تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې نوي مسلمانان شوی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 25, 2021
  0


درې نوي مسلمانان شوی


لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امام احمد او نسایي رحمهما الله  (عمل یوم ولیلة) په حسن سند سره د عبد الله بن شداد (رضي الله عنه)په روایت حدیث نقل کړی ، چي د بني عذره قبیلې درې کسان رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته راغلل اسلام یې قبول کړ عبد الله وایي:

 

چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وویل : چي څوک به دوی ته میلمستیا ورکړي طلحه وویل ای د الله تعالی رسوله ! زه به میلمستیا ورکړم دوی د طلحه سره د میلمستیا په توګه اوسیدل رسول الله (صلی الله عليه وسلم)یوه ډله جهاد ته واستوله له دوی څخه یوکس د احد غزا ته ولاړ او شهید شو، راوي وايي  بیا یي بله ډله واستوله دا ځل دویم کس د (جهادي کاروان) ملګری شو او شهید شو ابو طلحه وايي.

 

څه  موده وروسته درېیم  کس په خپله بستره مړ شو طلحه وايي دوی درې واړه  مي په خوب کي  په جنت دکي له خپل ځان سره ولیدل هغه چي په خپله بستره مړ شوی و، ددوی مخ ته روان و هغه چي تر ټولو وروسته شهید شوی و، دده پسی و ، او هغه چي لومړی شهید شوی و ، تر ټولو وروسته و، بیا زه رسول الله (صلی الله عليه وسلم)ته ورغلم او خوب مي ورته بیان کړ ، رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمایل:

 

ولې انکار کوې د الله تعالی په نزد له هغه مؤمن څخه هیڅوک غوره نشته چي د اسلام په حالت کي ډیر عمر ورکړل شوي وي ، چي له همدې امله تکبیر اولی، الله اکبر، تسبیح، سبحان الله، تحلیل، لا اله الا الله  او تحمید، الحمد لله، یې ډیر ویلي وي دا ستر حدیث د هغه چا پر عظمت او شرافت دلالت کوي ، چي عمر یې اوږد او عمل يې ښایسته و  او ژبه یې په الهی ذکر لمده وي.


مأخذ : د وخت قیمت او زموږ غفلت.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته