تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سيرت نبي:حبشې ته دوهم وار هجرت
  تعليم الاسلام ويب پآڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۱ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حبشې ته دوهم وار هجرت
د قرانکریم تاثیر او خارجي ملکو ته سفرونه

 

په دغه وختو کي چي و رسول اللهﷺ او د ده و اصحابو ته تکليفونه او آزارونه ورکول کيږي نور هم د مسلمانانو هجرت و حبشې ته زياتېدى، د  مسلمانانو ډير نفر و حبشې ته تله او د نجاشي په پاچهي کي يې ژوند کاوه ترڅو چي يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه او په حبشه کي يې د مهاجر مسلمانانو پر ژوند تاثير وکړی، هغه واقعه داسي وه: په مکه مکرمه کي پر رسول اللهﷺ د سورة النجم آخري آياتونه نازل سوه،
نو دغه د بعثت د پنځم کال د روژې په  مياشت کي رسول اللهﷺ و حرم شريف ته را ووتى او هلته د قريشو ډيره لويه ډله ناسته وه چي په دوى کي د قريشو مشران او سرداران هم وه، رسول اللهﷺ ورته و درېدى او د سورة النجم په ويلو يې شروع وکړه، کفارو چي کلام الله تر دغه د مخه په صحي شکل نه ؤ اورېدلى ځکه د قريشو پرله پسې کوښښ دا ؤ چي څوک قرآن کريم وا نه وري او همېشه به ځينو و ځينو نورو ته ويل: قرآن مه اورى بلکه د محمّدﷺ د قرآن ويلو په وخت کي غالمغال ښور ماښور جوړوى، چي نه يې تاسي واورى او نه يې بل څوک واوري، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د سورة حْمۤ السجده يا فصلت په (۲۶) نمبر آيات کي فرمايي:

(وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ)

يعني: هغه کسان چي کافران سوي دي وايي: کوم وخت چي محمّدﷺ قرآن وايي غوږ مه ورته نيسى او غالمغال ښور ماښور جوړوى، ښايي چي په دغه طريقه سره تاسي پر محمّد غالبه سى.

 

اوس چي کفارو الْهي کلام د رسول اللهﷺ د مبارکي خولې څخه واورېدى هغه خپله دښمني يې هېره سوه د ځانه څخه بې خبره دي، هر يوه په دقت غوږ ورته نيولى دى او رسول اللهﷺ د سورة النجم آخرني آياتونه ورته تلاوتوي:

 

 أعوذُ بالله من الشيطْن الرّجيم ط. بسم الله الرحمن الرحیم

 

وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَىٰ (۴۳) وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا (۴۴)وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ (۴۵) مِن نُّطْفَةٍ إِذَا تُمْنَىٰ (۴۶) وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَىٰ (۴۷) وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَىٰ وَأَقْنَىٰ (۴۸) وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَىٰ (۴۹) وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَىٰ (۵۰) وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَىٰ (۵۱) وَقَوْمَ نُوحٍ مِّن قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ (۵۲) وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَىٰ (۵۳) فَغَشَّاهَا مَا غَشَّىٰ (۵۴) فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ (۵۵) هَٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْأُولَىٰ (۵۶) أَزِفَتِ الْآزِفَةُ (۵۷) لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ (۵۸) أَفَمِنْ هَٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (۵۹) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (۶۰) وَأَنتُمْ سَامِدُونَ (۶۱) فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ۩ (۶۲)
د دغه آخري آيات چي د سجدې آيات دى تر ويلو وروسته رسول اللهﷺ سجده وکړه، کفار چي د دغو آياتو تر تاثير لاندي راغلي وه د ټولو څخه بېله اختياره سجده وسوه، کفار د دغو آياتو د عظمت او بلاغت تر تاثير لاندي سوه، حق او بليغ کلام الله يې واورېدى نو د قريشو ټول سرداران او اهلِ مکه چي دلته حاضر وه ټولو سجده وکړه، بېله يوه ضعيفه، سپين ږيري او بد بخته سړي څخه چي هغه سجده و نه کړه فقط د مځکي څخه يې خاوري را پورته کړې پر سر يې واچولې يا يې په تندي پوري ومښلولې او ويل: ما لره دغه بس او کافي دي، مګر د قريشو سردارانو سجده وکړه، هغه کارځني پېښ سو چي دوى د هغه د منعه کولو د پاره په کلو کلو ډير کوښښونه کړي وه.

 

کوم وخت چي قريشو وليدل چي د محمّدﷺخبري دومره تاثير لري چي حتّْی دوى هم د هغه تر تاثير لاندي راغله او خبره تر داسي ځايه ورسېدل چي دوى هم سجده وکړه، دا کار پر قريشو ډير دروند سو تر اوسه دوى خلك منعه کول چي د محمّدﷺ د خبرو تر تاثير لاندي نه سي او اوس په خپله دوى سجده وکړه!  قريش ډير  غمجن وه.

 

دغه خبر په خلكو کي نشر سو چي قريشو د محمّدﷺ و خبرو ته يا د محمّدﷺ د خبرو په واسطه سجده وکړه او د حبشې و مهاجر مسلمانانو ته دا خبر داسي ورسېدى چي قريش ټول اسلام ته داخل سوه، سـجده په  اسلام بدله سوه، هغو کسانو چي دغه خبر و منى چي رشتيا هم قريش و اسلام ته داخل سوي دي نو د دغه کال د شوال په مياشت کي بيرته د حبشې څخه و مکې مکرمې ته را رهي سوه، ځکه دوى ويل:
قوم مو ايمان را وړى او تر دې وروسته موږ ته آزار نه را کوي نو موږ ولي ژوند په هجرت او د رسول الله ﷺ څخه ليري تېروو.

 

 تاسي پوهېږى؟ چي هجرت په خپله د عذابو او دردو د اقسامو څخه يو قسم درد او عذاب دى چي د دين په لار کي دغه مهاجرينو قبول کړى ؤ، اسلامي هجرت د آزارو څخه تيښته او د راحت طلبول نه دي، بلکه يو تکليف په بل تکليف سره تر هغه وخته بدليږي ترڅو چي د الله جل جلاله  د طرفه نصر او برئ راځي او ته پوهېږې؟ چي په هغه وخت کي مکه مکرمه هم دار الإِسلام يا اسلامي ملک نه ؤ چي يو څوک و وايي: اصحاب کرامو څنګه دار الإسلام پرېښاوه او د خپلو ځانو د ساتني دپاره د کفر ملک ته ولاړل، په هغه وخت کي مکه مکرمه او حبشه او نور ملکونه ټول سره يو شئ او د کفر ملکونه وه او په دغه ملکو کي چي په هر يوه کي د اصحاب کرامو د دين او دعوت د پاره آسانتيا وه هغه د دوى د استوګني ډير وړ او لائق ؤ.

 

او دا چي څوک د يوه اسلامي ملک څخه و بل اسلامي ملک ته هجرت کوي په هغه کي درې حکمه دي:

 

 يا دا چي: دغه هجرت واجب دى.

يا دا چي: دغه هجرت مباح دى.

يا دا چي: دغه هجرت حرام دى.

 

اول: د خپل ملک او وطن څخه و بل اسلامي ملک ته (ښه متوجه سه اسلامي ملک ته) هغه وخت هجرت واجب دى چي مسلمان په دغه خپل ملک کي اسلامي شعاير لکه لمونځ، روژه، آذان او حج نه سي آداء کولاى.

 

دوهم: د خپل وطن څخه بيا هغه وخت و بل اسلامي ملک ته هجرت مباح او جائز دى چي په دغه خپل ملک کي داسي تکاليف ور رسيږي چي د ده ژوند ور تريخوي، نو ده  ته دا جائزه او روا ده چي د دغه خپله ملکه څخه و بل اسلامي ملک ته هجرت وکړي. (نه دا چي د ښه او مستریح ژوند د پاره کفري ملکو ته ځي).

 

درېيم: هغه وخت بيا د خپل ملک څخه هجرت حرام دى چي د ده په هجرت کولو سره د ده په ملک کي د اسلامي واجباتو څخه يو واجب پاته کيږي او بيله ده څخه بل څوک هغه نه سي پرځاى کولاى. (دا د هجرت په باره کي فقهي احکام وه)

 

بيرته خپلي قصې ته راګرځم، نو مهاجر اصحاب کرام د دې خبر په اورېدلو سره چي ټول قريش و اسلام ته داخل سوه د حبشې څخه د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه، کوم وخت چي مکې مکرمې ته دومره نژدې سوه چي د يوه يا دوو ساعتو لار پاته وه دوى ته د هغه خبر واقعيت ور معلوم سو او پوه سوه چي هغه د آياتو د عظمت تاثير ؤ چي قريشو سجده وکړه، په حقيقت کي نه قريشو ايمان راوړى دى او نه مسلمانان سوي دي، نو څوک بيرته د هغه ځايه څخه و حبشې ته وګرځېدل او ځيني يې په پټه يا د قريشو څخه د يو چا په جِوار کي و مکې مکرمې ته داخل سوه او دلته په مکه مکرمه کي پر دغو راغلو کسانو او نورو عامو مسلمانانو عذابونه او آزارونه نور هم زيات سوه، قريشو ته دې خبر ډير زور ورکړى ؤ چي مسلمانان د نجاشي په همسايتوب کي آرام او هوسا ژوند کوي او رسول اللهﷺ د مسلمانانو دپاره بله چاره نه ليدل بېله دې څخه چي دوهم وار بيا د حبشې د تګ مشوره ورکړي او دغه دوهم وار هجرت تر اول وار ډير سخت او مشکل ؤ، ځکه دا وار قريش ورته ويښ او بيداره وه او دا يې إراده وه چي مسلمانان به هجرت ته نه پريږدو، خو بخت د مسلمانانو ملګرى ؤ او الله جل جلاله  دغه سفر ورته آسانه کړى، د مخه تر دې چي قريش پسي ور ورسيږي مسلمانان حبشې او نجاشي ته رسېدلي وه او په دې وار کي د نارینه وو څخه (۸۳) نفرو هجرت وکړی او (۱۸) يا (۱۹) ښځي هم ورسره ملګري وې.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته