تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي مدينې ته د مسلمانانو د نصرت د خبر رسېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مدينې منورې ته د مسلمانانو د نصرت د خبر رسېدل

 

موږ مخ کي درته ويلي وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته نفر ولېږل چي هلته د مسلمانانو د کاميابۍ خبر ور وړي، دغه زېرى کونکي دوه نفره وه چي يو يې عبدالله بن رواحه رضی الله عنه  ؤ چي په مدينه منوره کي د عاليه يعني: لوړ طرف اوسیدونکي خبر کړي او بل يې زيد بن حارثه رضی الله عنه  ؤ چي د مدينې منورې د کښته طرف اهل خبر کړي، دغه دوه نفره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر اوښه سپاره دي په مدينه منوره کي ګرځي د فتحي او کاميابۍ زېرى بيانوي مګر د دوى دغه د زيري د بيانولو طريقه د عادته څخه مخالفه وه، هغه داسي: کوم وخت چي دوى مدينې منورې ته ورسېدل نارې وهي: ابوجهل و وژل سو، عتبه و وژل سو، شيبه ووژل سو فلانئ، فلانئ، فلانئ و وژل سوه، د مکې مکرمې د مشرکانو د ټولو سردارانو نومونه يادوي، اول خو دا معقوله نه ده چي ټول مشران دي وژل سوي وي او بل د مدينې منورې خلک خبر وه چي مسلمانان قافلې ته وتلي دي نه جنګ ته، نور حال خو بيا و هغو ته نه ؤ معلوم نو ويل د قافلې او د قريشو د سردارانو يې سره څه؟ او دغه نفر څنګه و وژل سوه؟ دغه زېرى کونکي نفر نور هم وخبري ته تفصيل نه ور کوي، رهي دي او دغه نارې وهي فلانئ و وژل سو فلانئ و وژل سو، د شا وخوا لويان او کوچنيان په پسې دي، حتّْی د مدينې منورې کوچنيان يې د بيتو پر قسم وايي: قُتِلَ ابوجهل الفاسق، ترانه يې ځني جوړه کړه. 


د مدينې منورې کفار، منافقان او يهود دا خبر نه مني بلکه دوی وايي: دا څنګه خبره ده؟ مسلمانان قافلې ته ولاړل او د ها خوا دا خبر را وړي چي د قريشو د سردارانو څخه اويا نفره په يوه وار فنا کيږي دا د چا زړه ته نه لويږي، نو کفارو او منافقانو به ويل: دغه زیري کوونکي نفر درواغ وايي او په حقيقت کي محمّد  صلی الله علیه وسلم  وژل سوى دى (د دوى په قول) او د دې دليل هم دا دى چي دغه دوه نفره د محمّد صلی الله علیه وسلم  پر اوښه راغلي دي، اصلاً مسلمانان غواړي چي په مدينه کي خلک سره و نه پاشل سي نو يې دغه خبر را وړى دى، دا  بيا د يهودو او منافقانو آوازې وې چي په خلکو کي يې نشرولې، اوس د مدينې منورې په کفارو کي د مسلمانانو د فتحي او کاميابۍ پر ځای دا خبر نشر سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وژل سوى دى.


يوه منافق و يوه صادق مسلمان ته دغه خبره وکړه خو هغه صادق مسلمان ورته و ويل: د دغو خبرو څخه لاس واخلى که نه والله رسول الله صلی الله علیه وسلم  به درخبرکړم، بيانو کفارو دغه خبري پرېښوولې، خو دغه د فتحي خبر چي د مدينې منورې و واقعي مسلمانانو ته ورسېدى او دا يې يقين سو چي مسلمانان کاميابه سوي دي نو ټول د خوشاليه په کالو کي نه ځايېدل او د مدينې منورې ټول اطراف د (الله اکبر) په تکبير او د (لا اله الا الله) په تهليل ريږدېدل، د مسلمانانو هغه مشران چي په مدينه منوره کي پاته سوي وه د بدر ولاري ته ور و وتل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  استقبال وکړي او د دغه فتحي مبارکي ورته و وايي.

 
اسامه بن زيد رضی الله عنه  وايي: موږ ته د  مسلمانانو د کاميابۍ خبر هغه وخت را ورسېدى چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر لور رُقَـيّه رضی الله عنها  هغه چي د عثمان رضی الله عنه  زوجه وه خاوري واړولې، چي د هغې رضی الله عنها  د مريضۍ په سبب رسول الله صلی الله علیه وسلم  عثمان رضی الله عنه  پرې اېښى ؤ او زه يې هم د هغه سره د مرستي او کومک دپاره پرېښوولم، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لور رُقَیّه رضی الله عنها  د بدر د غزاء په وخت کي وفات سوې ده. ﴿ اِنّا للهِ واِنّا اليه راجعون

 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته