تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځوانانو د انحراف بېلګي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 21, 2021
  0

د ځوانانو د انحراف بېلګي:


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دا معلومه خبره ده چي ځوانان هم زموږ د ټولني برخه ده البته مهمه برخه ده نو لکه په نورو اقشارو کي چي ځيني خلګ په انحرافاتو باندي اخته سويدي د ځوانانو په قشر کي هم ځيني ځوانان په انحرافاتو باندي اخته سويدي چي ځيني بېلګي يې موږ تاسو ته وړاندي کوو الله پاک دي وکړي چي زموږ ځوانان يې ولولي او د ځان اصلاح کولو کوښښ وکړي:


۱ – په عباداتو کي سستي؛ په عباداتوکي  سستي هغه آفت او انحراف دی چي په عموم کي ډېری خلګ په اخته دي په خاصه توګه بيا ځوانان چي تر بل هر چا ددې لوی آفت ښکار سويدي. په عبادت کي د ځوانانو د سستۍ څو سببونه دي:


– د عبادت په ارزښت او خوند باندي نه پوهېدل؛ کوم انسان ته چي د عبادت ارزښت معلوم نوي او د عبادت په خوند باندي نه پوهيږي معلومه خبره ده چي د عبادت په کولو کي به سستي او ټمبلي کوي.


– د نا اهله انسانانو سره ملګرتيا؛ ځيني ځوانان چي په عبادت کي سستي کوي لامل يې دا وي چي د نااهله انسانانو سره ګرځي هغوی عبادت ته پاملرنه نکوي نو دوی هم پاملرنه ورته نکوي.


۲ – د ځوانانو د انحراف دويمه بېلګه داده چي نن ډېری ځوانان خپل ارزښتناکه وخت په بېهوده او بې فايدې کارونو کي تېروي لکه عبث مجلسونه او بانډارونه، په ټلفون او کامپيوټر کي ګيمونه، د انټرنټ او ټولنيزو شبکو(فیسبوک، ټويټر، تلګرام، ګوګل پلس، ټیک ټاک او نور...) څخه ناوړه او يا عبثه استفاده کول پداسي حال کي چي وخت د انسان عمر دی په تېرولو کي يې بايد ډېر دقت وکړي او د وخت هره شيبه د ځان لپاره د الله پاک لخوا ځانګړی رحمت او غنيمت وبولي. په حديث کي راځي: د قيامت په ورځ هيڅ انسان تر هغه وخت پوري حرکت نسي کولای تر څو چي الله پاک د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه ونکړي چي يو سوال د انسان د عمر په اړه کيږي چي په دنيا کي يې څنګه تېرکړی او بل سوال د انسان د ځوانۍ په اړه کيږي چي په دنيا کي يې په څشي کي مصرف کړې.


عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تَزُولُ قَدَمَا ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاَهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ.[سنن ترمذي 2601]


ژباړه: عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د بني آدم پښې د قيامت په ورځ د خپل ځای څخه نه ښوري تر څو چي د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه ونسي: د عمر پوښتنه چي په څشي کي يې تېر کړی، د ځوانۍ پوښتنه چي په څشي کي يې مصرف کړې، د مال پوښتنه چي د کوم ځای څخه يې لاسته راوړی او په څشي کي يې لګولی، او په خپل علم يې کوم عمل کړی.
نو زموږ ځوانان باید د خپل وخت تېرولو ته ډېر متوجه وسي او په هیڅ بې فایدې کارونو کي یې تېر نه کړي.

 

د ځوانانو د انحراف بله بېلګه اخلاقي فساد دی؛ له بده مرغه چي زموږ ځيني ځوانان تر بل هر وخت اوس ډېر په اخلاقي فساد باندي اخته دي چي له امله يې په ټولنه کي فحشاء او بې حيايي خپلي لوړي کچي ته رسېدلې ده.


د يوې خوا څخه په ځوانانو کي د هوس ډېروالي او د بلي خوا څخه د کفارو او ګمراه انسانانو پلانونو او پروژو   زموږ ځيني ځوانان د اصلي اخلاقي مسير څخه اړولي دي.


په ځوانانو کي د منفي ميني او عشق احساس، په کوڅو کي په نجونو پسې کتل، په ځينو مبتذلو رسنيو کي د نجونو سره تماس او رابطه، په تلويزيونونو  او ټليفونونو  کي د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل، په تالارونو، کافي شاپونو او اطاقونو کي د شراب څښلو او چيلم وهلو بانډار جوړول او په ودونو کي د موسيقۍ مراسم نيول ټوله هغه شيان دي چي د اخلاقي انحراف په سبب زموږ په ټولنه کي په خاصه توګه په ځوانانو کي ليدل کيږي.


کچيري زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړی وای، ديني زده کړي يې پوره کړي وای او د هر ډول دښمن په وړاندي يې ځانونه د پوهي او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي وای هيڅ وخت به پداسي بربادوونکو شيانو باندي نه اخته کېدلای، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زدکړو په ذريعه په انسان کي حياء او غيرت پيدا کيږي او چي د هر چا سره چي حياء او غيرت پيداسي بيا هيڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حدیث دی: چي کله حیاء درڅخه ولاړه بیا نو هر کار چي دي زړه غواړي کوه یې. یعني د هر انسان څخه چي حیاء ولاړه سي بیا نو هر کار چي یې مخي ته راسي کوي یې. 


همداسي د اسلامي تعليماتو په رڼا کي ځيرکتيا ددې سبب جوړيږي چي انسان دي خپل هر بربادوونکی دښمن وپيژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندي دي چټکه مبارزه وکړي چي په نتيجه کي د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.


که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کي ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړي زه سل په سلو کي ډاډه يم چي د هر ډول اخلاقي فساد څخه نه تنها داچي نجات پيدا کوي بلکي د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه جوړيږي.

 

۳ – د ماحول او چاپيريال څخه متأثره کېدل؛ ځيني وختونه ځوانان پداسي محيط کي ژوند کوي چي هلته د عبادت سره مينه او عبادت ته پاملرنه شتون نلري نو پر ځوان باندي يې هم تأثير لويږي او د عبادت سره یې مينه لږيږي.


ددې لپاره چي زموږ ځوانان په عبادت کي سستي ونکړي لومړی بايد ځان د عبادت په لذت باندي خبر کړي په عبادت کي لذت او خوند د مسلمان لپاره ډېر مهم دی او د ايماندارۍ نښه بلل سوېده په حديث کي راځي: عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ سَرَّتْهُ حَسَنَتُهُ، وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ.[شعب الايمان6598]


ژباړه: ابوموسي اشعري رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: هر چا ته چي خپله نيکي خوند ورکړي او د خپلي بدۍ څخه يې بد راسي نو يقينا هغه مسلمان دی.


همدا راز ځوانان بايد د نا اهلو انسانانو سره انډيوالي ونکړي او د هر چا سره ځان په عبث کار باندي اخته نه کړي تر څو عبادت ورڅخه پاته يا نيمکړی نسي.


همداسي ځوانان بايد بې دينه محيط او چاپيريال ته ولاړ نسي او د هغه خلګو سره د اوسېدلو څخه ډډه وکړي چي د الله پاک په عبادت کي سستي کوي، که بالفرض اجبارا و بې دينه محيط يا کورنۍ ته ورځي بيا نو د خپل ايمان په تقاضا په خپل انفرادي صلاحيت خپل عبادت پر وخت باندي وکړي او هېر يې نه کړي. 


او د هري ګناه کول انسان په عبادت کي سست او ټمبل کوي نو زموږ ځوانان باید د هرډول ګناه څخه ځان وساتي تر څو د عبادت خوند یې په برخه سي.

 

۴ – د ځوانانو د انحراف بله بېلګه فکري انحراف دی؛ پدې معنی سره چي زموږ د ځينو ځوانانو فكرونه د اصلي مسير څخه بلي خوا ته اووښتي دي ځکه ډېر فکر يې په مادياتو او دنيوي اسبابو کي وي همداسي د دوست او دښمن په پيژندلو کي او د وظيفوي لومړيتوبونو په معلومولو کي ستونزه لري پدې خاطر ډېری وختونه يې ايماني جذبات مړه وي او ددين لپاره يې احساسات نه راپورته کيږي بلکي دنيوي ژوند ته پداسي حيثيت ګوري په کوم حيثيت چي يو بې دينه انسان ورته ګوري او دين ته د يوه قانون په سترګه نه بلکي د يوه شخصي طيبعت په سترګه کتل کوي نو ځکه يې دفاع او عملي کول د ځان دنده نه بولي.


د مسلمان ځوان فکر بايد داسي جوړ وي چي په هراړخيزه توګه په اسلامي چوکاټ کي داخل وي او د توحيد، رسالت او ميعاد اصول په خپل هر فکري او عملي فعاليت کي په نظر کي ونيسي تر څو خپله هم اصلاح سي او د شيطان په شمول د نورو شيطاني کړيو د وسوسې او دسيسې څخه هم وساتل سي.


مسلمان ځوان بايد د خپل دين ټوله عقايد او اعمال زده کړي او تر نورو انسانانو پوري يې ورسوي ځکه امر بالمعروف او نهي عن المنکر د خپل توان سره سم د هر با احساسه مسلمان دنده ده.


مسلمان ځوان بايد د خپل وخت او خپل ماحول ټوله باطلي ډلي او ګمراه انسانان وپيژني تر څو چي هغوی يې دوکه نکړي او ددين پر ضد يې استعمال نه کړي.


مسلمان ځوان بايد د "ولاء او براء" د اصل پر بنياد خپل اصلي دښمن او اصلي دوست وپيژني تر څو چي د دښمن سره دوستي او د دوست سره دښمن ونه کړي.


مسلمان ځوان بايد ټول عقيدوي او عملي منکرات وپيژني تر چي خپل ځان هم ورڅخه وساتي او نورو ته يې هم ور وپيژني.


مسلمان ځوان بايد ځان ته داسي حيواني آزادي ورنکړي چي د هرشي ويل او کول ځان ته روا وبولي بلکي ټوله کړه يې بايد د اصيل انساني فطرت پر قانون چي اسلام دی برابر وي او خپله هره کړنه د همدې اساسي قانون په چوکاټ کي داخل تر سره کړي.


مسلمان ځوان بايد په دين کي د فرائضو، واجباتو، سنتونو، مستحباتو، مباحاتو، حرامو، مکروهاتو او بدعاتو څخه ځان خبر کړي تر څو هر عمل په هماغه اصلي حيثيت باندي سرته ورسوي او مراتب ورڅخه ګډوډ نسي.


مسلمان ځوان بايد ځان د رسول الله صلي الله عليه وسلم او اصحابو په سيرت باندي خبر کړي تر څو خپل فکر د هغوي غوندي جوړ کړي.
5 – د ځوانانو د انحراف بله بېلګه د اسلامي سياست څخه ليري کېدل دي؛ دا معلومه خبره ده چي اصلي سياست ددين نه بېلېدونکې برخه ده بناء هر مسلمان بايد ځان په اسلامي سياست کي ورسوي خو له بده مرغه چي زموږ ځيني ځوانان اوس د کاذب سياست ښکار سويدي او د اسلامي سياسي مسير څخه اووښتي دي.

 

اسلامي حاکميت او اسلامي نظام چي د اسلامي سياست بنسټيز اصل او اساسي محور دی د ځينو ځوانانو څخه بيخي بېګانه سوی دی نو ځکه د تېرو اسلامي خلافتونو په اړه معلومات نلري، د اسلامي نظام په فلسفه باندي خبر ندي، د اسلامي نظام په ارزښت باندي نه پوهيږي او د اسلامي نظام راتللو او پياده کولو ته نه ليوالتيا لري او نه يې هم دومره مهم بولي پداسي حال کي چي د تجربو پر اساس او د سالم عقل په حکم په اسلامي هيوادونو بېله اسلامي نظامه بل هيڅ نظام نه نتيجه ورکوي او نه هم د مسلمانانو د هر اړخيز ژوند تضمين کولای سي.
مسلمان ځوانان بايد په هغه سياست باندي ځان سمبال کړي چي مأخذ يې قرآن، سنت او اسلامي تاريخ وي او خپل هر سياسي فعاليت د اسلامي نظام د راتللو په موخه سرته ورسوي.


مسلمان ځوانان که سياسي تبصره او تحليل کوي، که سياسي ليکني کوي او که په عملي بڼه د سياست په ډګر کي د واک، ځواک او ټولنيز حاکميت لپاره کار کوي هدف يې بايد اسلامي نظام وي ځکه د مسلمان لپاره په دنيا کي د سياسي فعاليت يواځنی مجوز د اسلامي نظام إحياء او بقاء ده.


۶ – زموږ په زمانه کي د ځوانانو د انحراف بله بېلکه داده چي ځيني ځوانان د ځان لپاره اسلامي لباس او يونيفورم نه انتخابوي بلکي داسي لباس په تن کوي چي د مسلمان ځوان سره هيڅ نه ښايي.


په اسلام کي د لباس او کالو لپاره درې اصله وجود لري چي په کالو به عورت پټ وي، د جنس مخالف سره به مشابهت نه راځي او د کفارو ځانګړي کالي به نوي تر څو ددوی سره هم مشابهت را نسي.


له بده مرغه چي اوس ځيني ځوانان او نجوني داسي کالي په تن کوي چي عورت نه په پټيږي او ياهم په کالو کي ځوانان د ښځو سره او ښځي د ځوانانو سره مشابهت کوي او يا هم داسي کالي اغوندي چي په هغو باندي انسان د کفارو سره مشابه کيږي.


نارينه بايد په استثناء د شرعي ضرورته هميشه داسي لستوڼي والا کالي واغوندي چي لږترلږه د نامه څخه تر ځنګنو پوري يې بدن په پټ وي، په اسلامي ټولنه کي د نفرت او بې حيايۍ سبب ونه کرځي او داسي پيراخه وي چي د بدن دغړو انعکاس ورنکړي. 


مسلمانه ښځه بايد داسي کالي واغوندي چي هم پنډ هم پيراخه او هم اوږده وي او ټوله بدن يې ورباندي پټ وي او ددې تر څنګ اوږد او غټ پړوني هم ولري چي د اړتيا په صورت کي يې پرځان باندي راتاو کړي.


نارينه او ښځينه دواړه دا مسئوليت لري چي د کالو په اغوستلو کي د يوبل سره مشابهت ونکړي يعني نارينه د ښځي کالي وانه غوندي او ښځينه د نر کالي وانه غوندي همدا راز خپل کالي داسي جوړ نکړي چي د يوبل سره يې ورته والی راځي.


همدا راز مسلمان او مسلمانه پدې باندي مکلف دي چي دداسي کالو د اغوستلو څخه په کلکه ډډه وکړي چي هغه د کافرانو کالي وي او يا يې هم په اغوستلو د کفارو سره مشابهت راځي لکه ځيني دريشۍ او نيکټايي چي مسلمان ته يې اغوستل نه رواکيږي.


نو زموږ مسلمان ځوانان بايد پدې باندي خپل سر خلاص کړي چي کالي او يونيفورم د انسان د شخصيت ښکارندويي کوي که څوک غواړي خپل شخصيت دروند او مسلمان ښکاره کړي نو داسي کالي دي واغوندي چي د مسلمان سره مناسب وي او دداسي کالو د اغوستلو څخه دي ځان وساتي چي خدای مکړه انسان يې په اغوستلو کافر او سپک معلوميږي.


په اسلام کي کالو ته ډېر اعتبار ورکول سوی دی، دا شرعي مسئله ده چي کله د کفارو او مسلمانانو مړي داسي  سره ګډ سي چي تشخيص يې نه کيږي نو د کالو او نورو نښو پر اساس دي وپيژني، کوم چاچي د مسلمان کالي اغوستي وي هغه مسلمان شميرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي کيږي او د مسلمانانو په هديره کي ښخ کړل کيږي او کوم چا چي د کفارو کالي اغوستي وي او د کفارو نښي ورباندي وي هغه کافر شميرل کيږي، د جنازې لمونځ ورباندي نه کيږي او د مسلمانانو په هديره کي نه ښخيږي.


۷ – د ځوانانو د انحراف بله بېلګه په سودا او معاملې کي بې غوري ده؛ کڅه هم زموږ په زمانه کي ډېری خلګ په سودا او معامله کي شرعي اصول په نظر کي نه نيسي او په ډېره برخه کي يې تجارت د سود او ګټي پر اساس ولاړ دی خو تر بل هرچا د ځوانانو څخه پدې مسئله کي تساهل ډېر کيږي، پداسي حال کي چي مسلمان لکه په عباداتو کي چي ځان د شريعت په منلو مکلف بولي په اقتصادي چارو کي هم بايد د شريعت په منلو باندي ځان مکلف وبولي او خپل ټول راکړه ورکړه د شريعت په چوکاټ کي د ننه سرته ورسوي.


پدې باندي نن هر څوک پوهيږي چي سود حرام دی او کوونکی يې فاسق دی که يې څوک حلال وبولي هغه خو صراحتا کافر کيږي نو بناء زموږ ټوله مسلمانان په خاصه توګه ځوانان بايد د هري هغه سودا څخه ځان وساتي چي په هغه کي د سود او ربا بوی وي.


همدا راز په سودا کي د نورو مسلمانانو خطا ايستل هم شرعا حرام او ناروا دی رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ غَشَّ ».[سنن أبي داود] يعني زموږ څخه ندی هغه څوک چي خلګ خطاباسي.


له بده مرغه چي نن د ډېرو دوکاندارانو لخوا ددې حديث مخالفت کيږي او ددې کوښښ کوي چي رانيوونکي خطاباسي يوشی د بل شي په نامه ورکوي، بد شی د ښه شي په نامه ورکوي، ارزان شی د ګران شي په نامه ورکوي او دېته ورته نوري بېلګي.


په اسلام کي د تجارت کول او ډېرو پيسو پيدا کول حرام ندی خو د حرامي لاري څخه او د مسلمانانو په خطا ايستلو باندي د پيسو پيدا کول حرام دي او څوک چي دغسي سودا کوي رسول الله صلي الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: دا سړی زموږ څخه ندی.


حديث د رسول الله صلي الله عليه وسلم دی چي فرمايي: مَنْ نَبَتَ لَحْمُهُ مِنَ السُّحْتِ فَإِلَى النَّارِ.[المستدرک7165] يعني څوک چي غوښه يې په حرام باندي وده وکړي د هغه سره اور مناسب دی.


دا معلومه خبره ده چي د هيڅ مسلمان او د هيڅ ځوان زړه نه غواړي چي بدن يې په اور باندي وسوځي نو بناء ځان بايد د حرام مال د پيدا کولو څخه وساتي او په سودا کي د مسلمانانو د خطا ايستلو څخه په کلکه ډډه وکړه.


۸ – د ځوانانو د انحراف بله بېلګه قومي تعصب دی؛ د اسلام په راتګ سره پر قومي تعصب باندي کلک بنديز ولګېدی، رسول الله صلي الله عليه وسلم په حجة الوداع کي وفرمايل: يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلاَ إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلاَ لاَ فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلاَ لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلاَ أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلاَ أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلاَّ بِالتَّقْوَى.[مسندامام احمد]


ژباړه: ای خلګو! خبر اوسئ چي ستاسو پروردګار يو دی، ستاسو پلار يو دی (چي آدم عليه السلام دي) خبر اوسئ! چي فضليت نسته د عرب لپاره پر عجم او د عجم لپاره پر عرب، او فضيلت نسته د سره لپاره پر تور، او د تورلپاره پر سره مګر په تقوی سره.


يعني: عربيت چي هغه يوه قومي ده او عجميت چي هغه هم يوه قومي ده، او سپين پوست والی چي هغه  خاصيت د يوې قومۍ دی، او تور والی چي هغه هم خاصيت د يوې قومۍ دی، يو لا هم معيار د فضيلت د انسان نسي کېدلای، بلکي معيار د فضيلت د انسان فقط اوفقط تقوی او پرهيزګاري ده.


خو له بده مرغه زموږ په ټولنه كي قوم پالنه، ژبه پالنه او وطن پالنه نن دومره منفي اوج ته رسېدلې چي خلګ يې د ښه توب او بدتوب معيار بولي او پر اساس يې د خلګو سره دوستي او دښمني کوي.


د نورو خلګو په څېر ځوانان هم ددې منفي فکر او غلط دود ښكار سويدي او د قومۍ پر لحاظ ښه کارونه پريږدي او بد کارونه کوي، د قومۍ پر لحاظ حق پټوي او باطل ښکاره کوي، د قومۍ پر لحاظ مظلوم تر پښو لاندي کوي او د ظالم مرسته کوي، د قومۍ پر لحاظ دوست ته دښمن او دښمن ته دوست وايي، د قومۍ پر لحاظ غلطي فيصلې کوي، د قومۍ پر لحاظ د مجرم شفاعت کوي، د قومۍ پر لحاظ درواغ وايي او وغيبت کوي او داسي نور منفي کارونو چي د قومۍ پخاطر يې کوي.


رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: مَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ. [صحيح مسلم7028]


ژباړه: څوک چي عمل يې شاته کړي نسب يې نسي مخته کولای.


يعني د انسان پرمختګ او ښه توب په عمل باندي دی نه په نسب باندي څوک چي عمل يې سم نوي په نسب باندي نسي مخته کېدلای.
زموږ ځوانان بايد د نورو مسلمانانو سره د خپل هر نسبت معيار ايمان او تقوی وګرځوي او د هر چا سره یې هره معامله د ايمان او تقوی پر بنياد وي تر څو خدای مکړه د قومي تعصب په ګناه باندي روبدي نسي او د هغو انسانانو څخه ونه ګرځي چي الله پاک تر توري کوخکي لاهم بې اعتبار بللي دي.


ماخذ: اسلامي مقالي .


www.taleemulislam.net

سرته