تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علامه دمیري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2020
  0


علامه دمیري

 

ژباړونکی: محمد عیسیٰ /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

نوم یې کمال الدین محمد دی، کنیت یې ابوالبقاء دی، د پلار نوم یې محمد موسٰی بن عیسیٰ  دی. لومړی یې نوم کمال الدین ؤ خو ورسته یې نوم کمال الدین محمد کښېښودی ځکه چي د رسول الله ﷺ د نوم مبارک سره یې د تبرک په حیث نسبت پیدا سی.

 

ولادت:
علامه دمیری په  ۷۴۲ھ  چي د ۱۳۴۴ء سره سر خوری په قاهره کي دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړې. خپله هغه په خپلو ځینو تصانیفو کي قاهره لیکلې ده، په قاهره کي یې تربیت وسو او هم هلته یې وده وکړه.
علامه صاحب خو په قاهره کي پیدا سوی دی خو د دمیره په نوم یوه سیمه ده په مصر کي د هغې خواته یې نسبت کېدی او په همدغه مشهوره سو.

 

زده کړه:
 په لومړی سر کي یې خیاطي شروع کړه خو دا کار یې ږر ترک کړي او د علم په لوري یې مخ کړ، دمصر مشهوره مدرسه الازهر کي یې داخله وکړه. 
فقه یې د شیخ بهاؤالدین سبکی، جمال الدین اسنوی، کمال الدین نویری مالکی (رحمهما الله ) او داسي نورو څخه ولوستل، علم ادب یې د شیخ برهان الدین قیراطی او بهاء بن عقیل (رحمهما الله) څخه ولوستل. علم حدیث یې د شیخ علی المظفر عطار مصری، ابوالفرج بن القاری او محمد بن علی حراوی (رحمهما الله) څخه ولوستل. علوم معرفت و عملیات یې د امام یافعی  (رحمه الله) څخه هم زده کړی دی.

 

تدریس:
د علم د ترلاسه کولو څخه ورسته په مختلفو ځایو کي یې تدریس کړی دی. په مکه مکرمه کي دوه کاله تعلیم او تدریس باندي مشغوله ؤ. البقه، جامعه الازهر، جامعه الظاهر کي یې حدیث تدریس کړی دی. ډېر وخت یې په مکه او قاهره کي تدریس او د افتا خدمت درسره کړی دی.

تقوا،عبادت، اخلاق:
علامه دمیری (رحمه الله) د علم او عمل دواړو نمونه ؤ. عبادت او ریاضت پیکر او تلاوت قرآن په نعمت ښائسته ؤ. په کثرت سره یې روژې نیولې او حج به یې کوی، د تواضع او خاکساری مجسمه ؤ، ذکر الله په وخت کي به د خوف غلبه په وه. هیڅ کله په ترش تندی سره یې د چا سره خبری نه کولې، او نه یې کله فخریه لباس اغوستی، کله به کشف او کرامات هم ځیني صادرېدل خو علامه (رحمه الله) به هغه پوټول. شیخ مقریزی (رحمه الله) لیکي: د امام دمیری (رحمه الله) سره غالبا دوه کاله وم، دده مجلس مي خوښ سو، په شفقت او محبت سره نازولم، زما دده سره عشق سو...

 

د ژوند مختلف حالات:
په ۷۶۴ ھ کي حسب عادت د حج فریضه ادا کړه بیا مصر ته ولاړی، په۷۷۳ ھ کي مکې ته تشریف راوړي او په همدغه کال دده شیخ بهاؤالدین سبکي (رحمه الله) وفات سو. په ۷۷۶ ھ کي یې په مکه کي سکونت اختیار کړی خو بېرته قاهرې ته  ولاړي، بیا چي به کله هم مکې ته راتلی د حج فریضه به یې ادا کول.

 

تصانیف:
علامه دمیري (رحمه الله) لکه څنګه چي په خپل ژوند د خپل علم په وجه شاګردان درلوده، د خپل قلم په واسطه یې هم راتلونکي نسلونه خپل شاګردان کړل. علامه (رحمه الله) مختلف کتابونه ولیکل ځیني یې چاپ سول خو ځیني یې داغسي  پاته سول. مشهور تصنیف یې حیواة الحیوان الکبری دی.

 

 حیواة الحیوان:
علامه دمیری (رحمه الله) ددې کتاب په اړه لیکي:
هذا کتاب لم یسالنی احد تنیفه ولا کفلت القریحة تالیفه وانما دعانی الی ذلک انه وقع فی بعض الدروس اللتی لا مخبا فیها لعطر بعد عروس.
ژباړه: ددې کتاب تصنیف د یوچا تقاضا نه وه او نه مي د یو چا په فرمائش ولیکي، د ځینو اسباقو د سختي وجه ددې سبب سو، او  تقاضا مي دومره وسول چي د هغې قابو کول راته مشکله سول.


دغه کتاب یې په ۷۷۳ھ کي مکمل سو. په دې کتاب کي یې د حروف تهجی په ترتیب د حیواناتو خصائص او عادات په تفصیلي توګه ذکر کړی دی. لومړی د حیوان نوم یې د لغت د لحاظه څېړلی دی، بیا نوم، کنیت، او خصوصیات، په احادیثوکي د هغه تذکره، شرعی حلت او حرمت، ضرب الامثال، طبی خاصیتونه، په خوب کي د هغو د راتګ تعبیرونه، د هغه حیوان اړوند تاریخي پیښي، اشعار، ... لیکلي دی.

 

مشهور تلامیذ:
شیخ مقریزی، شیخ صلاح الدین اقفهی( په مکه کي یې درس ځیني لوستی دی)، شیخ تقی الدین الفاسي (په قاهره کي درس ځیني لوستی دی) رحمهما الله...

 

کورنۍ:
کله چي علامه (رحمه الله) په مکه کي ژوند کوی نو په هغه وخت کي د فاطمه بنت یحی بن عیاد الصنهاجی سره یې نکاح وکړه او درې لوڼي یې ځیني پیدا سوې.

 

وفات:
په ۸۰۸ھ کي چي د ۱۴۰۵ء سره سر خوری په قاهره کي دا عظیم علمی شخصیت ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. 
روح دې ښاد وي.


(مأخذ: حیواة الحیوان ج۱، صــ ۲۰)


www.taleemulislam.net

سرته