تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معرکة البُويب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0

معرکة البُويب


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت عُمر(رضي الله عنه)  چي په عراق کي د دغه اسلامي لښکر شکست وليدى نو يې يمن ته حال ولېږى او شاو خوا په جزيرة العرب کي يې خلک و لېږل، ويل را واستوى را ولېږي هر څوک چي ستاسي سره سته هغه را ولېږۍ، کومک مو وکي.


اول لښکر چي ورته راغلي هغه د يمن څخه يو لښکر ؤ چي مشر يې جليل القدره صحابي جرير بن عبد الله(رضي الله عنه)  ؤ، حضرت عُمر

(رضي الله عنه)  فوراً دغه لښکر په عراق کي مُثنْی(رضي الله عنه)  ته ور ولېږى، بيا هم نوري لښکري د جزيرة العرب د شا و خوا څخه ور ته را تلې او عُمر فاروق(رضي الله عنه)  ټولي مُثنْی(رضي الله عنه)  ته ور لېږلې، په دغه وخت کي چي اسلامي لښکري سره يو ځاي کيږي او تنظيميږي هلته په فارس کي رُستم او فيروزان اتفاق ته سره ورسېدل. 


سبحان الله! لکه الله(جل جلاله)  چي د فارسيانو په اختلاف مسلمانانو ته وخت ورکي چي پسله معرکة الجسر څخه بيرته سره يو ځاى او منظم سي، دلته د مسلمانانو لښکري سره يو ځاى سوې هلته د فارسيانو اختلاف پاى ته ورسېدى. 


په فارس کي فيروزان او رُستم په دواړو د مسلمانانو د جنګ د پاره يو مشترک لښکر جوړ کي  او مهران الفارسي يې د دغه لښکر قومندان و ټاکى، د دوهم وار دپاره د مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)  لښکر، د مهران د لښکر سره د نهرِ فُرات په منطقه کي مخامخ سو چي بيا هم هغه د فُرات واله د دوى په منځ کي وه، دا وار بيا فارسيانو حال را ولېږى چي يا تاسي تر ولې را واوړى يا به موږ در واوړو، مُثنْی(رضي الله عنه)  چي د ابوعبيد(رضي الله عنه)  د سهوي او خطاء څخه تعليم اخستى ؤ، ويل: يا تاسي را واوړى، فارسيان تر ولې را واوښته، او دلته مُثنْی(رضي الله عنه)  په دغه وخت کي خپل لښکر و درو حصو ته و وېشى، پر دوو طرفو ميمنه او ميسره، په منځ کي قلب. 


فارسيانو هم خپل لښکر پر دغه ډول درو حصو ته وېشلى ؤ، بيا نو جنګ شروع سو، د مسلمانانو د لښکر دوه طرفه یعني میمنه او میسره د فارسيانو د لښکر د دوو طرفو سره مخامخ او مقابل وه او قلب پر قلب مقابل ؤ، د مسلمانانو د لښکر د قلب يعني د مرکز قومندان په خپله مُثنْی(رضي الله عنه)  ؤ او د فارسيانو د لښکر د قلب قومندان په خپله مهران ؤ، مُثنْی(رضي الله عنه)  خپل لښکر امر کړى چي په يوه وار شديد او يو ځايي هجوم د کفارو د لښکر پر قلب ور وړى، که مو په دغه اوله حمله شکست ورکى نو دا د فارسيانو دپاره فيصله او انتهاء ده.

 


مسلمانانو هم په يوه وار د فارسيانو د لښکر پر قلب ډيره شديده حمله وکړه، حتّْی د مسلمانانو د لښکر هغه دوه طرفه چي ميمنه او ميسره دي هم و دغه قلب ته متوجه دي، غواړي چي د فارسيانو د لښکر قلب ته ماته ورکي، د کفارو لښکر هم د مهران په مشرۍ په شديده حمله شروع وکړه، جنګ شروع دى او لحظه په لحظه نور هم شديديږي، ګړئ په ګړئ حالات خطرناکه کيږي، هر لښکر او هر فرد د ځان په دفاع مشغوله دى، په دغه وخت کي مُثنْی(رضي الله عنه)  امر وکى چي یوازي دا نه چي ستاسي حمله به پر قلب وي بلکه په قلب کي هغه ځاى ته متوجه سى چي هلته مهران موجود دى، خاصه حمله په خپله پر مهران شروع کى، اوس د جنګ په ميدان کي د مسلمانانو د ټول لښکر ټول زور او قوت و يوه ځاى ته متوجه سو ټول مسلمانان و يوې نقطې ته متوجه دي، نو دغه اسلامي خاصي حملې نتيجه ورکړه او د دغي منطقې کفار سره پاشل کيږي، د دغې منطقې په کفارو کي ماته او شکست شروع سوه، اسلامي جنګياليو پسله ډير شديد هجومه او ډير کوښښ څخه وکولاى سواى چي مهران ته ور و رسيږي او وې وژني، کوم وخت چي د فارسيانو قومندان و وژل سو فارسيانو په تېښته شروع وکړه، د فارسيانو د قومندانانو څخه يوه نفر د خپلي ډلي سره د پله و طرف ته وځغستل او نارې وهي: تر پله اوړى، تر پله اوړى، کفارو هم په اوښتلو شروع وکړه تر پله اوړي، مسلمانان د کفارو و تيښتي ته متوجه سوه او ويل: دغه مو وخت دى که موږ و پله ته ځان و رسوو او پُل بندکو پر فارسيانو به د تيښتي لار و تړل سي او دغه فارسي لښکر به ټول و وژل سي. 


د تاريخ په کتابوکي و دغه جنګ ته (معرکة البُوَيب) ويل کيږي، نو د بُويب په جنګ کي بيا د مسلمانانو توجه و يوه ځاى ته سوه، چي هغه پُل ؤ او جنګ د پله سره شروع سو، مُثنْی(رضي الله عنه)  وکولاى سواى چي و پله ته ځان و رسوي او هغه د پله ساتونکى يې و وژى، پُل د مُثنْی(رضي الله عنه)  تر تسلط لاندي سو او د فارسيانو د تيښتي لار يې پر بنده کړه، فارسيان د تيښتي په حالت کي پوه سوه چي مسلمانانو د پله لار نيولې ده، نو يې د ولې پر غاړه و شمال او جنوب ته مخ و نيوى او مسلمانان په پسې دي وژني يې، فارسيان په ډلو ډلو رهي دي، څو دغه مات سوی لښکر د بین النهرَين و منطقې ته ورسېدی خو مسلمانان هم په پسې دي، مسلمانانو په لار کي ډير ښارونه ونيول، د فُرات شرقي او غربي منطقې يې ټولي تر خپل تسلط لاندي را وستې، د فارسيانو تسلط پر بین النهرين کم او ضعيفه سو (بین النهرين) يعني د دوو ولو منځ، چي دغه دوې ولې فُرات او دجله دي، مسلمانان تر أهواز پوري و رسېدل او ډيري زياتي منطقې يې په لږ وخت کي و نيولې، دغه ټول فتوحات د معرکة الجسر په سبب وه. 


سبحان الله! پسله معرکة الجسر څخه چي اول جنګ پېښ سو هغه دغه معرکة البويب وه او په دغه معرکة البوَيب کي مسلمانانو د معرکة الجسر بدله او انتقام واخستى، د فارس حکومت وارخطاء سو او شديد خطر يې حس کړى ځکه د مسلمانانو هغه مات سوي لښکر داسي لوى شکست ورکړى چي دوى يې وارخطاء کړه، اوس مسلمانان کرار کرار د فارسيانو د پايتخت و ښارو ته ور نژدې کيږي، فارسيانو چي د مسلمانانو له طرفه دغه خطر حس کړى نو یې و ويل موږ باید د دغه خطر په مقابل کي خامخا يو څه وکو، يوه صحي چاره بايد و سنجوو، په دغه وختو کي د کسرْی د زامنو څخه يو نفر ښکاره سو، د مخه پټ ؤ خو اوس چي يې وليده چي په وطن کي داخلي اختلافات پاى ته رسېدلي دي ځان يې ښکاره کړى، چي د دغه نفر نوم (يَزدجرد) ؤ، اوس چي يزدجرد ښکاره سو فارسيان ټول پر راټول سوه او د ده د راتګ په سبب يې لوى لوى جشنونه جوړ کړه، په فارس کي خوشالۍ جوړي سوې، يزدجرد د فارس د حکومت إداره په خپل لاس کي ونيول، او هغه پاشل سوي فارسيان يې پسله هغه لويي تفرقې او اختلافو چي په فارس کي پېښ سوي وه سره يو او متحد کړه، فوراً يې رُستم او فيروزان تر خپلي مشرۍ او قيادت لاندي راوستل، څو لښکري يې د اسلامي خطر د مقابلې دپاره سره يو ځاى کړې، اول لښکر يې و (دُقُله) او دوهم لښکر يې و (حِيره) ته ولېږى، دريم لښکر يې و (أهواز) ته ولېږى، نور يې هم شاوخوا لښکري و لېږلې چي د مسلمانانو دغه لوى خطر په کُلي ډول له منځه يوسي، دغه دُقله، حیره او أهواز هغه درې لوى ښارونه وه چي د فُرات په منطقه کي د مسلمانانو په لاس کي وه، او د مسلمانانو په لاس کي هغه لويي او مهمي خزې هم دغه ځايونه وه. 


مُثنْی(رضي الله عنه)  چي د فارسيانو دغه خطرناکه استعدادات وليدل فوراً يې حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته حال و لېږى، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  پوه سو چي د فارسيانو حکومت بيرته قائم او متحد سو، د فارس لښکر سره يو او متفق سو او اوس هغه خپلي قوي او واقعي قواوي منطقې ته را ليږي، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  پوه سو چي خطر لوى دى، ځکه یوازي د فارسيانو نه بلکه په ټوله دنيا کي د هر ملت دپاره لوى او خطرناکه مشکل بې اتفاقي ده، که هر ملت سره يو سي قوت يې زياتيږي او پر دښمن غالبه کيږي، نو حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  هغه خپله لويه او عظيمه خبره وکړه او وې ويل: په والله د عجمو يعني کفارو [ځکه هغه وخت په عجمو کي هيڅ مسلمان نه ؤ] نو ويل په والله د عجمو پاچهان به د عربو په پاچهانو و وهم، نو يې ټوله جزيرة العرب ته حال او نفر و لېږل ويل: والله نه به شريف، نه به خطيب، نه به شاعر، او نه به داسي څوک پاته کيږي چي د هغه سره د جنګ کولو قوت او طاقت وي، دغه خلک به ټول ما ته راځي او هر هغه څوک چي و مُثنْی ته ور نژدې دي هغه دي فوراً و مُثنْی ته ورسي. 


د خلکو راتګ او يو ځاى کېدل شروع سوه، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  پسله دغه اعلانه څخه د نورو ډيرو خلکو د راټولولو دپاره يوه بله لار هم و سنجول، هغه دا چي د حج موسم را نژدې ؤ، نو عُمر(رضي الله عنه)  په خپله د حج کولو إراده وکړه او خلکو ته يې و ویل چي حج ته پسي راځى او د حج تر آداء کولو وروسته به عراق ته پسي ځى، د هره ځايه څخه خلک ورته راټول سوه، په اول کي خو يې خلک د مدينې منورې څخه لېږل او وې لېږل، په دغه وخت کي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته خبر راغلى چي مُثنْی(رضي الله عنه)  داسي مريض دى چي د مرګ پر بستر پروت دى او مريضي يې هم د هغه زخم په سبب وه چي په معرکة الجسر کي زخمي سوى ؤ، دلته نو حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د دغو لښکرو د قيادت او قومندانۍ دپاره د اصحاب کرامو سره مشورې کولې، په اول کي يې دا رأیه وه چي د دغه را تلونکي جنګ د قومندانۍ او إداره کولو دپاره په خپله حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ولاړ سي، ځکه دغه جنګ به د مسلمانانو او فارسيانو نهايي جنګ وي او واقعاً يې هم په خپله حرکت وکړى، مګر په دغه را ټول سوو لښکرو کي حُکماء، خُطباء او پوهان موجود وه، پر هغو سربېره اصحاب کرام موجود وه، نو مشران او اصحاب کرام و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته راټول سوه او ويل:

 

يا اميرَ المؤمنين! دغه جنګ ته، ته په خپله مه وزه ځکه که ته و وژل سوې مسلمانان ټول ضائع سوه، نو د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د اصحابو څخه داسي يو نفر ولېږه چي فارِس، قوي او پهلوان وي، مګر په خپله ته؟ يا، ته بايد هيڅکله و نه وزې، ځکه که ته و وژل سوې د مسلمانانو کار پاى ته رسيږي، د دغه شورْی د ډير فشار په سبب حضرت عُمر(رضي الله عنه)  تر هغه خپل قصد تېر سو، که دغه شورْی نه واى حضرت عُمر(رضي الله عنه)  إراده کړې وه چي په خپله ووزي.


نو حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په خلکو کي خطبه و ویل او وې فرمايل: اې خلکو ما نيت کړى ؤ چي د دغه لښکره سره زه په خپله ووزم، مګر ستاسي څخه د فکر خاوندان راغله او زه يې د دغه وتلو څخه منعه کړم، نو اوس زه ستاسي سره مشوره کوم چي په تاسي کي به دغه لوى قائد او قومندان څوک وي چي د دغه لوى لښکر او فيصله کونکي جنګ، چي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي کيږي قيادت او قومنداني وکي؟ له هره طرفه څخه پېشنهادونه او نظريات اورېدل کېده، تر څو د صحابۀ کرامو څخه يوه نفر ناري کړه ويل: پيدا مي کى، پيدا مي کى، ويل څوک دى؟ ويل: زمرئ، ويل څوک ؟ ويل زمرئ هغه چي په خپل ځاى کي دى، ويل څوک نوم يې ياد که، ويل:

 

سعد بن ابي وقاص.
سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  خو پيژنى؟ سعد هغه څوک دى چي د اُحُد په ورځ يې رسول الله(صلی الله عليه وسلم) شا ته ناست ؤ او ده ته يې غشي ورکول، او ده (رضي الله عنه)  کفار په ويشتل، او په هر غشي يې يو يو کافر وژى، رسول الله(صلی الله عليه وسلم) به ور ته ويل:


« وله يې يا سعد! فِداکَ اَبي وَ اُمي» وله يې يا سعد! 


او سعد(رضي الله عنه)  د هغو لسو کسانو څخه دى چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) له طرفه په جنت سره زیری ورکول سوی دی. 
اوس نو سعد(رضي الله عنه)  چيري دى؟ په دغه وخت کي سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په امر په يمن کي د زکات په جمعه کولو مشغول ؤ، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  و سعد(رضي الله عنه)  ته حال ولېږى چي راسه، سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  هم د يمن څخه راغلى او حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د دغه لښکر قيادت او قومنداني ور وسپارل او هغه کسان چي تر اوسه سره جمعه سوي او يو ځاى سوي وه هغه يې هم د سعد(رضي الله عنه)  سره و لېږل، هغه لښکر چي په عراق کي د مُثنْی(رضي الله عنه)  سره موجود ؤ د هغه شمېر او عدد اته زره نفره ؤ، سعد بن ابي وقاص(رضي الله عنه)  و عراق ته و رسېدى، مګر هو پسله وفاته څخه د مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)  و أرضاهُ، مُثنْی(رضي الله عنه)  د هغه زخم په سبب چي په معرکةُ الجسر کي زخمي سوى ؤ پسله څه مودې شهيد وفات سو.   


(انا لله وانا اليه راجعون)


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

سرته