تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سعادت او نېکمرغۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2021
  0

 سعادت او نېکمرغۍ 


ليکنه : الحاج مولوي عصمت الله عزام/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد:
( په تېر پسې )


۱: د سعادت او د نېکمرغۍ له اسبابو څخه يو د علم حاصلول دي.

 

الله تعالی د علم حاصلول په دُنيا او آخرت کې   د لوړوالي سبب ګرزولی دی: الله تعالی فرمايلي دي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ( المجادلة: ۱۱ )


ژباړه: الله – تعالی – په تاسو کې   د هغو کسانو درجې لوړوي چې ايمان يې راوړی او علم ور کړی شوی، او الله – تعالی – په هغه کارو چې تاسو يې کوئ ښه خبر دی!!


۲: تقوی او پرهېزګاري د نېکمرغۍ بل ستر سبب دی: الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا،  وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ  [الطلاق:٢-٣]،  


ژباړه: او څوک چې له الله – تعالی – وېره کوي، ( الله تعالی ) به هغه ته د خلاصون لار پيدا کړي او له يوه داسي لوري به روزي ور کوي چې دی يې ګومان نه کوي!!


۳: پر الله تعالی توکل:


الله تعالی پر هغه توکل د بنده لپاره د کفايت او الهي مرستي لامل ګرزولی دی. الله تعالی فرمايلي دي: وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ [الطلاق:٣]. 


ژباړه :او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو هماغه يې کافي او بس دی!!


معلومه خبره ده چې د چا لپاره الله – جل جلاله – کافي شي، د هغه د دُنيا او آخرت نېکمرغي په برخه شوه.


۴: د احسان دواړه قسمونه: د الله تعالی صحيح عبادت او د مخلوق سره ښه ژوند کول هم د سعادت او د الله تعالی د رحمت د حاصلېدو سبب دی:


الله تعالی فرمايلي دي: إِنَّ رَحْمَةَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ  [ الأعراف :٥٦ ]


ژباړه: يقينًا د الله – تعالی – رحمت نېکانو ته ور نږدې دی!!


له دې مبارک آيت څخه معلومېږي چې احسان د الله تعالی د رحمت سبب دی.


په چا چې د الله تعالی رحمت وشي،  هغه نېکمرغه دی.


۵: صبر او تقوی: په دې سره ښې نتيجې په دُنيا او آخرت کې   په لاس راځي.


الله تعالی فرمايلي دي: وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى [طه:١٣٢]  ژباړه: او ښه انجام د تقوی خاوندانو لره دی!!


( نور بيا ...)


وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله و صحبه اجمعين

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته