تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دجنت نعمتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 14, 2020
  0


:دجنت نعمتونه:

 

لیکنه:سیدحبیب الله سمسور/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که ګنهګارانوته داخبره معلومه شي،چه دسترګواو شرم ځاې په حفاظت سره دجنت نعمتونه ترلاسه کیږي؛نو حتماًبه یې حفاظت وکړي.


دجنت نعمتونه د دنیا نعمتونوسره نشې پرتله کیدلای،ځکه هغه د داسې صفاتو لرونکي دي چه نه سترګو لیدلي،نه غوږونواوریدلي او نه دکوم بنده زړه دهغه تصورکولای شي.دجنت شهوت د دنیادشهوت په څیر ناولی نه دی،ځکه له دنیوي شهوت له پوره کولو وروسته سړی غمجن او په ویره کې وي.جنت بې ساری نعمت او تلپاتې نعمت دی:


له سهل بن سعدالساعدي رضي الله عنه نه روایت دی،چه یوځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مجلس کې ناست وم،چه دجنت یادونه یې وکړه اوپه پاې کې یې وفرمایل:
((فیهاما لاعین رأت،ولااذن سمعت،ولاخطرعلی قلب بشر.))
ژباړه:په جنت کې داسې نعمتونه اوخوندونه دي چه سترګولاندي لیدلي،غوږونویې په اړه څه ندي اوریدلي اودهیڅ بنده زړه یې تصورنشي کولای.له دی وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ:


تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿السجدة: ١٦﴾

(د تهجد لپاره) د بسترو څخه پاڅیږي، خپل رب ته له ويري اوهيلي سره خپله غوښتنه وړاندي كوي. او څه روزي چي موږ ورکړې ده، له هغې څخه لګښت كوي.


فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿السجدة: ١٧﴾ 
نو د سترګو يخېدو كوم وسائل چي د هغو د عملونو په مكافات کښي د هغو لپاره پټ کړای شوي دي، هيڅ ساکښ پرې خبر نه دى.


له ابوهریره رضي الله عنه نه روایت دی،چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:(ان فی الجنة لشجرة یسیرالراکب فی ظلهامائة سنة)ژباړه:په جنت کې داسې یوه ونه هم شته،چه که یو سپور یې ترسيوري لاندې سل کاله مزل هم وکړي،بیا یې هم سیوری نه خلاصیږي.(مسلم).


دجنتیانوخوراک:


الله تعالی فرمایي:  وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ﴿الواقعة: ٢٠﴾
او د هغو مخي ته به (خدمتګاران) راز راز خوندوري مېوې وړاندي كوي چي کومي یې خوښي وي، غوره یې کړي؛ [سُوۡرَةُ الواقِعَة : 21]وَلَحْمِ طَيْرٍۢ مِّمَّا يَشْتَهُونَ.


او د مرغانوغوښي به ورته وړاندي كوي چي د كوم مارغه یې خوښه وي استعمال یې کړي.
بیافرمایي: يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿الزخرف: ٧١﴾

د هغو په مخکي به د سرو زرو ګيلاسونه او جيكونه ګرځول کیږي او هر زړه خوښوونکی او سترګي خوږوونكى شى به هلته موجود وي. دوى ته به وويل شي: تاسي به اوس دلته د تل لپاره اوسېږئ؛


او همدارنګه بل ځاې کې فرمایي:كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ ﴿الحاقة: ٢٤﴾
(جنتیانو ته به ووېل شي) "په خوند سره خورئ، څښئ د خپلو هغو کړنو مكافات چي تاسي په تېرو شوېو ورځو (دُنیا) کښي کړيدي."


سورت السجده۱۷/۱۶ .سورت الواقعه۲۰/۲۱. سورت الزخرف۷۱. سورت الحاقه۲۴. مسلم.

 

taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته