تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د چاغښت له منځه وړولو اسانه لاري
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

د چاغښت له منځه وړولو اسانه لاري

 

ژباړه: خلیل احمد عمري

 

د يوې نوي څېړني په اساس، دا په ثبوت رسېدلې ده: چي د خوراک په وخت  کي، دماغ په دوه شکله انسان زیات یا کم خوراک ته هڅوي:

یو. دخوړو د غاب اندازه:

 د چاغښت د له منځه وړلو لپاره اساسي کار، لږ خوراک کول دئ. څېړونکو د لږ خوراک کولو لپاره تر ټولو اسانه او ساده لار؛ د خوراک لپاره د کوچنیو غابونو استعمال ښوولی دئ.  د براین وان سک (Brian Wansink) او  کویرت وان ایټرسم ( Koert van Ittersum) پواسطه ترسره سوې څېړنه کي، دخوراک لپاره د ۱۲ انچه غاب پر ځای د ۱۰ انچه غاب  استعال، ۲۲ ٪ فیصده  په کالوریو کي دکمښت سبب سو. د څېړني په پایله کي ویل سوي دي: که تاسو لږ اندازه خوارکي مواد په غټ غاب کي واچوي؛ نو دماغ به مو سمدستي دا اندېښنه درته پیدا کي، چي خوراکي مواد لږ دي، باید یو څه نور  ور اضافه کړې.  ددې برعکس که تاسو عیني اندازه خوراکي مواد په کوچني غاب کي واچوي؛ نو دماغ به مو دا درته ووایي: چي خوراکي مواد کافي دي، نور مه ور اضافه کوه.

په شکل کي د خوراکي موادو دایره، یوه اندازه ده؛ خو د غاب اندازې ئې فرق لري.

 

Ghaboona

 

په غټ غاب کي لږ اندازه خوراکي مواد خوړل؛ د انسان پر رواني حالت باندي تاثیر درلودلای سي او د تحرک قوت  د منځه وړي. مګر که  عیني اندازه خوراکي مواد په کوچني غاب کي وخوړل سي؛ نو د پوره غذا په ډول احساس به درته حاصل سي. د غاب شکل (مربع، مستطیل، دایروي یا مثلث) د خوراک په لږوالي باندي کم خاص تاثیر نه لري.

 

دوه. د خوړو د غاب رنګ

همدارنګه  د براین وان سينک (Brian Wansink) او  کویرت وان ایټرسم ( Koert van Ittersum) دا په ثبوت ورسول، چي د غاب رنګ هم د خوراک په لږوالي کي رول لري. دوی پر یوه ګروپ کسانو باندي څېړنه ترسره کړل. په ګروپ کي ئې هر کس ته، دوه غابونه ورکړل. د یوه غاب رنګ د خوړو د رنګ سره یو شان وو او د دوهم غاب رنګ، د خوړو د رنګ سره متضاد وو. وروسته ئې هر کس مکلف کړ،ترڅو خپلو غابونو ته خواړه واچوي.  په نتیجه کي هغه غابونه، چي رنګ ئې د خوړو د رنګ سره یوشان وو، د هغو غابونو په نسبت، چي د خوړو درنګ سره ئې رنګ متضاد وو ، ۳۰ ٪ فیصده زیات خوراکي مواد ور اچول سوي وه. ددې کار دلیل دا وو: هغه غابونه، چي د خوراکي موادو سره ئې رنګ یو شان وو، د خوړو اندازه په صحیح ډول نه پکښي معلومیږي؛ چي ایا لږ دي که ډېر. د څېړني په پایله کي وویل سول: په څومره اندازه، چي د خوړو له رنګ سره د غاب رنګ متضاد وي؛ په هغومره اندازه د خوړو پر کمښت باندي تاثیر درلودلای سي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته