تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درزق او اقتصاد په اړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه.
  December 16, 2020
  0

درزق او اقتصاد په اړه

 

لیکنه او ژباړه :مولوي عبدالهادٍي حماد /  تعلیم الاسلام ویب پاڼه.

 

پوه سئ! چي الله(ج)ستاسو درزق کفالت کوي، دالله(ج)وعده ده چي هر څوک ددعوت او هدايت کار کوي الله(ج)رزق ورکوي لکه چي الله(ج)فرمايي:


وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ﴿طه: ١٣٢﴾ ژباړه : خپلي کورنۍ ته د لمانځه  امر وکړه او خپله يې هم پاي بندي  وکړه موږ ستا څخه  رزق ګټل نه غواړو (بلکي) رزق موږ تاته  درکوو غوره پايلي دپرهيزګارۍ په برخه دي .


تاسو فکر وکړئ الله(ج)فرمايي (لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا) يعني موږ ستاڅخه رزق نه غواړو ، داڅومره مهمه جمله ده؟ داډېره ښکاره خبره ده چي الله(ج)دهيڅ طالب څخه رزق ګټل نه غواړي ، تاسو ښه فکر وکړئ دا ډېرمهمه خبره ده.


دالله(ج)دپورتني وينا مطلب دادئ چي موږ تا دخپل رزق کفيل او ذمه وار نه ګرځوو بلکي ستاسو درزق ذمه پر موږ باندي ده يعني موږ رزق درکوو خو په دې شرط چي تاسو په لمانځه کولو امر وکړئ او خپله هم پر لمانځه باندي همېشه والى وکړئ، خلاصه دا چي الله(ج)هغه څوک چي دالله(ج)لوري ته دعوت کوي يوازي نه پرېږدي او نه يې په مسکنت او تنګدستۍ کي پرېږدي بلکي په زرګونو خلګ به لا دده په برکت درزق څخه برخمن وي لکه زمرى چي ښکار وکړي او په سلګونو نور حيوانان دده څخه په پاته شيانو باندي مړيږي.


تاسو تاريخ وواياست! دحضرت نظام الدين(رح) او نورو اولياؤ ملګري خورا زيات وه ټول ددوى په برکت ددوى پرسترخوانونو بآندي مړېدل. دمولانا محمد زکريا(رح) او مولانا سيدحسين احمد مدني(رح) ژوند مطالعه کړئ چي ددوى دپراخ سترخوان څخه څومره خلګ مړېدل. ډاډه اوسئ الله(ج)دبسني په پيمانه رزق درکوي خو په دې شرط چي زحمت وباسئ ، اخلاص ترګوتو کړئ او ريشتيني داعيان دځان څخه جوړ کړئ په دغه وخت کي به نو دالله(ج)په قدرت او رحمت سره تاسو ته پراخ رزق راځي .


په پاى کي بيا په تکراري ډول درته وايم چي ښه  فکر وکړئ ، په عزت ددې ځاى څخه ولاړ سئ، په پوره همت ، استقامت او مېړانه سره په دې ځاى کي اقامت وکړئ ، په مټ يې علم ، عمل ، اخلاص او نيک اخلاق په لاس راوړئ.


ما خذ :  خپل ځان وپېژنئ.

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته