تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:په مدينه منوره کي د اسلام اول سفير
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 16, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۱ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په مدينه منوره کي د اسلام اول سفير

 

مُصعَب بن عُمَير رضی الله عنه  د مدينې منورې د مسلمانانو په ملګرتيا مدينې منورې ته ولاړى او هلته د اسعد بن زُراره رضی الله عنه  په کور کي اوسېدى او دوى دواړو په شوق او حماس، په جِد او جَهد سره په اهل یثرِب کي اسلام نشراوه او مُصعب رضی الله عنه  په مدينه منوره کي د مُقرئ په نامه سره مشهوره سو (مُقرئ) يعني: د قرآن مجيد ويونکى، د مُصعب بن عمير رضی الله عنه  د دعوت د کاميابۍ د مشهورو قصو څخه يوه دا ده: چي اسعد بن زُراره رضی الله عنه  يوه ورځ دﺉ دکوره څخه را وايستى او غوښتل يې چي د بني عبدالاَشهل او د بني ظفر وکورو ته د دعوت دپاره ولاړسي، هلته ورغله د هغې قبيلې په باغوکي يوه باغ ته ورننوتل او د يوه څا پرغاړه کښېنستل چي و هغه څا ته (بئرمَرق) ويل کېده، د مسلمانانو څو نفره ورته را ټول سوه د اسلام خبري سره کوي، سعد بن معاذ او اُسيد بن حُضَير چي د بني عبدالاَشهل د قبيلې مشران او سرداران وه او په دغه وخت کي پر هغه خپل شرک وه هغو ته چي د مصعب بن عمير او اسعد بن زُراره رضي الله عنهما  د را تګ خبر ور ورسېدى نو سعد بن معاذ و اُسيد بن حُضير ته و ويل: ورسه و دغو دوو راغلو کسانو ته جزاء ورکړه، دوی راغلي دي او غواړي چي زموږ ناپوه خلك د دينه واړوي؟ او د دې څخه يې منعه کړه چي زموږ کورو ته راسي، دا چي اسعد بن زُراره زما د خاله زوى دى نو ته ورسه، که هغه زما د خاله زوى نه واى ما به په خپله دغه کار کړى واى.

 


 اُسيد هم خپله نېزه ور سره واخستل او د دوى پر طرف ور رهي سو، اسعد رضی الله عنه  چي د ليري اُسيد وليدى و مصعب رضی الله عنه  ته يې و ويل: دغه چه را رهي دى د قوم مشر دى، د الله او دين خبري ورته وکه، مصعب رضی الله عنه  و ويل: که کښېنستى خبري به ور سره وکړم، اُسيد چي را ورسېدى په قهر ورته و درېدى او ويل: د څه شي دپاره دلته راغلي ياست؟ غواړى چي زموږ ناپوهان د دينه واړوى؟ که تاسي و ژوند ته ضرورت لرى د دې ځايه څخه ولاړ سى (يعني: که غواړى چي ژوندي پاته سى دلته مه راځى) 


مُصعب رضی الله عنه  ورته و ويل: ته کښېنه او زما خبري واوره که دي خوښي سوې قبولي يې کړه او که دي ناخوښه وې هغه شئ مه قبلوه چي ته په ناراضه کېږې، اُسيد ويل: د عدل او انصاف خبره دي وکړه، نو يې خپله نېزه پر مځکه جګه کړه او کښېنستى، مُصعب رضی الله عنه  د اسلام خبري ورته وکړې قرآن مجيد يې ورته تلاوت کړى، راوي د قصې وايي: په والله د مخه تر دې چي اُسيد خبري وکړي موږ د ده په مخ کي د اسلام نور وليدى، بيا نو اُسيد و ويل: مَا اَحسَنَ هْذا وَ اَجمَلَهُ، دا څومره ښه او ښايسته خبري دي، نو ويل: که يو څوک و غواړي چي دغه ستاسي دين ته داخل سي څنګه او څه کار کوي؟ دوى ورته و ويل: اول غسل وکه، کالي دي پاک کړه، د حق شاهدي آداءکړه او بيا دوه رکعاته لمونځ و الله جل جلاله   ته وکه. 


اُسيد ولاړ سو غسل يې وکړی کالي يې پاک کړه، شهادتين يې و ويل او دوه رکعاته لمونځ يې وکړی، بيا يې و ويل: زما ترشا يو سړئ دى که هغه ستاسي متابعت وکړي د ده د قومه څخه هيڅوک د ده مخالفت نه کوي چي هغه سعد بن معاذ دى او زه به يې اوس تاسي ته را ولېږم، بيا يې خپله نېزه ور سره واخستل او د سعد پرطرف ور رهي سو، سعد بن معاذ چي د خپله قومه سره د مجلس په ځاى کي ناست ؤ او د ليري يې اُسيد وليدى و قوم ته يې و ويل: په الله سره مي دي قسم وي چي په هغه مخ نه دى راغلى کوم چي ستاسي او د دې ځایه څخه تلى. 


کوم وخت چي اُسيد و قوم ته ودرېدى سعد ورته و ويل: څه دي وکړه؟ اُسيد ويل: د خلكو سره مي خبري وکړې خو ما داسي شئ نه پکښي وليدى چي هغه دي د تشويش وړ وي او بيا ما منعه کړل چي دلته به نه راځى، دوى ويل: ښه دى څرنګه چي ستا خوښه وي هغسي کوو، خو يوه بله بده پېښه ده، اُسيد رضی الله عنه  غواړي چي سعد بن معاذ په يوه بله طريقه و دوى ته ور وليږي، نو ويل: يوه بله بده پېښه ده، هغه دا چي بنو حارثه را وتلي دي غواړي چي اسعد بن زُراره و وژني، سره د دې چي دوى خبر دي چي هغه ستا د خاله زوى دى، سعد د دې خبري په اورېدلو په قهر سره ولاړ سو خپله نېزه يې ور سره واخستل د مُصعب او اسعد رضي الله عنهما  پر طرف ور رهي سو، کوم وخت چي يې وليدل چي هغه آرام ناست دي او هيڅ نه ده پېښه، پوه سو چي د اُسيد مقصد دا ؤ چي زه دوى ته راسم او د دوی خبري واورم. 


په دغه وخت کي اسعد بن زراره رضی الله عنه  و مُصعب رضی الله عنه  ته و ويل: يو سردار او رئيس درته را رهي دى او د ده تر شا لوى قوم ولاړ دى، که دئ ستا د دين متابعت وکړي د ده د قوم څخه هيڅوک ستا مخالفت نه کوي او ټول اسلام ته داخلیږي. 


سعد بن معاذ را ورسېدى او په قهر ورته و درېدى، و  سعد رضی الله عنه  ته يې و ويل: يا ابا اُمامه! که زما او ستا په منځ کي قُرابت نه واى دغه سړئ به زما څخه ژوندئ نه واى تللى، دننه زموږ کورو ته هغه شيان را وړي چي زموږ نه دي خوښ؟ مُصعب رضی الله عنه  و سعد بن معاذ ته و ويل: آيا نه کښينې چي زما خبري واورې؟ که دي خوښي سوې قبولي يې کړه او که دي ناخوښه وې موږ به درڅخه ولاړ سو، سعد بن معاذ و ويل: دا حـق او د انـصاف خبره ده، نېزه يې پر مځکه جګه کړه او دئ کښېنستى، مُصعب رضی الله عنه  د اسلام خبري ورته وکړې، قرآن مجيد يې تلاوت کړى، بيا هم راوي د قصې وايي: په والله د مخه تردې چي سعد خبري وکړي موږ د ده په مخ کي د اسلام په نور پوه سوو، بيانو سعد بن معاذ و ويل: يو څوک چي مسلمانيږي او غواړي چي ستاسي دين ته داخل سي هغه څنګه کوي؟ مصعب رضی الله عنه  و ويل غُسل وکه، کالي دي پاک کړه، د شهادت کلمې و وايه او دوه رکعاته لمونځ وکه، سعد هم دا کارونه وکړه، بيا يې خپله نېزه ور سره واخستل او د قوم پر طرف ور رهي سو، قوم چي د ليري وليدى نو يې و ويل: په الله مو دي قسم وي په کوم مخ چي تللى ؤ په هغه مخ نه راغلى، اوس چي سعد بن معاذ و خپل قوم ته ودرېدى ويل: يا بني عبد الاَشهل زه په تاسي کي څه مقام لرم؟ هغو ويل: ته زموږ سردار يې، په موږ کي پوه او هوښيار يې. 


ده و ويل: ستاسي د نارینه او ښځو سره تر هغو پر ما خبري کول حرام دي چي پر الله او د هغه پر رسول مو ايمان نه وي را وړى، د ده د قوم پر نارينه او ښځو د دغې ورځي د ماځیګر لمر و نه لوېدى چي ټول قوم يې اسلام ته داخل سو، بېله يوه سړي څخه چي د هغه اسلام د اُحُد د جنګ تر ورځي پوري وځنډېدى او د اُحُد په ورځ مسلمان سو، په هغه ورځ يې جنګ هم وکړی او په هغه جنګ کي په داسي حال کي شهيد سو چي الله جل جلاله  ته يې يوه سجده هم نه وه کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په باره کي و فرمايل:(عَمَلَ قَلِيلاً وَاَجَرَ کَثِيرًا) يعني: عمل يې لږ وکړی او اجر يې ډير واخستى. 


مُصعب بن عُمير رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سفير حتّْی په اسلام کي اول سفير په مدينه منوره کي د اسعد بن زُراره رضی الله عنه  په کور کي اوسېدى او خلك يې و اسلام ته دعوتول د ورځي او د شپې دعوت کوي، د دعوت په لار کي يې ډير زحمت ايستى ترڅو چي د انصارو په کورو کي داسي کور نه ؤ چي هلته دي نارينه او ښځي مسلمانان نه وي موجود، په مدينه منوره کي اسلام نشر سو او ډير زيات خلك و اسلام ته داخل سوه، 


دغه واقعې د غم ترکال وروسته او تر هجرت د مخه پيښيږي، د بعثت لسم کال د غم کال ؤ او هجرت د بعثت تر ديارلسم کال وروسته وسو، په درو کلو کي دغه تحولات پيښ سوه. 


د مدينې منورې د خلكو څخه چي يو نفر مسلمان سي، هغه نفر بيا ډير کوښښ کوي چي نوره کورنۍ يې هم و اسلام ته داخله سي د مثال پر قسم به دغه يوه قصه درته بيان سي:


د عمرو بن جموح زامنو ايمان را وړى مسلمانان سوه مګر په خپله عمرو اسلام ته نه سو داخل، زامنو يې دئ اسلام ته دعوتاوه خو ده نه قبلاوه، عمرو يو بت درلودى د هغه عبادت يې کاوه، زامنو يې غوښته چي و ده ته دغه د ده د دين غلطيا او د ده د معبود عُجز او ضُعف ور ښکاره کړي، نو يوه شپه چي عمرو بيده ؤ زامنو يې ګنګي او مرداري را وړل دغه د ده بت يې ټول په ولړى، پلار چه يې سهار را ويښ سو او غواړي چي د بت عبادت وکړي وې ليدل چي بت یې په مرداري لړلى دى، ويل: دا کار چا در سره کړى دى؟ د لرګي و بت ته خبري کوي وايي: چا بې عزته کړى يې؟ ولي داسي سوى يې؟ په اخته دى پاکوي يې او خبري ور سره کوي، ښه يې پاک کړى خوشبويي يې پوري ومښل او بيا يې د هغه عبادت شروع کړى، دا د بت پرستانو او مشرکانو بيعقلي او نا پوهي ده.


دوهمه شپه يې بيا پلار بيده دى زامن يې راغله خوني ته ورننوتل بيا يې بت په مرداري ولړى او ځني را و وتل، دوهمه ورځ يې بيا پلار ګوري چي معبود او اِلْه يې په مرداري لړلى دى او ورته وايي: چي ته څنګه رب او معبود يې چي د ځان څخه دفاع نه سې کولاى؟ بيا يې پاک او خوشبويه کړى، دا وار يې په غاړه توره هم ور وځړول او ورته وايي:که بيا څوک درته راغلى او ته يې په مرداري لړلې په دغه توره يې وهه او وې وژنه، و لرګي ته خبري کوي. 


خير درېیمه شپه سوه دئ چي بيده سو بيا يې زامن راغله يو سپئ يې وژلى ؤ او د بت په غاړه يې ور و ځړاوه، بت يې ټول د سپي په وينو ولړى وروسته يې سپئ او بت دواړه دباندي پر کچره يا انبار وغورځول، سهار چي يې پلار را ويښ سو په بت پسي ګرځي هغه نسته، د همسايګانو په يوه او بل کور کي پوښتني پسي کوي څو آخر يې بت پر انبار  او کچره پيدا کړى او مړ سپئ يې هم په غاړه ځړيږي، بت چي يې پر دغه حال وليدى نو ويل: والله ته د دې لائق نه يې چي څوک دي عبادت وکړي، عمرو بن جموح رضی الله عنه  ولاړى ايمان يې را وړى او مسلمان سو او د اُحد په ورځ شهید و وژل سو. 


د مدينې منورې خلكو د خپل قوم سره دغسي معامله کول چي و اسلام ته يې داخل کړي نو ځکه اسلام په مدينه منوره کي نشر او ډير سو.     


د بعثت د ديارلسم کال د حج تر موسم د مخه مُصعب بن عُمير رضی الله عنه  مکې مکرمې ته راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې د ځانه سره د کاميابۍ زيري را وړي وه، د یثرِب د قبيلو هغه قصې يې ورته بيانولې چي په هغو کي د دوى د خير، د اسلحو او قوت حالات په واضحه ډول سره ښکاره وه. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

سرته