تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوم بادشاه ( حاکم ) چې قرآن او شريعت نه نافذوي
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  December 29, 2020
  0

کوم بادشاه ( حاکم ) چې قرآن او شريعت نه نافذوي


ليکنه  : مولوي نقيب الله منيب «شېخيوال»/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په ابن ماجه کې حديث شريف دی : واذا لم تحکم ائمتهم بکتاب الله الاجعل الله بأسهم بينهم. عبدالله ابن عمر رضی الله عنه  روايت کړی دی : هرکله چې د مسلمانانو حاکمانو قرآن نه نافذولو نو الله جل جلاله به داسزا او عذاب ورکړي چې دوی به په خپل مابين کې په جنګونو سره مبتلاکړي دغه وجه ده چې الله جل جلاله په اسلامي نړی کې خپل عذاب نازل کړی دی تاسو وګوری مسلمانانو نن ورځ څه نه دي روان په دې ملک کې د اسلامي نړی حاکمان بايد بين الملل ته په ابتداکې يا اوس کفري نړی ته قناعت ورکړي چې موږ مسلمانان خپل قرآن او شريعت لرو موږ نشي مجبورولی ځکه موږ ته زموږ په شريعت کې د ژوند اصول او مسائل د ژوند د هر اړخ د پاره موجود دي نو زموږ شريعت وايي :

 

ښځه او نارينه ګډ ( يوځای ) تعليم نه شي کولای . محترمو مسلمانانو د ښځې تعليم ته که عصري دی که اسلامي خصوصاً طب ته اشد ضرورت دی او پرې مکلف يو چې ښځه طبقه مو دين زده کړي ډاکتري زده کړي ولې د اسلامي حکومت د ا مسئوليت دی چې ټوله اداره يې جدا کړي.

 

مثلاً دولت کولای شي چې ښځو او نارينه وو ته جدا جدا وزارتونو ، رياستونو ، پوهنتونونو جوړ کړي يا د مثال په طور سره که چېرې اقتصاد ضعيفه وي نو په اسلامي حجاب ملبس دوه ټايمه مکاتب او پوهنتونونه د ووايي ( سهار تر دوولسو بجو نارينه او وروسته له دوولسو د زنانه درسونه ووايي ) ولې د افسوس زمانه ده دا هېڅ امکان نه لري ورخ اوبو وړی دی په دې خبرو پورې د کفري آزاد ژوند خو ښوونکي خاندي او اسلامي حاکمانو په کفري نړۍ باندې يوه اسلامي ماده نه ده منلې او نه يې پرې منلی شي او په مسلمانانو يې هرڅه منلي مسلمانانو متوجه شی ښځه چې د جماعت په لمانځه کې د سړي په بغل ودرېږي او امام يې نيت کړی وي لمونځ فاسدېږي ، آذان يې مکروه او ناجائزدی خو په يوه مېز سره کښېناستلی شي اوس خو علما تحريفونه کوي د آيتونو او احاديثو داسې معنی ګانې کوي .

 

چې هغه د احاديثو شارحينو نه وي کړې اوس داسې ژوند دی چې موږ دين د خپل ژوند په باره د ځان تابع بولو او حال دا چې موږ بايد د دين تابع و اوسو ، وروڼو بيادرته وايم دين ، شريعت او قرآن الله جل جلاله  پوره او کامل رالېږلي دي او د ژوند ټول اړخونه په کښې تشرېح شوي دي دا مسائل په تفاسيرو د قرانکريم فقه حنفي او احاديثو کې پوره تشرېح شوي دي چې زنانه او نارينه په کوم شکل او په کومو اصولو تعليم وکړي د کومو اصولو په چوکاټ کې ، موږ علماء وايو چې هرڅه دې دې شريعت په چوکاټ کې وشي خو افسوس دغه پته به په قيامت کې لګېږي چې اسلام څنګه نافذ وو.


ماخذ : الحدائق ذات البهجه فقهي ضروري مسائل

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته