تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر روژې مخکي ۳۰ لارښووني
  خیل احمد عمري
  April 22, 2020
  0

لیکنه: خلیل احمد عمري

علماء کرامو د روژې مبارکي میاشتي ښه راغلاست او د روژې لپاره د امادګۍ نیولو اړوند اړیني لارښووني بیان کړي دي، چي لنډیز یې په لاندي ډول دی:

  1. د فرائضو او واجباتو په صحیح ډول اداء کول او توبه او  استغفار ویل: د روژې میاشتي له را رسېدو څخه مخکي، د فرائضو او واجباتو په منظم ډول اداء کولو پوره – پوره خیال وساته. که چیري قضاء دي پر ذمه پاته وي؛ نو کوښښ وکه، چي د ترتیب مطابق یې اداء کړې. همدارنګه له تېرو ګناهونو څخه توبه وکه او د استغفار ډېر-ډېر ویل شروع کړه.
  2. د روژې اړوند ټول مسائل اول خپله زده کول او بیا یې نورو ته هم ور زده کول: د روژې، تراویحو، زکات، اعتکاف، صدقة الفطر اړوند مسائل زده کړه او د کورنۍ نورو غړو ته یې ور زده کړه.
  3. خپل نفس په تقوی عادت کول: خپل نفس د روژې له را رسېدو څخه مخکي، د تقوی پایبنده کړه.
  4. په صله رحمي کي تلوار کول: د دوستۍ پرې کول ډېره لویه ګناه ده؛ نو د روژې له را رسېدو څخه مخکي له ټولو خوابدو دوستانو سره پخلا سه، او د هغو سره پر صله رحمي باندي تلوار کوه.
  5. د زړه پاکول: د روژې له رارسېدو څخه مخکي زړه له هر ډول نفرت، بغض، کینې، حسد، لویي او  انتقام څخه پاک کړه؛ ځکه په زړه کي نفرت او کینه ساتونکو انسانانو ته الله جل جلاله مغفرت نه کوي.
  6. د قضائي روژو قضاء راوړل: په تېرو کلونو کي که د یوه شرعي عذر له وجهي روژې درڅخه قضاء سوي وي؛ نو د روژې راتللو څخه مخکي د هغو قضاء اداء کړه.
  7. په دعاوو کي زیاتوالی راوستل: روژه د دعاوو قبلېدلو میاشت ده؛ نو د روژې له رارسېدلو څخه مخکي ځان په زیاتو دعاوو  عادت کړه. په ځانګړې توګه  مسنوني دعاوي زده او په یاد کړه.
  8. صدقه کول: د شعبان په میاشت کي لا د بې وزلو او محتاجانو سره د خپل وس مطابق صدقه کول شروع کړه؛ تر څو د روژې په میاشت کي صدقه کول درته آسانه سي.  
  9. د قرآن شریف زیات تلاوت کول: د روژې میاشت د قرآن عظیم الشان د نزول میاشت ده. کوښښ وکه د روژې له را رسېدو څخه مخکي، د قران شریف د زیات تلاوت کولو سره ځان عادي کړې؛ تر څو د روژې په میاشت کي زیات تلاوت وکولای سې.
  10. د عبادت لپاره د شپې ځان بیداره کول: د روژې په میاشت کي د شپې عبادات ( تراویح او تهجد او نور...) وي؛ نو د ذکر سوو عباداتو په احسنه توګه اداء کولولپاره ضروري ده، چي د روژې را رسېدو څخه مخکي د شپې لخوا نفلي عبادات شروع کړې.
  11. د انټرنیټ او نورو وخت ضایع کوونکو شیانو څخه ځان لیري کول: د روژې په میاشت کي خپل ټول وخت عباداتو ته ځانګړی کول اړین دي. په اوس وخت کي انټرنیټ او نوري ټولنیزي رسنۍ تر ټولو زیات وخت ضایع کوونکي دي؛ نو کوښښ وکه، چي د روژې له را رسېدو څخه مخکي له ټولو عبث شیانو څخه ځان لیري کړې.
  12. د ټلوېزون کتلو څخه ځان ساتل: ټلوېزون د خرافاتو مجموعه ده؛ نو د روژې له رارسېدلو څخه مخکي د ټلوېزون کتلو څخه پرهېز کول شروع کړه.
  13. د روژې را رسېدلو څخه مخکي د تجارتي راکړي ورکړي سرته رسول: روژه د عباداتو میاشت ده، په همدې میاشت کي باید ټول وخت پر عباداتو باندي مصرف کړل سي؛ نو کوښښ وکه، چي خپلي ټولي راکړي ورکړي د روژې رارسېدلو څخه مخکي سرته ورسوې.
  14. د روژې میاشتي لپاره د کارونو کمول: په کور، دکان یا نورو ځایونو کي د بنایي، نجارۍ، رنګمالۍ او نور کارونه د روژې را رسېدلو څخه مخکي پای ته ورسوه؛ تر څو د روژې په میاشت کي دي ذهن د عباداتو او نیکو عملونو څخه بغیر بل ځای مصروف پاته نه وي.
  15. د خپل وخت لپاره تقسیم اوقات جوړول: د روژې را رسېدلو څخه مخکي، د عباداتو لپاره د تقسیم اوقات جوړول اړین دي. په تقسیم اوقات کي د فرضي عباداتو، ذکر، تلاوت، دعاوو، تهجد او نورو نفلي عباداتو لپاره وخت ځانګړی کړه.
  16. پر خپل لاس لاندي کسانو باندي د کارونو کمول: نبي علیه السلام فرمایي: کم څوک، چي د روژې په میاشت کي پر خپلو غلامانو (مزدور یا ملازم) باندي د کارونو اندازه کمه کړي؛ نو هغه ته الله جل جلاله مغفرت کوي او د اور څخه یې خلاصوي.
  17. د عمرې کولو ترتیب برابرول: د روژې په میاشت کي د عمرې اداء کول، د حج په اندازه ثواب لري. همدارنګه په مسجدحرام او مسجد نبوي کي د لمونځونو ثواب ډېر زیات دی.
  18. زیات وخت په مسجد کي تېرول: د روژې را رسېدلو څخه مخکي، زیات وخت په مسجد کي تېرولو سره ځان عادي کړه؛ نو په مسجد کي د عبادت اداء کولو وروسته هلته کښېنستل او د یو څه وخت لپاره د اعتکاف نیت وکه.
  19. د زیات خوب څخه ډډه کول: د روژې را رسېدلو څخه مخکي کوښښ وکه، چي ځان دکم خوب کولو سره عادي کړې؛ تر څو د روژې په میاشت کي دي زیات وخت پر عبادت کولو باندي تېر سي.
  20.  تر څلوېښتو ورځو پوري، لمونځ په تکبیر اولی سره کول: د شعبان میاشتي له اخرو لسو ورځو څخه شروع بیا د روژې تر اخره پوري، پنځه وخته لمونځ په  تکبیراولی سره اداء کړه. دا عمل ډېر زیات ثواب لري.
  21. له هر ډول نشه یې توکو څخه ځان ساتل: سګرېټ، نسوار یا نور نشه ئي توکي د روژې را رسېدلو څخه مخکي بند کړه؛ تر څو د روژې په حالت کي، د نشه ئي توکو له وجهي په مشکلاتو کي واقع نه سې.
  22. د ملاقاتونو کمول: خپل ټول ملاقاتونه محدود کړه؛ تر څو خپل ټول وخت دي، عباداتو ته ځانګړی وي. البته پر مریضانو او یتیمانو باندي پوښتنه او په جنازه کي ګډون کول ثواب دی.

 

  1. د قرآن شریف د کوچنیو سورتونو یادول: د روژې را رسېدلو څخه مخکي، د قرآن شریف کوچني سوروتونه یادول شروع کړه.

 

  1. ماشومانو ته د روژې نیولو ترغیب کول: د ۷ کلونو څخه لوړ ماشومان دي په ښه او احسنه طریقه  روژه نیولو ته ترغیب کړه؛ تر څو د روژې نیولو سره عادت سي.
  2. د کم یا لږ خوراک کولو سره ځان عادت کول: د شعبان په میاشت کي دي، د خوراک اندازه په ترتیب سره کمه کړه. په خوراکي د سبزیجاتو څخه زیاته استفاده وکړه؛ تر څو د روژې میاشتي پوري د کم خوراک کولو سره عادي سې.
  3. راتلونکې روژه تر مخکنۍ روژې په ښه ډول نیول: یو داسي خاص عبادت انتخاب کړه، چي په دې روژه کي یې تر مخکنۍ روژې په ښه ډول اداء کړې. د بيلګي په توګه: د قرآن شریف د اخرنۍ پارې یادول، یا د سورة رحمن، سورة یاسین، سورة الملک یا سورة الم سجده یادول.
  4. د شعبان د میاشتي تاریخ یادوول: رسول الله صل الله علیه وسلم د شعبان دمیاشتي تاریخ یادولو زیات ټینګار کوی.
  5. د مالي حقوقو مسائل زده کړه: په روژه کي زکات، صدقه، خیرات او عشر ادا کیږي. تر روژې را رسېدو مخکي لا په اړوند مسائلو ځان پوه کړه او که د چا قرض درباندي وي، نو قرض یې اداء کړه.

 

  1. ماښام وختي ویدېدل: تر تراویحو وروسته دستي ویده سه. نو د تهجد لمانځه او پېشلمي ته به پر وخت را کښېنې د بې ځایه بانډارونو او محفلونو څخه ډډه وکړه.
  2. د دعاګانو عادت جوړول: روژه د عبادت او دعاګانو میاشت ده. پټه خوله مه کښېنه؛ د الله ذکر وکړه، او استغفار ووایه.

 

 

سرته