تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله (جل جلاله)څخه د حضرت ابوبکر(رض)وېره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2021
  0

د الله (جل جلاله)څخه د حضرت ابوبکر(رضي الله عنه)وېره

 

رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ټولو اهل سنتو په اتفاق سره حضرت ابوبکر (رضي الله عنه)نه د انبیاوو نه پرته تر ټولو انسانانو غوره انسان دي او دده مبارک جنتي کېدل يقيني دي پخپله رسول (صلی الله عليه وسلم) د جنتي کېدو زیری ورکړی دي .

 

بلکي د جنتیانو د یوي ډلي سرداريي ښودلي دي، او د جنت د ټولو دروازو څخه يي دبلني زیری ورکړي دي او دایي هم فرمایلي دي چي زما په امت کښي به تر ټولو لومړی حضرت ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) جنت ته داخلیږي دده مبارک دد و مره فضلېتو ، سره سره بیا هم د الله(جل جلاله) څخه دومره وېرېدي چي ویل به یې : کاشکي زه درخته وای چي پري سوي وای کله به يې ويل : ارمان چي زه هم واښه وای چي یو حیوان خوړلی وای او کله به يې ويل ارمان چي زه د يو مؤمن انسان د بدن وېښته وای. يوه ورځ ده مبارک یو باغ ته تشريف يوړی یو حیوان يي ناست و لیدئ سوړ اسويلی يي و کښی او حیوان ته یي وویل :

 

ته څومره په خوند خوړل او څیښل کوي ، د در ختو په سایو کي ګرځې او پرتاباندي اخرت هیڅ حساب او کتاب نسته ارمان چي ابوبکر هم ستا په څیر واي یعني دایي دالله (جل جلاله)دویري خوښه وه چي حیوان وای .ربیعه اسلمي (رضي الله عنه)فرمايي: يوه ورځ زما او د  حضرت ابوبکر (رضي الله عنه)په منځ کي څو خبري زیاتي سوي ده مبارک ماته یو سخت لفظ ووایه چي پرما ښه ونه لګېدئ ژريي  فکر بدل سو او راته وي  ویل ته هم هغسي بل لفظ ماته ووایه چي بدله خلاصه سي او آخرت ته شي پاته نسي ما دویلو څخه انکار وکړي ، ده مبارک را ته وویل چي ووایه که يي نه وایي زه نبي(عليه السلام) ته ورځم او عرض به ورته وکړم ما پدې جواب سره هم د ویلو :دی ولاړ سو او ولاړی پدغه وخت کي دبنو اسلم دقوم څخه څه خلک راغله !

او وی ویل داعجیبه خبره ده .چي خپله يې هم زیاتی کړي دۍ او هم رسول الله (صلی الله عليه وسلم)له شکایت کوي مادې خلګو ته وویل تاسو دغه سړی پېژندلي دي دا څوک دي؟ دا ابوبکر صدیق (رضي الله عنه)دي که خوابدی سي نود الله (جل جلاله)نازولی رسول(صلی الله عليه وسلم) ته به له ما څخه خوابدی سي او د نازولي رسول (صلی الله عليه وسلم)ته په خفګان سره الله (جل جلاله) ناراضه کېږي که الله(جل جلاله) را څخه ناراضه سي نو بیا د ربيعه په هلاكت كي څه شک سته؟ ربیعه(رضي الله عنه)  فرمايي: ددې څخه وروسته زه د رسول (صلی الله عليه وسلم)و حضور ته حاضر سوم او قصه مي ورته: وکړه نبي (عليه السلام)او فرمايل : ښه دي وکړه تاته جواب او بدله اخیستل پکار نه و مګر د هغه په بدله کښي داسي ووايه چي ابوبكره ! تا دي الله (جل جلاله)معاف کړي.

 

فایده: داد حضرت ابو بکر صدیق نه د الله (جل جلاله)د وېري لږ خبره وه و حضرت ابو بکر صدیق(رضي الله عنه) ته بد له اخیستل دومره قدر او ارزښت درلودئ چي لومړی یي و ربیعه (رضي الله عنه) ته خپله خواست وکړی او بیا یي د نبي (عليه السلام)په واسطه ددي اراده وکړه چي ربیعه(رضي الله عنه)بدله واخلي نن مونږ او تاسو په سلګونو خبري یو او بل ته کوو او ددې فکر هم په ذهن کي نه راځي چي په آخرت کي د دي خبرو بدله اخستل کیږي اویا به حساب کتاب را سر کیږي.

 

ماخذ: داصحابانو کیسي

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته