تازه سرليکونه
د منبر شهيد
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 7, 2020
  0

د منبر شهيد​

ليکوال: مولوي محمد عمر خطابي

the Monbar Shaheed

درنو لوستونكو! 
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته!
جهادي سنګر او د مسجد منبر دوه هغه سنګرونه دي، چي کافران ځني ډاریږي، په بل عبارت مجاهد او داعي دوه هغه اشخاص دي، چي د اسلام د مقدس دین ساتنه او اشاعت  کوي؛ ځکه په جهادي سنګر کي مجاهد د کافرانو د نظامي یرغل مخه نیسي، داعي پر منبر د کافرانو د فرهنګي او فکري یرغل مخه نیسي، ځکه نو كفری نړۍ یې مقابله کوي، جهادي سنګرونه لومړی د دهشت ګردۍ او تروریزم په نامه متهم کوي، بیا یې د بمونو په مور د تخریبولو هڅي کوي. 


الحمدلله په افغانستان کي د کفري نړۍ نظامي ائتلاف او د هغه مخکښ فرعوني قوت د جهادي سنګر په وړاندي ماته خوړلې ده، هغه کسان چي دوی ورته تروریسټان ویل او د مځکي پر مخ یې د اوسېدو حق نه ورکاوه، د هغوی سره یې د مصالحې تړون لاسلیک کړی دی. ان شاء الله تعالی ډېر ژر به یې مباشر نظامي اشغال پای ته ورسیږي.


خو بیا هم د افغانستان مسلمان ولس باید ویښ واوسي، چي فرعوني قوتونه او سیمه ایز غلیمان به تر خپل وسع کوښښ وکړي، چي په یوه او بل نامه د نیابي جنګ لپاره د جهاد په نامه ځیني اشخاص او کړۍ مسلح کړي، د حکومت په مقابل کي په اوسني یو قطبي نظامي قوت یعني طالبانو کي انشقاق را منځ ته کړي، څو د صلح په تطبیق او د سیاسي ثبات او استقرار په وړاندي مشکلات ایجاد کړي.


ډېر ځله د نیابي جنګ لس کسیزي ډلي ته په تبلیغاتو کي دونه هوا ورکوي، چي ساده خلک پر هغه د غټ نظامي قوت ګمان کوي، دا هر څه ددې لپاره چي د افغانانو تر منځ د بې باوری او اضطراب فضاء نوره هم زیاته یا دوام پیدا کړي او د بل اړخه یې لاس پوڅی نظام، فرهنګي او فکري بنسټونه، شرمېدلې او شوړېدلې دیموکراسي بقا ومومي.


دا هم د علماء کرامو مسؤلیت دی، چي د منبرونو او رسنیو له لاري د اسلام د مقدس دین سپېڅلي عقاید، احکام، اخلاق او اسلامي ثقافت نورو ته ابلاغ کړي او د کافرانو د فرهنګي او فکري یرغل مخه ونیسي خو عجیبه دا ده چي حکومت د هغو رسنیو او فرهنګي مراکزو چي د اسلام ضد فعالیت کوي ساتنه د ځان مسؤلیت ګڼي او د بیان د ازادۍ د قانون له مخي هغوی ته د اسلام پر ضد د هر ډول بیان حق ورکوي، خو د اسلام داعي که د فساد خلاف اواز پورته کوي، د کافرانو د فکري او فرهنګي یرغل مخه نیسي، د هغوی په وینو منبرونه رنګول کیږي.
مسلمان ولسه! علماء ولي پر منبر شهیدان کیږي؟ د منبر د شهیدانو قاتلین څوک دي؟ د منبر د شهیدانو مسؤلیت چا ته راجع کیږي؟ 


په افغانستان کي یو شمېر هغه علماء دي چي د دنیاوي ګټو او منصب له پاره کفري یرغل ته په مشروعیت  قائل دي، د کفري یرغل په مقابل کي جنګېدل ترهګري او د اسلام خلاف کار ګڼي، دا ډول علماء که د طالبانو لخوا په نښه سي د هغو د وژلو مسؤلیت خپله طالبان پر غاړه اخلي، دوهمه ډله بیا هغه علماء کرام دي، چي په نظامي ډول د کفري یرغل مقابله کوي دغه ډول علماء کرام که د یرغلګرو یا حکومت لخوا ووژل سي د وژلو مسؤلیت یې خپله یرغلګر یا حکومت پر غاړه اخلي او وژل یې بریا او ویاړ ګڼي.


درېیمه ډله هغه علماء کرام دي، چي په ولسي چوکاټ کي د تعلیم او دعوت ستره دنده مخته وړي، کفري یرغل نامشروع او ردوي، د حکومتي زورواکانو ظالمانه او نامشروع کړنو ته د انتقاد ګوته نیسي، دغه ډله علماء کرام باید د بیان د ازادۍ او د دیموکراسی په شعارونو تېر نه وځي، ځکه کفري نړۍ د بیان آزادي یوازي د هغو کسانو حق بولي، چي هغوی د اسلامي معتقداتو او اسلامي احکامو او شعایرو په رد او توهین کي ژبه استعمالوي؛ لکه د ستراتیژیکو مطالعاتو د اسلام ضد مرکز یا هم هغه ادارې، چي په اسلامي ټولنه کي د فحشاء او کفري فرهنګ د ترویج لپاره علني بیانات خپروي. د همدغه قانون له مخي هغوی ته مصؤنیت او خوندیتوب ورکول کیږي. 


علماء کرام باید خپل د دعوت دنده په پوره جرئت او احسن ډول مخته بوځي، د چا څخه و نه ډاریږي او ددې ترڅنګ باید پوره متوجه واوسي، چي د افغانستان په اوسني نظام کي دوی خوندي نه دي. د خپل خوندیتوب لپاره خپل منځي وحدت مضبوط کړي او مسلمان ولس یې هم تر شاه ودریږي- د علماؤ حفاظت د ځانونو مسؤلیت وګڼي. 


لکه څه ډول چي کافران د خپلي واکمنۍ او اسلامي ملکونو د استعمار په وړاندي جهادي قوتونه خطر ګڼي همدا ډول کافران د خپل فرهنګي یرغل په مقابل کي د اسلامي دعوت بهیر هم لوی خطر ګڼي، خو داچي د اسلامي داعیانو په علني وژلو یې ولس د بیان د آزادۍ په قانون محکوم کولای سي، نو د هغوی د قتل او وژني لپاره یې مخفي شبکې تشکیل کړي دي د اجنټانو په ذریعه یې په مرموز ډول وژني.


د اسلامي داعیانو مرموز وژنه یوه نوې کفري توطیه نده، بلکي ډیر اوږد تاریخ لري؛ د ثمودیانو په ښار (الحجر) کي نهه داسي مفسد او تخریبي عناصر وه، چي کله یې هم د اصلاح لپاره کار نه کاوه، هغوی خپل منځ کي قسم وکړ، چي د شپې په مهال به پر صالح عليه السلام او د هغه پر کورنۍ حمله کوو؛ وژنو به یې، که خپلوانو یې د قاتلانو د سزا غوښتنه کول هغوی ته به وایو: موږ یې په وژنه کي حاضر نه وو  یعني نه مو وژلی دی او نه یې هم قاتل را ته معلوم دی. 


په سورة النمل کي یې الله تعالی داسي حکایت کړی دی : 
وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (48) قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (49 النمل )
ژباړه: او په ښار کي نهه (غټ شریر) سړي وه، چي په ځمکه کي به یې فساد کاوه او اصلاح به یې نه کوله. هغوی وویل: تاسو په الله تعالی قسم خورئ چي خامخا هرومرو به په ده او دده په ټبر د شپې حمله کوو، بیا به موږ دده هلاکت ته حاظر سوي نه یو او بېشکه موږ یقیناً رښتیني یو.


افغاني ټولنه د همداسي مرموزو قتلونو شاهده ده، د ښارونو په منځ کي، پر منبر او محراب علماء کرام شهیدان کیږي. پوښتنه دا ده، د دغو وژنو مسؤلیت چا ته راجع کیږي؟ 


یو ځل به د ابن عمر رضي الله عنه د زخمي کېدو واقعه بیان کړو. د همدې واقعې څخه د مرموز وژنو مسؤلین موږ ته په ډاګه کیږي: د عبد الملک بن مروان لخوا حجاج بن یوسف د حج امیر ټاکل سوی وو، عبد الله بن عمر رضي الله عنه هم په حج کي ور سره ملګری وو، دی پر اوښ سپور وو، په ګڼه ګوڼه کي یو کس د ابن عمر رضي الله عنه په پښه نیزه ننیستل، ډېر سخت یې زخمي کړی، حجاج بن یوسف یې پوښتني ته ورغلی، ابن عمر ته یې وویل: چا زخمي کړې؟ که ما ته دا کس معلوم سو سزا به ورکړم. ابن عمر رضي الله عنه ورته وویل : هغه کس زخمي کړم چي د حج په مناسکو کي وسله د ځان سره ګرځوي؛ یعني زما د زخمي کېدو مسؤل ته یې، ځکه ته او ستا کسان د حج په مناسکو کي وسله ګرځوي.


د همدې واقعې څخه معلومه سوه، چي د ښارونو په منځ کي دلته هلته د علماء کرامو د ترور او وژني مسؤلیت ټول حاکم نظام ته راجع کیږي، ځکه د دغو قتلونو مخفي شبکه د حکومت د استخباراتي او نظامي ارګانونو په نظام کي دننه فعالیت لري، آن داچي په ټولنیزو رسنیو کي ځیني لوړ پوړي حکومتي چارواکي د دغي تخریبي شبکې مخ کښان بلل سوي دي.


حکومت چي ځان د حکومتي امتیازاتو مستحق ګڼي، د بیان ازادي د هر افغان قانوني حق ګڼي، نو بیا څرنګه علماء کرام د حق پر بیانولو وژل کیږي؟ هو! تخریبي عناصر او د هغوی باداران باید پوه سي، چي په دا ډول وژنو د حق اواز نسي بندولای، بلکي نور به هم د دې فساد او مجرمینو په مقابل کي د ولس او علماء کرامو عزایم ټینګ او تر منځ به یې وحدت را منځ ته کړي.


الله تعالی په خپل محکم کلام کي فرمایي: 
وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا(بقره: ۲۱۷)
ژباړه: او دوی (کافران) به تر هغو ستاسو سره جنګيږي، ترڅوتاسو له خپله دینه واړوي، که وتوانیږي؛ یعني ترڅو چي تاسو په حق دین باندي قایم یاست، تر هغه وخته به کفار د خپل ټول توان څخه په ګټه اخیستنه ستاسو مخالفت کوي.
غرب ډېر وخت په مخامخ جګړه کي ماته خوړلې ده؛ تاسو یو وار د صلاح الدین ایوبي و تاریخ ته سر ورښکاره کړی. اوس یې فکري جګړې ته لاس اچولی دی، که څه هم فکري جګړه نوې څه نه ده، مؤسس یې شیطان دی او مریدان یې لار تعقیبوي. شیطان و آدم عليه السلام ته راغلی او قسم یې وکړ: چي زه ستاسو خیرخوا یم او هرومرو تاسو ته نصیحت کوم. خو اصل کي شیطان د دوی سخت دښمن وو. (اعراف: ۲۱) 
 کفار په ډېره هوښیاری، په ډېره کمه فیصدي سره مخامخ جګړه کوي او اصل کي یې ډېر تمرکز پر فکري جګړه کړی وي. دوی کوښښ کوي، چي په اسلامي امت کي ويښ، مخلص، د الله څخه بېرېدونکي او د امت را ويښونکي خلک له منځه یوسي، ځکه هغوی یې په پلانو پوهیږي او له طرحو یې خبر دي. 


دوی او مرستندویانو یې لستوڼي را پورته کړي دي؛ غواړي مخلص، جنګ له منځه وړونکي او ارامي راوستونکي قیادتونه له منځه یوسي. 
لکه څنګه چي یې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کي مسیحیت د کلیساوو په څلورو دیوالونو کي را بند کړ. اوس کوښښ کوي، چي اسلام تر مسجدونواو مدرسو پوري محدود کړي، عبادت یوازي لمونځ او روژه وګني. تجارت، اقتصادي چاري، سیاست او واک له اسلام څخه وباسي او دا د خلکو په خپله رایه د غرب تر قانون لاندي د سودي نظام او دیموکراسي په غېږ کي کار وګڼي؛ یعني که خلک سود کوي، که حرام تجارت کوي، که سیاست کي هره ناخواله کوي، نو دین به کار نه په لري، ځکه د دوی په اند دین یوازي لمونځ، روژه او زکات دی.


که د دوی ددې کړني په مقابل کي څوک د حق آواز پورته کوي او په لوړ ږغ وایي، چي اسلام ټولنیز نظام دی؛ د عباداتو ترڅنګ سیاسي، اقتصادي، اخلاقي او هر اړخیزه تعلمیات لري، نو دوی یې منبر په وینو  رنګوي. 


که له یوې خوا علماء کرام، اهل خلک او پوه سړي له پښو غورځوي، محبسونه په ډکوي او پر منبر یې شهیدانوي، نو له بلي خوا، د اهل او  پوهو خلکو پر ځای د لیبرالیزم، سیکولریزم او هیومنیزم تر اغېز لاندي د بې تجربې  هلکانو او نجونو ملاتړ کوي او په حکومت کي یې پر کلیدي بستونو باندي ګماري. 


 که له یوې خوا، د علماء کرامو، تجربه لرونکو استادانو او لیکوالانو ږغ خاموشه او د قلم رنګ وچوي، نو له بلي خوا بیا، بې معنویته، له اخلاقي لحاظه لوېدلي او په فساد لړلي ډمان، نڅاګر او د فلمو ممثلین رامخته کوي او د خلکو په ذهنو کي اتلان ورڅخه جوړوي. 


د باطل د ښه څرګندېدو او خپلي موخي ته د رسېدو لپاره یوه لار داده، چي حق باید خاموش کړل سي؛ بس، همدا خبره ده، چي دلته او هلته پر منبر ناست د حق داعیان وژل کیږي. خپله که د بیان د آزادی په نوم هرڅه وايي، ویلای یې سي؛ د دین، اخلاقو، کلتور او خلکو خلاف د هرڅه د ویلو اجازه لري، خو د حق داعي د حق ږغ د پورته کولو اجازه نه لري. 

 

ستاسو د دعا په هیله
مولوي محمد عمر خطابي 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

سرته