تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بُصرْى آمر ته د رسول الله (ص) ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د بُصرْى آمر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو بل ليک د حارث بن عُمير الاُزدي رضی الله عنه  په لاس د بُصرْى و آمر ته ولېږى چي د هغه خط مضمون او معنْی هم داسي وه لکه د دمشق آمر حارث بن ابي شمر ته چي يې لېږلى ؤ او د بُصرْى آمر يې و اسلام ته دعو تا وه، حارث رضی الله عنه  د ليکه سره د بُصرْى د آمر پر طرف رهي سو، په لار کي شُرحبيل بن عمرو الغساني پر پېښ سو .

 

چي دغه شرحبيل کافر او د غسان د قبيلې د آمرانو څخه ؤ، شرحبيل دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد وليدى چي د بُصرْى آمر ته د ليک د ور وړلو دپاره رهي دى نو يې دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد حارث بن عُمير الاُزدي رضی الله عنه  ونيوى او شهيد يې کړى چي دا د غسان د قبيلې د طرفه د اسلام پر ضـد دوهم مخالفت او دښمني وه چي پېښيږي، د دغي واقعې په سبب د مسلمانانو او غساسنه په منځ کي حالات او مناسبات نور هم خراب سوه.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د لښکر په جوړولو شروع وکړه چي پر غساسنه یا د غسان پر قبیلو د مخه تر دې حمله وکړي چي هغه پر مسلمانانو حمله کوي، دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قاصد شهيدېدل د (مُؤته) د جنګ دپاره دوهم سبب وګرځېدى،

 

چي د غسان د قبيلې د طرفه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوو رسالو سره نا وړه حرکتونه وسوه، اوله رساله يې وغورځول سوه او د  دوهمي رسالې قاصد شهيد کړه سو چي د دغو حرکتو په نتيجه کي د مُؤته جنګ په وجود راغلى چي د هغه جنګ قصه به ان شاء الله تعالْی پرخپل وخت او ځاى درته بيان سي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته