تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د تعهد نامې ماتول
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۶ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د تعهد نامې ماتول

 

پوره درې کاله پر دغه حال تېرسوه څو د بعثت د لسم کال د محرمي په مياشت کي دغه تعهدنامه او انحصار مات سوه د هغه د ماتېدلو سبب دا ؤ چي په قريشو کي ځيني کسان په دغه تعهد او انحصار راضي وه او ځيني يې ناراضه وه، نو هغه کسان چي په دغه انحصار نه وه راضي هغو د دغه تعهدنامې د ماتېدلو دپاره کوښښ وکړی، هشام بن عمرو چي د قريشو د مشرانو څخه ؤ او د شپې به يې په پټه يو څه خواړه و بني هاشم ته ور وړل او د هغو د دغه بد حال په سبب خواشينى او پرېشانه هم ؤ نو همېشه به په دې فکر کي ؤ چي دغه د ظلم ورقه او تعهد نامه چي د قريشو د طرفه ليكل سوې ده څنګه د بينه يوسي او دغه مقاطعه پاى ته ورسيږي؟ د دې کار دپاره يې عزم وکړی چي دا مقاطعه بايد ليري او پاى ته ورسيږي، نو زُهير بن ابي اميه المخزومي ته ورغلى چي د هغه مور عاتکه بنت عبدالمطلب وه. 


زُهير ته يې و ويل: يا زُهَير! آيا ته راضي يې چي ته خواړه خورې او اوبه څښې او ستا د ماما ګانو دي دغه حال وي چي ته په خبر يې؟ زهير ويل: يا! نه يم په راضي. 

 

هشام ويل: هو بايد په راضي هم نه سو درې کاله کيږي چي دغه خلك په لوږه اخته دي موږ يې د شپې او ورځي د کوچنيو ماشومانو ژړاوي اورو چي د لوږي ژاړي او بيا هم چپ يو دغه خلك زموږ قوم زموږ وينه او زموږ ځان دي، زُهير ويل: نو څنګه وکړم؟ قريشو دا اتفاق کړى دى، هشام ويل: زه غواړم چي دغه ورقه د بينه يوسم، زُهير ويل: زه او ته دوه نفره يو دا کار مو په وسه نه دى پوره، بيله ما او تا څخه بل څوک هم سته چي د دغي مقاطعې مخالف وي؟ هشام ويل: يا! فقط زه او ته يو، زُهير ويل: درېیم نفر هم را ته په کار دى، نو هشام و مطعم بن عدي ته ورغلى و هغه ته يې د بني هاشم او بني مطلب دوستۍ او قرابتونه ور ياد کړه او ويل: دا ښه کار نه دى چي ته په دغه ظلم کي د قريشو پر طرف يې، مطعم ويل زه يو نفر يم څه نه سم کولاى، هشام ويل: دوهم نفر مي هم در پيدا کړى دى، ويل: هغه څوک دى؟ ويل: زه يم، مطعم ويل: درېيم نفر هم په کار دى، ويل: هغه مي هم پيدا کړى دى، مطعم ويل: هغه څوک دى؟ ويل: زُهير بن ابي اميه، مطعم ويل: په دې کار کي څلورم نفر هم په کار دى، نو هشام بن عمرو و ابوالبختري ته ورغلى، هغه ابوالبختري چي د ابوجهل سره يې د حکيم د اوښ په بار کي وهل او ټکول کړي وه، هشام پوهېدى چي ابوالبختري پر بني هاشم مهربانه دى، و هغه ته يې هم هغه خبري وکړې چي و مطعم ته يې کړي وې، ابوالبختري و ويل: آيا بل څوک هم سته چي په دغه کار کي زموږ مرسته وکړي؟ هشام ويل: هو! زُهير بن ابي اميه، مطعم بن عدي او زه ستاسي سره يم، ابوالبختري و ويل: پنځم نفر ته هم ضرورت سته چي پنځه سو قوت مو زياتيږي، هشام و زُمعه بن الاسود بن مطلب ته ورغلى د هغه سره يې خبري وکړې د بني هاشم قرابتونه يې ور ياد کړه، د هغو حقوق يې ورته بيان کړه او ويل: ته په دغه حالت راضي يې چي قوم دي د لوږي مري؟ زُمعه ويل: آيا دغه کار ته چي ته ما ور بولې بل څوک هم را سره سته؟ هشام ويل: هو! د هغه نورو ملګرو نومونه يې ور ياد کړه، زمعه و ويل: هو اوس صحي ده، دغه پنځه نفره د شپې په (حِجون) کي چي د يو ځاى نوم دى سره يو ځاى سوه او د دغه صحيفې يا تعهد نامې د ماتولو دپاره يې عهد او وعده وکړه. 

 

زهير و ويل: اول هغه څوک چي د قريشو په حضور په دغه باره کي خبري کوي هغه زه يم، شپه تېره سوه په سهار کي د قريشو مشران او سردارن او نور قريش د کعبې شريفي پر شا وخوا د خپلو مجلسو په ځايو کي ناست دي چي زُهير دکوره را و وتى ښه او ګران قېمته لباس يې اغوستى دى پرکعبه شريفه يې طواف وکړی او بيا يې و خلكو ته مخ ور واړاوه ويل: يا اهل مکه! آيا موږ خواړه خورو، کالي اغوندو او بني هاشم هلاکيږي؟ نه شئ پر خرڅيږي او نه ځني رانيول کيږي، والله زه تر هغو نه کښېنم تر څو دغه ظالمه ورقه، دغه د دوستۍ قطعه کونکې ورقه څيري نه سي، درې کاله کيږي چي دوى خواړه نه لري او وږي ګرځي، والله دا پيغور به موږ ته تر ابده پاته وي.

 

ابوجهل چي د حرم په يوه طرف کي ناست ؤ ولاړ سو او ويل: درواغ دي و ويل والله دغه عهدنامه نه څيرل کيږي، دا هغه عهد او اتفاق دى چي ټولو قريشو کړى دى او وعده يې کړې ده چي دا مقاطعه به تر هغو جاري وي څو مسلمانان زموږ دين ته را اوړي.


زُمعه بن الاسود ولاړسو او ويل: والله يا ابوجهل ته ډير درواغجن يې موږ په دې عهد نامه د هغې د ليکلو په وخت کي هم نه ؤ راضي او دا بايد څيري سي، ابوجهل وايي: والله نه څيرل کيږي. ابوالبختري ولاړسو ويل: زُمعه رشتيا وايي موږ په دغه عهد نامه نه راضي يو او نه يې منو.
ابوجهل غواړي چي د ابوالبختري جواب و وايي چي مطعم بن عدي ولاړ سو او ويل: تاسي رشتيا واياست او هرڅوک چي د دغه مخالفه خبري کوي هغه درواغ وايي، موږ د الله په حضورکي د دغه عهد نامې څخه او کوم څه چي پکښي ليکل سوي دي بري او بېزاره يو. 

 

ابوجهل د ده وجواب ته ځان جوړاوه چي هشام بن عمرو ولاړ سو او د دغه قسمه څخه خبري يې وکړې، اوس نو کوم څوک چي دا حالت ويني يو د پنځو په مقابل کي دلائل وايي، ابوجهل وايي: دا عهد بايد نه سي مات او مقاطعه بايد نوره هم دوام ولري، مګر دوى پنځه دي که څه هم بل څوک د دوى پر طرف نسته خو دا پنځه منظم او د مخه يې پلان جوړکړى دى، پنځه منظم نفر کولاى سي چي پر پنځوسو غير منظمو نفرو غالبه سي، ابوجهل عاجزه پاته سو ويل: دا پلان په شپه کي جوړ سوى دى، بيله دغه ځايه په بل ځاى کي مشورې سوي دي. 

 

د دغو خبرو په وخت کي ابوطالب د حرم شريف په يوه طرف کي ناست ؤ او دغه خبري اوري، ابوطالب ولي او د څه شي دپاره دلته راغلى ؤ؟ هغه خو په دې موضوعاتو نه ؤ خبر؟ د هغه د را تللو سبب بل شئ ؤ، هغه دا چه الله جل جلاله  خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته د دغه صحيفې يا ورقي په باره کي معلومات ورکړه چي په هغه عهد نامه کي ټول هغه ځايونه چي په هغه کي ظلم او د صلۀ رحمي قطعه کېدل ليکل سوي دي، هغه ټول وَينُو خوړلي دي، بېله هغو ځايو څخه چي په هغه کي د الله جل جلاله  نوم ليکل سوى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبر و خپل اکا ابوطالب ته و وايه، ابوطالب ورته و ويل: آيا ستا رب ته په دغه خبر کړى يې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ويل: هو. 


نو اوس ابوطالب د يو څو نفرو سره راغلى دى چي دغه خبر و قريشو ته و وايي، د  مخه تر دغه مناظرې او مناقشې ابوطالب و ځينو قريشو ته دغه خبر و وايه: چي زما وراره دغسي او دغسي راته ويلي دي او هغه هيڅکله درواغ نه وايي، اوس تاسي وګورى که خبره داسي وه لکه هغه چي وايي نو ويښ سى او  دغه خپل بد او ظالمانه عمل پرېږدی په والله تر هغو به يې در تسليم نه کړو چي يو نفر مو پاته وي اوکه هغه خلاف ويلي وه زه به تاسي او دئ سره پريږدم، بيا نو څه چي مو خوښه وي هغه ور سره وکړى. 

 

قريشو و ويل: ښـه او د انصاف خبره دي وکړه، خـو د مخه تر دې چي پر دغه موضوع خبري وسي هغه بله خبره شروع سوه، پسله هغه څخه چي د هغو پنځو نفرو او ابوجهل په منځ کي هغه سوال او جواب وسو، مطعم بن عدي وکعبې شريفي ته ننوتى چي هغه عهد نامه را واخلي او څيري يې کړي، وې ليدل چي عهد نامه ټوله وَينُو خوړلې ده بېله هغه ځايه څخه چي (بسمک اللّهم) يا بل هغه ځاى چي د الله جل جلاله  نوم ليکل سوى ؤ، هغه پرخپل حال پاته وه نوره ټوله عهد نامه نه وه! وَينُو خوړلې وه، د دغه وخته څخه دا عهد او اتفاق، انحصار او بنديز مات سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ده ټول ملګري د شِعب ابي طالب څخه را و وتل او خپلو کورو ته ولاړل. 


دلته کفارو بيا د رسول  الله صلی الله علیه وسلم د نبوت د علامو څخه يوه ډېره لويه علامه وليدل، چي هغه د عهد نامې په حال خبرېدل وه، مګر لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايي:
وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿القمر: ٢﴾
يعني:که کفار د  الْهي قدرت يو دليل و ويني مخ ځني اړوي نه يې مني او وايي دا سحر دى.  

 

کفارو دلته هم دغه د نبوت لوى دليل نه و منى او نور يې هم کفر پر کفر زيات سو. 


دغه مقاطعه او بنديز پسله درې کاله څخه په دغه شکل سره پاى ته ورسېدل، مګر دغه موده ډير سخت او مشکل ژوند ؤ، درې کاله پرله پسې ټولو مسلمانانو او د دوى دوستانو يا طرفدارانو دغه لوږه او د وړو ماشومانو ژړاوي و زغملې.


 مسلمانانو ولي او د څه شي دپاره دغه عذابونه او تکلیفونه قبلول؟؟؟  


ډيره مهمه پوښتنه ده په معقول او منصف جواب پسي يې ته وګرځه.

 

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په دغه ډول تېرېدى، قِسم قِسم آزارونه، پرله پسې لوږه، سپکي او نا لايقي خبري، د ده صلی الله علیه وسلم د اهل او متابعينو پرله پسې زهېرول او عذابونه ورکول او بيا د دنيوي امورو لکه پيسې، آمريت او داسي نورو بشري خواهشاتو پېشنهادونه ورته وسوه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو شيانو څخه و هيڅ شي ته نه تسليم سو او نه يې خپل دعوت پرېښاوه، دعوت کوي او پر هر قسم آزارو صبر کوي.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته