تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره مشابهت څلورمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2021
  0

د کفارو سره مشابهت څلورمه برخه 

 

لیکنه : عبدالسلام حنفی/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۴ -  په اسلام او صنعت او پرمختګ کې  او د جنګ په سامان آلاتو کي مشابهت  له کفارو سره  روا ده ، لکه توپ جوړول ټوپک جوړول  الوتکه ، موټر ، ماشین یا یو بل شي د هغوي په مثل جوړول روا دي .


 یو خو دا په حقیقت کې مشابهت هم نه دي او بل طرف ته اسلام د دې شیانو د ایجاد او جوړولو طریقه نه ده ښودله  بلکي ایجاد او کاریګري  يي د خلګو  په عقل  او تجربه  پري ایښي ده خو د دې احکام يي بیا بیان کړي دي لکه مثلاً  دا کار جایز یا د کسب جائز او روا دي خو دا بل بیا نا جائز او ناروا دي .

 

 یا د دې استعمال په دې طریقه روا دي او په دې طریقه ناروا دي نو له دې وجې اسلام د مقاصدو ښودنه کوي د غیرو مقاصدو شیانو ښودنه نه کوي د دې ښه مثال دادي چې موچې څپلۍ جوړونه تا ته نه ښي ، خو لیکن دا درته وايي چې دا څپلۍ داسي پښو کوه  یا د دې میخ راوتلي دي تا ته ضرر رسوي نو همدغه رنګه اسلام تا ته  ایجادات نه ښي ، خو دا درته وايي چې ایجاد داسي نه وي  چې په هغه سره ستا په دین  کې زیان راشي ،  یا د ځان ویره وی ،  دا د هغو نوي  شیانو حکم دي چې د مسلمانانو سره نه وي ، او کوم شي چې د مسلمانانو سره موجود وي  نو په هغو کې مشابهت بیا  مکروه دي لکه چې په یو حدیث شریف کې راغلي دي  چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم  د فارسي لیندۍ  کارول منع  کړل ځکه چې د فارسي  لیندۍ په مقابل کي د مسلمانانو سره عربي لیندۍ  موجود وه  او دواړو یو کار کوي یواځي په  جوړولو کې يي  توپیر وو ،  نو په اسلام کې تعصب نشته خو غیرت شته دي  نو کوم شي چې د مسلمان سره هم وي او کافر سره هم وي  یواځي په جوړ کې يي فرق وي نو په دې صورت کي  اسلام له کفارو سره مشابهت  منع کړي دي  چې په دې کې  له ګناه سره بي غیرتي هم ده  خو مګر نن صبا په مسلمانانو کې  غیرت نشته دي  ،  هو کومه  نوي جوړي شوي سلاح چې  له مسلمانانو سره  نه وي  د مسلمانانو  لپاره  د هغه نوي سلاح استعمال د خپل اړتیا او دفاع لپاره روا دي،  خو شرط دادي چې  د هغې په کارولو سره نیت او اراده  له کافرانو  سره مشابهت  نه وي  یواځی د خپلي  ګټي لپاره  نوي سلاح  استعمال روا دي  .

 

مثلا ً :د شرابو په طریقه که شیدي په ناستو  خلکو  وګرزوي  او وویشل  شي،  نو شریعت  اسلامي  دا منع کړي  دي  نو د شیدي  استمعال د شرابو په طریقه د هغو سره د مشابهت په خاطر منع کړي دي ، ځکه په دې طریقه ممکن د ده د شرابو  طرف ته میلان پیدا شي نو همداسي د کفارو سره د مشابهت په خاطر  ممکن د ده له کفارو سره مینه او محبت پیدا شي، چې دا بیا ډیره خطرناکه  خبر ده ، نو لکه څنګه چې ستاسو د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دي خوښ همداسي د الله جل جلاله هم د خپلو دښمنانو سره مشابهت نه دي خوښ او خپل نیک بنده ګان يي د دې څخه منع کړي دی ، 

 

ادامه لري ..........

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته