تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خالي لاس راغلو خالي لاس به ځو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 11, 2020
  0

ژباړه: سمیع الله دُرانی


یو افریقایي سړی یو داسي ښار ته راغلی چي هلته ټوله خلک په پورو کي غرق وه، هغه افریقایي زر پیسې د هوټل پر مېز کښېښودلې او ویې ویل: زه ځم اطاق خوښوم.


د هوټل مالک فوراً زر پیسې واخیستلې مستو والا ته ورغلی او د هغه د مستو زر پیسې پور یې ورکړ.
مستو والا شیدو والا ته ورغلی او زر پیسې یې د شیدو پور وکړ.


شیدو والا ولاړی غوا والا ته یې زر پیسې پور ورکړ.


غوا والا ولاړی د کنجارې والا زر پیسې پور یې ورکړ.


کنجارې والا ولاړی هوټل ته، هلته چي یې ډوډۍ خوړلې وه د هغه زر پیسې پور یې ورکړ.


هغه افریقایي بیرته د پیسو لپاره راغلی او ویې ویل: زما دلته هیڅ اطاق خوښ نسو.


نه چا څه واخیستل؛
نه چا څه ورکړل؛
ټولو خپل حساب اداء کړ؛


ویل: دلته ګډ وډئ د څه ؤ؟


ورته وویل سوه: ګډوډئ نسته بلکي دا د ټولو غلط فهمي ده چي پیسې زما دي.

 

خالي لاس راغلو خالي لاس به ځو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته