تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:درې کاله د ابوطالب په شِعَب کي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۵ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

درې کاله د ابوطالب په شِعَب کي

 

 ابوطالب وبېرېدى چي د قريشو كافر مشرانو د بني هاشم او بني مطلب او هغو کسانو چي د دوى پرطرف دي پرضِد ډير ټينګ اتفاق او اتحاد وکړى، نو ابوطالب هغه کسان چي د ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرطرف وه سره را ټول کړه او د مکې مکرمې تر ښار دباندي و وتل، دا د دې دپاره چي دوى سره يو ځاى  وي او په خپل منځ کي مرسته او تعاون سره وکړي، نو يې د مکې مکرمې په بل ځاى کي واړول چي و هغه ځاى ته شِعَبِ ابي طالب ويل کيږي، دوی هلته يو د بل سره مرسته کوي او په دې اميد دي چي د دغه مقاطعې او انحصار څخه خلاص سي. 

 

سبحان الله! آیا د نن ورځي کفار هم د مسلمانانو په مقابل کي دغه کارونه نه کوي؟


هلته د قريشو د طرفه مقاطِعه او انحصار په ډير شديد ډول سره شروع سوه او دې انحصار يا مقاطِعې درې کاله دوام وکړى، درې کاله او د دوى دا حال دى چي نه شئ رانيولاى سي او نه يې خرڅولاى سي هيڅوک شئ نه پر خرڅوي حتّْی که د مکې مکرمې د دباندي څخه نور تجار راسي قريش يې نه پرېږدي چي پر دوى شئ خرڅ کړي او که به بيا چيري د بني مطلب يا بني هاشم څخه يو څوک  ورغله چي يو شئ را نيسي، قريشو به هغه شئ په دوه چنده قېمت د هغه تاجر څخه د دې دپاره رانيوى چي د مسلمانانو و لاس ته شئ ورنه سي، مسلمانان مال لري مګر شئ نه سي په رانيولاى او بل د أمن د طرفه هم نه وه په امان، د خپل ضرورت د شيانو د رانيولو دپاره هم د شِعَبِ ابي طالب څخه نه سي را وتلاى بېله هغو حرامو مياشتو څخه کومي چي په هغو کي جنګ او تجاوز حرام ؤ. 


ابوطالب پر رسول الله صلی الله علیه وسلم بېرېدى چي څوک يې د شپې و نه وژني نو کوم وخت چي به شپه سوه او خلك به د خوب بستر ته تله ابوطالب به هم  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: ورسه پر خپل ځاى دي پرېوزه، دا د دې دپاره که چا د ده صلی الله علیه وسلم د وژلو إراده کړې وي هغه به يې و ويني چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته پرېوتى، کوم وخت چي به خلك بيده سوه بيا به ابوطالب د خپلو زامنو يا وروڼو څخه يو څوک امر کړی چي ورسه ته د محمّد صلی الله علیه وسلم په ځاى کي پرېوزه او رسول الله ته به يې و ويل: ته ولاړ سه د ده په بستر کي پرېوزه. 

 

کوم وخت چي د مسلمانانو او د دوى دکومکيانو خپل خوراکي مواد خلاص سوه او نور نه سي رانيولاى نو په مسلمانانو او هغو کسانو کي چي د دوى مرسته يې کول لوږه شروع سوه، داسي کاختي او نيستي جوړه سوه چي د لوږي په سبب يې د درختو او وُنو پاڼي خوړلې، نورو قريشو به د مسلمانانو او د هغو د کومکيانو د کوچنيو ماشومانو پرله پسې ژړا او نارې، چغاري او بغاري اورېدلې چي د لوږي په سبب به يې همېشه ژړل، خو زړ سوئ نه ؤ بلکه خوند يې پر اخستى. لكه نن ورځ چي د دنیا ټول کفار د فلسطین د کوچنیو معصومو شهیدانو نندارې کوي او خوند پر اخلي.

 

هو! هلته په قريشو کي څو نفره وه چي زړه يې غوښتى چي د بني هاشم او نورو سره د هغو دوستيو په سبب چي د دوى سره يې درلودلې مرسته وکړي، ځکه ځينو قريشو د بني هاشم يا نورو سره پخواني قرابتونه او دوستۍ درلودلې، نو د هغهو دوستيو په سبب په دغه مقاطعه او انحصار نه وه راضي مګر په وسه يې هم څه نه وه پوره، نو به يې د موقع په وخت کي په پټه سره يو څه خوراکي مواد وُر وړل چي د هغې جملې څخه يو هم حکيم بن حزام ؤ. 

 

حکيم بن حزام د  قريشو د مشرانو څخه يو مشر ؤ او تر دغه وخته نه ؤ مسلمان سوى، د ده زړه غوښتل چي د بني هاشم سره د دغه تنګسې په وخت کي مرسته وکړي ځکه يو خو يې د مور د طرفه د بني مطلب سره دوستي درلودل او بل خديجه رضی الله عنها د ده عمه وه.
دغه حکيم، يوه ورځ يو څه خوراکي مواد پر يوه اوښ بار کړه چي و شِعب ابي طالب ته يې ور وړي خو په لار کي ابوجهل وليدى، ابوجهل ويل: د خيره؟ يا حکيم! حکيم ويل: دا زما کار دى هر چيري چي ځم، ابوجهل ويل: ته محمّد او د هغه و ملګرو ته خواړه ور وړې؟ حکيم ويل: دا زما کار دى هر چيري چي يې وړم، د دې امت فرعون ابوجهل و ويل: يا! دا ستا کار نه دى! والله نه دي پرېږدم چي ته و مسلمانانو ته خواړه ور وړې او د ده په منعه کولو يې شروع وکړه. 

 

دوى په دغه کشمکش کي دي چي د قريشو د مشرانو او ساداتو څخه يو بل نفر راغلى چي نوم يې ابوالبختري بن هشام دى او ده  هم د مسلمانانو سره همدردي درلودل،که څه هم د ده همدردي د اسلام او ايمان په سبب نه وه بلکه د دې همدردۍ سبب هم قوميت او نسب ؤ، خو دغه ابوالبختري راغلى ويل: پر څه مو شخړه او غالمغال دى؟ حکيم ويل: زما سره دغه بار را سره دى او غواړم چي هري خوا ته زما زړه وي ولاړ سم، مګر ابوجهل مي نه پرېږدي د ده يې په څه؟ ابوجهل ويل: يا! دئ غواړي چي دغه خواړه محمّد صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو ته يوسي، ابوالبختري و ويل: حکيم د قريشو د مشرانو څخه يو مشر دى، ته هم يو مشر! دئ هم يو مشر، دئ آزاد دى هر چيري چي ځي ولاړ دي سي، ته حق نه لرې چي منعه يې کړې. 

 

اصلاً مکې مکرمې يو عمومي مشر نه درلودى، هر مشر د خپل قوم او خپلي کورنۍ مشر ؤ، مګر ابوجهل که څه هم چي د خپل قوم بني مخزوم مشر ؤ خو د زړه غوښتنه او آرزو يې دا وه چي د ټوله مکې مکرمې مشر سي، مګرڅرنګه چي قريش ښاخ ښاخ يا پښه پښه وه او هر ښاخ ځان ته مشران درلودل، هغه نورو مشرانو د ابوجهل اطاعت نه کاوه او نه يې دئ د ځان مشر باله، نو ځکه ابوالبختري ورته و ويل: حکيم هم يو مشر دى هر څه چي يې زړه غواړي و دي يې کړي، ابوجهل ويل: يا! نه يې پرېږدم، ابوالبختري ته قهر ورغلى او ويل: ته څوک يې چي نه يې پرېږدې؟ ابوجهل ويل: نه يې پرېږدم او ابوالبختري يې پوري وهى د ابوالبختري هم ور سره حملې سوې، وهل پوري وهل سوه خو په آخر کي ابوالبختري پر زور سو او حکيم هغه خپل بار کړى اوښ مسلمانانو ته ورساوه. 

 

همدارنګه د قريشو ځينو نورو مشرانو کوم چي د ابوطالب يا بني عبدالمطلب سره يې دوستي درلودل يو څه خوراکي مواد و مسلمانانو ته په پټه ور وړل مګر دغه خوراکي مواد چي مسلمانانو ته په پټه ور وړل کېده د دوى نه بسېده، ځکه دا لږ خواړه وه او هغه کسان چي په شِعَبِ ابي طالب کي اوسېدل ډير او په لسهاوو نفر وه، نو خود پر مسلمانانو او د دوی پر طرفدارانو لوږه غالبه سوه، تر داسي اندازې چي يو د دوى څخه وايي: يوه شپه د حاجت د آداء کولو دپاره يو څه ګوښه ولاړم، هلته مي يو  آواز واورېدى چي باد يو شئ ښو راوه پسي وګرځېدم د مړه سوي اوښ د پوست يوه ټوټه یا یوه حصه مي پيدا کړه، دغه پوست مي را واخستى پسله پرېللو مي و ايشاوه او و مي خوړى، تاسي فکر وکړی چي يو انسان د لوږي د لاسه و دغه حال ته رسيږي چي د مړه اوښ پوست او د درختو يا وُنو پاڼي خوري، هغه هم يوه ورځ نه بلکه په کلو يې دا حال وي، دا څومره سخت ژوند دى مګر مسلمانان حتّْی هغه کسان چي د دوى سره يې قرابت درلودى د دوى د اسلام په سبب درې کاله پرله پسې دغه لوږه وګالل، درې کاله يې پر لوږه سر بېره د خپلو کوچنيو اولادو او ماشومانو ژړاوي چي د لوږي د لاسه به يې ژړل تحمل کولې او زغملې، دا هم د مسلمانانو دپاره د صبر او مقاومت امتحان ؤ، خو مسلمانانو پر دغو تکالیفو او مشکلاتو، زحمتو او آزارو صبر وکړى او په دغه سخت امتحان کي په همت او مړانه سره کاميابه سوه.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته