تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مکې مکرمې څخه د سريو لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 3, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۶۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د مکې مکرمې څخه د سريو لېږل

 

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو نولسو ورځو په جريان کي د مکې مکرمې د پوره او کاملي فتحي څخه فارغه او مطمئن سو نو يې د دغه ځای څخه د مکې مکرمې د شا وخوا  قبيلو ته سريې يا ټولياني لېږلې چي د دغو قبيلو بتان ور مات يا ونړوي او خلک يې اسلام ته دعوت کړي چي اوس به د دغو سريو حالات په ترتيب سره درته بيان سي: 


۱ -   د هجرت د اتم کال د روژې د مياشتي پر پنځه ويشتمه رسول الله صلی الله علیه وسلم  خالد بن وليد رضی الله عنه  د ديرشو نفرو سپرو په ملګرتيا د هغه بت د ماتولو او نړولو دپاره ولېږى چي د (عُزْى) په نامه سره يادېدى او په هغه ځاى کي ؤ چي نخله ورته ويل کېده، چي دغه بت د مشرکانو د هغه عظيمو بتانو څخه ؤ، د قريشو او ټوله بني کنانه دپاره ؤ، خالد رضی الله عنه  هلته ولاړى او بېله مقاومته د هغو خلکو يې عُزْى مات او ونړاوه، اوس چي بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي آيا يو شئ دي وليدى؟  خالد رضی الله عنه  ويل: يا، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نو نه دي دى نړولى بيرته ورسه او وې نړوه، خالد رضی الله عنه  هم په ډير قهر سره بيرته ور رهي سو هلته چي ورغلى توره يې د پوښه کښلې وه او د هغه بت ځاى ته ور ننوتى د هغه ځاى څخه يوه توره لڅه ښځه ورته را و وتل چي د سر  ورېښتان يې ايله او پاشلي وه، هغه د بت خدمتګار (چي موږ ملنګ ورته وايو) پر ښځه نارې وهلې، خو خالد رضی الله عنه  توره ور سره کړه او ښځه يې دوه ځايه کړه، بيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او دغه قصه يې ورته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو دغه عُـزْى ؤ او د دې څخه نا اميده سو چي بيا دي يې ستاسي په ملک کي عبادت وسي. 


۲ -   دغه د روژې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمرو بن العاص رضی الله عنه  و هغه بت ته ور ولېږى چي د (سُواع) په نامه سره يادېدى چي دا د هُزيل د قبيلې بت ؤ او د مکې مکرمې څخه درې ميله ليري د رِهاط په منطقه کي پروت ؤ، کوم وخت چي عمرو بن العاص رضی الله عنه  هلته ورغلى د بت خدمتګار يا ملنګ ورته و ويل: د څه شي دپاره راغلى يې؟ عمرو رضی الله عنه  ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړى يم چي دغه بت ونړوم، ملنګ و ويل: 


دا کار نه سې کولاى، عمرو رضی الله عنه  ويل: ولي؟ ملنګ ويل: نه دي پرېږدي، عمرو رضی الله عنه  و ويل: حتّْی تراوسه پوري پر هغه باطل دين يې؟ ويحک آيا دغه بت شئ اوري که يې ويني؟ نو عمرو بن العاص ور تېر سو او بت يې مات کړی بيا يې و خپلو ملګرو ته و ويل: چي دغه خونه شا وخوا ټوله ونړوى، خونه ونړول سوه خو شئ يې نه کړی پکښي پيدا، بيا يې و هغه ملنګ ته و ويل: څنګه سو؟ ملنګ ويل: ما هم د الله دپاره اسلام را وړى او قبول کړى دى. 


۳ -  دغه د روژې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  سعد بن زيد الأشهلي رضی الله عنه  د شلو نفرو ملګرو سره د هغه بت د ماتولو دپاره ولېږى چي د (مَناة) په نامه سره يادېدى چي دغه بت په مُشَلِّل کي د قُديد سره ؤ، دغه بت د أوس، خزرج، غسّان او ځينو نورو قبيلو دپاره ؤ، کوم وخت چي سعد رضی الله عنه  هلته ورغلى د هغه بت خادم يا ملنګ ورته و ويل:

 
د څه شي دپاره راغلى يې؟ سعد رضی الله عنه  ويل: د مناة د نړولو او ماتولو دپاره، ملنګ ويل: ته او هغه ښه سره پوهېږى، سعد د بت پر طرف ور رهي سو، د بت د طرفه يوه لڅه توره ښځه چي د سر ورېښتان يې شکېدلي او پاشلي وه په چغو او نارو ورته را و وتل او خپل ځيګر يې په چپلاخو یا څپېړو واهه، هغه ملنګ ورته ويل: يا مناة ځيني نافرمانه خلک راغلي دي ځان ځني ساته، خو سعد رضی الله عنه  په توره و وهل او ښځه يې و وژل، بيا و هغه بت ته ور تېر سو هغه يې هم ونړاوه. 


۴- كله چي خالد بن وليد رضی الله عنه  د عُزْى د ماتولو او نړولو څخه راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني جُذَيمه و قبيلې ته د دعوت دپاره ولېږى نه د جنګ کولو دپاره، 


د خالد رضی الله عنه  سره درې سوه او پنځوس نفره د مهاجرينو، انصارو او د بني سُليم د قبيلې خلک ملګري دي، خالد رضی الله عنه  چي هلته ورغلى هغه ټول قوم د ده د استقبال دپاره د اسلحې سره د ده مخ ته را و وتل، د هغو د جنګ إراده نه ده مګر په هغه وختو  کي 
د عربو دا قانون ؤ چي د يوه لوى او معتبره سړي و استقبال او ښه راغلي ته به د اسلحې سره ور وتل، اوس دغه قوم هم د خالد بن وليد رضی الله عنه  و مخ ته مُسلّح را و وتل،

 
د خالد رضی الله عنه  بيا دا خيال سو چي دوى د جنګ دپاره را وتلي دي، خالد رضی الله عنه  ور ږغ کړه أسلِمُو! مسلمانان سى، هغو ويل: صَبَأ نَا صَبَأ نَا، يعني: د دينه وتلي يو، هغو په خپله اصطلاح و ويل: د دينه وتلي يو يعني: هغه پخوانئ دين مو پرې ايښى دى، داسي يې نه و ويل: أسلَمنَا، چي مسلمانان سوي يو، مګر د مسلمانانو او نورو عربو په اصطلاح صَابِئ يعني: کافر، نو د مسلمانانو په اصطلاح د دوى د خبري معنْی دا سوه: چي کافران سوي يو، خالد رضی الله عنه  د حملې امر وکړی چي جنګ شروع کړی ځکه دوى کفار دي، دغه د خبرو په غلط فهمي سره جنګ شروع سو، په هغه قبيله کي هم نفر و وژل سوه هم يې بنديان ځني ونيول او دغه بنديان يې د خپل لښکر پر افرادو تقسيم کړه، وروسته هغو و ويل: أسلَمنَا، خالد رضی الله عنه  و ويل: د توري د بيري مسلمانان سواست.


خالد رضی الله عنه  په شپه کي امر وکړی چي دغه در سره بنديان هم و وژنى ځکه د ده په خيال کفار دي، مګر عبدالله بن عمر رضی الله عنه  او ځينو نورو اصحاب کرامو يعني: مهاجرينو او انصارو دغه کار و نه کړی، خپل ور سره بنديان يې نه و وژل، ويل: اوس چي دوى اسلام قبول کړی موږ يې څنګه و وژنو؟ خو يواځي د بني سُليم قبيلې چي نوي مسلمانان سوي وه خپل بنديان و وژل، مقصد دا چي دلته يو د بل د خبرو د نه پوهېدلو يا د يوه سوء تفاهم په سبب د بني جُذَيمه ډير نفر و وژل سوه. 


کوم وخت چي خالد رضی الله عنه  بيرته مکې مکرمې ته راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه خبر و ويل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير په قهر سو لاس يې پورته کړی او وې فرمايل: «اللّهم إنِّي أبرَأ إليکَ مِمّا صَنَعَ خالد «يعني: الْهي زه د هغه کاره څخه بري او بېزاره يم چي خالد کړى دى، دغه د ده په کار نا خوښه يم (دوه واره يې دغه جمله تکرار کړه) او بيايې و فرمايل: « إن في سيفِ خالد لَرَهَقا ً« بېشکه چي د خالد په توره کي وينه بهول سته، يعني: دئ پر قتل او وژنه دلاوري لري. 


خو څرنګه چي په دغه مسئله کي هغه د الفاظو او اصطلاحاتو د اختلاف او نه پوهېدلو په سبب شُبهه او خطاء موجود وه، بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم   و خالد رضی الله عنه  ته عفوه وکړه جزا يې ور نه کړه، ځکه په دغه حال کي د دواړو خبرو احتمال موجود ؤ، يا دا چي مسلمانان سوه يا دا چي د جنګ دپاره را وتلي وه، خو بيا هم د دغه موضوع په باره کي د خالد بن وليد رضی الله عنه  او عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  په منځ کي د شر خبري سره رَد او بدل سوې، دا حال و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خالد بن وليد ته و فرمايل: يا خالد! احتياط کوه، زما په اصحابو کار مه لره، په والله که د اُحُد  غر د سرو زرو سي او ستا وي او ته يې بيا د الله جل جلاله  په لار کي مصرف کړې زما د اصحابو هغه يو د سهار د تګ يا د شپې د تګ درجه او ثواب به نه کړې حاصل، يعني: دوى چي هغه د ضعف او مسکنت په حال کي د جهاد دپاره په سهار يا ماښام کي يو تګ کړى دى د هغه ثواب نه سې حاصلولاى، هغه نور کارونه خو يې پرېږده.


 وروڼو! دغه خبره زموږ او ستاسي ټولو دپاره لوى درس او تعليم دى موږ او تاسي د صحابۀ کرامو سره بايد څومره ادب او احترام ولرو، که څه هم خالد بن وليد رضی الله عنه  په خپله صحابي دى (سيفٌ من سيوف الله) دی جهاد او غزاوي يې تاسي ته در معلومي دي مګر د هغه سابقون الاوّلون و درجې ته نه سي رسېدلاى، نو موږ او تاسي بايد څه وکو؟ 


دا د مکې مکرمې د فتحي غزاء وه، دغه هغه فيصله کونکى جنګ ؤ چي په جزيرة العرب کي د کفر رئيسانو او رهبرانو ماته وخوړل، قريش هغه قوم ؤ چي همېشه به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره عناد او دښمني کول، دوى هغه څوک وه چي د عربو نوري قبيلې يې د اسلام د قبلولو  څخه منعه کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په داسي ډول سره مکه مکرمه فتحه کړه چي قريشو د هغې د فتحه کولو هيڅ فکر نه کاوه، دا هم د الله جل جلاله  فضل او کرم ؤ چي دغه فتحه بېله وژني او ويني تويولو سر ته ورسېدل. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  په أمن  او سلامتيا مکې مکرمې ته داخل سو دا هغه عظيمه فتحه ده چي په جزيرة العرب کي يې د بت پرستۍ اساس او ريښې ور وکښې او د هغه باطل دين د پاته کېدلو دپاره هيڅ اميد نه سو پاته، د جزيرة العرب ټولو مشرکو قبيلو د دې انتظار کاوه چي د دغه جنګه څخه چي د مسلمانانو او بت پرستانو په منځ کي د ډيره وخته څخه شروع سوى دى څه نتيجه راوزي؟ او څوک کاميابه کيږي؟ د دغو قبيلو دا يقين او عقيده وه چي پر حرم هغه څوک کاميابه کېدلاى سي چي پر حق وي او دغه عقيده بيا ډيره هغو واقعاتو ور تائيد او تاکيد کړې وه چي نيم قرن د مخه د اصحاب الفيل او د دغه حرم په منځ کي پېښي سوې. 


نو د حديبيې صلحه د دغي لوى فتحي دپاره مقدمه او توطئه وه، په هغه صلحه سره خلک په امان سوه، ځينو د ځينو نورو سره خبري کولاى سواى او دلائل يې ويلاى سواى، هغه کسان چي په مکه مکرمه کي وه او خپل دين يې پټاوه هغو وکولاى سوه چي خپل دين ښکاره کي او خلک ورته را دعوت کي او پر خپل دين دلائل و وايي، د حديبيې د صلحي په واسطه ډير انسانان و اسلام ته داخل سوه، تاسي وليدل چي په تيرو ټولو غزاوو کي د مسلمانانو شمېر تر درې زره نفره نه دى زيات سوى مګر په دغه غزاء کي لس زره نفره مسلمانان سره يو ځاى سوه او دغه فيصله کونکي غزاء د خلکو سترګي ور خلاصي کړې، په دغه غزاء سره د خلکو د سترګو څخه هغه آخرنۍ پردې چي د دوى او د اسلام په منځ کي وې ايسته سوې، په دغه غزاء سره مسلمانانو په ټوله جزيرة العرب کي سياسي او ديني سيطره حاصله کړه، ديني صدارت او دنيوي رياست دواړه و مسلمانانو ته ور تسليم سوه، هغه مرحله چي د حديبيې په صلحه سره شروع سوې وه په دغه فتحه سره پوره او کامله سوه او تر دې وروسته يوه بله مرحله شروع سوه چي هغه مرحله په تمامه معنْی د مسلمانانو په ګټه او مصلحت وه، 

 

د عربي قبيلو دپاره بل څه نه وه پاته بېله دې څخه چي په ډلو ډلو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورتله او اسلام ته داخلېدل او بيا يې د دغه ځايه څخه و عالَم ته دعوت ور سره وړى او دغه کار په دوو راتلونکو کلو کي په  پوره ډول سره پاى ته ورسېدى.


که موږ د مکې مکرمې د فتحي و حالاتو او واقعاتو ته په غور او دقت سره متوجه سو د هغه څخه خورا ډير ديني او سياسي، اخلاقي او اجتماعي احکام او تجربې، حتّْی نبوي حکمتونه را ايستلاى سو، خو څرنګه چي زموږ بحث د دغسي موضوعاتو د بيانولو دپاره نه دى، نوکه د ديني احکامو په را ايستلو او بيانولو شروع وکم زموږ بحث ډير اوږديږي، په دې سبب چي بحث مو اوږد نه سي د ډيرو موضوعاتو تر بيانولو به تېر سم خو فقط دغه يو څو موضوعاتو ته بايد ښه متوجه سو او دابه زموږ دپاره درس وي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرت د ويلو او اورېدلو څخه څنګه حکمتونه او عبرتونه را ايستلاى سو.


1 - تاسي خو اوس د دغي لويي فتحي واقعات و لوستل یا واورېدل چي الله جل جلاله  خپل رسول صلی الله علیه وسلم  او د هغه اصحاب (رضي الله عنه) په دغه فتحه سره مکرم او معزز کړه. 


اوس تاسي کولاى سى چي د هغه پخواني دعوت او د هغه د ترخو واقعاتو او تکاليفو، د هغو عذابو او زحمتو د هغو لوږو او تندو نتيجه او ثمره په خپلو سترګو و وينى. 


اوس چي دي د مکې مکرمې د فتحي قصه واورېدل ته کولاى سې چي د هغه هجرت چي څو کاله د مخه د دغه مکې مکرمې څخه سوى ؤ ارزښت او اهميت وسنجوې، ته بايد په دې پوه سې چي د الله او اسلام په لار کي د مځکي او وطن، د مال او کورنۍ، د قوم او اقرباوو قرباني کول قرباني نه ده، که اسلام پاته وي دغه شيان دي ټول بيرته لاس ته درځي او که اسلام نه وي دغه ټول شيان و تا ته فايده نه سي در رسولاى. 


اوس ته د دغي لويي فتحي په واقعو کي ښه غور وکه! تا ته به در معلومه سي چي تر دغه فتحي د مخه هغه جهاد او شهادتونه، هغه لوږي او تندي، هغه زحمتونه او تکليفونه، عبث او بيهوده نه وه، د يوه مسلمان يو څاڅکى وينه هم بې فايدې نه وه توى سوې، مسلمانانو چي په هغه خپلو سفرو او جنګو کي کوم تکاليف زغملي وه هغه ټول د دوى دپاره د دوى په بانکي حساب کي جمعه کېدل، هغه ټوله تکليفونه د دغه فتحي او نصرت قيمت ؤ چي دوى په کښتو يا اقساطو سره جمعه کړى ؤ او دا هم د الله جل جلاله  په خپلو بندګانو کي قانون او طريقه ده، بېله صحي اسلامه څخه نصرت نسته او اسلام بېله عبوديته څخه نسته او عبوديت بېله تضحيې او قربانيه نسته. 

د الله جل جلاله  په لارکي به جهاد کوې، تر هرڅه به تېرېږې، نو ته واقعي د الله بنده او عبدالله يې او د الله جل جلاله  نصرت دي ملګرى کيږي، ستا هغه ورځ په ياد ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل وطن مکې مکرمې څخه و وتى؟ او څنګه و وتى؟ د غرو او شېلو په منځ کي د شپې په تاريکيو کي په پټه و  مدينې منورې ته مهاجر و وتى، چي ځيني اصحاب يې تر ده صلی الله علیه وسلم  د مخه مهاجر سوي وه او ځيني تر ده صلی الله علیه وسلم  وروسته پسي ورغله، هغه وخت د اصحاب کرامو شمېر لږ او هم د ضعف په حالت کي وه، هغو ټولو مال او کورنۍ، مځکه او وطن د دې دپاره پرېښوول چي دين ور پاته سي.


 دغه دي: هغه ټوله اوس و خپل مال او خپلو کورنيو، خپل وطن او خپلو اقرباوو ته راغله، چي تله لږ وه او اوس ډير دي، چي تله ضعيفه وه او اوس قوي دي او هغه کسان چي پرون يې دوى په جبر او ستم سره ايستلي وه نن په خشوع او خضوع سره د دوى استقبال کوي، په ذِلّت او کښتو سترګو سره و دوى ته ګوري، 


د مکې مکرمې هغه اهل چي د قرآن مجيد اورېدل يې منعه کړي وه، اوس په ډلو ډلو د الله جل جلاله  و دين ته داخليږي.هغه حبشي بلال رضی الله عنه  چي همېشه به د مکې مکرمې په سرو او تودو ريګو کي د مشرکانو پر لاس عذابونه ورکول کېدل اوس د کعبې شريفي و بام ته خيژي او په لوړ آواز سره د الله اکبر، الله اکبر تکبيرونه وايي، دا هغه آواز دى چي يوه ورځ يې د عذاب تر چلاخو او وهلو لاندي په زګېروي سره ويل: احدٌ احد، احدٌ احد. دغه دى نن ورځ لوړ پر کعبه شريفه ولاړ دى په لوړ او خواږه آواز سره وايي (أشهد أن لا إلْه إلا الله، و أشهد أنّ محمّدا رسول الله) او ټول قريش چپ او هم يې غوږ ورته نيولى دى، دا ټوله هغه يو حقيقت دى چي دوهم نه لري، چي هغه اسلام دى، نو هر هغه انسان څومره احمق او جاهل دى چي بېله اسلامه د بل شي دپاره جنګ او جهاد کوي. 


ځيني جاهل انسانان فقط د هغو خيالاتو او اوهامو دپاره کوښښ کوي چي هيڅ حقيقت نه لري، موږ او تا سي څومره ډير سره بيرغونه وليدل او څومره ډيري د هورا نارې مو واورېدې چي د دوى د ساتني دپاره د دوى ترشا څومره سرې لښکري ولاړي وې، هغه ټوله څه سوه؟ څرنګه چي د هغو خلکو جنګ او جهاد فقط د باطلو اوهامو دپاره ؤ په هغه خپله ځانګو کي نېست او نابود سوه او اسلام چي يو حقيقي او الْهي دين دى که څه هم په ظاهره نه لښکري لري او نه فوجونه خو بيا هم د (1444) کلو را هيسي پر خلکو او د خلکو پر عقیدو مسلط او قائم دى. 
2 -  تاسي د فتحي په ورځ د ابوسفيان و عمل او کار ته نه ياست په تعجب کي، دئ هغه اول سړئ دى چي و خپل قوم ته ورغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ او د هغه د اصحابو څخه يې بېرول. 


ابوسفيان د خپله قومه څخه هغه اول سړئ دى چي په دغه ورځ و اسلام ته داخل سو، حال دا چي دئ هغه څوک ؤ چي د مکې مکرمې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ دپاره هيڅ داسي لښکر نه دى وتلى چي د ابوسفيان په امر او لار ښوونه سره دي نه وي. 
ښايي د الْهي حکمت دا خوښه وه چي مکه مکرمه دي بېله جنګه څخه فتحه سي او د مکې مکرمې اهل دي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بېله جنګه تسليم او تابع سي، که نه خو دوى هغه کسان وه چي دئ صلی الله علیه وسلم  يې آزاراوه، دوى وه چي دئ صلی الله علیه وسلم  يې د مکې مکرمې د ښاره څخه وايستى، دوى وه چي جنګونه يې ور سره کول او نن ورځ بېله هيڅ کوښښه د مسلمانانو د ابوسفيان د مسلمانېدلو اسباب په خپله برابر سوه، دا د دې دپاره چي دئ خپل قوم ته ورسي او د هغو د دماغه څخه د جنګ فکرونه وباسي، 
د مکې مکرمې هوا د صلحي دپاره مناسبه کړي چي په نتيجه کي د شرک او جاهليت ژوند او تاريخ ښخ سي، د توحيد او اسلام لمر وځلېږي او د دغه کار دپاره تمهيد او مقدمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اعلان ؤ چي وې فرمايل: که څوک د ابوسفيان کورته ننوتى هغه په امان دى. 


تاسي د دغي خبري په حکمت او قېمت پوهېږى؟ په والله يو ساعت د دغي خبري پر حکمت خبري کېدلاى سي، بيان او تبصرې پر کېدلاى سي،که څه هم هلته په انصارو کي ځيني داسي کسان پيدا سوه چي د دغي خبري حکمت نه ور معلومېدى. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که څوک د ابوسفيان کور ته ننوتى هغه په امان دى، ځينو انصارو وځينو نورو ته و ويل: په والله د رسول  الله صلی الله علیه وسلم  و خپل ښار ته ميل پيداسو او پر خپل قوم مهربانه سو، ابو هريره رضی الله عنه  وايي: په دغه وخت کي وحيِ نازلي سوې او په هغه وخت چي په هغه کي به وحيِ نازلېدلې موږ پوهېدلو يعني: علامې يې را معلومي وې، نو دغه د وحيو د نزول په وخت کي به د وحيو د نزول تر آخره وخته!هيچا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته سترګي هم نه ور اړولې، کوم وخت چي 
د وحيو نزول پاى ته ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا معشرَ الانصار! هغو ويل: لبيک يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: تاسي سره و ويل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خپل ښار ته ميل پيدا سو؟ هغو ويل: هـو داسي پېښه سوه. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هيڅکله داسي نه ده، زه د الله بنده او د الله رسول يم ما و الله او تاسي ته هجرت درکړى دى، ژوند به مي هم ستاسي سره وي او مرګ به مي هم ستاسي سره وي، انصارو په ژړا ژړا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: په والله موږ دغه خبره نه ده کړې مګر د دې دپاره چي الله او رسول الله مو  خوښ دي او دا مو خوښه ده چي رسول الله زموږ سره زموږ په وطن کي و اوسیږي. 


 وروڼو! دغه د ايمان او اسلام فرق دى، اسلام هغه دى چي په ظاهره مسلمان وي لکه اوس چي ابوسفيان مسلمان سو او ايمان دغه دى چي د انصارو په زړو کي ښخ  ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ملګرتيا او همسايه توب حريص وه او په مکه مکرمه کي يې د ده صلی الله علیه وسلم  پاته کېدل نه غوښته. 


3 - د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حکمتو څخه يو دا ؤ: پسله هغه څخه چي ابوسفيان خپل اسلام اعلان کړی رسول الله صلی الله علیه وسلم   عباس رضی الله عنه  امرکړی چي د هغه تنګي په خوله کي يې و دروي چي هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لښکري تېريږي، دا د دې دپاره چي ابوسفيان يې په خپلو سترګو و ويني چي د  اسلام قوت وکومي درجې ته رسېدلى دى او د هغو لږو، پاشلو او ضعيفه مهاجرو حال وکوم حالت ته اوښتى دى، نو اولاً خو به دغه ليدنه د ابوسفيان د دين او عقيدې دپاره ثابتونکې او قائمونکې سي او دوهم: د ابوسفيان د دماغه څخه به د جنګ خبري په کُلي ډول سره ووزي.


اوس چي دغه اسلامي لښکري يوه پسله بلي څخه د ابوسفيان و مخ ته تيريږي او دئ په تعجب سره ورته ګوري په حيرت کي پاته دى نو يې و عباس رضی الله عنه  ته وکتل او ورته وې ويل: په والله ستا د وراره پاچهي نن ورځ ډيره لویه سوې ده، مګر عباس رضی الله عنه  د هغه پخواني غفلته څخه را ويښ کړی او ورته وې ويل: يا اباسفيان! دا نبوت دى، دغه چي ته يې وينې دا پاچهي نه ده بلكه دا نبوت دى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  پاچهي او مشرتوب، مال او دولت ټول په هغه ورځ تر پښو لاندي کړه چي تاسي په مکه مکرمه کي پر عرض کړه او ورکول مو او  هغه هم په هغه وخت  او حالت کي وه چي ده صلی الله علیه وسلم  ستاسي آزارونه او عذابونه زغمل او تحملول او تاسي بالآخره د خپله وطنه څخه و هجرت ته مجبوره کړى، دا ټوله په دې سبب وه چي ده صلی الله علیه وسلم  نه غوښته چي خپل نبوت هغه چي تاسي يې و ايمان بالله ته دعوتولاست ستاسي په پاچهي بدل کړي، نو ځکه يې ورته و ويل: یا اباسفیان دا پاچهي نه ده بلکه نبوت دى، مال او دولت، مشرتوب او پاچهي، خو تاسي د دعوت د پرېښوولو په مقابل کي ورکول او ده صلی الله علیه وسلم  نه قبلول، نو دا پاچهي نه ده بلکه نبوت دى.


دغه د عباس رضی الله عنه  جمله داسي جمله ده چي الْهي حِکمت د عباس رضی الله عنه  پر ژبه جاري کړه، دپاره د دې چي دغه جمله د قيامت تر ورځي د هغو کسانو دپاره جواب وګرځي چي دوى دا فکرکوي چي د نبوت دعوه د دې دپاره وه چي پاچهي او زعامت، مشرتوب او حاکميت  لاس ته را وړي، يا قوميت او عصبيت په را ژوندئ کړي، خو دغه د عباس رضی الله عنه  جمله داسي جمله ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټول حيات دپاره اول تر آخره عنوان ګرځېدلاى سي، په حقيقت کي د ده صلی الله علیه وسلم  د عمر او ژوند ټوله لحظې او ساعتونه، مرحلې او دورې د دې دليل دي چي دئ صلی الله علیه وسلم   و خلکو ته د رسالت د رسولو او تبليغولو دپاره مبعوث کړه سوى دى نه د خپل ځان د آمريت او پاچهۍ دپاره. 


۴ -  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو حکيمانه تدبير دا ؤ چي خپل اصحاب يې امر کړه چي مکې مکرمې ته د څلورو مختلفو لارو څخه ور داخل سى او  وې فرمايل: د يوې لاري څخه مه ور داخلېږى، دا کار د دې دپاره ؤ چي د مکې مکرمې و خلکو ته د جنګ کولو موقع ورنه کړي، ځکه که اهل مکه د جنګ إراده هم وکړي نو مجبوره دي چي خپلي قواوي به د مکې مکرمې و ټولو لارو ته سره ويشي، چي په دغه ډول سره د قريشو د مقاومت اسباب ضعيفه کيږي او د جنګ امکانات يې لږيږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا کار د دې دپاره وکړی چي ترکومه حده ممکنه وي په بلد الحرام کي جنګ و نه  سي او ويني و نه بهول سي، نو ځکه يې مسلمانانو ته هم داسي امر وکړی: ويل: تر څو پوري چي چا جنګ نه وي در سره کړى تاسي به جنګ نه کوى او دا اعلان يې هم ور سره وکړی: هر هغه څوک چي په خپل کور کي وي او د کور دروازه په ځان پسي بنده کړي هغه په امان دى، دا ټوله حکمتونه او احتياطونه د څه شي دپاره وه؟ د خلکو د سلامتيا او امان دپاره وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه غوښته چي د چا  ويني توى سي.


۵ -  د ښځو د بيعت څخه موږ دغه احکام او عبرتونه را ايستلاى سو:  


اول: په ټولو هغو مسئوليتو کي چي مسلمانانو او اسلامي ټولني ته ترقي ورکوي نارینه او ښځي سره یو شی دي، یعني د مسلمانانو او اسلامي ټولني د ترقۍ دپاره نارینه او ښځي یو قسم مسئولیت لري نو ځکه پر يوه مسلمان پاچا او رئيس دا لازمه ده چي د ښځو څخه هم داسي عهد او بيعت واخلي چي د اسلامي ټولني د جوړولو دپاره به په ممکنه مشروع وسائلو سره عمل کوي او کار به ځني اخلي، لکه څرنګه چي دغه عهد او بيعت د نارینه څخه اخستل کيږي، د نارينه  او ښځي په منځ کي فرق او تميز نسته، د دغه ځايه څخه دا معلومه سوه لکه پر نارینه! دغه قسم پر هري مسلماني ښځي دا لازمه ده چي د خپل دين احکام زده کړي او ټوله هغه ممکني او مشروعي لاري د دې دپاره عملي کړي چي د علومو په اسلحه سره مسلحه سي او د دغو علومو په واسطه د اسلام د دښمنانو په کمين او حېلو ځان پوه کړي. 
ښځه بايد پوه سي چي د اسلام دښمنان د کومو لارو څخه غواړي چي پر موږ غالبه او کاميابه سي، د دغو علومو په واسطه دا کولاى سي چي هغه عهد چي د دې پر ذمه دى او هغه بيعت چي د دې په غاړه کي دى په صحي ډول سره آداءکړي، دا واضحه او ښکاره خبره ده کومه ښځه چي د خپل دين په حقيقت نه وي خبره، د اسلام د دښمنانو په چم او حيله نه وي پوه، دا څنګه کولاى سي چي د دغه عهد او بيعت حقوق آداء کړي؟ 


دوهم: موږ وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښځو سره څنګه بيعت کاوه، د ښځو سره يې بيعت فقط د خولې په خبرو سره ؤ بېله دې څخه چي  لاس يې ونيسي، حال دا چي د نارینه سره بيعت داسي نه ؤ، نو دا پردې دلالت کوي چي د يوه نارينه  دپاره و پردۍ ښځي ته لاس ور وړل نه دي روا او پر دغه مسئله د مسلمانانو د علماوو اختلاف هم نه دى را معلوم، بلکه ټول دغه کار ناروا بولي، بېله هغه د ضرورت د وختو څخه لکه د ډاکتر معاينه يا د غاښ کښل او داسي نور شرعي ضرورتونه او دا چي د ښځو سره مصافحه يا په لاس ستړې مسې کيږي دا هيڅ ضرورت نه دى، عُرف او اصطلاح د شرعي و هغو احکامو ته چي په کتاب الله او سنةِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم  سره ثابت وي هيڅ تغير نه سي ورکولاى. 


دغه نن ورځ چي د ورېنداري مخ د عُرف او اصطلاح په نامه سره و لېوره يا د مېړه ونورو اقرباوو ته لڅ دى حرام او ناروا کار دى، آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه فرمايي: «اَلحَموُ اَلمَوتُ» يعني: د مېړه اقرباء لکه د مېړه ورور، اکا، ماما، د اکا زامن، د ماما زامن او داسي نور، د ښځي دپاره مرګ دى، يعني: نسبت و نورو پرديو خلکو ته د دغو اقرباوو څخه په آساني سره د شر د پېښېدلو امکانات سته، آيا موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه امر تر خپل عُرف او اصطلاح پوري هيڅ نه بولو؟ حال دا چي ځانو نه مسلمانان هم بولو. 


آیا دا د افسوس ځای نه دی؟ چي د مسلمانانو په کورنیو کي پېغله خور، د ځوان ورور په حضور، یا ځوانه ورېنداره د ځوان لېوره په حضور پتلون یا چسپ او نیم لڅ غوندي لباس او کالي اغوندي، ځان جوړوي، د سر ورېښتان قسم قسم جوړوي، عطر استعمالوي او دغه کورنۍ بیا هم د فتنې او فساد څخه نه بېریږي؟ آیا دوی خپل ځانونه تر اسلامي شریعت پوه بولي؟   زه به نوره تبصره نه کوم خو دغه یوه قصه واوری:


 یوه عالِم چي د دغسي موضوعاتو په باره کی یې خبري کولې د خپل وعظ او نصیحت په منځ کي دغه قصه بیان کړل: عالِم و ویل زه د خپلو نورو ملګرو سره په رېل ګاډۍ کي په سفر تلم چي یو سپین پوسته سړﺉ چي سپین قمیص، پتلون او نېکټایي یې اغوستي وه را وختی او زما د کُرسۍ پر مقابل په هغه بله  کُرسۍ کي کښېنستی زه د خپل کتاب په مطالعه مشغول وم او ده پرله پسې ما ته کتل، کوم وخت چي ما و ده  ته وکتل داسي معلومېدی لکه دﺉ چي زما د کتلو په انتظار کي ؤ او را ته و یې ویل: یا شیخ داسي ښکاري لکه ته چي  عالِم او د اهلِ دین څخه یې او زه یوه پوښتنه لرم آیا اجازه راکوې چي هغه پوښتنه در څخه وکړم؟ ما ویل: هو په دلاوري سره خپله پوښتنه کوه ده و ویل:

 

آیا دا صحي ده چي اسلام و ښځي ته دا اجازه نه ورکوي چي د نارینه سره دي په تعلیم او نورو وظیفو کي بېله ستره یا حجابه ګډون او اشتراک وکړي؟ ما ویل هو. ده ویل: ولي؟ ما ویل: دا کار په اسلام کي په آیات او حدیث سره منعه دی او بیا مي د دغه موضوع په باره کي نور شرعي دلایل ور ته بیان کړل، په دغه باره کي زما او د ده خبري ډیري اوږدې سوې څو په آخر کي ده را ته و ویل: اصلاً د نارینه او ښځو په ګډ ژوند کي پر هر انسان د خپل ځان کنټرولول لازم دي او کوم وخت چي صبر او کنټرول موجود سي بیا نو د نارينه او ښځي د ګډون څخه کوم ممانعت نسته، دا چي یو انسان خپل ځان کنټرول کړي بیا نو اختلاط یا ګډ ژوند څه پروا لري؟ ده په خپلو خبرو کي دغه د ځان د صبر او کنټرولولو جمله څو واره تکرار کړل ما د خپله ځانه سره و ویل: دغه نفر د هغو کسانو څخه دی چي الله جل جلاله  د هغو په باره کي فرمایي:

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿الحج: ٤٦﴾یعني: د دوی ظاهري سترګي نه دي ړندې مګر د دوی هغه زړونه چي په سینو کي دي ړانده دي.


دغسي کسان په شرعي نصوصو او دلایلو سره پر لار نه برابریږي، نو مي د ده د قانع کولو دپاره یوه بله لار، یا بله حیله اختیار کړه، هغه دا چي د خپل بکس څخه مي یوه دانه لیمو را وایستی او په چاړه مي دوه درې ځایه کړی او بیا مي و ده  ته و ویل: په صدق او وجدان سره قسم درکوم چي بېله حق څخه به بل څه نه وایې او حق د دې حقداره دی چي متابعت یې وسی، آیا د دغه لیمو په پرې کولو سره ستا په خوله کي ناړي نه سوې پیدا؟ زموږ په اصطلاح خولې دي اوبه ونه کړې؟ سړي ویل: هو. 


ما ویل: هغه صبر او د ځان کنټرولول چي تا په تکرار سره یادول څه سوه؟ چاړه او لېمو زما په لاس کي وه او لېمو ما پرې کړی ستا خولې ولي اوبه وکړې؟ ده ویل: کوم وخت چي یو تریو شئ د چا مخ ته پرې کیږي خامخا یې خوله اوبه کوي، ما ویل: کوم وخت چي سترګي څلور سي او غوړي د لمر و مخ ته کښېښوول سي خامخا ویلي کیږي، نو د اختلاطه څخه خامخا فساد پېښیږي او شیطان د انسان د ویني په رګو کي ګرځي او نفس خامخا انسان په بده سره امر کوي، الله جل جلاله  فرمايي:

 


إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿يوسف: ٥٣﴾
یعني: بېشکه چي نفس خامخا او هر وخت په بدي سره امر کونکی دی، بېله هغه نفسه څخه چي زما رب مهرباني پر کړې وي. 
ان شاء الله د قصې په مطلب به پوهېدلي یاست، زه د واضحه او صریحه خبرو څخه ځان ژغورم که نه په دغه باره کي ډیري واقعي او صریحه قصې را سره سته.


درېیم: دغه د بيعت حديث شريف پر دې دلالت کوي چي د ضرورت په وخت کي د ښځي د آواز اورېدل مباح دي، يعني: د ښځي آواز د ضرورت په وخت کي نه دى عورت، خو د حنفي مذهب ځيني علماء وايي چي د ښځي آواز عورت دى.


اوس مو وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سيرت څخه څنګه او په کومه طريقه سره احکام، حکمتونه او عبرتونه را ايستل کېدلاى سي، چي د فرد او ټولني دپاره مفيد وي. نور به بحث نه اوږدوم او بيرته به خپلي قصې ته ولاړ سم. 


په تېر بحث کي موږ د مکې مکرمې د فتحي غزاء بيان کړه، اوس به د مدینې منورې د ژوند درېیمه مرحله درته بيان سي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته