، مګر خال داره فيل چي پر سترګه و ويشتل سو پر شا ولاړى او د شا پر پښو و لوېدى، قعقاع چي وليده چي فيل پر مځکه ناست دى توري ته يې ور حمله کړه، فيل يې پر شنډک په توره و واهه او شنډک يې ځني پر‌‌ې کړى، دغه فيل هم ځاى پر ځاى سره را څرخي او بيا يې پر شا و ځغستل، د فارسيانو په لښکر ننوتى او فارسيان تر پښو لاندي کوي، هغه نور فيلان هم په دوى پسې دي، ټول فيلان د سپين او خالداره فيلانو تر شا پسي ځغلي او فارسي لښکر تر پښو لاندي کوي، فارسيان وارخطاء دي چي زموږ فيلان په موږ کي غورځي، فيلان په ځغستا هغه لوى ولې ته ورسېده چي د فارسيانو د لښکر تر شا وه او فارسيان تر هغه واله را تېر سوي وه، فيلان دغي ولې ته و رسېده او په واله ګډ سوه، څو په دغه واله کي غرق سوه، دغه د فيلانو هغه آخري حالت ؤ چي د جنګ څخه په دغه طريقه سره و ايستل سوه. 
 
هلته نور هم شديد جنګ شروع دى، دا جنګ ډير عجيب جنګ ؤ چي د مسلمانانو په تاريخ کي پر دوى تېر سوى دى، د دغي ورځي په مثل بله داسي ورځ پر مسلمانانو نه ده تېره سوې، دغه شديد جنګ نور هم دوام لري څو شپه سوه او دغه شپه يې د (ليلةُ الهرير) په نامه و بلل، په پخوا کي خو به جنګ په ماځيګر کي بس سو مګر نن نه جنګ بس سوى دى او نه درېدلى دى، د سهار څخه شروع دى او تر اوسه جاري دى، په دغه شپه مسلمانانو خبري کول پرېښوول، خبري نه کوي فقط تهليل او تسبيح وايي او ستمی يې دى، چي دغه ستمي ته په عربي کي (هَرِير) وايي، او دغه ستمی هم د جنګ د ډير شدت په سبب ؤ، داسي ستمئ لکه څوک چي بټي ماتوي او (هه هه) ور سره کوي، خو مسلمانانو بټي نه ماتول بلکه د تورو وارونه يې په دغه شدت او قوت سره کول چي ور سره ستمئ يې ؤ، نو ځکه دغه شپه هم (ليلةُ الهرير) و بلل سوه. 
 
د ماښام د لمانځه پر وخت سعد(رضي الله عنه)  امر وکى چي لښکر دي منظم او مرتب سي، ځکه مسلمانانو ټوله ورځ جنګ کړى ؤ اوس نو سره پاشلي او غير منظم دي، نو د دې دپاره چي لښکر بيرته تنظيم او سره يو ځاى سي لښکر پر شا ولاړى چي د نور جنګ دپاره تيار او آماده سي، په دغه وخت کي د فارسيانو لښکر هم د نوي حملې د ترتيبولو دپاره پر شا ولاړى، هغه هم د نور جنګ دپاره آمادګي نيسي، چي دغه وخت د جنګ موقتي بندېدل وه، سعد (رضي الله عنه)  د لښکر په ترتيبولو مشغول سو او امر يې وکى:
 
تر څو چي زما له طرفه مو څلورم تکبير نه وي اورېدلى حمله به نه کوى، دغه وخت نو لمر لوېدلى دى خو تر اوسه روښنايي ده سعد(رضي الله عنه)  لښکر ليدلاى سي، کوم وخت چي سعد(رضي الله عنه)  اول تکبير و وايه خلکو د ضرورياتو په پوره کولو او آماده کولو شروع وکړه، هلته د فارسيانو دا خيال سو چي مسلمانانو په حمله شروع وکړه، نو فارسيان د حملې دپاره را رهي سوه، قعقاع(رضي الله عنه)  وليده چي فارسيان را رهي دي ور دمخه سو او حمله يې پر وکړه، ځکه ده ليدل چي هغه را رهي دي او دلته مسلمانانو پوره ترتيبات نه دي نيولي، د ده سره دا فکر پيدا سو چي هغه به را ورسيږي او دلته به څوک نه وي تيار چي دوى منعه کړي، نو قعقاع(رضي الله عنه)  او د ده ملګرو چي د بنو تميم څخه وه پر فارسيانو حمله وکړه، سعد(رضي الله عنه)  وليده چي قعقاع بېله اجازې په جنګ شروع وکړه او د امير او قومندان بې اجازې حمله کول ګناه ده او د لښکر د شکست سبب ګرځي، نو سعد(رضي الله عنه)  د ځانه سره و ویل: 
 
{اللّْهم أغفر لهُ و انصُرهُ، فقد أذِنتُ لهُ و إن لم يَستاذِن} 
 
يعني: الْهي و قعقاع ته بخښنه وکې او نصرت يې وکړې، ما و ده ته د جنګ کولو اجازه کړې ده که څه هم ده اجازه و نه غوښتل. 
سعد(رضي الله عنه)  پر دې و بېرېدى چي الله(جل جلاله)  و قعقاع ته عقاب او جزاء ور نه کړي چي بېله اجازې يې حمله وکړه، نو ځکه سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  اجازه ورکړه، فارسيان نور هم را دمخه سوه، بنو اسد هم بېله اجازې حمله پر وکړه، سعد(رضي الله عنه)  بيا هغه خبره وکړه او ويل:
 
{ اللّْهم أغفر لهم و أنصُر هم فقد أذِنتُ لهم و إن لم يستأذنوا} 
 
هري ډلي چي به تر اجازې د مخه حمله وکړه، سعد(رضي الله عنه)  به دلته د ځانه سره اجازه ورته کول، نور لښکر د سعد(رضي الله عنه)  و تکبيرو ته معطله ؤ، خو هلته د دوو لښکرو تر منځ دغه کوچنۍ کوچنۍ حملې شروع دي، تر څو خلکو د ماخستن لمونځ آداء کړى، د ماخستن تر لمانځه وروسته سعد(رضي الله عنه)  څلورم تکبير و وايه نو عمومي حمله او هجوم شروع سو، جنګ شديد سو او تاريکه هم زياته سوه، کوم نفر چي د سعد(رضي الله عنه)  پر شا و خوا ولاړ وه کرار کرار د جنګ ميدان ته ور نژدې کيږي غواړي چي وې ويني چي څه پيښيږي، تر څو چي سعد(رضي الله عنه)  یوازي پاته سو ټول تللي وه، فقط يو کوچنئ هلک ور سره پاته ؤ چي عُمر يې د پنځو کلو په شا و خوا کي ؤ، اوس د سعد(رضي الله عنه)  سره هيڅوک نسته چي حال او خبر ور ته و وايي، يا يې دئ (رضي الله عنه)  و ليږي چي ورسه حال راوړه، او دئ هم د تاريکې په سبب شئ نه ويني، نو يې دغه کوچني هلک ته و ویل: ولاړ سه وګوره چي هلته څه کيږي؟ هلک ولاړى د جنګ ميدان ته ور نژدې سو جنګ يې وليدى او بيرته راغلى، سعد(رضي الله عنه)  ورته و ويل: څه شي دي وليده؟ هلک ويل: خلک مي وليده چي لوبي يې کولې، سعد(رضي الله عنه)  و ويل دا لوبي نه دي بلکه حقيقي جنګ دى، نو ټوله شپه تر سهاره جنګ دوام درلودى. 
 
تاسي دې جنګ ته فکر وکى چي هيڅ وقفه او درېدل نه لري، فقط د ماښام او ماخستن په منځ کي د ترتيب او تنظيم دپاره يوه وقفه راغله او جنګ قطعه سو، د سهار د لمانځه څخه شروع او بيا تر لمر لوېدو جنګ وسو، بيا د ماخستن څخه تر سهاره دوام لري، د لږ راحت او ناستي دپاره وخت نسته، تاسي فکر وکى ټوله ورځ او ټوله شپه جنګ او له هره طرفه څخه خطرونه دي په (ليلةُ الهرير) کي داسي جنګ او وژني وې چي نه يې مسلمانانو او نه يې فارسيانو مثل ليدلى ؤ، فارسيانو چي بيا په وروسته کي بيان کاوه هغو به ويل: موږ هيڅکله داسي شدید او پرله پسې جنګ نه ؤ ليدلى.
 
 څرنګه چي سعد(رضي الله عنه)  په دغه شپه د هغه مريضۍ په سبب د جنګ إداره په خپله نه سوای کولاى، نو د جنګ إداره کول او تنظيمول د قعقاع(رضي الله عنه)  په لاس کي وه، د شپې په آخر کي قعقاع(رضي الله عنه)  د يوې ډلي سره د ميدان جنګ څخه د شام و طرف ته ولاړى، هلته يې دغه ډلي ته ښووني او تعليمات وکړه او د سپېدو د چاودلو سره يې بيرته د ميدان جنګ پر طرف حرکت را وکړى، که څه هم دوى په خپله هغه پخوانئ لښکر ؤ مګر نوي بيرغان ور سره وه، لږ لږ وخت وروسته د کومکي لښکر پر قسم ډله ډله کومک را رهي دى او په لوړ آواز تکبيرونه وايي، دغه کومکي ډلي خلاصېده نه لري، د دغه کومکي ډلو په ليدلو سره فارسيان نور هم وارخطاء سوه.
 
دغه کار د دښمن پر معنوياتو او روحياتو ډير تاثير اچوي، د دښمن روحيات ضعيفه کيږي او د تيښتي و خوا ته يې ميلان پيدا کيږي، نو د دغه کومکي ډلو په راتلو سره فارسيان نور هم وارخطا کېدل، په خپل منځ کي يې سره ويل: په هغه دوولس زرو نفرو مو څه نه سوای کولاى او اوس دغه پرله پسې کومکونه نور هم ور ته راځي؟ فارسيان نه پوهيږي چي اوس څه ور سره وکي؟ په دغه شپه کي قعقاع تر خپل تګ د مخه په لښکر کي هم تغيرات راوستلي وه، د لښکر ځايونه يې ور بدل کړه، ميمنه پر ميسره ولاړه وه او ميسره پر ميمنه ولاړه وه، قلب شا ته او شا مخ ته سره اوښتي وه، په خپله قعقاع(رضي الله عنه)  هم په سهار کي د جنګ و ميدان ته را ورسېدى، نن ورځ فارسيان نوي خلک ويني، هغه د پرون او پخواني خلک نه دي نو خود په فارسيانو کي بېره او وارخطايي ډير سوه، قعقاع(رضي الله عنه)  هم د فارسيانو پر مخانو د دغي بيري او وارخطايي آثار حس کړه، نو يې په مسلمانانو کي ناري کړه: کاميابي هغه چا لره ده چي يو ساعت زيات يې صبر وکي.
 
 
رشتيا هم ټول جنګونه که سياسي وي، که اعلامي وي او که حربي وي ثُبات او استقامت غواړي، شکست او کاميابي په آخري ساعت پوري تړلي دي، نو قعقاع(رضي الله عنه)  چي تجربه کاره جنګيالئ ؤ ناري يې کړه: کاميابي هغه چا لره ده چي يو ساعت زيات صبر وکي ځکه نصرت د صبره سره دى، قعقاع چي د سپرو يوه ډله ور سره وه خپله حمله د رُستم پر طرف شروع کړه، جنګ نه بلکه شديد جنګ تر ماپښينه دوام درلودى، فکر وکى: د پرون سهار څخه جنګ شروع دى او تر نن ماپښينه پوري دوام لري، نن ورځ چي د جنګ آخري او څلرمه ورځ ده (يومُ القادسيه) يې و بلل، يعني د قادسيې ورځ. 
 
د فارس په لښکر کي دوه لوى قومندانان چي فيروزان او هُرمُزان نومېدل او د لښکر پر ميمنه او ميسره ولاړ وه، څرنګه چي په جنګ کي ډير فشار پر راغلى د حملو د شدت په سبب شا ته تله، قعقاع وليده چي د لښکر دوه طرفه شا ته ځي نو يې امر وکى چي د لښکر پر قلب هم حمله شديده کړى، او قعقاع(رضي الله عنه)  په خپله پر قلب حمله وکړه او نيت يې دى چي په خپله رُستم ته ځان ورسوي، واقعاً هم مسلمان جنګياليو د قهرمان قعقاع په مشرۍ وکولاى سواى چي د فارسيانو په لښکر کي لار او کوڅه جوړه کي، تر څو په خپله رُستم ته ور و رسېده، مګر دلته تر قعقاع(رضي الله عنه)  دمخه د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يو نفر چي نوم يې هلال بن علقمه ؤ و رُستم ته ور و رسېدى او وې وژى، د فارسيانو پاچا رُستم و وژل سو، دا خبر په فارسيانو کي نشر سو او په تېښته شروع وسوه، جالينوس چي د فارسيانو لوى قومندان ؤ، پوه سو چي د فارسيانو تيښته زموږ د ټول لښکر هلاک او تباهي ده.
 
 هلته د لښکر شا ته يوه لويه ژوره واله وه چي پر هغه واله يو پل تړل سوى ؤ او فارسيان پر دغه پله را اوښتي وه، جالينوس فوراً د يوې ډلي سره دغه پله ته ځان و رساوه او هلته د پله ساتنه کوي، د فارسيانو مات سوى لښکر پر دغه پله اوړي او تښتي، فارسيان پر دغه پله تيريږي جالينوس او د هغه ډله يې حفاظت کوي، په دغه وخت کي چي د مسلمانانو لښکر د جالينوس سره په جنګ مشغوله دى د فارسيانو د لښکر ډيره حصه تر پله واوښته او هغه کسان چي تر پله نه دي اوښتي د ولې پر لوړ او کښته طرف و تښتېدل يا و وژل سوه، جالينوس وليده چي د لښکر ډيره حصه تر پله تېر سوه او لږ نفر پاته دي، نو په خپله جالينوس او ملګري يې پر پله واوښته، د دوى د تېرېدلو سره يو ځاى د مسلمانانو د قومندانانو څخه يو نفر چي زُهره بن حُوَيه(رضي الله عنه)  نومېدى پر دغه پله پسي ور تېر سو او د جالينوس تر شا په پسې دى، د جالينوس د تېرېدلو سره يو ځاى زُهره پسي ور واوښتى، کفارو ته يې دومره وخت او موقع ور نه کړه چي پُل قطعه کي، اوس جالينوس ځغلي او زُهره په پسې دى، هغه ځغلي دئ په پسې دى، دغه تيښتي او تعقيب دننه د فارس په مځکه کي پوره درې ورځي پر له پسې دوام درلودى، يو تښتي او هغه بل په پسې دى، دا خو معلومه خبره ده چي د قومندانانو او پهلوانانو سره به ډير ښه او روزل سوي آسان وه، نو خود يو په بل پسي نه سي ور رسېدلاى، جالينوس چي خپل مرګ ويني هيڅ نه دريږي، او زُهره بيا د ده مرګ دى نه ځني را ګرځي سم په پسې دى، درې ورځي پر له پسې دغه تيښتي او تعقيب دوام وکړى او په آخرکي پسله دغه عجيبي تيښتي څخه زُهره پسي ور و رسېدى او جالينوس يې و وژى. 
 
هلته چي کفار تر پله واوښته د مسلمانانو د لښکر يوه ډله د ضِرار بن الأزوَر(رضي الله عنه)  په مشرۍ په کفارو پسي تر پله ور تېر سوه او قعقاع(رضي الله عنه)  د هغه پاته لښکر په ترتيبولو او تنظيمولو مشغوله سو، خو دغه تر پله اوښتي ډلي د ضِرار بن الأزوَر(رضي الله عنه)  په مشرۍ وکولاى سواى چي د فارس په هغه تښتېدلو قومندانانو پسي ور ورسيږي، کوم چي د فارسيانو هغه لوى بيرغ (تُرکِش کابيان) ور سره ؤ، هغه چي د مخه مو بيان درته کړى دى، چي دوولس متره يې اوږدوالى او اته متره يې ارتفاع وه، او د پړانګانو د پوستو څخه جوړ سوى ؤ، نو ضِرار بن الأزوَر(رضي الله عنه)  وکولاى سواى چي د فارسيانو دغه عظيم بيرغ ته سقوط ورکړي او په غنيمت يې ځني واخلي، د فارسيانو هغه لوى بيرغ و لوېدى او دوى سره و پاشل سوه، د فارس په مځکه کي شا و خوا وتښتېده، د فارسيانو په دغه لوى شکست او د مسلمانانو په دغه عظيم نصر او لويه کاميابي معرکةُ القادسيه پاى ته ورسېده.
 
سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  فوراً زېرى کونکى و اميرالمؤمنين حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  ته ور ولېږى، هلته په مدينه منوره کي به هره ورځ حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د عراق پر عمومي او لويه لار د عراق و طرف ته راوتى، د سهار څخه تر ماپښين پوري به يې د خبر راوړونکي يا پوسته رسان انتظار کاوه، خبرونه ور ته راتله چي ډير شديد جنګ روان دى، څرنګه چي په دغه ورځ يې دا اميد ؤ چي جنګ به پاى او نتيجې ته رسېدلى وي، نو ماپښين هم نه ولاړى نور هم د خبر راوړونکي په انتظار ولاړ دى، دا خو د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  عادت او حالت ؤ.
 
هلته هغه زېرى کونکى چي سعد(رضي الله عنه)  را لېږلى دى داسي څوک دى چي تر اوسه يې امير المؤمنين نه دى ليدلى او په رنګ نه پيژني، اوس چي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  تر ښار دباندي راوتلى دى او د عراق پر عمومي لار په انتظار ناست دى زېرى کونکى را ورسېدى او تر عُمر(رضي الله عنه)  تېر سو، عُمر(رضي الله عنه)  پوه سو چي دغه سړئ د عراق له طرفه څخه راغلى نو پسي را ولاړ سو، خو هغه سړئ يې نه پيژني رهي دى خپله لار پسي پوره کوي، عُمر(رضي الله عنه)  تر شا پسي ځغلي او ور ږغ يې کړه: 
 
- سړيه! د کومه ځايه راځې؟ 
سړي ويل: د عراقه. 
- ويل: څه خبر دي راوړى دى؟ 
سړي ويل: فتحه. 
حضرت عُمر(رضي الله عنه)  و ويل: الحمد لله. 
 
مګر سړئ سپور دى او د مدينې منورې پر طرف چټک او چابک رهي دى، نه په چا سر ګرځوي او نه نور حال ور ته وايي، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  تر شا پسي ځغلي او پوښتني ځني کوي، په دغه ځغستا کي مدينې منورې ته ورسېدل او ښار ته داخل سوه، په ښار کي خلک و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته سلام ور اچوي او ورته وايي: السلام عليک يا امير المؤمنين، زېرى کونکى و شرمېدى، ځکه دئ سپور او تېز رهي دى، امير المؤمنين تر شا پسې ځغلي، نو يې حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته و ویل: الله دي درباندي و رحميږي زه به دي خبر کړى واى، را ته ويلي به دي واى چي زه امير المؤمنین يم، عُمر(رضي الله عنه)  ورته و ویل:{ لاَبَاسَ عَلَيکَ يا أخي} وروره! پر تا ملامتيا نسته. 
 
 
حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د قادسيې په فتحه ډير زيات خوشاله سو، ځکه يو خو دغه جنګ د مسلمانانو د هغو لويو جنګو څخه ؤ او بل په دغه فتحه سره د ټوله فارس د نيولو دپاره دروازه خلاصه سوه.          
 
(اوس د مدینې منورې څخه بيرته عراق ته ځو)
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: خلفاء راشدین
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته