تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر خرڅ څخه وروسته د مشتري څخه زیاتي پیسې اخیستل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0
 
نوم عبدالله
ولایت کندهار
هیواد افغانستان
مسلسله شمېره 2983
 
پوښتنه: زموږ نیکه وفات سو څه مځکه ئې پاته سوه دغه مځکه غاصبینو غصب کړه بیا زما پلار په ډیرو هلوځلو دغه مځکه له غصب څخه خلاصه کړه، وروسته ټول وارثین راپورته سول چي موږ هم په دې مځکه کښې حق لرو، خو ټولو ورثو زما د پلار په شمول په مشترکه توګه ټوله مځکه په قطعي بیع خرڅه کړل بیا زما پلار و مشتري ته وویل چي پر دې مځکه ما ډېر مصرفونه او ستړیاوي ګاللي دي نو زه يې په دغه قیمت نه درکوم له ډيرو هڅو وروسته مشتري پر هر میتر یو څه اندازه پیسې زیادت ورکړې، ایا دغه زیادت پیسې یوازي زما د پلار حق دی او که د ټولو شریکانو؟
 
جواب: مبسلاً و حامداً
 
کله چي بیعه تامه سي وروسته له مشتري څخه زیادت پیسې اخیستل جواز نه لري، البته که دغه پیسې د مشتري په رضا ورکړي وي نو ټول شریکان برخه پکښې لري.
 
والله اعلم بالصواب
 
زِيَادَةُ الْبَائِعِ فِي الْمَبِيعِ وَالْمُشْتَرِي فِي الثَّمَنِ وَتَنْزِيلُ الْبَائِعِ مِنْ الثَّمَنِ بَعْدَ الْعَقْدِ تَلْحَقُ بِأَصْلِ الْعَقْدِ يَعْنِي يَصِيرُ كَأَنَّ الْعَقْدَ وَقَعَ عَلَى مَا حَصَلَ بَعْدَ الزِّيَادَةِ وَالحَطِّ . (دررالحکام شرح مجلة الاحکام : ج۱، ص۲۴۲، کتاب البیوع، المادة : ۲۵۷)
 
و یجوز للمشتری ان یزید للبائع فی الثمن، و یجوز للبائع أن یزید للمشتری فی المبیع و یجوز ان یحط من الثمن ویتعلق الاستحقاق بجمیع ذلک فالزیادة والحط یلتحقان بأصل العقد عندنا.
 
(الهدایة علی صدر فتح القدیر: ج۶، ص ۱۴۲، کتاب البیوع).
 
المجیب: عبدالولي                                                                    الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته