تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په تاسي کي هیڅ ناروغي نشته !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2021
  0

 

 په تاسي کي هیڅ ناروغي نشته !


رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ستاسې هيڅ نه دي خراب شوي، مونږ تاسې ته د طب او نفسیاتو دعلم په رڼا کې یقین درکوو، چي په تاسي کې هیڅ ستونزه نشته پخپله مو خپل ځانونه د خپل ذات په پوښ کې ننویستلي دي، دباندې راووځي،نړۍ وګورئ کوم ډار چي ستاسي په زړه کې ده، هغه وګورئ، پلټنه يې وکړئ، تاسي ته به څرګنده شي، چي ددي ډار هیڅ حقیقت نشته تاسي ته تراوسه هیڅ څرګنده نه ده، چي ډار مو له څه شي څخه دی ګورئ !


 کوم خلک چي تاسي ته خوند درکوي، چي راشه درشه ورسره وکړئ، نن زړه وکړئ، هغوی ته نږدې شئ، تاسي ته به څرګنده شي، چي تاسي بېځایه نه غوښتل، چي له دوی سره کېنئ ټول خلک به وګورئ، چي د همدردي او مینې ارمانجن دي که هغوی ښه خلک وي،شاید تاسي ډېر څه ترې زده کړئ او ډېر څه ترې واخلي پورتنی لارښوونې يوازې يو لکچر مه ګنئ، دا ازمایل شوې لارې چاری دي تاسي باید په ډېر سختی سره په دې لارو چارو او لارښوونوعمل وکړئ دا ګولۍ نه دي، چې تر ستونی یې تېرې کړي او آرام ومومي، بلکې د دي لپاره د يوه قوي پلان او ارادي ځواک اړتیا ده، که مو داسې وکړل، تاسي به وګوری، چې څنګه د یوه نوي انسان په بڼه راڅرګندېږی.


د شخصیت د تکمیل لپاره پر ځان باور او ارادي ځواک ډېر اړین دي، تر څو چي تاسې د خلکو په زړونو کې ځای ونه مومي، ټولنيز نشي، اخلاق او کردار مو سم نه کړي، نو له اروايي او بدني ناروغیو موخلاصون ستونزمن دي.


تاسې باید تل خنده رویه و اوسي، له خلکو سره اړیکې پراخې کړي،که تاسي خپله خندا ته زړه نه ښه کوي؛ ستاسي پر کورنۍ هم د دې اغېزې غورځي کور کې چي هلکان او نجونې لوبې کوي؛ نو ستاسې په لید و یو بل ته وایی:


خاندی مه ، یا لوبي مه کوي اوس به پلاني غوسه شي يا به مو ووهي دا زهر تاسې هغوی ته هم ور شیندلي، له خپل ځانه سره ټوله کورنۍ ولې په ستونزو او غم کې ښکېلوي.


مونږ ستاسي له ذهنی کیفیت ښه خبر یو، ستاسي دننه چي کوم زهر راټول شوي دي، هغه تاسي مسکیتوب ته نه پرېږدي او په نورو موهم نه لورېږي، چي وخاندي او خوښ واوسي. تاسي له دنيا او ژوند څخه زړه توري شوي یاستئ. تاسې له چاڅخه کرکه کوي؛ مګر مونږ په دې پوهېږو، چي تاسي له دې ستونزو څخه د خلاصون لارې چارې لټوي  تاسې لومړی د موسکېدلو په ارزښت ځانونه وپوهوی پخپل ځان جبر وکړي؛ 


خو خنده رویه شي، تاسې پوهېږي، چي هیڅوک خپل روغ یا ناروغ غاښ اېستل نه غواړي او نه هم د خېټې او پښتورګو عملیاتو ته زړه ښه کوي منتظر وي چي د غاښ درد یي ورک شي، یایي ناروغي ورکه شي؛ خو داسي ونشي، غاښ وباسي او عملیات تر سره کړي، که داسې ونه کړي ناروغي يي نوره هم زیاتېږي.


همداسې باید تاسې په زوره ځانونه ټولنيز کړي، باید موسک او خنده رویه و اوسئ، که داسې ونه کړي؛ نو پخپل لاس د جوړ کړای شوي دوزخ مينځ کې به سوزېږي. 


ځينې خلک به مو ليدلي وي، چې له وړې پېښې ستره کيسه جوړه کړي. کور کې که د کوم ماشوم له لاسه پیاله ماته شي؛ نو د کور مشر سخت غوسه وي، څو ورځې د پیالې د ماتېدو داستان نه ختمېږي، ماشوم شېبه شېبه بي عزته کوي او ددې اغېزې په نورې کورنۍ هم غورځي د یوې پیالې د ماتېدو دومره مالي زیان نه وي، څومره چي نوموړی خپل ځان او کورنۍ ته ذهني او اروایي ستونزې پیدا کړي.


داسې سړی د یوې پیالې په سر له ټولې کورنۍ او خپل ځان څخه د ډېرو ورځو خندا او خوښي واخلي. 


مونږ او تاسې په خپلو کورونو ، دفترونو او کارځایونو کې ګورو، چې ځینې وګړي ټوله ورځ کار هم کوي، له خپلو همکارانو ، ملګرو او خپلوانو سره راشه درشه، مړی، ژوندی هم کوي او په خپل ژوند کې ځان خوښ محسوسوي؛ خو بالعکس داسي هم ګورو، چې ټوله ورځ يې نه پر خپل ځان خوښي او خندا لورېږي او نه بل څوک موسک لیدلی شي.


 دا دوي يي ښي بېلګې دي. داسې نه ده چي لومړنی خنده رویه انسان هيڅ ستونزې او کورنۍ ستونزې نه لري؛ مګر هغه يي په خوښۍ تېروي او دویم یي هم خپل ځان په ستونزو کي راګېر دی او هم يي نورو ته ستونزې جوړې کړي دي او هم يي دی کار کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړي.

 

دا خو به تاسې ته څرګنده وي، چي دولت او پیسې چاته خوښي نه وربښي او نه هم رښتیني خوښي په پېسو او محلونو کې ده. دا جوهر تاسې دننه دي بل څوک ګټه نشي ترې پورته کولی، دا ستاسي خپل ملکیت دي، په تاسي پورې اړه لري، چي په کوم ډول یي کاروي.

 

ماخذ : د ځوان او خوښ اوسېد و هنر 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته