تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دالله دلاري ګرد “غبار”
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 12, 2020
  0

دالله دلاري ګرد “غبار

 

ليکوال: شیخ عبدالدایم الأزهري

ژباړه: غلام عمرعبدالله

 

له خپل استاد مولانا مصطفی الندوي حفظه الله څخه مي واورېدل چي نوموړي دا واقعه له مرحوم الشیخ محمدیوسف الکاندهلوي رحمه الله (دحياة الصحابة کتاب ليکوال) څخه روایت کړې وه.

 

یو طالب د علم دزده کړي په سفر روان سو، کله چي د زده کړي ځای ته ورسېدی دنس په ناروغۍ اخته سو، دناروغۍ په هکله یې خپل استاد ته شکایت وکړ، شیخ ورته وویل: پر پښو دي څه شي پراته دي؟ طالب: دخاورو ګردونه دي چي دسفر په جریان کي پر پرېوتي دي.

 

شیخ ورته وویل: خپله خېټه دي په همدا ګرد مسح کړه…!

 

طالب هم دشیخ په خبره عمل وکړ خېټه يې په دخاورو په ګرد مسح کړل، دالله تعالی
 په اراده سره يې ناروغي ختمه سوه.

 

طالب دې حالت ته په تعجب کي کړ او شیخ ته يې ويل:دا څه پېښ سول؟

 

شیخ ورته وویل: دا د الله دلاري ګرد دی کوم چي د مسلمان او د جهنم د اور تر مينځ مانع ګرځي، نو ستا او ستا دناروغۍ تر مينځ خو به په طریق اولی سره مانع وګرځي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته