تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
باطل دینونه په اسلامي هیوادونو کښي(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2019
  0

لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری 

 

د نوي عصر جاهليت (علمانيت) (Secularism)
تعريف: نړيوال لادينيت. د دين جلا والي له دولت، سياست او ژوند څخه.
علمانيت یا سیکولرزم يعني د نوي عصر جاهليت، داسي مفكوره ده، چي وايي: دين او علم (ساينسي علم) دواړه سره ضد او په ټكر كښي دي او دين د پر مختګ خلاف او مانع دی نو بايد دين له فردي، كورني او ټولنيز ژوند څخه او همداسي له سياست، اقتصاد او تعليم څخه جلا وي.


د علمانيت تاريخ او اصول:
په لسم ميلادي قرن كښي د کليسا فساد، انحراف او ظلم د دين او رب په نامه و اوج ته رسيدلی وو او نصارا ډېر ورڅخه په تنګ وه، په همدې وخت (دور) كښي په اسلامي دولتونو كښي علم، عدل او فكر د لمر غوندي روښانه وو.


د اندلس (هسپانيا) دولت، چي يو اسلامي دولت وو او په اسلامي فكر، علم او آزادي كښي ئې مثال نه درلود، د غرب ځيني محصلين به د علم (ساينسي علومو) د زده كړي لپاره ورته راتلل، د وخت په تېرېدو سره د مسلمانانو د پر مختګ او فكر څخه متاثره سوه او دا ورته معلومه سوه، چي په غرب كښي چي كليسا کوم څه كوي دا ظلم... دی. له همدې امله ئې د كليسا خلاف قيام وكړ او دا قيام كرار- كرار ټولو اروپايې هيوادونو ته انتقال سو، په شلمه (۲۰) ميلادي پیړۍ كښي د ډېرو مبارزو وروسته دې مرحلې ته سره ورسيده، چي كليسا به په ټولنيز ژوند كښي هيڅ مداخله نه كوي. (اوس په اسلامي هیوادو کي د غرب فکري غلامان همدا فارموله پر اسلامي هیوادو تپل غواړي، اسلام یې پر نورو دینونو قیاس کړی دی. غواړي اسلام د مسلمانانو د سیاست او حکومت دارۍ څخه برطرفه کړي ترڅو د غربي نړۍ منافع په پوره توګه بېله مانع څخه تامین سي).

 

د علمانيت تاريخ په اسلامي ملكونو كښي:
علمانيت په اسلامي ملكونو كښي ډېر اوږد تاريخ نه لري د شلم ميلادي (۲۰) قرن په اوائلو كښي د عثمانيانو د خلافت د رانسكوريدو وروسته د اول ځل د پاره په تركيه كښي د يو دولت په حيث ښكاره او وروسته بيا په تدريجي توګه دا فكر مصر او نورو ملكونو ته انتقال سو.

 

د علمانيانو افكار د مسلمانانو په ملكونو كښي:
۱- د اسلامي خلافت مخنيوی، ځکه چي مسلمانان سره يو كوي.
۲- د اسلام او مسلمانانو خلاف كار كول او ديني علم پر مختګ ته نه پريښول.
۳- د عربي ژبي خلاف كار كول، ځکه چي اسلام په عربي ژبه دي.
۴- اسلامي شعائر منع كول، او پر خلاف ئې اواز اوچتول، لكه: آذان، په جماعت سره لمونځ كول او لنګوټه تړل...(۱)

 

اسماعيليه (اسماعيليان)
د اسماعيليانو نسبت اسماعيل بن جعفر االصادق ته كيږي، په همدې خاطر اسماعيليان ورته ويل كيږي.


د اسماعيليانو مختلف نومونه: سبعيه، ملحده، تعليميه او باطنيه.


باطنيه ئې مشهوره ډله ده. دوي وايي چي خلک په ظاهري علم باندي پوهيږي او امام په باطن او ظاهر باندي علم او پوهه لري. دوی د قرآني اياتونو (نصوصو) ډېر عجيب او غريب خود ساخته تأويلونه كوي او دا د امام باطني علم بولي، په هم دي وسيله باندي غواړي د قرآن ټوله نصوص له منځه يوسي.


د اسماعيليانو تاريخ: دا فرقه د مامون په زمانه كښي په لومړي ځل په عراق كښي راښکاره سوه، چي په سر كښي ئې ميمون القداح وو، چا چي باطني مذهب جوړ كړ اود استحکام لپاره ئې ورته بعضي قواعد وضع كړل.


په كومو ملكونو كښي موقيعت لري ؟ د جزيره العرب جنوبي څنډه، جنوبي افريقا، منځنۍ افريقا، شام، هند، پاكستان او نور ملكونه.


د اسماعيليانو مختلفي فرقې: قرامطه،عبيديان او حشاشيان.


 او هغه فرقې چي نن ورځ موجودي دي: دروز، بهره او اغاخانيان.

د اسماعيليانو عقيده: دوی په ظاهره ځانونه مسلمانان معرفي كوي، خو اصلاً د دوی عقايدو ته په کتو له مسلمانانو سره هيڅ تړاو نه لري:


۱- الحاد ته دعوت او بلنه او د الله جل جلاله څخه انكار.
۲- د نبوت څخه انكار او د اسلامي شريعت ختمول.
۳- د اخروي ژوند او د قيامت د ورځي له حسابه انكار کول.
۴- د اسلام د احکامو غلط تاويلات کول، چي د دوی په عقيده په ظاهر ئې عوام پوهيږي او په باطن كښي يواځي امام علم په لري....

- دروز: نسبت يي و محمد بن اسماعيل الدرزي ته كيږي. 
عقيده:د دې مذهب مؤسس د الوهيت دعوه كړې ده او پيرويان ئې هم په ال‍ه مني....
مركزونه: لبنان، بانياس، او د خوران د غره لوړي.

 

بهره: پخوانی هندی لفظ دی، چي وتاجر ته ويل كيږي.
عقيده: خپل ائمه په الوهيت (خداي) باندي مني.
مركزونه: هند، پاكستان، نجران او سعودي عربستان.

 

اغاخانيان: مؤسس ئې حسن علي شاه او د هغه زامن دي.
عقيده: د خپل مذهب مؤسس ته په الوهيت قايل دي.
مركزونه: زنجبار، هند، مدغشكر او سوريا. د قيادت اصلي مركز ئې كراچي دی.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه

لومړۍ برخه: باطل دینونه په اسلامي هیوادونو کښي (۱)

ــــــــــــــــــــــــــــ

مراجع:
(۱): العلمانية نشاتها وتطورها واثارها في الحياة الاسلامية المعاصرة. د سفر عبد الرحمن الحوالي.
- تهاتفت العلمانية. عماد الدين خليل.
- الجفوة المفتعلة بين العلم والدين. محمد علي يوسف.

۲ - الفرق بين الفرق. عبد القاهر البغدادي.
- فضائح الباطنية. ابو حامد الغزالي.
- كشف اسرار الباطنية. الحامدي.
- مذاهب الاسلامية. عبدالرحمن بدوي.

سرته