تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر رعیت باندي د امیرانو د اخلاقو اغېز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 7, 2020
  0
 
دا قول مشهور دی چي خلګ د خپلو پاچاهانو پر دین او تګ لاره وي.
 
- کله چي د امیر ولید بن عبدالملک پاملرنه د تعمیراتو په جوړولو کي وه نو خلګ هم هغسي وه، چي یو نفر به د بل سره مخ سو نو دا به يې پوښتل: څه شي دي جوړ کړي دي؟ څنګه تعمیر دي بناء کړی دی؟
 
- همداسي سلیمان بن عبدالملک چي توجه به يې ښځو ته وه نو پر خلګو هم دغسي تاثیر پروت وو. یوه کس به بل ته ویل: څو ودونه دي کړي دي؟ څو مینځي لرې؟
 
- کله چي د امیرالمومنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پاملرنه قران، لمانځه او عباداتو ته وه نو پر عوامو هم دغسي تاثیر پروت وو. یو نفر چي به د بل سره مخ سو، دا به یې پوښتل:  څومره تلاوت کوې؟ د ورځي څو پارې تلاوت کوې؟ د شبې دي څومره لمونځ وکړی؟
 
د وخت په پاچا کي چي هره بد اخلاقي وي مثلاً لواطت کار، شرابي، بخیل، ظالم یا غصب وي، همدغه بد اخلاقي په ټولنه کي عامیږي او که په پاچا کي هر ښه صفت وي لکه دینداري، تقوا، احسان، سخاوت او شجاعت نو په ولس کي به هم دغه صفات غالبه وي.
 
(البدایة والنهایة)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته