تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمان اخلاق (۱برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2020
  0


لیکنه: علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه- لومړی برخه


د اخلاقو پېژندنه


اخلاق په لغت کي د خُلق جمع ده، چي  خوی او عادت ته ويل کيږي.


په اصطلاح کي:
۱. اخلاق هغو انساني تصرفاتو ته ويل كيږي چي له يوه انسان ځخه د نورو په مقابل كي بي له تكلفه پېښېږي .


۲. اخلاق په نفس کي هغه کلک او راسخ حالت ته ويل کيږي، چي په اسانۍ او بېله فکر کولو څخه کړني ترسره کوي.


د اسلامي نظام اخلاقي ځانګړني
د كائناتو تصور د خير او شر اندازه، قوت نافذه او قوت محركه كه دا ټول سره يوځاى كړو  نو فلسفه او اخلاق به د يوه عملي نظام شكل غوره كړي او اسلام موږ ته دا سبق را كوي، چې د انساني ژوند او مرګ ټول مقصد د اعمالو او اخلاقو ازموينه ده :

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ. (سورة الملك)

 

د اسلام په اخلاقي نظام کي بله ځانګړنه دا ده، چې یواځي عقل د خير او شر معيار نه ګڼي، كه چيري هر انساني ټولګۍ د خپل ځان لپاره اخلاقي ضابطې وضع كړي نو بدي پایلي به ولري له همدې كبله اسلام هر انفرادي او اجتماعي ميدان ته جامع او مفصل قرآن او د ښو اخلاقو نمونه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم را لیږلی دی.


د حكومت او پوليسو له زور پرته ئې هر مسلمان په دې مکلف ګرځولی چي ښه اخلاق ولري.
 له هر انسان نه به د ژوند د هرې شيبې په باره كې پوښتنه كيږي، كه نيكې يې كړې وي هم به يې وويني او كه بدي يې كړې وي هم به يې وويني (
فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّةٍ خَيْراً يَرَهُ. وَ مَنْ يَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ).


د انسان په ژوند کي د اخلاقو اهميت
انسان يو ټولنيز موجود دی او په ټولنه کي ژوند کوي، د نورو خلګو سره تعامل او برخورد ته اړ دی.
هغه څوک کامياب او بريالی دی، چي ښه اخلاق ولري؛ صدق، اعتماد، شکر، صبر، احسان، امانت او ښه سلوک ولري.


او بل لور ته، کله چي په يوه ټولنه کي اخلاقي مکارم له منځه ځي، نو ځای يې اخلاقي رذايل نيسي لکه درواغ، غلا، فرېب، زنا، خيانت، بد تعامل ، د خلګو توهين او داسي نور.


د اسلامي اخلاقو منابع
د فلسفيانو له نظره د اخلاقو منبع انساني تجربې يا انساني طبيعتونه دي.


د اسلامي اخلاقو منبع وحي دي، چي الله عزوجل په هر وخت کي هري ټولني ته نبيان او رسولان علیهم السلام راليږلي دي، تر څو انسانانو ته حسنه اخلاق وښيي:

وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ. (القلم: ٤)

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ (سورة الانعام: ۹۰)


له اخلاقو سره د دنيوي او اخروي جزاء تړاو
اخلاق په اسلام کي صرف نظري او تدريسي  بڼه نلري، بلکی عملي بڼه لري، چي انسانانو ته ښه او بد سلوک بيانوي د فضائلو دنيوي او اخروي ګټي ښيي او په عمل يې مکلفوي ، د رذائلو دنيوي او اخروي تاوانونه ورته بيانوي او په منع يې مکلف کړي دي.


په قران عظيم الشان ، احاديثو او فقهي کتابونو کي د ترغيب، ترهيب، امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځانګړي احکام او لارښووني  سته.


د ښو اخلاقو د خپلولو او له بدو څخه د ځان ژغورني لاري


۱. د ښو او بدو اخلاقو پیژندل
۲. د ښو اخلاقو په دنیوي او اخروي ګټو او د بدو اخلاقو په زیانونو پوهیدل
۳. د ښو اخلاقو د خاوندانو سره ناسته ولاړه کول
۴. په فاسدي ټولنه کي ژوند نه کول
۵. د نیک او صالح سړي نصیحت باندي عمل کول


د اخلاقو ډولونه


لومړی: د ښه والي او بدوالي په اعتبار
الف: حسنه يا صالح اخلاق: هغه هيئت او حالت ته ویل کيږي، چي داسي افعال او اقوال ورڅخه صادريږي، چي په شريعت کي ښه بلل سوي وي.


ب: سيئه يا بد اخلاق: هغه هيئت او حالت ته ویل کيږي، چي داسي افعال او اقوال ورڅخه صادريږي، چي په شريعت کي بد بلل سوي وي.


دوهم:  د فطرت او اکتساب په اعتبار:
الف: فطري اخلاق:  هغه دي، چي په انسان کي په طبيعي يا ارثي ډول موجود وي او تغير نه قبلوي.
ب: اکتسابي اخلاق: هغه دي، چي انسان يې لاس ته راوړلای يا تغيرولای سي.


د فطري اخلاقو مثالونه
لومړی: حضرت ابوبکر الصديق رضي الله عنه د اسلام راوړلو څخه مخکي هم شراب نه څيښل، ويل: ما د خپلي ميړاني او عزت خيال ساتی؛ ځکه د شرابو څيښونکو عقل مغلوب کيږي او د ځان عزت نسي ساتلای.


دوهم: د مکې د فتحي پر وخت، چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په بيعت کي قريشي ميرمنو ته له شرک، غلا، اولاد وژلو او زنا حرمت بياناوه، نو هند بنت عتبة په ډېر تعجب سره ورته وويل:
حُري ښځي هم زنا کوي؟! دغه تعجب پر عفت او عزت دلالت کوي، چي د  ازادو ښځو په فطرت کي د زنا کولو تصور هم نه موجوديږي.

 

سرته