تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره کوم مشابهت حرام دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 11, 2021
  0

د کفارو سره کوم مشابهت حرام دي؟


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کفارو سره مشابهت په هغه کارونو او شيانو کي حرام دي چي ديني بڼه ولري لکه عبادات، معاملات، اخلاق، شعائر او مقدسات.

 

مثلا: موږ بايد د عبادت په کولو کي، د سودا په کولو کي، په ناستي ولاړي او وينا کولو کي، په مذهبي شعائرو او ديني مقدساتو کي داسي کار ونه کړو چي زموږ مشابهت د کفارو سره راسي او زموږ عبادت، سودا او داسي نور شيان ددوی د حرامو شيانو په څېر سي.

 

خو مشابهت په هغه کارونو او شيانو کي چي په مسلمان او کافر کار نه لري بلکي د انساني نوعي غوښتنه وي هغه مشابهت حرام نه دي  لکه د تکنالوژۍ او تخنيک څخه استفاده او لکه د دنيوي اسبابو څخه استفاده، مثلا لکه کفار چي دنيوي اسباب جوړولاي  سي او ګټه ورڅخه پورته کولای سي مسلمان يې هم جوړولای سي او ګټه ورڅخه پورته کولای سي،

 

 لکه کفار چي په الوتکه، ټانګ، موټر او نورو وسايطو کي سورېدلای سي مسلمان هم سورېدلای سي، لکه کفار چي کمپيوټر، ساعت او نور شيان جوړولای او استفاده کولای سي مسلمان يې هم کولای سي پدې کي هيڅ مشکل نسته.

 

همدا راز د کفارو د مشروعو صادارتو څخه ګټه اخیستل هم په حرام مشابهت کي نه راځي مثلا ټوکر، بوټونه، خولۍ او نور شیان چي د کفري هیوادونو څخه راځي مسلمانان په چوکاټ کي د ننه استفاده ورڅخه کولای سي پدې کي هیڅ حرام مشابهت نسته.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته