تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي نظام به څنګه راځي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0


اسلامي نظام به څنګه راځي؟

 

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري ::تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلامي نظام د راتللو لپاره دوه شیان مهم دي لومړی زمینه سازي او دویم د مبارزې چټکتیا، چي د زمینه سازۍ لپاره بیا په لاندي شپږو برخو کي فعالیت او مبارزه ډېره مهمه ده: 


1 - استخباراتي برخه:
مسلمانان بايد په استخباراتي برخه کي په انفرادي او ډله ايزه توګه داسي کار وکړي چي د دښمنانو هر مهم فعاليت ځان ته معلوم ګړي او د آينده لپاره د دښمنانو د پلانونو د شنډولو په موخه په هغوی کي سالم او کارنده نفوذ وکړي او پدې فعاليت کي تر بلي هري برخي ډېر کوښښ وکړي. 


همدا راز په مسلمانانو کي د ننه هغه خلګ وپيژني چي د دښمن لپاره جاسوسي کوي او د مسلمان په جامه کي د کفارو لپاره کارونه کوي ځکه داسي خلګ نه تنها دا چي کفارو ته پر مسلمانانو باندي د تسلط او واکمنۍ زمينه برابروي د اسلامي نظام د راتللو مخه نيسي او يا يې هم کلونه کلونه شاته غورځوي. 


په استخباراتي برخه کي بايد مسلمانان د هري ممکني لاري څخه استفاده وکړي، ددښمن فعلي حرکات په ډېري ځيرکتيا سره وڅاري او د آينده لپاره يې په پلانونو باندي ځان خبر کړي.  


خو په استخباراتي جګړه کي مهم عنصر د راز او اسرارو ساتل دي، استخباراتي معلومات بايد تنها د هغو خلګو سره وي چي هم يې ساتلای سي او هم يې  د اړتيا په صورت کي په پوره امانتدارۍ اړونده مسئولينو ته رسولای سي. 
استخباراتي فعالين بايد په هر ځای کي د هماغه ځای د شرايطو سره سم په ډېري هوښيارۍ سره مدبرانه کار وکړي او هر غړی يې داسي وروزل سي چي په ښکاره د ډېرو لږو معلوماتو لپاره ډېرو سختو کارونو ته آماده وسي او که بالفرض د دښمن لخوا نيول کيږي ځان و وژلو ته ورکړي خو معلومات د خولې څخه ونه باسي. 
 
2 - اصلاحي برخه:
په اصلاحي برخه کي بايد مسلمانان د خپلي ټولني پر هر قشر باندي د عقيدې او اعمالو په دواړو برخو کي پوره کار وکړي ځکه د عقيدې او عمل په اصلاح سره به انسان ته خاص احساس پيدا سي چي په درلودلو سره يې اسلامي نظام ته ليوالتيا او د اسلامي نظام د راتللو لپاره مسئولانه فکر را پيدا کيږي. 


په اصلاحي برخه کي هم ټول مسلمانان مسئوليت لري خو دداعيانو او پوهانو مسئوليت بيا بيخي ډېر دی، د انفرادي اصلاح څخه پيل بيا تر اجتماعي او ټولنيزي اصلاح پوري په ټولو کي  بايد کورونه، جوماتونه، مدرسې، مکتبونه او پوهنتونونه وکارول سي او په هر ښوونيز مرکز کي رسمي يا غير رسمي، پټ يا ښکاره اصلاحي فعاليتونه په نصابي او غير نصابي شکلونو باندي ترسره سي. 


په اصلاحي برخه کي بايد پر تعليم، دعوت او تبليغ او شرعي تصوف باندي د مسلمانانو تمرکز وي او هر مسلمان دغه درې واړه د ځان دنده وبولي که د مهارت او وړتيا پر اساس څوک په يوې برخي کي ډېر خدمت کولای سي هيڅ مشکل نلري خو په عموم کي بايد په هر مسلمان داعي کي دغه درو واړو ته پوره پاملرنه موجوده وي او د جومات، مدرسې او خانقاه تر مينځ پوره همږغي او همکاري شتون ولري. 

 

 3 - مالي برخه:
په مالي برخه کي بايد مسلمانان د خودکفايۍ او ځان بسيا کولو لپاره کار وکړي، ټول هغه منابع فعال کړي چي په واسطه يې مسلمانانو ته بسپنه په لاس راځي. 


عشروزکات، ګمرکي عوايد او ماليات، مرستي او معادن ټولو ته پاملرنه وکړي د اړو مسلمانانو د اړتيا د پوره کولو تر څنګ د اسلامي نظام پر جوړولو، د ټولو مبارزينو په تمويلولو، د اسلامي هيوادونو د پولو پر ساتلو او غځولو او د اړتيا په نورو برخو کي هم په پوره تدبير سره ولګيږي. 


په مالي برخه کي ځان بساينه ډېره مهمه ده ځکه ديری مسلمانان چي د کفارو لخوا استخداميږي د پيسو لپاره وي نو که مسلمانان خپله په خپلي ټولني کي د پيسو خوښوونکو څه ناڅه اړتيا پوره کړي د کفارو لخوا يې د استخدامولو کچه ډېره را کښته کيږي. 
 
4 - تبليغاتي برخه:
په تبليغاتي برخه کي بايد مسلمانان ډېر هوښيار او ځيرک وسي، د مسلمانانو د روحيې د لوړلو او کفارو د روحيې د کښته کولو لپاره د ټولو تبليغاتي وسائلو څخه کار واخلي. 


تبليغات بايد داسي منظم او داسي ډېر وي چي د کفارو ټوله تبليغات تر پوښښ لاندي راوړي او هر مسلمان داسي وي لکه د مسلمانانو وياند، البته ددې لپاره چي د ګډوډۍ مخه ونيول سي د مشرانو او پوهانو لخوا يو طرز العمل بايد ورته جوړ سي. 
د تاريخ په اوږدو کي دا ثابته سوېده چي تبليغات د جنګ په ګټلو او بايللو کي ډېر رول لري آن تردې چي په تبليغاتو باندي بسته نظامونه را پرځېدلي دي، انقلابونو او کودتاوو ته د تبليغاتو په کولو باندي لاره آواره سوېده نو ځکه بايد مسلمانان د اسلام په ګټه او د کفر په تاوان تبليغات د ځان دنده وبولي او په افتخاري توګه يې وکړي. 


په تبليغاتو کي هم بايد تنها په دفاع او رد باندي بسنه ونسي بلکي تهاجمي بڼه ورکړل سي که کفار د مسلمانانو پر ضد تبليغات کوي او که يې نکوي مسلمانان يې بايد وکړي، که کفار د مسلمانانو پر ضد تبليغاتي بريد کوي او که يې نکوي مسلمانان يې بايد وکړي. 


ديری وختونه چي ځيني خلګ د فکري جګړي ښکار کيږي او په فکري انحراف باندي اخته کيږي لامل يې د کفارو لخوا تبليغات وي نو که مسلمانان په تهاجمي او دفاعي شکلونو باندي تبليغات وکړي ان شاء الله په مسلمانانو کي به د فکري انحراف مخه هم ونيول سي. 
 
5 – سياسي برخه:
په سياسي برخه کي هم بايد مسلمانان ځانونه ښه ورسوي ځکه اصلي او سم سياست ددين نه جلاکيدونکې برخه ده، د مشرانو څخه پيل بيا تر کشرانو پوري ټول بايد د سياست په ډګر کي پوره مهارت ولري. 


په سياست کي مهارت ددې لامل جوړيږي چي مسلمانانو دي د کفارو د چم او فريب څخه ځانونه خبر کړي، د هغوی اهداف دي سم وپيژني او د کفارو سره د تعامل لاري چاري دي ځان ته معلومي کړي همدا راز د ملتونو سره دي د ولاء اوبرآء ديني اصل پر بنياد دوستي يا دښمني وکړي. 


په سياست باندي پوه خلګ د کفارو لخوا نسي دوکه کيدلای او نه يې هم کفار د خپلي ګټي لپاره کارولای سي او نه يې د شرعي سياست څخه منحرف کولای سي. 


په سياست باندي پوه خلګ د ټولني سمه رهبري کولای سي، نظامونه جوړولای او غښتلي کولای سي او د ژوند په چاروکي خلګو ته لوايح، قوانين او پلانونه وړاندي کولای سي. 


 
6 - نظامي برخه:
په نظامي برخه کي بايد هر مسلمان د پوره زدکړي ترڅنګ ټينګه آمادګي ولري، څوک چي سلاح جوړولای سي هغه بايد سلاح جوړه کړي، څوک چي په مسلمانانو کي سلاح ويشلای سي هغه يې بايد د اړتيا په صورت کي پر باوري مسلمانانو باندي وويشي، څوک چي د سلاح د جوړولو او ويشلو لپاره مالي مرسته کولای سي هغه بايد د خپل مال په مرسته دا مهمه چاره سرته ورسوي. 


په نظامي برخه کي بايد هميشه مسلمانان ابتکارات وزيږوي د هري زمانې د اړتيا سره سم ثقيله او خفيفه وسلې جوړي کړي او لاسته يې راوړي د سلهاوو کلونو لپاره د وسلو زيرمتونونه ولري او کفري نړۍ ته خپله اړتيا په خپله پوره کړي ځکه د کفري نړۍ څخه د وسلو رانيول کفار نور هم ځواکمن کوي او بله خبره داده چي د هغوی پر وسلو باندي باور نسته ځکه هغوی داسي وسلې نه پلوري چي د مسلمانانو په درد دي وخوري بلکي داسي وسلې پلوري چي ددوی د کار څخه وتلي وي او ياهم د امکاناتو په لحاظ ډېري کښته وي. 


په نظامي برخه دا هم ډېره مهمه خبره ده چي مسلمانان بايد ځانونه د دفاعي حالت څخه را وباسي او تهاجمي حالت غوره کړي ځکه دفاعي حالت د ضعف  او تهاجمي حالت د قوت حالت دی، مسلمانان بايد په خپل مينځ کي د ټولو هغو اشخاصو پوره ملاتړ وکړي چي د کفارو پر ضد يې په اسلامي اصولو کي د ننه د ديني احساس پر بنياد نظامي خوځښتونه پيل کړيوي. 
نظامي مبارزين بايد د تفرق، قوم پرستۍ او دلګۍ بازۍ څخه ځان وساتي بلکي تر يوه رهبريت او يوه شعار لاندي د يوه هدف لپاره خپله مبارزه وکړي او ټوله کارونه يې په خلوص نيت او د الله پاک د رضا لپاره وي چي ان شاء سل په سلو کي به نتيجه هم ورکوي. 


نظامي برخي ته بايد دومره ډېره پاملرنه وسي چي د ټولو برخو مبارزين په يوه نه پله طريقه په نظامي مبارزې کي دخيل وي، استخباراتي مبارزين، اصلاحي مبارزين، مالي مبارزين، سياسي مبارزين او تبليغاتي مبارزين ټوله بايد نظامي مبارزه د ځان دنده وبولي او چي کله ورته اړتيا پيدا کيږي دستي وسلې ته لاس واچوي او د نظامي مبارزينو تر څنګ ودريږي.

 
د یوه قوي،‌ مدبر او نړیوال اسلامي نظام په هیله! 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته