تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د اهلِ مکې نه بغير نور مسلمانان
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 11, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۶ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه کسان چي د اهلِ مکې څخه نه وه او مسلمانان سوي دي

 

لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر قبيلو او پر ډلو اسلام عرضاوه، دغه رنګه يې افراد او اشخاص هم و اسلام ته دعوتول او د ځينو اشخاصو څخه يې ښه او معقول رَد يا مثبت جواب حاصل کړى دى چي ايمان يې راوړى او اسلام يې قبول کړى دى.


 د دغه حج تر موسم لږ  وروسته څو نفرو په انفرادي ډول سره ايمان را وړى دى چي اوس به د هغو څو نفرو قصې او د اسلام را وړلو حالات درته بيان سي.


۱- سُوَيد بن صامت چي شاعر، پوه او هوښيار سړئ ؤ د عربو د مشرانو، د یثرِب اوسېدونکى او د أوس د قبيلې څخه ؤ، د ده قوم و ده ته دکامل په نامه سره ويل، ځکه عاقل، په بدن قوي، شاعر، د شرف او نسب خاوند ؤ، دغه سوید مکې مکرمې ته د حج يا عمرې دپاره راغلى ؤ،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور سره کښېنستى او ويل: يا سُوَيد! زما سره يو څه ښې او ښايسته خبري سته وايې وره، سويد و ويل: نه غواړم چي وايې ورم ځکه زما سره تر هغو خبرو چي ستا سره دي ښې خبري سته، قانون خو دا ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته ويلي واى: چي يو وار يې واوره بيا حکم وکړه، مګر يا! رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښو اخلاقو خاوند ؤ ويل: ښه هغه ستا خبري را باندي واوروه، څرنګه چي ستا سره زما ترخبرو ښې خبري سته را باندي وايې وره، سويد هم شروع سو د لقمانِ حکيم حکمتونه او نصيحتونه ورته وايي. 


اوس نو لقمانِ حکيم څوک وايي: نبي دى څوک وايي: نه دى، خو په دې کي شک نسته چي لقمان حکيم د مسلمانانو د اديبانو، حکيمانو او علماوو څخه دى او الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي ذکر کړى دى حتّْی يو پوره سورة يې د لقمان په نامه سره مسمّْى کړى او بللی دى، کوم نصيحتونه چي لقمان حکيم خپل زوى ته کړي دي، الله جل جلاله  هغه د ده نصيحتونه داسي طريقه ګرځولې ده چي خلك بايد د هغو متابعت وکړي. 


دغه سُويد بن صامت د لقمان حکیم يو کتاب پيدا کړى ؤ، چي په هغه کي د لقمان د طرفه و خپل زوى ته نصيحتونه وه او هغه کتاب يې په ياد کړى ؤ.


 وروڼو! د لقمان حكيم نصيحتونه و خپل زوى ته پر دوه قسمه دي چي يو قسم يې يواځي په توحيد او د الله جل جلاله  په وحدانيت کي دي چي مثال يې دغه آيات شريف دى کوم چي الله عزوجل  فرمايي:
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴿لقمان: ١٣﴾
يعني: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  هغه وخت در په ياد کړه چي لقمان خپل زوى ته په داسي حال کي و ويل چي نصيحت يې ورته کاوه: اې زما زويه! الله لره هيڅوک مه شريکوه، بېشکه چي شرک ډير لوى ظلم دى او داسي نور هم د توحید په باره کي ډير نصيحتونه لري چي موږ يې دغه يو د مثال پر قسم ذکر کړى.

 
او بل قسم نصيحتونه يې په ادب او اخلاقو کي دي چي مثال يې دغه آيات شريف دى کوم چي الله جل جلاله  فرمايي: 
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿لقمان: ١٨﴾
دا هم د لقمان حکیم نصیحت دی چي خپل زوی ته وايي: او خلكو ته په کبر او غرور سره مه ګوره او په مځکه کي په ناز او نخرو سره تګ مه کوه، بېشکه چي الله هر کبرجن او فخر کونکى نه خوښوي. 


داسي نور هم ډير مثالونه سته، مقصد دا چي د لقمان نصيحتونه هم په توحيد کي وه او هم په اخلاقو کي، مګر خلكو هغه نصيحتونه په يادول او استعمالول کوم چي په ادب او اخلاقو کي وه، د توحيد او عقيدې نصيحتونه يې پرې ايښي وه، د سُويد سره هم د لقمان حكيم هغه نصيحتونه موجود وه چي يواځي د اخلاقو او ادب په باره کي وه، اوس نو بيا دغه نصيحتونه بشري او انساني خبري وې د انسانانو په لهجه او اصطلاح سره وې د الْهي کلام اعجاز نه ؤ پکښي موجود، مګر الله جل جلاله  که په قرآن مجيد کي د يوه انسان خبري را نقلوي او بيانوي بيا يې هم لفظ او لهجه د الْهي کلام وي اعجاز پکښي موجود وي، مثلاً الله عزوجل  په قرآن مجيد کي هغه خبري را ته بيانوي چي ميږي کړي دي، خو لفظ او لهجه يې هغه د ميږي د خبرو نه ده بلکه الْهي لهجه ده، معجز کلام او اعجاز پکښي موجود دی، د سويد سره هم د لقمان حکيم كلام او نصيحتونه موجود وه مګر د بشر په لهجه او اصطلاح سره وه، هغه اعجاز چي په کلام الله کي موجود دى د هغه څخه خالي وه. 


کوم وخت چي سُويد د خپلو خبرو څخه فارغه سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: دا ښې خبري وې مګر زما سره تر دغه ښې او بهتره خبري سته، عيناً هغه خبره يې ورته وکړه چي په اول کي سويد و ده صلی الله علیه وسلم  ته کړې وه، سُويد په تعجب کي سو د اول وار دپاره يو څوک ورته وايي چي زما سره تر دغه بهتري خبري سته، په پخوا کي عادت داسي ؤ چي يو چا به د لقمان خبري واورېدې دا يې نه سواى ويلاى چي زما سره تر دغه ښې خبري سته، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  کلام الله ورته و وايه، د قرآن مجيد آياتونه يې ورته تلاوت کړه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د آياتو د ويلو څخه فارغه سو سُويد و ويل: دا ښې خبري وې او دا جمله يې نه کړه پر  زياته چي زما سره تر دغه ښې خبري سته، مګر پر دغه سر بېره يې هم په دغه وخت کي ايمان را نه وړى، خو بيا په وروسته کي چي اسلام مدينې منورې ته داخل سو سويد هم مسلمان سو او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تر هجرت د مخه وفات سو، څوک وايي چي د بُعاث په جنګ کي د خزرج د قبيلې د  طرفه و وژل سو او قوم به يې ويل: سُويد مسلمان و وژل سو.


۲- إياس بن معاذ چي نوى ځوان او د یثرِب د اوسېدونکو او د أوس د قبيلې څخه ؤ، د ده د ايمان را وړلو قصه داسي وه: په یثرِب يا مدينه منوره کي پر يهودو سربېره د عربو دوې قبيلې هم اوسېدلې چي يوه د أوس قبيله وه او بله د خزرج قبیله وه او د دې دوو قبيلو په منځ کي به همېشه جنګونه کېدل، د أوس قبيله نسبت د خزرج و قبيلې ته د نفرو په شمېر څه کمه او لږ وه، په دغه وخت کي چي د بعثت يا نبوت د يوولسم کال شروع وه هلته په یثرِب کي د دغو دوو قبيلو په منځ کي د دښمنۍ اورونه بل وه چي دا د هغه مشهوره جنګ، يعني: د جنګِ (بُعاث) د شروع مقدمه وه.


په دغه وخت کي د أوس قبيلې چي د شمير په حساب د خزرج تر قبيلې لږ وه يوه ډله د مکې مکرمې و قريشو ته ولېږل چي د خزرج په مقابل کي زموږ سره اتحاد او اتفاق وکړی، زموږ معاهدين او کومکيان سى.


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ډله خبرسو چي مکې مکرمې  ته راغلې ده نو ورغلى او ورته ويې ويل: آيا تر دغه شي چي تاسي د هغه دپاره راغلي ياست ښه او بهتر شئ نه در وښيم؟ هغو ويل: هغه څه شي دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه رسول الله يم، الله جل جلاله  زه و خپلو بندګانو ته را لېږلى يم چي يواځي د الله عزوجل  و عبادت ته يې را و بولم او د هغه الله سره بل هيڅ شئ شريک و نه بولي، الله جل جلاله  پر ما کتاب نازل کړى دى، بيا يې د اسلام احکام ورته بيان کړه او قرآن مجيد يې ورته تلاوت کړى، إياس بن معاذ و ويل: يا قوم! دغه شی والله تر هغه بهتر دى کوم چي د هغه دپاره موږ راغلي يو، د دغه ډلي څخه يو نفر چي ابو الحَيسَر ورته ويل کېده او نوم يې أنس بن رافع ؤ د خاورو څخه مُټ ډک کړى او إياس يې پر مخ په و ويشتى او ويل: دا ستا خبري پرېږده موږ د بل شي دپاره راغلي يو، إياس چپ سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى څخه ولاړ سو، دا ډله بېله دې څخه چي د قريشو اتحاد او ملګرتيا لاس ته راوړي بيرته په خالي لاس مدينې منورې ته ولاړه، د دوى تر تګ لږ موده وروسته إياس وفات سو او د مرګ  په وخت کي يې حَمد، تکبيرونه او تسبيحات ويل، بيا نو خلكو په دې کي شک نه درلودى چي إياس مسلمان مړ سو.


۳- ابو ذر الغِفاري، ابو ذر رضی الله عنه  اول نفر دى چي د مکې مکرمې د دباندي څخه مسلمانيږي، حتّْی داسي هم ويل کيږي چي پنځم نفر ؤ چي مسلمان سو خو په دې کي شک نسته چي ابو ذر رضی الله عنه  د هغه اولو مسلمانانو څخه دى چي د اسلام په شروع کي په اسلام مشرفه سوي دي، ابو ذر غِفاري د غِفار د قبيلې څخه ؤ او دغه قبيله و مدينې منورې ته نژدې پرته وه، دغه قبيله په غلا او لار نيولو مشهوره وه، دې قبيلې حرامي مياشتي حلالولې يعني: په حرامو مياشتو کي يې هم جنګ او تجاوزونه کول، خو په خپله ابو ذر رضی الله عنه  د هغو خلكو څخه ؤ چي د شرک د اعمالو څخه بېزاره او موحِّد ؤ، پردې سربېره په حق دين پسي ګرځېدى، د مخه تراسلام راوړلو يې الله جل جلاله  ته لمونځ کاوه، خو د ابو ذر رضی الله عنه  د اسلام را وړلو د قصې روايتونه يو د بل سره لږ څه فرق لري خو زه دلته هغه روايت را نقلوم چي امام احمد رحمة الله عليه  يې په خپل مسند کي د ابوذر رضی الله عنه  څخه په سند سره را نقلوي.


 امام احمد پسله ذکر کولو د راويانو وايي: چي ابو ذر رضی الله عنه  و ويل: زه، زما ورور اُنَيس او زموږ مور د خپلي قبيلې څخه چي د غِفار قبيله وه را و وتلو او زموږ د قبيلې دا عادت ؤ چي حرامي مياشتي يې حلالولې، ترڅو چي زموږ يوه ماما ته ورغلو چي هغه د مال او عزت خاوند ؤ، زموږ ماما زموږ عزت وکړی او ښه معامله يې را سره وکړه، خو د هغه د قوم زموږ سره حسد پيدا سو چي دا بيا څوک دي چي دلته راغله  او ما ته يې و ويل: کوم وخت چي ته د خپله اهله څخه را وتلې، اُنيس به دي خپلي کورنۍ ته پرې ايښى واى، په دغه وخت کي زموږ ماما راغلى موږ هغه د ده د قوم حال ورته و وايه، داسي معلومېدل چي د ده هم دغه فکر ؤ، نو موږ ورته  و ويل: هغه نېکۍ چي دي د مخه را سره کړي وې هغه دي عبث او ضائع کړې او بيا به هيڅکله ستا مخ و نه وينو، موږ هغه خپلو اوښانو ته ور ولاړ سوو او خپل سامان يا شيان مو پر بار کړل، ماما مو سر په پټو کي پټ کړی او ژړل يې، موږ رهي سوو څو مکې مکرمې ته نژدې سوو. 


ابو ذر رضی الله عنه  دغه سړي ته چي قصه ورته کوي ورته وايي: اې وراره! د مخه تر دې چي زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره و وينم ما درې کاله لمونځ کاوه، هغه ورته و ويل: چا ته دي کاوه؟ ويل الله ته، سړي و ويل: د لمانځه په وخت کي دي مخ کومي خوا ته کاوه؟ ابو ذر رضی الله عنه  و ويل: هري خوا ته چي به مي الله جل جلاله  مخ برابر کړى او د ماخستن لمونځ مي د شپې ترآخره کاوه. 

 

ابو ذر رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي موږ و مکې مکرمې ته نژدې سوو زما ورور اُنيس و ويل: زه په مکه مکرمه کي کار لرم ته تر هغو  زما انتظار کوه چي زه بيرته راځم او دئ ولاړى، خو ډير وځنډېدى، کوم وخت چي را غلى ما ويل: ولي وځنډېدې؟ ده ويل: يو سړئ مي وليدى داسي دعوه يې کول چي الله جل جلاله  دغه ستا په دين را لېږلى دى، وايي: ما ورته و ويل: چي خلكو د ده په باره کي څه ويل؟  ورور مي و ويل: خلكو ويل: چي شاعر، ساحر او کاهن دى، ابو ذر رضی الله عنه  وايي زما ورور اُنيس شاعر ؤ او نور یې هم را ته و ویل: ما د کاهنانو خبري اورېدلي دي، د هغو پر قسم خبري يې نه کولې او د ده قول مي د شعر په ترازو کي واچاوه په والله هيڅوک به دا و نه وايي چي دا شعر دى، په والله دئ صادق دى او خلك درواغ وايي، ابو ذر وايي: ما خپل ورور ته و ويل: آيا ته تر هغو  زما انتظار کوې چي زه ورسم او په خپله يې و وينم؟ ورور مي ويل: هو! مګر د اهلِ مکې سره ډير احتياط کوه چي دوى د ده سره دښمني کوي او څوک نه ور پرېږدي چي خبري يې واوري، ابو ذر رضی الله عنه  وايي: زه رهي سوم ترڅو مکې مکرمې ته ورسېدم، هلته مي کتل يو ضعيفه سړئ (يعني: خوار او اسکېرلى سړئ) مي پيدا کړی او د هغه څخه مي پوښتنه وکړه، ما ويل: هغه څوک چي تاسي واياست د دينه اوښتى دى چيري دى؟ سړي و ما ته اشاره کړه او ناري يې کړل: دغه دى د دينه اوښتى، د مکې ټول خلك را باندي را ټول سوه په ډبرو په هډوکو هر څه چي په لاس ورځي په هغه مي وهي ترڅو چي بېهوښه ولوېدم، نه پوهېږم چي څه وخت را پورته سوم خو داسي وم لکه سور مُنار، يعني: ټوله په وينو لړلى وم، د زَمزَم و څا ته ورغلم اوبه مي وڅښلې او هغه ويني مي د ځانه څخه پرېولې او بيا د کعبې شريفي تر پوښو لاندي سوم.  ابو ذر رضی الله عنه  و قصه اورېدونکي ته وايي:
 

 

 اې وراره! تقريباً يوه مياشت مي په مکه مکرمه کي تېره کړه او د خوړلو دپاره مي هيڅ شئ نه درلودی فقط د زَمزَم اوبه چښم، تر داسي اندازې چاغ سوم چي نس مي ګونجي وکړې (يعني: خېټه مي پيدا کړه) او په خپله سينه کي مي هيڅ لوږه نه حسول، ترڅو چي د سپوږمۍ په رڼا يوه روښانه شپه پر اهل مکه راغله او په دغه شپه کي الله جل جلاله  پر اهل مکه خوب غالبه کړى، پر کعبه شريفه هيچا طواف نه کاوه بېله دوو ښځو، دغه دوې ښځي چي پر ما راغلې په دغه وخت کي يې په خپلو دعاوو کي  إساف او نائله یادول او بلل، ما ورته و ويل: دغه دوه څه صفت لري دا خو هغه دوه زنا کاره دي.

 


(د ِإساف او نائلې قصه مي د مخه درته بيان کړې ده) ابو ذر رضی الله عنه   وايي دغو دوو ښځو په نارو او غالمغال شروع وکړه او ويل کشکي زموږ د نفرو څخه يو څوک دلته موجود واى.


ښځي په دغه نارو کي د حرم شريف څخه وتلې چي د ها خوا څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  د غره د طرفه څخه را کښته کېدل، دغه ښځي په مخه ورغلې د ښځو څخه يې پوښتنه وکړه:څه درته پېښه  ده؟ ښځو ويل: د کعبې شريفي تر پوښو لاندي يو د دينه اوښتى سړئ دى، دوى ويل چي هغه سړي څه و ويل؟ ښځي وايي: داسي خبره يې وکړه چي خوله په ډکيږي، يعني: ډيره لويه خبره يې وکړه، ابوذر رضی الله عنه  وايي: بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګرى راغله حجراسود يې مسحه کړی پرکعبه شريفه يې طواف وکړی او لمونځ يې وکړی (معلومه خبره ده چي ابوذر رضی الله عنه  د دغه لمانځه څخه پوه سو چي دا هغه د ده د مطلب سړئ دى) ابو ذر رضی الله عنه  وايي: زه ورغلم او اول هغه څوک وم چي د اسلام په تحيه سره مي تحيه ورته و ويل، يعني: ورته و مي ويل: السلام عليکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ته و ويل: عليک و رحمة الله او ويل: د کوم ځاى يې؟ ما ورته و ويل: د غِفار د قبيلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  لاس پر تندي کښېښاوه، ابو ذر رضی الله عنه  وايي ما د ځانه سره و ويل: لکه دا چي يې نه  سوه خوښه چي ما د ځان نسبت د غِفار و قبيلې ته وکړی دا إراده مي وکړه چي لاس يې ونيسم، خو د ده ملګري (چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عادت ترما ډير خبر ؤ او پوهېدى) زه منعه کړم، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ته و ويل: د څومره مو دې راهیسي دلته اوسېږې؟ ما ويل: تقريباً د ديرشو شپو او ورځو په  منځ کي، نو ويل: خواړه چا درکول؟ ما ويل: خواړه مي نه درلودل فقط د زَمزَم اوبه مي څښلې او زه په چاغ سوم حتّْی خېټه مي وکړه او په سينه کي مي هم هيڅ لوږه نه ده حس کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو دا مبارکي اوبه دي او دا اوبه د وږي سړي غذاء ده، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي نن شپه زه و ده ته خواړه ورکړم. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو  ور يې کړه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  رهي سوه او زه هم ور سره ملګرى سوم ترڅو چي ابوبکر رضی الله عنه  يوه دروازه خلاصه کړه او موږ ته يې د طائف د اُوڅکو څخه په مټانو را کړې، ابو ذر رضی الله عنه  وايي: دا نو هغه اول خواړه وه چي ما په مکه کي وخوړل او څومره چي الله جل جلاله  را ته مقرره کړي وه هغومره په مکه کي پاته سوم او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ته و ويل: زه و يوې داسي مځکي ته بېول کېږم چي ډيري خرماوي لري او زه ګمان نه کوم چي بل ځاى دي وي  بېله یثرِبه، آيا ته ستا و قوم ته زما د طرفه تبليغ او دعوت کوې؟ ښايي چي الله جل جلاله  په تا سره دوى ته نفعه و رسوي او تا ته د دوى په سبب اجر او ثواب درکړي، ابوذر رضی الله عنه  وايي بیا نو د مکې مکرمې څخه رهي سوم تر څو زما ورور اُنيس ته ورغلم، هغه را ته و ويل: څه دي وکړه؟ ما ويل: زه مسلمان سوم او د هغه سړي تصديق مي وکړی، اُنيس ويل: زه هم نه غواړم چي بېله ستا د دينه څخه بل دين اختيار کړم، زه هم مسلمان يم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تصديق کوم، بيا موږ دواړه زموږ مور ته ورغلو هغې ته مو خپل دين او حال و وايه، هغې ويل: زه هم ستاسي د دين څخه مخالفت نه کوم زه هم مسلمانه يم او هغه څه منم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې وايي، نو موږ د دغه ځايه څخه رهي سوو، څو خپل قوم او د غِفار قبيلې ته ورسېدلو او هلته مو په دعوت شروع وکړه.  


د مخه تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راسي زموږ د قوم ځيني خلك مسلمانان سوه او ځينو ويل: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راسي موږ اسلام راوړو، کوم وخت چي بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راغلى هغه نورو پاته خلكو هم ايمان را وړى. 


او بيا د أسلم قبيله چي و غِفار ته نژدې وه مدينې منورې ته راغله او ويل: يا رسول الله! موږ هم پر هغه څه ايمان را وړى دى کوم چي زموږ وروڼو د غِفار قبيلې پر را وړى دى، د أسلم قبيله هم مسلمانان سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: 
«غِفار غَفَرَ اللهُ لَهَا، وَ أسلَم سَالَمَهَا الله».
۴- طُفيل بن عمرو الدوسي چي پوه، هوښيار، شريف، شاعر او معتبره سړئ ؤ، د دوس د قبيلې رئيس او مشر ؤ، د ده قبيله ډيره لويه قبیله وه او د يمن پر ځينو منطقو آمره وه.


 دغه طُفيل بن عمرو د بعثت په يوولسم کال کي د حج يا عمرې دپاره مکې مکرمې ته راغلى، د مکې مکرمې قريش د ده تر را رسېدلو د مخه د ده و استقبال او ښه راغلي ته ور و وتل، د ده يې ډير احترام او اکرام وکړی ځکه د لويي قبيلې مشر او سردار دى او په اول ملاقات کي يې ورته و ويل: يا طفيل! ته زموږ وطن ته راغلې خو پام کوه په موږ کي يو لوى ساحر پيدا سوى دى چي موږ يې سره پاشلي او جلا کړي يو د ده په خبرو کي سحر پروت دى، زوى او پلار سره جلا کوي، ورور او ورور سره جلا کوي، ښځه او خاوند سره جلا کوي، موږ پر تا او ستا پر قوم د هغه څه څخه بېرېږو چي موږ ته يې را پېښ کړي دي، نو مه د دغه ساحر سره خبري کوه او مه ته د هغه خبري اوره، هر چا چي د ده خبري اورېدلي دي د جادو تر تاثير يې لاندي سوى دى. 


دا د قريشو عادت ؤ هر څوک چي به مکې مکرمې ته راغلى دوى به بېراوه خاصتًا که به هغه څوک د عربو د قبيلو مشر او سردار ؤ، ځکه قريشو نه غوښتل چي څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د اسلام خبري واوري.


نو طفيل ته يې هم و ويل: چي ډير احتياط به کوې چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  خبري وانه ورې، طفيل هم ډير و بېرېدى، طفيل وايي: دومره يې دا خبري را ته وکړې چي د ځان سره مي دا فيصله وکړه چي د ده څخه به هيڅ شئ نه اورم او نه به خبري ور سره کوم، په سهار کي چي مسجد الحرام ته تلم په غوږو کي مي پنبه کښېښوول دا د دې دپاره چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  خبري په خطاء کي را څخه وانه ورېدل سي، کوم وخت چي مسجد الحرام ته را و وتم  ومي ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کعبې شريفي سره ولاړ دى او لمونځ کوي او په لمانځه کي په لوړ آواز قرائت وايي، زه طواف کوم او ده  ته  ګورم خو شئ نه اورم ځکه غوږونه مي په پنبه پټ دي، خو د الله جل جلاله  خوښه وه چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  څخه ځيني شئ واورم او هغه مي ښې خبري واورېدې، نو مي د ځان سره و ويل: يا طفيل! ته هوښيار سړئ يې، پوه، فصيح او شاعر يې، د ښه او بد فرق درباندي کيږي، صحي او غلط سره پيژنې، تر دغه زيات د انسان دپاره څه شي په کار دي او اوس بېرېږې چي خبري وانه ورم؟ او بيا د قوم مشر هم يې ستا سره بېره نه ده په کار، غوږ ورته ونيسه که يې خبري ښې وې قبولي يې کړه او که يې خبري عبث او چټي وې پرې يې ږده، نو مي تر هغه وخته انتظار وکړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته رهي سو، زه هم په پسې سوم ترڅو چي کور ته ننوتى زه هم پسي ورغلم او هلته مي د خپل راتګ سبب ورته بيان كړی دا مي هم ورته و ويل: چي خلكو ستا د خبرو د اورېدلو څخه دومره بېرولى وم چي غوږونه مي په پنبه بندکړي وه او بيا مي ستا يو څه خبري واورېدې خو اوس دغه ستا خبري او کار و ما ته په تفصیل سره بيان کړه، دغه ستا د دين خبري را ته وکړه قرآن راته و وايه.


 طُفيل وايي: په والله هيڅکله مي تر دغه ښې خبري نه وې اورېدلي او نه مي تر دغه د عدل کار ليدلى ؤ، اسلام مي په زړه کي ځاى ونيوى او زه مسلمان سوم، د شهادت کلمې مي و ويلې.


سبحان الله! د دَوس د قبيلې رئيس ايمان را وړى دا څومره لويه کاميابي ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم ډير زيات په خوشاله سو، دا خبر په مکه مکرمه کي نشر سو چي طفيل مسلمان سو، قريش وارخطا سوه چي د دوس د قبيلې رئيس  هغه چي په عربو کي ډيره لويه قبيله ده ايمان راوړى او ژر و طفيل ته ورغله ويل: يا طفيل أصبأت، يعني: د دينه واوښتې؟ طفيل ويل: يا بلکه مسلمان سوم او ويل: اشهد ان لا اله الا الله، واشهد ان محمّداً رسولُ الله، قريشو غوښته چي وې بېروي ويل موږ دي وژنو، طفيل ويل: والله که تاسي ما ته آزار راکړی د دوس قبيله به هيڅکله تاسي پرې نږدي، څوک ما وهلاى يا وژلاى سي؟ د دوس قبېله ټوله پر ما ولاړه ده. 


بيا نو طفيل و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! هر قسم چي ستا خوښه وي امر مي کړه که غواړې چي ستا سره پاته سم حاضر يم،که غواړې چي خپل قوم ته ولاړ سم او هغه و اسلام ته دعوت کړم هم ستا خوښه ده، سبحان الله! د اولي لحظې څخه چي يې ايمان زړه ته ننوتى مطلق اطاعت يې قبول کړى تر هر څه تېر دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! خپل قوم ته ولاړ سه او قوم دي اسلام ته دعوت کړه، طفيل و ويل: هـو  زما قوم زما اطاعت کوي زه به ولاړ سم او هغه به اسلام ته دعوت کړم، خو ته الله جل جلاله  ته دعاء وکړه چي ما ته يوه علامه راکړي چي قوم مي تصديق وکړي،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء ورته وکړه او دئ رهي سو. 


د شپې پر لار  رهي دى چي يو نور او روښنايي يې د دوو سترګو د منځ څخه را وزي او لار ورته روښانه کوي، دا هغه علامه وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعاء په سبب الله عزوجل  ورکړه، ده و ويل: الْهي نه غواړم چي په مخ کي مي يو شئ جوړ سي بيا به خلك وايي چي ده د بتانو عبادت پرېښاوه هغو دغه په وکړه، ځکه دا هم عجبه ده چي يو څوک رهي وي او د مخه څخه يې روښنايي را وزي د خلكو د خبرو دپاره لار پيدا کيږي، د الله عزوجل  په إراده دغه روښنايي د ده د مخ څخه د ده و قمچِني يا چلاخي ته نقل سوه، هغه قمچِنه چي ده به د اوښ د تګ دپاره ښورول، د هغې څخه نور او روښنايي را وتل او ده لار په ليدل، کوم وخت چي طفيل و خپل قوم او قبيلې ته ورسېدى او خپل کور ته ننوتى، هلته خپل اهل او کورنۍ پر را ټول سوه، ښځه، مور، پلار، خوندي او وروڼه ټول ورته راغله، مګر طفيل ورته و ويل: زما مخ او زما خبري پر تاسي حرام دي ترڅو تاسي د محمّد صلی الله علیه وسلم  و دين ته داخل نه سى، هغو و ويل: د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين څنګه او څه شي دى؟ طفيل! اسلام او د هغه عقيده ورته بيان کړه، د طفيل هغه نژدې دوستان او  اقرباء ټول و اسلام ته داخل سوه مګر قوم يې په ايمان را وړلو کي ځنډ وکړی. 


طفيل په خپل قوم او قبيله کي خلك و اسلام ته دعوتوي او دې دعوت کلونه په بر کي ونيول څو په آخر کي يې ټول قوم مسلمان سو او طُفيل رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت وروسته ټول قوم د بيعت دپاره مدينې منورې ته را وستى، د طفيل د اسلام را وړلو په سبب د دوس ټوله قبيله مسلمانان سوه چي په هغو کي ابو هريره رضی الله عنه  هم ؤ. 


دا کار په اسلام کي لوړه درجـه، عالي مقام او ډير ثوابونه لري چي د يوه سړي د کوښښ او دعوت په نتيجه کي پوره قبيله مسلمانيږي، مګر د ده د دعوت پوره کاميابي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت وروسته وه، د حديبيي تر صلحي وروسته يې په داسي حال کي مدينې منورې ته هجرت وکړی  چي اويا، يا اتيا  کوره مسلمانان د ده د قومه څخه ور سره ملګري وه او طفيل رضی الله عنه  په اسلام کي ډير ښه امتحان ورکړی هغه دا چي طفيل رضی الله عنه  د يمامې په ورځ شهيد و وژل سو. 


۴- ضماد الأزدي، دئ د يمن د أزد د قبيلې څخه ؤ او ده پر ځينو عصبي مريضانو او لېونيانو دَم او چو کاوه، يو وخت مکې مکرمې ته د حج يا عمرې د آداء کولو دپاره ولاړى هلته يې د مکې مکرمې د بېباکانو او نا اهلانو څخه واورېدل چي محمّد صلی الله علیه وسلم  لېونئ دى، ده د ځان سره و ويل:که زه و دغه سړي ته ورسم او دَم پر وکړم ښايي الله جل جلاله  يې زما د دم په  واسطه جوړکړي، نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم زه پر دغسي مرضو دم کوم آيا غواړې چي دَم درباندي وکړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و  فرمايل:
«اِن الحمدَ لله نَحمدُهُ وَ نَستعينُهُ، مَن يهده اللهُ فلا مضِل له، و من يُضلِلهُ فلا هاديَ له، واشهد ان لا اله الا الله وحده لاشريکَ له، واشهد ان محمّداً عبده ورسولُه».

امابعد: 
ضماد الاُزدي و ويل: دغه جملې يو وار بيا را ته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه جملې درې واره نور ورته تکرار کړې، ضماد و ويل: د کاهنانو خبري مي اورېدلي دي، د ساحرانو خبري مي اورېدلي دي، د  شاعرانو خبري مي اورېدلي دي، خو دغه ستا پر قسم خبري مي نه دي اورېدلي، د بحر تر قاموس لوړي دي، لاس دي راکړه چي پر اسلام بيعت درسره وکړم، بيا يې بيعت وکړی او مسلمان سو.


دغه قسم رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه موده کي پر ډيرو افرادو او اشخاصو په انفرادي ډول اسلام عرض کړى دى، لکه څرنګه چي د قبيلو جواب منفي ؤ دغه رنګه د افرادو جوابونه هم منفي وه، خو د ځينو جواب به ډير شديد او زړه دردونکى ؤ چي د هغو و بيانولو او ذکر کولو ته ضرورت نه وينم، فقط دغه يوه قصه د مثال او نمونې پر قسم درته بيانوم: 
يو نفر چي د عربو د پهلوانانو څخه ؤ او نوم يې رُکانه ؤ لوى او مشهوره غېږ باز ؤ، چا نه ؤ غځار کړى، و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى، ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم ته وايې چي زه نبي يم، که دي زه غځار کړم ته صادق يې، سبحان الله! د نبوت او غېږبازۍ يې سره څه؟  


خو دا د دغو خلكو جهالت ؤ، رُکانه لوى پهلوان دى چا نه دى غځار کړى، وايي: که دې زه غځار کړم ته صادق يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: ښه دى او ور ولاړ سو په لږ وخت کي يې رُکانه غځار کړی، رکانه په تعجب کي سو، د اول وار دپاره  غځاريږي، تر اوسه چا نه دى غځار کړى، ويل: يوار بيا راسه، بيا ورغلى بيا يې غځار کړی، ويل: يو وار لا بيا راسه، بيا ورغلى، درېیم وار يې بيا غځار کړی، ويل: والله دا عجبه خبره ده مګر تر هغو ايمان نه درباندي را وړم چي دغه ونه خبري و نه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وُني یا درختي څخه پوښتنه وکړه چي زه څوک يم؟ 


وُني و ويل: اشهد ان لا اله الا الله، و اشهد انک رسولُ الله، د رُکانه په حضور هغه وُني هم خبري وکړې، رکانه و ويل: والله ته ساحر او جادوګر يې، دا د دغه يوه نفرحال ؤ، کفارو ته يواځي دانه چي قرآن مجيد معجزه وه، بلکه معجزات، داسي معجزې چي په سترګو ليدل کېدلې، خو بيا يې هم ايمان نه را وړى.   

    
  ( خو  رکانه رضی الله عنه  په وروسته کي مسلمان سوى دى) 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته