تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ذوالحجې په لسو ورځو کي ۱۷۳ صالح اعمال (۲برخه)
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  January 26, 2020
  0

د ذوالحجې په لسو ورځو کي ۱۷۳ صالح اعمال (۲برخه)

 

ژباړه: احمد وسيط/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۵۶: د نامحرمو څخه د سترګو ساتنه کول
۵۷: د خپلو وروڼو سره د الله تعالی په خاطر ملاقات کول
۵۸: په جنازو کښي ګډون کول
۵۹: مصیبت ځپلي کس ته تسلي ورکول
۶۰: د مریض پوښتنه کول
۶۱: دعوت او بلنه قبلول
۶۲: د غم ځپلي کس سره خواخوږي کول
۶۳: د یوه لمانځه څخه وروسته د بل لمانځه انتظار کول
۶۴: د مسجدو په علمي او دیني حلقو او د تفسیر په درسونو کښي ګډون کول.
۶۵: د علماء کرامو عزت کول
۶۶: د شبهاتو رد کول
۶۷: د سنتو اعمالو نشرول
۶۸: تحفه یو چا ته ورکول
۶۹: د الله تعالی د رضا په خاطر د مسلمان سره د لاس روغبړ کول
۷۰: د مشرانو احترام کول
۷۱: د پور او قرض اداء کول
۷۲: محتاج کس ته قرض ورکول
۷۳: مجبوره کس ته د قرض موده اوږدول
۷۴: د قرض وربخښل یا ور کمول
۷۵: د ډیوالي یا تاواني کس قرض اداء کول او د محتاجو خلګو بیلان تحویل کول
۷۶: په ښه ځای شفاعت او سپارښتنه کول
۷۷: د پښېمانه سوي کس سره اقاله کول یعني پیسې ئې بیرته ورکول
۷۸: د لاري څخه زیانمن شیان ایسته کول
۷۹: په رانیولو او خرڅولو کښي نرمي کول
۸۰: د مسلمانانو ستر او عیبونه پټول
۸۱: د یتیم کفالت کول
۸۲: د کونډیانو سره مرسته او احسان کول
۸۳: د مسجدونو جوړول
۸۴: د خیر د کارونو لارښوونه کول
۸۵: دیني کتابونه چاپول یا ئې د چاپ مصرف په غاړه اخیستل
۸۶: په انټرنیټ کي علم او دیني مسائل نشرول
۸۷: تفسیر، سیرت او نصیحتونه اورېدل
۸۸:غریب کس ته د اضحیې او اختري لپاره حیوان ورکول
۸۹: واده کول یا د محتاج کس واده ورکول
۹۰: د دوو خوابدو یا دښمنانو ترمنځ جوړه کول
۹۱: د ښو خلګو سره دوستي او ملګری کول
۹۲: مځکه یا بل شی د خیر د پاره وقف کول
۹۳: حج اداء کول
۹۴: د الله تعالی په خاطر محبت کول
۹۵: بخښنه کول
۹۶: د یو چا شی ور جوړول، یا وړیا درس ورکول یا کسب چا ته ښوول
۹۷: غریبانو او محتاجان مړول
۹۸: د یتیم پر سر لاس تیرول او نازول
۹۹: په اوداسه اوسېدل
۱۰۰: د خویندو او وروڼو سره مرسته کول
۱۰۱: پر خپل مېرمن او اولادونو مصرف کول
۱۰۲: ښځي لره د خپل خاوند بلنه منل او د خاوند امر پر ځای کول
۱۰۳: ښځي لره د خپل کور خدمت کول
۱۰۴: د مساجدو پاک ساتل او پاکول
۱۰۵: د چیښلو د اوبو انتظام کول
۱۰۶: د نیکۍ او احسان کوونکي څخه مننه کول

 

 


نور بيا..... ان شاء الله

سرته