تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پخوا زمانه کي د يوه سړي د صدقې کولو کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 20, 2021
  0

پخوا زمانه کي د يوه سړي د صدقې کولو کیسه 

 

رالیږونکي : منصوراحمد زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په بخاري او مسلم کي له حضرت ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل یو سړي وویل زه به ضرور نن شپه صدقه کوم ، نو هغه ؤ چي ده خپله صدقه راواخیستله، له کوره راووت ، ( په دې فکر چي عمل يې صرف د خدای لپاره شي ، کومه ریا په کښي را نه شي ) راغی دیوه سړي په لاس کي یي صدقه ورکښېښوول او بیرته رهي شو ولاړ کور ته ننووت ، سهار خلکو یو تر بله سره ویل چي نن شپه خو د یو چا له خوا فلاني غله ته صدقه ورکړل شوي ده. 


صدقه کوونکي دا خبره واوريده او فکر یي وکړي  چي صدقه خو برایي ما ورکړې ده ، نو ویي ویل یا الله ! دا څه قصه شوه ، زما صدقه خو یوه غله ته رسېدلې ده ، یا الله تا لره دي شکر وي ، نن شپه به زه بیا ضرور صد قه کوم .


په دا بله شپه بیا هغه سړي صدقه را واخیستل له کوره راووت ، راغي هغه یي دیوې ښځي په لاس کې کښېښوول او بیرته ولاړي  کور نه ووتي سهار خلکو یو تر بله سره ويل چي برايي شپه خو و فلانی بد کاري ښځي ته یو چا صدقه ورکړې ده ، صدقه کوونکي چي دا خبره واورېدل ، نو ویې ویل آی الله ! زما د برایي صدقه خو یوې فاحشي او بدکاري ښځي ته رسېدلې ده ، ای الله تالره شکر دي ، نن شپه به زه بیا ضرور صدقه کوم .


نو هغه ؤ چي په دغه شپه یي بیا خپله صدقه را واخیستله له کوره راووتي ، راغی دیوه سړی په لاس کي یي ورکښېښوول او بیرته رهي شو ، سهار خلکو یو تربله سره ویل چي برایي شپه خو فلانی مالدار سړي ته يوچا صدقه ورکړي ده ، دغه سړي چي دا خبره واورېدل نو ویې ویل یا الله تالره شکر دی ، دا څنګه پېښه شول یوه ورځ پر یوه غله ، بله ورځ پر یوې بد کاري ښځي او په دریم ورځ پر یو مالدار سړي پېښ شوم .


د شپي په خوب کي ورته وویل شوه غم مه کوه ، ستا صدقه بي ځایه نه ده تللې ، بلکي ستا صدقه پر غله ، ښایي  دې سبب شوې وي چي هغه له غلا څخه راوګرځي او بد کاره ښځه ښایي له بدکارو څخه توبه ګاره شي او مالدار سړی ښایي عبرت حاصل کړي او هغه هم د الله (جل جلاله) له ورکړل شوي مال څخه د الله په لار کي خرڅ وکړي .

 

ماخذ : افضل الحکایت 
(صحیح بخاری، کتاب الزكاة ، باب إذا تصدق على غنی وهو لايعلم ، و صحیح مسلم ، کتاب الزكاة ، باب ثبوت أجر المتصدق...)

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته