تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ای خوری !
  تعلیم الاسلام ویب پا ڼه
  December 21, 2020
  0

 

ای خوری !

 

لیکنه (نصیب الله  ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه.


ای خوری !  نن که دچا لورخوراوترورئی خو سبابه ان شآء الله ديوچا مور وي خودايوڅوضروري او لازمي خبرې مې په هوش اوجوش واوره ،ځيرشه دعقل اوحکمت په ترازويې وتله  دفکراوسوچ په رڼاکې ترې پنداوعبرت واخله او ديقين په رښنايې کې دګمان تورې پردې ترې لري کړه .


ای خورې ! ته پوهيږي او ځان پيژنې چه ته څوک ئی دڅه لپاره پيداشوی اوڅنګه ژوند بايد وکړی دخدای (ج )اوځان پيژندنې په چاپيریال کې سترګې وغړوه ديقين په آینه کې خپل سيرت اوصورت ته ځيراوپام وکوه ښه اوبد روا اوناروا ظلم اوتجاوز ،عدل اوانصاف ،دوست او دوښمن ،نيک اوبد ښه وپيژنه په رڼواوله عبرته ډکوسترګو وګوره چه ستا دحيااوناموس دوستان ډير دی که دوښمنان ستا خواخوږي ډير دی که بدخواهان .


ای خورې ! کفري نړی زيار باسي چه ستا له سره دحيا پړونی لرې کړي اوپرځای يې دخپلی شرميدلی ديموکراسی تاج کيږدي چه ستاهرڅه په کې ليلام اوبې ارزښته شي ستا بدن لوڅ اوبربنډ کړي ستاسترمات کړي اوستاآواز دخلکوترغوږونو ورسوي .


ای خورې ! پام کوه ستادسرټکری ستا لپاره سکندري ديوال دی باخبره اوهوښياره اوسه که دا ديوال د خدای (ج) مه کړه ونړاوه نوستاټول ژونداوځواک به ولوټول شي داديوال خوستادحرم اوحياساتونکی ستادعفت نګهبان اوستادناموس محافظ دی .
داستالپاره هم په ظاهري اوهم په باطني ډول دډيرقيمت اوارزښت لرونکی دی ديته په سپک اوټيت نظر ونه ګورې ځکه چه داستادهمت تاج دعزت نښه او داسلامې کلتور نه ماتيدونکی برج دی .


ای خورې ! پام کوه ديوې باارزښته مرغلرې حيثيت لری که الله (ج) مه کړه ستا حياء اوناموس په قصدي او لاشعوري ډول له لاسه ووځې بيا به ستا قيمت اوارزښت د دښتی اوبيابان له ګاڼوڅخه کم اوټيټ وي بيابه ټول عمرديوصافي حيثيت لرې چه څوک به لوښی درباندې صفاکوي .
 
ای خورې ! داحجاب اوپه هغه پورې اړوند آداب ستادحرم ساتونکي دحيااوناموس محافظ اوستاعزت اوسرلوړی ضامن دي . 
داهغه لوی اونه ماتيدونکی حصاردی چه ستادژوندهرڅه پکې خوندې اوساتلي دي ،تاله هر مضر انسان ساتي ستادنن اوسبا ډيررازونه اوعذرونه يې پټ اومحفوظ ساتلی ته يې دغيرت اوشرافت په معنادارو لفظونو کې پوښلې يې . دوښمنان غواړي ستا دحرم کلۍ له همدې لاری لاس ته راوړي . دعزت دوښمنان اول ستاله سره دحياپړونی لری کوي اوبياستا ښکلااوحيا ليلاموي داوحشيان ستاسباته نه ګوري د دوی ستا د نن سره کار دی فقط ديوې ګړۍ لذت اوخوشحالی لپاره ستا ټول ژوند بربادوي اوستاد يوی خولې خندا لپاره تاته ټول عمر ويراوژړا اوفرياد درکوي .


ای خورې ! داهغه شرميدلي مکاران دي چه دمينی دشربت په نامه تاته د ابدي نيستی او ذلت زهر درکوي د دوی په کتاب کې د رحم اوکرم ټکی نشته دوی دعزتونو لوټماران دي ستا مظلوميت اومحروميت ته نه ګوري فقط ديوی لحظې لذت مزې اوخوشحالی لپاره ستا له ژوند او بقاء سره لوبې کوي دا شرمشان ستالپاره بار اچوي چه بيايې ته تنها وګرځوی دتندي توراونه پاکيدونکی داغ درته پاتی شي د پيغورونو دکتاب لړی شروع شي ته هر چيرته خواره ذليله اودحسرت اونااميدی تراوښکولاندې دپټوفرياد ولو په اور وسوځي .


ای خورې ! داخلق د یوه انسان دحیاء قاتلان نه دی بلکه دا ديوه پاخه امت اوسرلوړی ملت لوڼې بې عفته کوي دشهوت اوفحشآ اډې جوړوي بې غيرتي رواجوي او دانسان کرامت اوبشرې نزاکت له بيخه وباسي دا ځنګلي ژوندکوي او دهر چالپاره دځنګل قانون خوښوي دوی دهر معنادار لفظ څخه يو بې معنالفظ جوړوي لکه څنګه چه د انسانانو دحيااوآبرو غله دی همداسې با ايمانه اوغيرتي قومونه د نيستی اوبربادی ابدي کندې ته غورځوي .

 

taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته