تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله تعالی خپل بنده ته څو واري بخښنه کوي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

الله جل جلا له خپل بنده ته څو واري د ګناهونو بخښنه کوي؟

 

لیکنه: عبدالرحیم راشد

 

د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي کله یو بنده ګناه وکړي ، بیا ووايي: ای زما ربه او پالونکې! ما ګناه کړې ده،  زما ګناه را وبخښې.

 نو الله تعالی وفرمايي: چي آیا زما بنده په دې پوهیږي، چي ده لره داسي رب او پالونکی سته، چي ګناه بخښي او په ګناه کولوسره انسان نیسي؟

 نو ما خپل بنده ته بخښه وکړه.

د یو څه ځنډ وروسته (څومره چي د الله خوښه وي) بیا هغه بنده ګناه وکړي ، نو دا بنده بیا ووايي: ای  زما ربه او پالونکې! ما بله ګناه وکړه، ماته بخښنه وکړې .

نو الله تعالی وفرمايي: چي آیا زما بنده په دې پوهیږي، چي ده لره داسي رب او پالونکی سته، چي ګناه بخښي او په ګناه کولو سره انسان نیسي؟ 

نو ما خپل بنده ته بخښه وکړه.

د یو څه ځنډ وروسته (څومره چي د الله خوښه وي) بیا ګناه وکړي ، نو دا بنده ووايي: ای  زما ربه او پالونکې! ما بله ګناه وکړه، ماته بخښنه وکړې .

نو الله تعالی وفرمايي: چي آیا زما بنده په دې پوهیږي، چي ده لره داسي رب او پالونکی سته، چي ګناه بخښي او په ګناه کولوسره انسان نیسي؟

 نو ما خپل بنده ته بخښه وکړه.

دا معامله تر هغه وخته جاري وي، څومره چي د الله خوښه وي.

 

 إنّ عَبْداً أصابَ ذَنْباً فقالَ رَبِّ أذْنَبْتُ فاغْفِرْهُ فقالَ رَبُّهُ أعَلِمَ عَبْدِي أَن لهُ رَبّاً يَغفِر الذّنْبَ ويَأْخُذُ بِهِ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثمَّ مَكَثَ مَا شاءَ الله ثمَّ أصابَ ذَنْباً فَقَالَ رَبِّي أذنَبْتُ آخَرَ فاغْفِرْ لي قالَ أعَلِمَ عَبْدِي أَن لهُ رَبّاً يَغْفِرُ الذّنْبَ ويَأْخُذُ بِهِ غَفَرْتُ لِعَبْدِي ثمَّ أصابَ ذَنباً فقالَ رَبِّ أذْنَبْتُ آخَرَ فاغْفِرْ لي قالَ أعَلِمَ عَبْدِي أَن لهُ رَبّاً يَغْفِرُ الذّنْبَ ويأْخُذُ بِهِ قدْ غَفَرْتُ لِعَبْدِي فَلْيَعْمَلْ مَا شاءَ)) (حم ق) عَن أبي هُرَيْرَة.(مصابیح التنویر علی الصحیح الجامع الصغیر :۱،ص:۳۳۹)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته