تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خندق يا احزابو غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 2, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خندق يا احزابو غزاء

دریمه برخه

دکفارو د طرفه محاصره نور هم دوام لري او مسلمانان هم همېشه د خندق څخه دفاع کوي د دفاع څخه مقصد دا دى چي اصحاب کرام د خندق پر يوه طرف دي، د خندق د يوه سره تر بله سره تګ او راتګ کوي او هر وخت چي کفار ترخندق د اوښتلو کوښښ کوي دوى يې نه پرېږدي په غشو يې ولي په ډبرو يې ولي، دا پيره او ګزمه همېشه او پرله پسې وه، د بلي خوا لوږه او غريبي ده که څوک ډېر ستړى سي دا ولاړ سي چي يو څه راحت وکړي او نور نفر يې پر ځاى ودريږي او دفاع کوي.


موږ او تاسي به دغه حال پر خپل ځان فرض کړو: مثلاً موږ درې سوه نفره د ولې پر يوه طرف ولاړ يو او د ولې پر هغه بل طرف زموږ دښمنان چي لس زره نفره دي را ته ولاړ دي او کوښښ کوي چي تر ولې را واوړي او موږ و وژني، خو موږ يې و را اوښتلو ته نه پرېږدو، نو څومره به ستړي يو؟ او څومره به ځغلو؟ او ترکومه وخته به دفاع کوو؟ نو تاسي د مسلمانانو خاصتاً د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه سخت حال او تريخ ژوند هم لږ و سنجوى او بيا دغه کار يوه ورځ نه ؤ بلکه تر يوه  مياشت زيات يې دوام وکړی،  مګر موږ نن ورځ د اسلام دپاره څه کړي دي آيا یوه ورځ مو هم ځان ستړی کړی دی؟


مشرکان په فکر کي دي چي څنګه تر دغه خندق ور تېر سي؟ کفارو ته بېله دې څخه چي يو د دغو دوو کارو څخه وکړي بله لار نه ده پاته، هغه دا چي يا به د بني قريظه يهود د دوى سره مرسته کوي د هغو د لاري به مشرکان مدينې منورې ته داخليږي يا به داسي لار پيدا کوي چي تر دغه خندق ور واوړي. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ټول درې زره نفره ملګري دي (البته د نفرو دغه شمېر د محاصرې په اول او شروع کي ؤ) او د قريشو سره لس زره نفره  لښکر ور سره دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړى دى چي ټول نفر دي د شمال و طرف ته کوم چي هلته خندق دى ولاړ وي څوک دي نه پرېږدي چي تر  خندق ور واوړي ځکه دا امکان سته چي ځيني مشرکان دي مسلمانان په يوه منطقه کي په جنګ مشغوله کړي او ځيني نور دې په بله منطقه کي تر خندق ور واوړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: تاسي ټول د خندق ساتنه کوى او د کفارو د را اوښتلو مخه نيسى.


 هلته ابوسفيان فکر وهي چي څه بايد وکړي؟  خو د ځان دپاره يې آسانه لار دا و بلل چي د بني قريظه يهود مرسته ور سره وکړي، که دغه يهود کومک ور سره وکړي او لار ورکړي د ابوسفيان مشکل حل سو، ابوسفيان په دغه باره کي فکر کوي چي يهود راضي کړي چي د دوی ملګري سي او لار ورکړي. 


هلته بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  همېشه و يهودو ته نفر ور لېږل او ور ته ويل به يې: لکه څرنګه چي مو عهد کړى دى خپل طرف به ساتى خو په عين حال کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يهودو حرکتونه هم تر نظر لاندي نيولي وه چي کوم فرق او تغيرخو نه دى پکښي راغلى؟ 


لکه څرنګه چي مخکي مو درته و ویل رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو ضعيفه کسان لکه ښځي،کوچنيان او سپين ږيري ټول سره راټول کړي وه او د مدينې منورې په داخل کي يې د هغو د حفاظت دپاره په يوه قلا کي سره يو ځاى کړي وه، ځکه که په  پاشلو او متفرقه کورو کي وي دا امکان سته چي څوک دي حمله پر وکړي، خاصتاً چي نارینه ټول هلته د خندق په ساتنه مشغول دي، نو د مسلمانانو ښځي اوکوچنيان ټول په يوه قلا کي وساتل سوه، نارينه  څوک ور سره نسته بېله هغه سپين ږيرو ضعيفو خلکو څخه چي نه جنګ کولاى سي نه د خندق ساتنه، چي په دغه ضعيفه خلکو کي حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  هم ؤ، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  شاعر چي په دغه وخت کي يې عمر تر شپېتو کلو زيات او ډېر ؤ. 


هلته ابوسفيان دا فکر وکړی چي د مدينې منورې د يهودو سره د خبرو کولو دپاره ښه لار دا ده چي  هغه يهود خبري ور سره وکړي چي د ابوسفيان سره ملګري دي، مقصد يې هغه د بني النضير يهود وه چي د مدينې منورې څخه لـږ موده مخ کي ايستل سوي وه او اوس د ابوسفيان سره په دغه لښکرکي موجود دي، او دغه احزاب هم دغه د بني النضير يهودو سره را ټول کړي وه. 


نو ابوسفيان د بني النضير د يهودو مشر او رئيس (حُيَى بن اَخطب) چي اوس د خيبر د يهودو مشر او رئيس هم دى او د مشرکانو سره په دغه لښکر کي ملګرى دى د دې دپاره انتخاب کړی چي دئ ولاړ سي او د بني قُريظه د يهودو سره خبري وکړي او هغه په دې راضي کړي چي د مشرکانو لښکر ته لار ورکي چي مدينې منورې ته داخل سي، حُيى بن أخطب د بني النضير د يهودو لوى مجرم لکه هغه ښامار چي په خپل غار کي پرله اوړي او په دې انتظار ؤ چي کله به خپل زهر د مسلمانانو په بدنو کي توى کړي په ډېر شوق د بني قريظه د يهودو د کورو پر طرف ور رهي سو، څو د کعب بن أسد القَرَظي چي د بني قريظه د يهودو مشر او رئيس ؤ و قلا ته ورغلی، کعب بن اسد یهودي هغه څوک دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو سره يې داسي عهد ليکلى او امضاء کړى وو: که چيري د ده صلی الله علیه وسلم  د يو چا سره جنګ ؤ د بني قُريظه يهود به د ده صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو مرسته او كومك کوي. 

 
(د دغي معاهدې حالات مخ كي په تفصيل سره درته بیان سوي دي) 


اوس حُيى بن أخطب د دغه کعب بن اسد دروازه ور وټکول، کعب پوه سو چي چي دغه دروازه ټکوونکی حُيى بن أخطب دى ويل: دروازه مه ور خلاصوى زه خبري نه ور سره کوم، حُيى ناري ور وهي وايي: زه ستا څخه شئ نه غواړم فقط دغه زما خبري واوره، کعب ويل: نه غواړم چي خبري دي هم واورم، حُيى بن اخطب بيا هم نارې ور وهي، کعب بن اسد پوهيږي چي د ده مقصد څه دى، پوهيږي چي لار غواړي، مګر کعب د دغه غدر او خيانت د نتيجې څخه بيريږي، خو حُيى بن أخطب ورته ټينګ دى وايي: ته زما خبري واوره خبري را سره وکه بيا چي ستا خوښ وي هغه کار وکه، کعب وايي: نه ستا خبري اورم نه زه خبري در سره کوم بېرېږم چي زما آخر او نتيجه به هم داسي سي لکه ستا چي د مدينې منورې څخه وايستل سوې. 


اوس به د دغو يهودو د رواج او اصطلاح يو څه حالات در ته بیان سي، هغه دا چي: دغه يهود لکه عرب په فصيحه عربي يې خبري کولې، د عربو لباس يې اغوستى، ځکه دوى په مدينه منوره کي په سوو کلونه تېر کړي وه، ژبه يې عربي وه، که څه هم سُرياني يې زده وه خو خبري يې په عربي کولې، د عربو پر قسم يې اشعار ويل رسم او رواج يې د عربو ؤ د ځان صفت یې خوښ ؤ او پېغور یې نه قبلاوه، نو حُيى بن أخطب د پېغور پر قسم ورته و ويل: دا چي ته زما سره خبري نه کوې د هغه سبب دا دى چي ته بخيل يې ته بېرېږې چي زه به ستا هغه خواړه درڅخه وخورم چي تا د ځان دپاره ايښي دي، دغه پېغور پر کعب تاثير وکړی ځکه دوى هم لکه عرب پېغور او د بخیل نوم يې هيڅ نه قبلاوه، ويل: رايې ولى، بيا به عرب وايي چي زه بخيل يم. 


نو حُيى قلا ته ور ننوتى او ويل: زه غواړم چي د بني قُريظه د نورو مشرانو سره هم و وينم، خير هغه نور مشران هم را ټول سوه که څه هم کعب دغه اجتماع نه غوښتل مګر د مجبوريت په سبب يې دا کار وکړی، حُيى بن أخطب د بني قريظه د مشرانو سره کښېنستى او ويل: يا کعب! ما عزت او شرف درته را وړي دي، د قريشو مشران او سرداران مي درته راوستلي دي، غطفان او د هغو سرداران مي درته را وستلي دي، بنو سُليم او د هغو رئيسان مي درته را وستلي دي، دغه د عربو نوري قبيلې یوه یوه ور يادوي او وايي لس زره فوج او لښکر مي درته را وستلى دى دغه ټولو زما سره عهدونه او وعدې کړي دي چي تر هغو به نه ځي چي محمّد او د هغه ملګري و نه وژني، محمّد څه فايده در رسوي؟ دغو قبيلو ته وګورى، کعب بن اسد ورته و ويل:

 

والله ما ته دي ابدي ذِلّت را وستلى دى داسي اوريځي دي را وستلي دي چي اوبه يې توى سوي دي، په هغو کي تالنده او برېښنا سته خو اوبه نه لري، وَيحَک يا حُيى! ما او دغه زما حال سره پرېږده، ما د محمّد څخه بېله صدق او وفاء بل شئ نه دى ليدلى، مګر حُيى نور هم کعب د شپيشتو پر ونه خېژاوه ترڅو چي په الله سره يې دا عهد او وعده ور سره وکړه، ويل: که قريش او غطفان ولاړه او په محمّد يې څه و نه کړه زما دي په الله سره قسم وي چي زه به ستا سره ستا په قلا کي پاته کېږم او هر څه چي تا ته پېښېدل ما ته دي هم هغه را پېښ سي خو اوس دغه موقع د لاسه مه ورکوه. 


دغه خبري ورته کوي څو کعب هم موافقه ور سره وکړه او هغه عهد او وعده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د بني قريظه د يهودو په منځ کي وه هغه يې ماته کړه، دغه عهد او وعده پر يوه ورقه ليکل سوي وه، يهود ور ولاړ سوه  هغه کاغذ يې څيري کړی او اوس يې دا إراده وکړه چي په عملي ډول سره هغه کړي وعدې او عهدونه مات کړي، چي په دې ډول سره د بني قريظه يهود هم د مسلمانانو پر ضـد د مشرکانو ملګري سوه.


الله جل جلاله  د سورة المائده په (82) نمبر آيات کي فرمايي:


﴿ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ﴾. 
يعني: خامخا به د مومنانو سره په عداوت او دښمنۍ کي تر ټولو خلکو يهود ډېر سخت او شديد وي او هغه کسان به شديد وي چي مشرکان دي. 


نو د الله جل جلاله  په قول د مسلمانانو اشد دښمنان اول يهود او بيا مشرکان سوه، 


د يهودو دښمني د اسلام او مسلمانانو سره همېشنۍ او ابدي ده، زموږ او د يهودو ابدي دښمني په کتاب الله سره ثابته ده او که نن ورځ يو څوک دا فکر کوي چي يهود او د هغو د لاس آله ګمراه نصارا د مسلمانانو دوستان دي، هغه څوک يا خو منافق او د دوى د جملې څخه دى يا احمق او جاهل دى، الله جل جلاله  زموږ دپاره یهود اشد او سر سخته دښمنان بللي دي او نن ورځ یې ځیني کسان دوستان بولي؟ 


خير يهودو د خپل خائنانه عادته سره سم خپل عهد او ميثاق مات کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېدى چي په يهودو کي غير عادي حرکتونه ليدل کيږي، لکه څرنګه چي مخ کي مو درته و ويل: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  استخبارات درلودل خبرونه او حالات به يې ورته را وړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته معلومه سوه چي يهود غير طبيعي حرکتونه کوي ځانونه و جنګ ته تياروي،

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  سعد بن معاذ او سعد بن عُباده رضي الله عنهما  چي دغه دوه د انصارو مشران وه او عبدالله بن رواحه او خَوات بن جُبير و يهودو ته  ور ولېږل ويل: ولاړ سى وګورى: دغه خبر چي د دغه قوم په باره کي ما ته را رسېدلى دى صحي دى که يا؟ که پوه سواست چي يهود پر خپل عهد ولاړ دي نو دغه خبره په ښکاره سره وکړی او ټول مسلمانان په خبرکړی چي خلک ثابته پاته سي، يعني: دغه درې زره نفر چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دي مطمئن سي او که يې وعده ماته کړې وه نو ږغ مه لرى صرف ما ته يوه اشاره وکړی زه پوهېږم، اوس چي دغه دوه نفره د انصارو مشران د هغو دوو نفرو په ملګرتيا د بني قريظه و يهودو ته ورغله د خبرو غوښتنه يې وکړه غواړي چي خبري ور سره وکړي مګر د بني قريظه مشرانو د خبرو پر  ځای پوچ او بد ويل کول، مسلمانانو ورته و ويل: هغه عهد چي ستاسي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په منځ کي ؤ څه سو؟ يهودو ويل:

 

رسول الله څوک دى؟ زموږ او محمّد په منځ کي نه عهد سته نه عقد، په ښکاره  سره يې و ويل: چي دوى عهد او وعده مات کړي دي، سعد بن عُباده رضی الله عنه  و دوى ته په بد ويلو شروع وکړه، مګر سعد بن معاذ رضی الله عنه  منعه کاوه او ويل: يا سعد! هغه شئ چي زموږ او د دوى په منځ کي دى هغه تر ښکنځلو او بد ويلو لوى دى، زموږ او د دوى په منځ کي فقط د خولې خبري نه دى بلکه تر دغه لوړ کارونه دى، نو د انصارو ډله بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله، کوم وخت چي هلته ور ورسېدل رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي څه خبر ؤ؟ دوى و ويل:

 

يا رسولَ الله! عَضل او قاره، فقط دا يوه اشاره وه چي يهودو غدر وکړی، که ستاسي په ياد وي موږ مخ کي د دغو دوو قبيلو قصه د ماء رجيع په نامه سره درته بيان کړې ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لس يا شپږ نفره اصحاب کرام يې په غدر او خيانت سره شهيدان کړه، هغه چي عاصم او خبيب پکښې وه، سره د دې چي جوار يې هم ورکړى ؤ خيانت يې وکړی، نو کوم وخت چي دوى و ويل: عضل او قاره، يعني: غدر يا رسولَ الله! او دا معلومه خبره ده چي په دغه اوسني حال کي د يهودو خيانت د مسلمانانو دپاره ډېر لوى خطر دى، ځکه د دوى په خيانت سره د جنوب شرق لار پر مسلمانانو ورخلاصه سوه او دکفارو لښکرو ته لار ور ايله سوه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لوړ آواز سره و ويل: الله اکبر، دکاميابۍ زېرى درکوم.

 


 تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه جواب ته متوجه سى: هيڅوک داسي نه کوي، هلته د غدر او خيانت خبر راغلى، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  تکبير وايي، د نصر او کاميابۍ زېرى ورکوي، خو په حقيقت کي دا د الله جل جلاله  د وعدې تصديق ؤ. 


خير نور مسلمانان نه سوه پوه چي يهودو خيانت کړى دى بلکه په دغه تکبير سره د هغو دا ګمان سو چي يهود اوس هم پر هغه خپل عهد ولاړ دي مګر د يهودو د خيانت خبر بيا هم پټ نه سو پاته، دغه خبر کرار کرار په مسلمانانو کي نشرېدى چي د بني قريظه يهودو عهد مات کړى دى او د جنوب شرق لار را باندي را خلاصه سوه، خطر اوس ډېر لوى او د دوو طرفو څخه سو، يو د شمال د طرفه څخه چي هلته د مشرکانو لس زره لښکر پروت دى او په هره لحظه کي دا امکان سته چي تر خندق ور واوړي او بل د جنوب د طرفه څخه د بني قريظه د يهودو د حملې امکان سته. 


د شمال و طرف ته خو بيا هم خندق سته مګر د جنوب شرق و طرف ته هيڅ ساتنه نسته، چي دا نو د خندق په غزاءکي د مسلمانانو دپاره تر ټولو حالاتو ډېر سخت او ډېر مشکل حالت ؤ، خاصتاً چي د مسلمانانو ښځي او کوچنيان هم و دغو خائنو يهودو ته نژدې او بېله حفاظته او ساتني دي، د مسلمانانو حالت داسي سو لکه الله جل جلاله  چي يې د سورة الاحزاب په [10، 11] نمبر آياتو کي بيانوي او فرمايي:


وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿١٠﴾
يعني: کوم وخت چي د ډيري بيري څخه سترګي رډي او شخي پاته سوې او زړونه تر ستوني او حلقه پوري و رسېدل او تاسي پر الله جل جلاله   قسم قسم ګمانونه وکړه. 


سترګي خو د دهشت او حيرته څخه رډي پاته سوې او زړونه چنغړکو ته ورسېدل، يعني: په دومره زور او شدت سره غورځېدل لکه د ستوني د لاري څخه چي دباندي را وزي او قِسم قِسم ګمانونه وسوه: چي واقعي مسلمانانو به د ځان سره ويل: دا يو بل ډېر سخت امتحان را باندي راغلى الله دي خير را ته پېښ کړي، ناقص الايمانه کسانو به ويل: د دغه حالته څخه زموږ ژوندي وتل ډېر سخت او مشکل دي، د منافقانو د حال پوښتنه خو مه کوه چي د هغو خبري بيا په وروستنيو آياتو کي الله جل جلاله  بيانوي،


هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿١١﴾
يعني: په دغه وخت کي مومنان امتحان کړه سوه او په سخت رېږدولو سره ورېږدول سوه.


په دغه کيفيت سره منافقان او مومنان سره جلا کړل سوه، د منافقانو څخه د نفاق خبري کېدلې، حتّْی ځينو منافقانو به ويل: محمّد صلی الله علیه وسلم  موږ ته د قيصر او کسرْی په خزانو وعدې را کوي او نن ورځ زموږ څخه يو څوک دا قدرت نه لري چي په اطمينان سره دي د قضاءِ حاجت دپاره ولاړ سي او ځينو بيا په عام مجلس او د خلکو په حضور دا اجازه غوښته چي خپلو کورو ته ولاړ سي او دوى به رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ويل: موږ ته اجازه وکه چي موږ خپلو کورو ته ولاړ سو، زموږ کورونه تر مدينې منورې دباندي دي موږ پر بېريږو چي يهود به حمله پر و کړي. 


دلته په دغه مشکل حالت کي چي د یوه طرفه مشرکان دي او د بله طرفه د بني قریظه یهودو خیانت وکړی منافقانو په تېښته شروع وکړه کرار کرار خپلو کورو ته ځي، هر يو پرخپل اهل او اولاد بېريږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې تقريباً يواځي پرېښاوه، حتّْی د واقعي مسلمانانو ډېر نفر د يهودو د دغه خيانت په اورېدلو سره و بېرېدل او ډېر صادقه مسلمانان د منافقانو د دغي تېښتي تر تاثير لاندي سوه او دوى هم ولاړل، حتّْی په هغه بنو سلمه کي چي واقعي مسلمانان وه هم د تيښتي إراده پيدا سوه. 


دغه د بني قریظه د یهودو د عهد ماتولو په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د هغه درو زرو نفرو څخه فقط درې سوه نفره پاته دي، تاسي دغه خلل او تاوان ته وګورى چي د بني قريظه د يهودو د خيانت په سبب د مسلمانانو و لښکر ته پېښ سو، د هغه درو زرو نفرو څخه چي خندق يې ساتى او پيره به يې کول اوس فقط درې سوه نفره پاته سوه او نور ټول خپلو کورو ته ولاړل غواړي چي کورونه وساتي. 

 


هلته چي يهودو عهد مات کړى اوس غواړي چي جنګي اقدامات او تجاوزونه وکړي، نو هغه اول شئ چي د هغه په باره کي يهودو فکر وکړی هغه دا ؤ چي ويل: تر ټولو د مخه به د مسلمانانو ښځي او کوچنيان واخلو ځکه دوى خبر وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هلته دننه په مدينه منوره کي ښځي او کوچنيان په يوه قلا کي پرې ايښي دي او مسلمانان دباندي خندق ساتي، نو يهودو و ويل: و به ګورو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو ښځو او کوچنيانو د ساتني دپاره کوم جنګي خلک او پيره پرې ايښي دي که يا؟  که يې څوک نه وه پرې ايښي فقط ښځي او کوچنيان وه حمله به پر وکو او دا به زموږ دپاره اول غنيمت وي چي ښځي مينځياني او هلکان مريان دي.


حالات ډېر خطرناکه دي واقعاً هم په قلا کي بېله ښځو او کوچنيانو بل څوک نسته، ځکه ټول مسلمانان هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د خندق ساتنه کوي، نو يهودو څو نفره جاسوسان د معلومات دپاره و لېږل ويل: تاسي ولاړ سى وګورى چي په قلا کي د ساتني دپاره څوک سته که يا؟ 


دغه  نفر نژدې و قلا ته ورغله وې ليدل چي په قلا کي يواځي ښځي دي چي دې خوا ها خوا ته ځي او راځي نارينه  نه معلوميږي، بيا دغو نفرو د خپل منځ څخه يو نفر ور ولېږى چي ته ښه ور نژدې سه او پوره معلومات وکه چي نارینه څوک خو به نه وي موجود، دلته نو صفيه بنت عبدالمطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه و دغه يهودي ته متوجه سوه.   

 

  (اوس به قصه په خپله و صفيې رضی الله عنها  ته پرېږدو)
 صفيه رضی الله عنها  وايي: د يهودو يو سړئ مي وليدى چي شا وخوا پر قلا را ګرځي او دا داسي وخت دى چي د بني قريظه يهودو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره هغه خپل عهد مات کړى دى او دلته هم په قلا کي داسي څوک نسته چي زموږ دفاع وکړي، 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  او نور مسلمانان د دښمن مخ ته ولاړ دي نوکه دلته پر موږ ښځو يو څوک حمله وکړي مسلمانان د هغه خپلي مشغولتيا په سبب موږ ته نه سي را تلاى.


 صفيه رضی الله عنها  وايي: وحَسّان بن ثابت رضی الله عنه  ته ورغلم چي هغه هم زموږ سره په دغه قلا کي ؤ او ورته و مي ويل: يا  حَسّان! دغه يهودي لکه څرنګه چي ته يې وينې شا وخوا پر قلا را ګرځي او په والله زه د يهودو د طرفه د مسلمانانو پر ښځو نه يم مطمئنه، که دغه يهودي و نورو يهودو ته خبر ور وړي ممکن حمله راباندي وکړي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان هم هلته د خندق په ساتنه مشغول دي نو ورکښته سه دغه سړئ و وژنه، حَسّان ورته و ويل: په والله ته پوهېږې چي زه ضعيفه يم او د دغه کار نه يم، صفيه رضی الله عنها  وايي: نو مي په خپله د يهودي د وژلو إراده وکړه د قلا څخه مي يو لرګئ را سره واخستى او ورکښته سوم، دغه يهودي ته پټه سوم کوم وخت چي يهودي زما محاذات يا برابري ته را ورسېدى په لرګي مي پر سر  و واهه سړئ غځار سو او تر هغو مي واهه چي و مي وژى، بيرته و قلا ته راغلم او حَسّان ته مي و ويل: ورسه د دغه سړي سامان واخله ما په دې سبب نه واخستى چي دئ نارينه  ؤ او زه نه سم ور نژدې کېدلاى، حَسّان ويل: زه د ده و سامان ته ضرورت نه لرم،  نو په خپله صفيّه رضی الله عنها  ورغله د یهودي سر يې ور پرې کړى.


 تاسي ښه متوجه سى: دا د ښځي ايمان، شجاعت، تدبير او عمل ؤ، د سړي سر يې پرې کړی او لوړه و قلا ته وختل ګوري چي دغه وژل سوى نفر نور ملګري لري که يا؟ خو هلته يې څو نفره وليدل او دغه سر يې د هغو پر طرف ور وغورځاوه، هغو چي دغه سر وليدى ويل: قلا په خلکو ډکه ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمه صفيّه رضی الله عنها  دغه کار د مسلمانانو د ښځو او کوچنيانو د ساتني سبب وګرځېدى، يهودو دا فکر وکړي چي په قلا کي ډېر جنګي خلک سته حال دا چي قلا په کُلي ډول د نارینه مسلمانانو څخه خالي وه او دوهم وار يې د دغسي مجرم او خائنانه عمل پرکولو جرئت او اقدام و نه کړى. 


مسلمانه ښځه د صفيې رضی الله عنها  په مثل ايمانداره، دلاوره او با تدبيره وي نه دا چي عمر يې په فېشن او درشن، د نوکانو په رنګولو او د ورېښتانو په جوړولو، په ښایسته او لڅو لباسو يا په غيبتو او لغازو تيريږي. 


دغه صفيه رضی الله عنها  وه چي خپل زوى زبير بن العوام رضی الله عنه  يې فارس او جنګي قهرمان تربيه کړی، زبير رضی الله عنه  چي کوچنئ ؤ دې به په يوه تاريک ځاى کي يواځي پرېښاوه، که به هغه ژړل دې به واهه، خلکو به دا ملامتول چي هغه کوچنئ دى او ته ظلم ور سره کوې، دې به ويل: زه يې داسي تربيه کوم چي فارِس ځني جوړ سي (د فارس څخه مقصد جنګي پهلوان، دلاوره او شجاع دى) نو رشتيا هم د زُبير څخه زبير بن العوام رضی الله عنه  جوړ سو، صفيه رضی الله عنها  داسي نه وه لکه د نن ورځي ښځي چي خپل اولادونه بېرېدونکي او نازولي، پاسته او نازک تربيه کوي، يا هيڅکله داسي نه وه. 


خوندو! دا مسئله د تربيې مسئله ده زه نه وايم چي د خپلو اولادو سره محبت مه کوى بلکه زما مقصد دا دی چي خپل اولادونه شجاع او دلاوره تربيه کړی، تاسي نه ګورى چي د صفيې رضی الله عنها  په شجاعت او دلاوري پوره قلا و ساتل سوه، تاسي فکر وکړی که دا دغه کار و نه کړي نو څه پېښيږي؟  ښه خير!  بیرته قصې ته راسی:


هلته پر مسلمانانو محاصره ډيره سخته سوه فقط هغه درې سوه نفره دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پاته دي او د خندق ساتنه کوي، پر مسلمانانو ډېر فشار راغلى کفار غواړي چي تر خندق ور واوړي او مسلمانان  يې نه پرېږدي او هلته د بني قريظه یهود د جنګ دپاره ځانونه تياروي چي د جنوب د طرفه پر مسلمانانو حمله وکړي او مسلمانان نه پوهېدل چي دښمن به کله او دکومه ځايه څخه را باندي راسي. 


ځيني مسلمانان به يو وخت د ضرورتو د پوره کولو دپاره کورو ته تله بيا به بيرته را تله چي په دغه جمله کي سعد بن معاذ رضی الله عنه  يو وخت کور ته ولاړى او هلته ام المؤمنين حضرت عائشې رضی الله عنها  وليدى چي سعد رضی الله عنه  زغره اغوستې ده توره او سپر ور سره دي د جنګ د ميدان سړئ دى، خو بد بختانه دغه زغره چي ده اغوستې وه صحي زغره نه وه زَړه او پر ځيګر سُورۍ وه ځيګر يې ښکاره ؤ، سبحان الله! د مسلمان زړه دى حضرت عائشې رضی الله عنها  و ويل: زه د دغه سوري ځاى څخه پرده بېرېږم، ټول بدن يې پټ دى مګر دغه يو ځاى يې ښکاره دى او د زغري څخه مقصد دا دى چي ټول بدن په پټ وي، مګر صحابۀ کرام غريبان وه د نېستۍ په سبب يې دغه زَړه زغره اغوستې وه. 


سعد بن معاذ رضی الله عنه  بيرته خندق ته ولاړى او هلته د کفارو د طرفه غشي ويشتل شروع سوه د الله جل جلاله  په إراده د سعد بن معاذ رضی الله عنه  پر هغه لڅ ځاى غشى و مښتى او زخمي سو نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را وستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه غشى ځني وکښى خو د زخمه څخه فواره غوندي ويني را بهیږي،  مسلمانانو هر څه کوښښ وکړی چي دغه ويني و دريږي خو وينه نه دريږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه اوسپنه په اور کي کښېښوول چي ښه سره سوه نو يې دغه زخم ور داغ کړى او دا غېدل آخري دواء ده، يعني:

 

چي د نورو علاجو څخه انسان نا اميده سي بيا نو داغ ايښوول کيږي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: «الکَى آخِرُ العلاج» نو په دغه داغېدلو سره وينه و درېدل، خو يو څه موده وروسته بيا د زخم خوله خلاصه سوه او بيا وينه بهېدل شروع سوه، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي سعد بن معاذ رضی الله عنه  دي مسجد نبوي ته بوتله سي او هلته دي يې علاج وسي، سعد رضی الله عنه  يې مسجد ته بوتلى، هلته يې خېمه ورته و درول او هلته يې علاج کېدى، هغه څوک چي د زخميانو علاج يې کاوه د انصارو څخه يوه ښځه وه چي نوم يې (رُفيده) ؤ او دغه ښځه په اسلام کي هغه اوله ممرِّضه، يا نرسه، يا جراحه ده چي د زخميانو علاج یې کاوه، خير دلته په مسجد نبوي کي د سعد بن معاذ رضی الله عنه  علاج کيږي.


 امام بخاري رحمة الله عليه  روايت کوي چي سعد بن معاذ رضی الله عنه  دلته په دغه مريضي کي و الله جل جلاله  ته دعاء کول او ويل يې: الْهي! تا ته معلومه ده چي ما ته د هيچا سره ستا په لار کي جهاد کول دومره ډېر نه دي خوښ لکه د هغه قوم سره چي ستا د رسول تکذيب يې کړى دى او ستا رسول يې د خپله وطنه څخه ايستلى دى (چي مقصد يې قريش وه) او الْهي! زه داسي ګمان کوم چي تا زموږ او د دوى د منځ څخه جنګ ايسته او ليري کړى که چيري د قريشو سره نور هم جنګ پاته وي نو ما ژوندئ پاته کړې چي د هغو سره ستا دپاره جهاد وکم اوکه دي نور جنګ ايسته کړى وي نو مي دغه زخم مه جوړوي او مرګ مي د دغه زخمه څخه کړې او د دعاء په آخرکي يې و ويل:

 

الْهي تر هغو مي مه وژنې چي د بني قريظه په يهودو مي زړه يخ نه سي. 


سعد بن معاذ رضی الله عنه  نو دلته په مسجد نبوي کي پرېږده چي د زخم علاج يې کيږي. 


هلته په خندق کي پر مسلمانانو ډېره سخته او ټينګه محاصره لګېدلې ده تر داسي اندازې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر يوه لمانځه وروسته و خپل رب عزوجل  ته دعاء وکړه او ويل: 


«اللّهمّ استُرعَوراتِنا، اللّهم أْمن رَوعاتِنا، اللّهم مُنَزِّل الکِتاب، سريع الحساب، اِهزِمِ الأحزاب، اللّهم اهزِمهُم. و زَلزِلهُم» . او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغه مسلمانانو ته وکتل چي د ده صلی الله علیه وسلم  تر شا يې لمونځ کاوه او وې فرمايل: والله د مځکي پر مخ بېله تاسي څخه بل داسي څوک  نسته چي يواځي دي د الله جل جلاله  عبادت کوي.


 «مَا علْى وجهِ الارض مَن يعبُدُاللهَ غيرَکم» دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر هغو مسلمانانو د صادقه مسلمانۍ شاهدي ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دلته په خندق کي حاضر وه. 


هغه وخت د ټولي مځکي پر مخ بېله دغو مسلمانانو څخه بل داسي څوک نه وه موجود چي يواځي د الله جل جلاله  عبادت دي کوي، حتّْی په آسماني اديانو کي هم خلکو تغير را وستلى ؤ، وحدانيت بالکل نېست او نابود ؤ، الله جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دعاء قبوله کړه، الله عزوجل  په خپل قدرت داسي يو کار جوړ کړی چي د هغه په واسطه دښمن ذليله سو او ډلي يې سره وپاشل سوې، هغه داسي: نعيم بن مسعود بن عامر الأشجعي چي اصلاً د غطفان د قبيلو څخه ؤ او په مکه مکرمه کي اوسېدى کافر او مشرک او دکفارو  ملګرى ؤ، په دغو لحظو کي الله جل جلاله  د هغه په زړه کي ايمان ور واچاوه.

 
ښه فکر وکړی: په دغه وخت کي چي مسلمانان په بېره، خوف او محاصره کي دي، شمېر يې لـږ او ضعيفه دي، که الْهي مداخله نه وي آيا د دښمن د طرفه څخه په دغسي وخت کي يو څوک اسلام ته داخليږي؟ 


د دغه نعيم اسلام په خپله يوه معجزه ده دا الْهي مداخله ده، مسلمانان محاصره دي په مرګ  محکوم دي په هره لحظه کي دا امکان سته چي فنا کونکې حمله دي پر وسي او دوى دي ټول ختم سي، په دغه وخت کي څوک ايمان را وړي؟ 


مګر دا الْهي مداخله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعاء قبلېدل وه، نعيم بن مسعود چي دکفارو ملګرى دى او د مکې مکرمې د اشرافو څخه دى په دغه وخت کي په خپله د خپل ځان سره مسلمان سو، دکفارو د لښکره څخه په پټه و وتى او د مسلمانانو خېمو ته ورغلى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د ملاقات غوښتنه وکړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره کښېنستى او ويل:

 

يا رسولَ الله! زه شاهدي آداءکوم او وایم چي (لا إلْه إلا الله و اَنّکَ رسولُ الله)   او نعيم و ويل: زما په اسلام بېله تا څخه بل هيڅوک نه دي خبر نو امر کوه څه وکم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا نعيم! ته يو نفر يې، زموږ سره په لښکر کي ستا وجود موږ نه زياتوي، موږ درې سوه  نفره يو په تابه درې سوه او يو نفر سو کوم فرق يې و نه کړی او دښمن لس زره نفره دى نو که دي په وسه پوره وي چي دوى سره و پاشې او موږ د دوى د حملې څخه خلاص سو دغه کار وکه، نعيم و ويل: يا رسولَ الله! د دغه کار دپاره يې بايد و وايم، يعني: د دوى د پاشلو دپاره مجبوره يم چي خلاف و وايم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: وې وايه، ځکه جنګ خطايستل دي.

 


دا معلومه خبره ده چي خلاف يا درواغ ويل حرام دي، مګر په جنګ او دغسي ځايو کي د دښمن د پاشلو يا د دښمن د مغلوبه کولو دپاره جائز او روا دي، (بلکه ښه کار هم دى)  بيا نو نعيم بيرته کفارو ته ورغلى هلته يې ډېره ښه او صحي نقشه په خپل دماغ کي سره و سنجول او د هغې نقشې په عملي کولو يې شروع وکړه، نعيم بن مسعود د مکې مکرمې د مشهورو خلکو څخه ؤ، د قريشو د رئيسانو د حضور سړئ ؤ او په عين وخت کي يې د غطفان سره هم چي د ده قبيله وه ښه علائق درلودل، د بني قريظه د يهودو پخوانئ دوست او آشناى ؤ، دغه يهودو ته به د جاهليت په وختو کي هم د ملاقات او ليدني دپاره ورتلى، مقصد دا چي نعيم معروف شخص ؤ او د قضيې د ټولو اطرافو سره معرفي ؤ او ښه مناسبات يې ور سره درلودل، اوس يې د هغه خپلي نقشې په عملي کولو شروع وکړه او اول يې د بني قريظه د يهودو څخه شروع په وکړه، د کفارو د لښکر څخه په پټه سره رهي سو او د بني قريظه و يهودو ته ورغلى، د يهودو مشران يې سره را ټول کړه او ويل: تاسي خو ما ښه پېژنى چي زه څوک يم؟ هغو ويل:

 

هو، ده ويل: په دې خو به هم خبر ياست چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره څومره دښمني لرم؟ يهودو ويل: هـو، ده ويل: دا خو به هم درمعلومه وي چي ستاسي څومره دوست يم؟ هغو ويل: هو صحي ده خو وايه څه پېښه ده؟ ده ويل: خبره دا ده چي قريش ستاسي په مثل نه دي دغه ښار ستاسي ښار دى، په دغه ښار کي ستاسي مالونه دي، ستاسي اولادونه او ښځي دي تاسي نه سى کولاى چي دغه وطن پرېږدى او بل ځاى ته ولاړ سى، خو اوس چي قريش او غطفان د محمّد صلی الله علیه وسلم  او د هغه د ملګرو د جنګ دپاره راغلي دي او تاسي هم پر محمّد او د هغه پر ملګرو د هغو پر وطن او د هغو پر مالو، د هغو پر ښځو او کوچنيانو د قريشو او غطفان مرسته کوى، اوس نو:

 

که قريشو او غطفان د چور او حملې موقع پيدا کړه خو حمله به پر وکړي او که موقع نه سوه ورته برابره خپلو وطنو ته به ولاړ سي، تاسي او محمّد به سره پرېږدي او بيا به محمّد صلی الله علیه وسلم  ستاسي څخه خپل انتقام واخلي، يهودو و ويل: نو موږ بايد څه وکړو؟ نعيم و ويل: تاسي د قريشو او غطفان په ملګرتيا تر هغو باید جنګ و نه کړى څو قريشو ګَرَو او ضامن نه وي درکړى، يهودو ويل: څرنګه ګرَو؟ نعيم ويل: د قريشو څخه وغواړى چي د خپلو مشرانو څخه لس نفره ستاسي سره په قلا کي پرېږدي، بيا نو دوى خپل مشران يواځي نه پرېږدي چي دوى دي ولاړ سي او هغه مشران دي يې ستاسي سره پاته وي، دغه نو ستاسي دپاره ضامن سو چي دوى به خامخا جنګ کوي، يهودو ويل: دا ښه فکر دى.

 


نعيم د يهودو څخه رهي سو او دکفارو لښکر ته ورغلى او دلته يې د قريشو د مشرانو څخه د ملاقات غوښتنه وکړه، هغو ويل: څه پېښه ده؟ نعيم ويل: تاسي را ټول سى زه به مو خبرکړم، د قريشو مشران لکه ابوسفيان او نور سره راټول سوه نعيم ورته کښېنستى ويل: تاسي خو ما پيژنى چي زه څوک يم؟ قريشو ويل: هـو، ده ويل: دا به هم در معلومه وي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  څومره دښمن يم؟

 

دوى ويل: په دې کي هيڅ شک نسته، ځکه نعيم چي د اصله مشرک ؤ او اوس څلوېښت ورځي کيږي چي د کفارو سره دى، که دئ د محمّد صلی الله علیه وسلم  د کومکيانو څخه واى نو به يې د مسلمانانو سره جنګ نه کولاى، د کفارو پر نعيم پوره اعتماد ؤ، نعيم ويل: زما دوستي او  آشنايي به د يهودو سره هم درمعلومه وي؟ قريشو ويل: هـو خبره څه ده؟ نعيم ويل: د يهودو څخه يو ډېر بد خبر را ته راغلى دى، قريشو ويل: څه خبر؟ نعيم ويل: د بني قريظه يهود اوس پر دې پښېمانه دي چي دوى د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره خپل عهد او وعده مات کړه او پردې بېريږي چي تاسي به ولاړ سى او دوى به محمّد صلی الله علیه وسلم  ته يواځي پرېږدى، نو يې دا قصد کړى دى چي بېرته د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره هغه خپل عهد نوى کړي، محمّد صلی الله علیه وسلم  ته يې نفر ور ولېږل او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم آيا ته بير ته زموږ څخه راضي کېږې چي موږ د قريشو د مشرانو څخه لس نفره و وژنو؟

 

او ته بيرته پر هغه عهد چي  زموږ او ستاسي په منځ کي ؤ را سره درېږې؟ محمّد صلی الله علیه وسلم  هم موافقه ور سره وکړه.

 
نو يهود ستاسي څخه لس نفره مشران غواړي چي هغه و وژني او بيرته د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره په هغه پخواني عهد کي شامل سي، د قريشو مشرانو و ويل: که دا خبر رشتيا وي دا ډېره لويه مسئله ده، نعيم ويل: دغه خبر ما ته را  رسېدلى دى تاسي يې هم معلومات وکړی او نعيم د دغه مجلسه څخه ولاړ سو، بيا غطفان ته ورغلى هغو ته يې هم دغه خبري وکړې. 


د دغو خبرو په اورېدلو سره د ابوسفيان په زړه کي تشويش پيدا سو، نو ويل: زه په خپله و يهودو ته ورځم او دا معلومات کوم، ابوسفيان په خپله د بني قريظه و يهودو ته د شپې ورغلى چي دغه شپه د شنبې شپه وه يعني: نن ورځ جمعه تېره سوې ده او سبا شنبه ده ابوسفيان ورغلى او د بني قريظه د مشرانو د ملاقات غوښتنه يې وکړه، هغه هم ورته را ټول سوه، ابوسفيان و ويل: موږ پر خپله مځکه او کورو نه يو، نفقه او حيوانات مو خلاص سوه نور انتظار نه سو کولاى غواړو چي سبا پر مسلمانانو حمله وکړو، نو سبا به تاسي د جنوب د طرفه حمله پر وکړی او موږ به د شمال د طرفه حمله پر وکړو. 


تاسي پوهېږى چي دغه د يهودو حملې ولي دومره اعتبار درلودى؟ دا ځکه چي د يهودو د طرفه لار خلاصه وه نو که يهود پر مسلمانانو يوه کوچنۍ حمله وکړي، مسلمانان به د دوى سره په جنګ مشغوله سي او هلته به هغه د مشركانو لوى لښکر ته دا موقع په لاس ورسي چي تر خندق ور واوړي چي بيا نو نور و هيچا ته ضرورت نه پاته کيږي او يواځي هغه د مشركانو لښکر د ټولو مسلمانانو د وژلو دپاره بس او کافي دى. 


ابوسفيان و يهودو ته و ويل: سبا تاسي حمله شروع کړی نور يې نو موږ ته را پرېږدى، يهودو و ويل: نن شپه د شنبې ده او ته خبر يې چي موږ د شنبې په ورځ هيڅ کار نه کوو او دا هم درته معلومه ده چي الله جل جلاله  په هغو کسانو څه وکړه چي شنبه يې ماته کړه، هغه خلک يې مسخه کړه بِزوګیاني او خنزيران يې ځني جوړکړه نو موږ د شنبې په ورځ جنګ نه کوو، د ابوسفيان په زړه کي لاس و وهل سو چي والله يهود د هغه خپله قوله څخه اوښتي دي، که څه هم دغه خبره چي يهودو کول حقيقت ؤ او د يهودو په دين کي د شنبې په ورځ هيڅ کار نه کيږي. 


ابوسفيان و ويل: ښه بل سبا د يکشنبې په ورځ به حمله پر وکو، يهودو ويل: ښه دى! مګر که دغه زموږ حمله ناکامه سوه بيا خو نو تاسي ځى موږ او محمّد سره پرېږدى، موږ بېريږو که چيري دغه زموږ او ستاسي حمله ناکامه سي تاسي به وتښتى او موږ به يواځي و محمّد ته پرېږدى او بيا نو  یواځي موږ د هغه مقابله نه سو کولاى، نو ستاسي د اشرافو څخه لس نفره زموږ سره د ضمانت پر قسم پرېږدى او د يکشنبې په ورځ به په ګډه سره حمله کوو. 


ابوسفيان د ځان سره و ويل: والله نعيم رشتيا ويل او د هغه خبره صحي ده، يهودو ته يې و ويل: ښه دى زه به د خپلو ملګرو سره مشوره وکم بيا به تاسي ته خبر درکړم، اوس چي ابوسفيان خپل لښکر ته ورغلى ويل: والله نعيم رشتيا ويل، نو يې پسله مشورې يهودو ته حال ولېږى چي په والله موږ به يو نفر هم در نه کړو، خو د يکشنبې په ورځ به په ګډه پر مسلمانانو حمله کوو. 


د بني قريظه يهودو و ويل: والله نعيم ښه ويل، اوس نو د يهودو او مشرکانو د ګډي حملې کولو اتفاق مات سو او د ماتېدلو سبب يې د نعيم هغه صحي او معقوله نقشه وه، که چيري دا اتفاق سوى واى او پر مسلمانانو د شمال او جنوب د طرفه حمله سوې واى دا د مسلمانانو دپاره لوى مصيبت ؤ، مګر سبحان الله! د يوه نعيم بن مسعود رضی الله عنه  په مسلمانېدلو او د هغه په دغه صحي نقشه سره پر مسلمانانو دغه مشترك هجوم او يو ځايي حمله پاته او ناکامه سوه، د يهودو او مشرکانو اتحاد او اتفاق هم مات سو. 


دلته نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطمينان حاصل سو مګر په مسلمانانو کي بيا هم بېره زياتېدل ځکه دا امکان باقي او پاته ؤ چي د دوو طرفو څخه حمله او هجوم شروع سي، په دغه ورځ ډېر شديد او زورور يخ هم شروع سو، د مسلمانانو بېره نوره هم زياته سوه، خو يخ دومره زيات سو چي مسلمانانو هيڅ وخت دومره يخ نه ؤ ليدلى او د يخ سره زورور او شديد باد هم شروع سو، د مسلمانانو نور هم تشويش، پرېشاني او بېره زيات سوه، د باد سره نور هم يخ زياتيږي، واقعاً په مسلمانانو کي ډېر لوى تزلزل پيدا سو، کله چي شپه سوه شپه هم ډېره تاريکه شپه ده، شديد يخ او  تکه توره تاريکه ده. 


حُذيفه بن يمان رضی الله عنه  د دغې شپې بيان کوي او وايي: ډېره تاريکه شپه وه، ډېر شديد او زورور باد ؤ، ډېر شديد او تريخ يخ ؤ او ډېره سخته بېره وه، داسي بېرونکې شپه وه چي موږ يې مثل نه ؤ ليدلى. 


حذيفه بن يمان رضی الله عنه  وايي: موږ مسلمانان د خندق سره ناست ؤ، سخته لوږه راته پېښه وه ټول وږي يو، ټول غريبان يو د خوړلو دپاره مو شئ نه درلودى، دومره لباس مو نه درلودى چي د يخ څخه ځانونه په وساتو او نور هم نه يو خبر چي څه به را ته پېښ سي، موږ په دغه خراب او تُراب حالت کي يو، مګر لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي په زړه کي ور وګرځېدل چي د يهودو او مشرکانو په منځ کي تزلزل او بې اتفاقي پيدا سوه او ښايي اوس يو څه پېښ سي، نو يې د کفارو معلومات غوښتى، خو اوس شپه ده او داسي توره تاريکه ده چي يو او بل نه سره وينو، يخ هم ډېر شديد يخ دى،په دغه حال کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو کسانو په منځ کي ږغ کړه کوم چي د ده صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا موجود وه، ويل: څوک به د کفارو د لښکر خبر را ته را وړي؟ او هغه لره جنت دى. 


تاسي وګورى په ظاهره څومره آسانه خبره ده: تر خندق ور واوړه او هلته وګوره چي دکفارو څه حال دى او بيرته راسه، بس دغومره او هغه لره جنت دى، هغه جنت چي خلکو شپې پسي روڼي کړي دي، خلکو مالونه پسي خرڅ کړي دي، خلکو سرونه پر ورکړي دي، خو بيا يې هم جنت په شک کي دى، مګر اوس ولاړسه راسه، دکفارو خبر را وړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په شاهدي او ضمانت سره هغه لره جنت دى. 


حذيفه بن يمان رضی الله عنه  وايي: هيڅوک نه سوه ولاړ، دا د دغي شپې پر خطرناکه حالت دلالت کوي، بيا هم د دوهم وار دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: څوک به د قوم خبر را ته را وړي؟ هغه لره جنت دى، بيا هم څوک نه سو ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  درېيم وار بيا و ويل: څوک به د قوم خبر راته راوړي؟ هغه لره جنت دى، بيا هم هيڅوک نه سو ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې درې واره و جنت ته ور بولي او يو نفر هم نه ولاړيږي. 


حذيفه رضی الله عنه  وايي: بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حرکت شروع وکړه يعني: د هغه خپله ځايه څخه ولاړسو او رهي سو، په دغه تګ کي يې مبارکه پښه زما د ورانه څخه و مښتل، حذيفه رضی الله عنه  وايي: ما ځان سره را ټول کړی بېرېږم چي اوس راته و نه وايي: ولاړسه او د قوم خبر را وړه، خو چي پښه يې را څخه ومښتل ويل:

 

څوک يې؟ وايي: ما په زړه کي و ويل: اوس دي نو ليږي، خو چي ده صلی الله علیه وسلم  و ويل: څوک يې؟ ما ويل: حذيفه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته و ويل: يا حذيفه! (قُم) ولاړ سه، وايي: زه هم ولاړ سوم، حذيفه رضی الله عنه  وايي: والله د ډېر مسکنت په سبب ما خپل لباس نه درلودى چي وا يې غوندم مګر زما د ښځي کميس، د خپلي ښځي کميس مي اغوستى ؤ او هغه هم دومره راباندي کوچنئ او کو تا ه ؤ چي فقط تر ځنګانه مي رسېدى او يخ هم دومره شديد دى چي د ډېره يخه څخه پر پښو نه سم درېدلاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته و ويل: يا حذيفه! ولاړ سه او د قوم حال او خبر را ته را وړه او تر هغو چي بېرته راځې پام کوه چي بل کار و نه کړې، د بل کار د کولو اجازه  يې ور نه کړه فقط ولاړسه وګوره او بيرته راسه، حذيفه رضی الله عنه  وايي:

 

زه رهي سوم، مګر هو! فقط د رهي کېدلو سره لکه زه چي په حمام کي يم (حمام تود ځاى دى) نو وايي: لکه زه چي په حمام کي يم په يخ هيڅ نه پوهېږم، حذيفه رضی الله عنه  و خندق ته ورکښته سو او پر هغه بل طرف يې را پورته سو دکفارو د لښکر ځاى ته ورغلى، حذيفه رضی الله عنه  وايي: هلته داسي شديد باد ؤ! کوم باد چي پر موږ چلېدى نسبت و دغه باد ته هيڅ نه ؤ، د کفارو پر طرف ډېر قوي او شديد باد ؤ، ټول خلک د خېمو په ټينګولو مشغوله دي، حذيفه رضی الله عنه  وايي: د باد د زوره څخه مي خېمې وليدې چي په هوا الوتي وې، کفارو د خوړو د پخولو دپاره ډېر لوى لوى دېګونه درلودل، دغه دېګونه په باد چپه کېدل، داسي باد ؤ چي موږ يې هيڅکله مثل او مثال نه ؤ ليدلى، دې باد په کفارو داسي کارونه وکړه چي چا په چا نه دي کړي، کفارو د لښکر په منځ کي ډېر لوى اور بل کړى ؤ، ومي لیدل چي يو غټ سړئ و هغه اور ته ولاړ دى او ځان تودوي، خپله شا يې اور ته ورګرځولې ده غواړي چي شا توده کي، حذيفه رضی الله عنه  وايي:

 

ما چي ورته وکتل هغه ابوسفيان ؤ او د قوم مشرانو ته نارې ور وهي او وايي: زما خوا ته راسى زما خواته، حذيفه رضی الله عنه  وايي: غشى او ليندۍ مي را پورته کړه دکفارو رئيس مي مخ ته ولاړ دى او زه ورته ګورم؟ زما او د ده په منځ کي هيڅوک نسته، غشى مي په ليندۍ کي کښېښاوه او راکش مي کړی، د ابوسفيان و ما ته شا ده، حذيفه رضی الله عنه  وايي: قسم په الله که مي ويشتلى واى وژلى به مي واى، مګر په دغه وخت کي هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر را په ياد سو چي ويل: ترڅو چي بيرته راځې پام کوه چي بل کار  و  نه کړې. 


وروڼو! دغه ته اطاعت وايي، حذيفه رضی الله عنه  کولاى سواى چي دکفارو رئيس و وژني، مګر يا ! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اطاعت په سبب يې دغه کار و نه کړى.


حذيفه رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي دغه امر را په ياد سو بيرته مي غشى را ايسته کړی، کوم وخت چي ابوسفيان و قوم ته ورناري کړه خلک هم سره راټول سوه او کښېنستل وايي: زه هم کښېنستم، اوس نو ابوسفيان غواړي چي و قوم ته خبري وکړي شپه او تکه توره تاريکه ده اول يې و ويل: هر يو دي د خپل بغل يا څنګ سړئ وګوري چي څوک دى، حذيفه رضی الله عنه  وايې: زه په حيرت کي سوم چي اوس به څه کوم؟ د دوى په منځ کي ناست يم مګر د الله جل جلاله   قدرت دى په دغه وخت کي يې فکر کار وکړى. 

 


وروڼو! عقل او هوښياري هغه ده چي د ضرورت او موقع پر وخت کار ځني واخستل سي، حذيفه رضی الله عنه  وايي: ژر مي د راسته طرف د سړي څخه پوښتنه وکړه چي څوک يې؟ هغه ويل: فلانئ، مخ مي و چپه طرف ته واړاوه د هغه څخه مي پوښتنه وکړه چي څوک يې؟ هغه ويل: فلانئ او زما څخه هيچا پوښتنه و نه کړه، نو ابوسفيان تقرير شروع کړى او ويل: تاسي دغه باد وينى؟ تاسي دغه يخ وينى؟

 

دغه مشکلات وينى؟ نو که ولاړ سو، ده لا تقرير نه ؤ خلاص کړى چي خلکو نارې کړې:کوچ،کوچ، خلک د پخوا څخه لا په عذاب وه (45) ورځي يې تيري کړي دي او هيڅ يې هم نه دي کړي، هلته د بني قريظه د يهودو خبر هم نشرسو ى دى چي هغو هم زموږ د همکارۍ او ملګرتيا څخه لاس واخستى، نو دکفارو اميد په یقیني ډول دکاميابۍ څخه قطعه سوى دى، حذيفه رضی الله عنه  وايي: کفارو په دغه شپه د بارېدلو په کار شروع وکړه او زه لکه په ګرم حمام کي چي يم په يخ هيڅ نه پوهېږم، بيرته را رهي سوم تر خندق را وا وښتم پوښتنه مي وکړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  چيري دى؟ ويل هغه لمونځ کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خېمه کي لمونځ کاوه چي حذيفه رضی الله عنه  خېمې ته ور ننوتى. 


حذيفه رضی الله عنه  وايي: فقط چي خېمې ته ورننوتم هغه د حمام تود واله را څخه ولاړه، دا الْهي معجزه وه، ترکومه وخته چي دئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت مشغول ؤ هغه معجزه ور سره وه، کوم وخت چي خدمت پاى ته ورسېدى معجزه هم پاى ته ورسېدل. 
نو وايي: يخ ډېر په عذاب کړم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم لمونځ کوي، ما دالته انتظار کاوه چي دئ صلی الله علیه وسلم  د لمانځه څخه فارغه سي او زه خبر ورته و وايم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمانځه مشغوله دى او زه د يخه ريږدم تر داسي اندازې چي زامي مي ريږدي او غاښونه مي ټَکَهارى کوي،د ډېره يخه څخه ځان نه سم ټينګولاى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمانځه مشغوله ؤ او را پوه سو چي زما ډېر يخ کيږي نو يې خپل پټو خلاص کړى او زه يې په پټ کړم، پر هغه لمانځه ولاړ ؤ او زه يې پټ کړم .

 

(دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر خپلو اصحابو مهرباني وه، لکه مور چي هغه خپل نازولى زوى د يخه څخه پټوي)

 

اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ کوي او زه د ده صلی الله علیه وسلم  په پټو کي ور سره پټ يم، پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لمانځه څخه فارغه سو ما ته يې وکتل او ويل: څه خبر ؤ؟ ما ټول حال ورته و وايه چي د احزابو  حوصله پاى ته رسېدلې ده او ولاړ به سي، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خير دعاء را ته وکړه او ويل: اوس نو بيده سه حذيفه رضی الله عنه  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه خپل پټو کي پټ کړم او بيده سوم، تر سهاره بيده وم په هيڅ شي نه وم خبر، سهار لمر راختلى ؤ او زه بيده وم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  راغلى او په پښه يې وښورولم ويل (قُم يا نَومان) اې خوبي! ولاړ سه خوب دي پوره سو؟ وايي: چي را پورته سوم (أحزاب) هغه دکفارو ډلي تللي وې، ټول مسلمانان په حال خبر او خوشاله وه، مدينې منورې ته بيرته أمن او أمان، اطمينان او خوشالي راغلي وه، جنګ پاى ته ورسېدى هيڅ شئ نسته، الله جل جلاله   ټول کفار په بل لښکر شړلي وه او مسلمانان يې د مشرکانو د جنګه وساتل، د الله جل جلاله  په إراده په يوه شپه کار پر بل طرف واوښتى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيرته خپل کور او مسجد ته ولاړى. 


وروڼو! د خندق د غزاء په تاريخ کي دوه قوله دي خو صحي خبره دا ده چي د خندق غزاء د هجرت په پنځم کال کي وه او د کفارو د طرفه مسلمانان تر يوې مياشتي زيات محاصره سوي وه، د محاصرې شروع د شوال په مياشت کي وه او د ذوالقعدې په آخره کي پاى ته ورسېده،ابن سعد رحمة الله عليه  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  په (23) د ذوالقعدې د چارشنبې په ورځ د خندق څخه خپل کور ته ولاړى.


د خندق جنګ د قتل او قتال یا تاوانو جنګ نه ؤ بلکه عصبي جنګ ؤ، په هغه کي تريخ او د ډيرو وژنو جنګ نه دى پېښ سوى، مګر بيا هم د اسلام په تاريخ کي يوه فيصله کونکې غزاء وه چي الله جل جلاله   مشرکان ذليله کړه، د دې جنګ څخه دا نتيجه را و وتل: چي د عربو ټوله قواوي نه سي کولاى چي دغه کوچنۍ قوه کومه چي په مدينه منوره کي د رُشد او نُمو په حالت کي ده د بينه يوسي، ځکه ټول عرب نه سي کولاى چي تر دغه اوسني لښکر دي زيات او قوي لښکر را ټول کړي، دا هغه د دوى آخرنئ قدرت ؤ او هغه هم د الله جل جلاله  په إراده هيڅ و نه کړه نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله هغه څخه چي احزاب ولاړل د مقصده څخه ډکه يوه جمله و فرمايل او ويل:

 
«الآن نَغزُوهُم لاَ يَغزُونَا، نَحنُ نَسِيرُ اِلَيهِم »

تر دې وروسته به موږ پردوى حملې کوو دوى حمله نه سي کولاى، موږ به و دوى ته ورځو او حقيقت هم دغسي سو که تاسي په ټول سيرت کي وګورى قريشو بيا پر مسلمانانو حمله نه ده کړې، اسلام د دفاع د مرحلې څخه و وتى او د هجوم و مرحلې ته داخل سو.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته